د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلاییزسرپ (دوهمه برخه)

سیدمنتظرشاه 24.07.2012 08:14

صنعتي ارزښت:
سرپ په صنعت کې دبشر له پاره په زړه پورې توکى دى چې د ژوندپه بیلا بیلو وسايلوکې يې انسانان کاروي ، نوموړى لرګى په نړۍ کې د سپين لرګي، ساختماني لرګي، الوتکو، موسيقي الاتواونورو صنعتي چارو د لرګي په نوم ياديږي. بشرد بشري ژوند له پيله د نوموړې ونې څخه دکاراخيستنې پيله کړې او تراوسه پورې يې د خپلوګټوله پاره کاروي.

الف: لرګى

د سرپ لرګى زموږ په هیوادکې په ساختماني چاروکې کارول کيږي. خو په نوره نړۍ کې يې د فايبر يا هغواوږدو تارونوله کبله چې د سرپ په لرګي کې شته دى د قوي کاغذ جوړولو له پاره استعماليږي. هسې خوپرمختللي هیوادونه په تیره بيا لويديځه نړۍ خپله ځمکه شاړه او وچه نه پريږدي خولکه څنګه چې هغوي د سرپ له صنعتي ارزښت څخه خبردي نوپه همدې توګه يې د ښکلا ترڅنګ په هغو ځايونو کې کري چې دکرنې په منظورنه استعماليږي، له دې موخې څخه هغوي نورې ګټې هم ترلاسه کوي لکه د ژوند د چاپیريال ساتل، د سيمې د ښکلامنځ ته راوړل، د نباتي نسل ساتل او د پاڼو او څانګوڅخه يې د خوړو، درملواونورواړتيايي توکو په توګه ګټه اخيستل يې د پرمختيايي پروګرامونو يوه په زړه پورې لړۍ ده.

په امريکاکې دلومړي ځل له پاره څیړونکوالوتکه د سرپ له لرګي څخه جوړه کړه چې وروسته يې بيا لاره فلزي الوتکوته خلاصه کړه، همداراز نوموړي لرګي د موسیقي الاتوپه جوړولوکې په زړه پورې رول لوبولى دى او تراوسه پورې له دې لرګي څخه ماهرانو د موسيقي ډیرې الې جوړې کړې لکه منډولين، ګيتار، وايلون،سيلووايلون، دپاينو د اواز تخته اونور.
پوهانودا هم جوته کړې ده چې سرپ د نوموړو هدفونوله پاره ځکه ټاکل شوى دى چې دونې له غوڅونې او ماهرانو له جوړونې اوهنري کاره وروسته د حشراتواونورو ناروغیوله زيان څخه خوندي دى. له دې سره کاري عمريې اوږد دى اوهغه الات چې له سرپ څخه جوړشوي دي ترډیره عمره کارول کيږي.

ب- خواړه اودرمل:

ځنګلونه، په تیره بیاستنپاڼی ځنګلونه چې سرپ هم په دې ډله کی ګڼل کیږی، سربیره پردې چې کاربن ډای اکساید، داوبوبخاراو اکسجن فضاته خپروی، له دې سره دفایتونسیدپه نامه یوه بله ماده هم فضا ته استوی. نوموړی ماده دخپل کیمیاوی ساختمان په درلودلوسره یولړکاربوهایدریدریډونه لری چې باکټریااو ځینې مایکروبونه له منځه وړی. که چیرې په ساده محللونوکی حل شی په پراخه کچه دمعالجوی موخوله پاره استعمالیږی، دفایتونسیددمکروب ضداغیزدومره چټک دی چی په څودقیقوکی مکروب له منځه وړی.
دیوی مجموعي سروی له مخې چې ترسره شوی ده په لاندینی جدول کی دځنګلونودفایتونسیددتولید مقدارپه یوهکتار راښیی:

ګڼه دکیمیاوی مرکب نوم دځنګل نوع په یوهکتارکی یی اندازه په کیلوګرام
۱ فایتونسید پلنپاڼی ۲
۲ فایتونسید ستنپاڼی ۵

لکه څنګه چی ځنګل ترډیری اندازی پوری دهوادوړی اوغبارپاکه وی دهغی له خپریدو څخه هم مخنیوی کوی.ددی منظورله پاره یوه سروی دالمان دلابیسک دښارپه بیلابیلوناحیوکی ترسره شوی وه چی پایله یی په لاندینی جدول کی روښانه کیږی.

ګڼه دلابیسک دښارسروی شوی ناحیی ددوړو اوغباردانی
۱ داور ګاډی په تم ځای کی ۵۰۰۰۰۰۰
۲ دښارپه فضاکی ۱۲۰۰۰۰۰
۳ دښاردیوځنګله په مینځ کی ۵۰۰۰۰۰
۴ دځنګل شاته ۳۰۰۰۰۰

په پورتنۍ سروی کی ولیدل شوه چی دځنګله په مینځ کی ۵۰۰۰۰۰ اودځنګله شاته ۳۰۰۰۰۰ ددوړواوغباردانی ولیدل شوی. نوموړی سروی څرګندوی چی ځنګل کولای شی چی چاپیریال پاک اوپه شااوخواکی دوړی اوغبارکموی.

لوېديځه نړۍ په تیره بياپرمختللي اومخ په وده هیوادونه د خپلې لوړې تکنالوجۍ په مرسته د سرپوله ټولومحصولاتوڅخه ګټه اخلي د بیلګې په توګه د سرپو پاڼې، څانګې اوتيل يې د بيرالکولو په جوړولوکې استعمالوي چې د سرپو د بيرو په نامه يې يادوي. د پاڼو څوکې يې د سرپ د شربت په جوړول کې کاروي. په امريکاکې يې شيره په هغو ژاولوکې چې بنسټ يې د ژولو ژاولې دي استعمالوي چې اوس يې ژاولنه شيره د بيلابیلودلايلو له پاره هم کارول کيږي.

ایشول شوې پاڼې يې د چايوپه توګه هم څښل کيږي، تيل يې دمالدارۍ په ناروغیواوپه څارويوکې دحشراتو دکنټرول له پاره يوه اقتصادي چاره ده،د سي ويټيامينونو ډېره ښه زيرمه ده چې د سکاروي د ناروغۍ په تداوۍ کې هم ترې ګټه اخيستل کيږي. په هغو سيمو کې چې يوازې د غوښود خوړلو دود زيات وي او نورخواړه نه پيداکيږي د سرپ د پاڼوله اوبوڅخه ګټه اخيستل چې د سکاروې په مخنيوي کې په زړه پورې رول لوبوي.

په پخوانیوزمانوکې دنوموړې ونې کنډ دکيږدیوپه جوړولوکې هم کاریده. ځايي امريکايانويې اوږدې ريښې دټوکریو په جوړولوکې کارولې، سرپ چې تلسمسوراو ښکلې ونه ده په باغدارۍ کې هم د ښکلا ييزې ونې په توګه کښینول کيږي، ددې ترڅنګ په پارکونو، ماڼیو، سرکونو، ښوونځیو، پوهنتونو او تفريحځايونوکې يې کرل د ونې د ښکلايوفرهنګي بيان دى.
لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه ښکلا چې په خپله د فرهنګي او کلتوري چاپیريال يوه ځانګړنه ده نوپه همدې درشل کې په طبيعي چاپیريال کې نوموړې تشه د نورو نباتاتوترڅنګ ستنپاڼي نباتات په تیره بياسرپ ډکوي.

ج-ايکالوجيکي ارزښت:

د سرپ ځنګلونه د نباتي اکوسيستم فعال غړي دي چې په طبيعت کې د ځانګړي رول په درلودلو سره په هغوهسکو اوسړو کرښوکې موندل کيږي چې پورته ترې بيا د ونوکمربند وجود نه لري.د ښکلاييزو ونو ترڅنګ د باد ماتوونکو، شنو دیوالونواو اساسي ونو په توګه هم کرل کيږي، د ټيټې ونې يابوټه ييز ورايټي يې چې د بوټوپه شان وده کوي داوبولګولو د بندونو،د خاورې د تخريب د مخنيوي اوشين فرش په توګه په خپل ايکالوژيکي چاپیريال کې په خپله راشين کيږي اوياکرل کيږي، سرپ نه يوازې پورتنیوموخوله پاره کرل کيږي بلکه دګلونو، کرنځايونو اوپه ډبرولروونکوباغونوکې د ښکلاييزې ونې په توګه يې هم کرل دود دي.

وده (Growing)
لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه د سرپ د ودې ساحه پراخه ده يانې هغه سیمې چې معتدلې او هسکې وي هلته ښه وده کولاى شي. خو که چیرې يې د سرپ له چاپیريال څخه بهروکرل شي نولمرين چاپیريال، روښانه سيورى اوپه څه ناڅه لمدوخاوروکې ښه وده کولاى شي.
که چیرې سرپ دايکالوجيک چاپیريال څخه بهروکرل شي په لومړيو ٣-٤ کلونوکې پاملرنې ته اړتيالري خوچې نيالګى يې په ځمکه ثابت شو نورپه خپله ځانته د ژوندکولوچاره برابروي چې د ستنپاڼو نباتاتو له ځانګړنوڅخه يې يوه همدغه ځانګړنه ده.
لکه مخکې موچې يادونه وکړه چې تراوسه پورې پوهانوتر ٣٥ نوعوپورې سرپ لړبندي کړي دي په دې ليکنه کې يې څونوعې د ښکلاييزې ونې په توګه غوره شوي دي چې په خپل وارسره به ترې يادونه وشي.