د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!

زاهد جلالي 20.07.2012 16:16

زما داسې ډېر دوستان شته چې هره ورځ پوهنتون ته ځي او راځي، اوچت اوچت فيسونه تحويلوي، خپل وخت ضايع کوي، له خپلې کورنۍ په مسافرۍ کې ژوند تېروي او دېته ورته نور ډېر مشکلات پر ځان زغمي خو پوهنتون نه پرېږدي. داسې ډېر کسان شته چې د دې هر څه په مقابل کې صرف يو کاغذ غواړي، داسې کاغذ چې د پوهنتون په اداره کې ثبت وي او د لوړو زده کړو کميسيون يې ورته ټاپه کړي، بس همدا!

خو داسې کسان هم ډېر شته چې صرف دولسم يې لوستی وي، خو له هغه کس نه ډېر تکړه وي چې د پوهنتون ټولګيو ته څلور يا پينځه کاله تللی راغلی وي، ځکه د هغه موخه پوهه وي خو د ده موخه د يوه کاغذ ترلاسه کول.

احسان زما دوست دی، هغه تل په همدې هڅه کې وي چې که ټولګي ته رانه شي هم، خو هلته ځان حاضر کړي. دی په دې باور دی چې که له استاذه څه زده کړي يا نه، خو چې له اتيا اوچتې نمبرې ترلاسه کړي، همدا ده چې هغه مې يوه ورځ هم نه دی ليدلی چې د پوهنتون له درسې مقرر کتابه پرته يې کوم بل کتاب لاس کې نيولی وي او هغه مطالعه کړي، ځکه د ده موخه پوهه نه، يوه سپين کاغذ دی چې هلته ورته (ډګري) وايي.

زما د دغه دوست د درس ويلو يواځينۍ موخه دا وي چې په امتحان کې اوچتې نمبرې حاصلې کړي او د همدغه هدف له پاره ډېره خواري هم کوي، همدا ده چې د هغه نمبرې زما له نمبر يا مجموعې لږه اوچته ده، خو زه په دې نه يم خوښ چې د هغه دا نمبرې او زما دا پوهه[1] دې سره بدله شي، ځکه زه په پوهنتون کې اوچته مجموعه او ډېرې نمبرې نه غواړم، زه غواړم پوهه لاسته راوړم.

د شپږم سمستر په منځ کې ما ته يوه ناروغي پيدا شوه، داسې ناروغي چې په ټولګي کې به نه شوم کېناستی، له درس ويلو پاتې وم، دا څه چې له نورو دنيايي کارونو هم پاتې وم. ډېرو ډاکټرانو ته د علاج په موخه ورغلم، خو يوه هم د مرض دقيق تشخيص نه شو کولی، دغه ټکي زه هم تشويشي کړی وم او همدا وه چې له کتابه بيخي لرې شوی وم. بالآخره په پېښور کې يوه ډاکټر مرض تشخيص کړ او راته يې مشوره راکړه چې که دغه سمستر کې استراحت وکړم ښه به وي. ما هم د ډاکټر په مشوره عمل وکړ او که مې عمل نه و کړی، زه په ځان پوهېدم چې دې سمستر کې مې امتحان نه شو ورکولی.

ما تاجيل واخيست. البته د استاذانو په مشورې. د استاذ خالد حاتم دا مشوره مې ډېره خوښه شوه چې ويل يې: ((ستا صحت له ټولې ډګرۍ مهم دی، که ضرورت وي، پوهنتون هم ورته پرېږده، ځکه پوهنتون تل ويل کېږي خو صحت تل نه وي))، ما هم همدا کار وکړ، دې سمستر کې مې تاجيل واخيست. زما په دغه کار طبعا دوستانو خپلې تبصرې کولې. ځينو به ويلې چې ښه کار دې ونه کړ، يو سمستر به آخر کې وزنډېږې، بل به ويل چې په ځان به دې فشار راوستی و خو پوهنتون به دې ويلی و، ما په خپل زړه کې ويلې چې زه له پوهنتونه فراغت نه غواړم، زه پوهه غواړم. زه که دغه بری ليک په ۵ کلو کې ختم کړم، خو څه مې زده نه وي، دا راته ډېره بهتره ده چې په اتو کلو کې يې ختم کړم خو ډېر څه مې زده وي.

زما دا خبره شايد ډېرو ته ساده ښکاره شي، خو هغه خبره ريښتيا ده چې کله بری ليک يا شهادتنامې رامنځ ته شوې، علم مخ په زوال شو. د دې بري ليکونو په عصر کې چې ګورم د امام ابو حامد الغزالي، ابو حنيفه، ارازي، شافعي شاطبي، کاساني، ابن تيميه او صنعاني رحمهم الله په څېر علما يو هم نه شته. دا هم انسانان دي هغوی هم، خو د دې عصر د انسانانو موخه د بري ليک حاصلول وي، خو د هغه عصر انسانانو علم حاصلول غوښتل، همدا وه چې په لږ عمر کې موسوعي علما شول.

ډېری کسان خپل زړه په دې ماتوي چې ما ته د پوهنتون ويلو فرصت ميسر نه شو، د خپل شته شخصيت په لرلو هم قانع نه وي. ما ته يوه دوست، زموږ د يوه داسې ملګري کيسه کوله چې په ښوونځي کې له پوهو شاګردانو و، خو د پوهنتون ويلو فرصت ورته ميسر نه شو، هغه اوس خپله شاعري او ليکوالي چې په مکتب کې تر ټولو په کې مخکې و، پرې ايښې او علت يې هم دا ښيي چې ما ونه شو کړی، پوهنتون ولولم.

زه دغه ډول انساناتو ته وايم چې، که انسان ذکي وي، هغه پرته له دې چې پوهنتون ووايي، خپل ذکاوت دې درجې ته رسوي چې له ډېرو داسې کسانو مخکې وي چې د لېسانس شهادتنامې لري.

شته داسې ډېر کسان چې د الهي ذکاوت په برکت، پرته له دې چې پوهنتون ووايي، لوی شخصيت ترې جوړېږي او داسې غبي انسانان هم شته چې که دوکتورا هم وکړي، هغه ذکي انسان ته نه رسېږي چې پرته له پوهنتونه يې د خپل ذکاوت له رڼا ګټه پورته کړې وي او ځان يې رسولی وي.

دا مې په دې موخه ونه ليکل چې د پوهنتون اهميت لږ وښييم، مګر د دې له پاره مې وليکل چې هغه کسان تشويق کړم، چې د پوهنتون له ويلو پاتي او په خپل شخصيت معترف نه دي. د افغانستان لوی مؤرخ، شاعر او مفکر علامه استاذ حبيبي کوم پوهنتون ويلی و؟ هېڅ يې هم نه و ويلي، خو خپل ذکاوت دې ته ورساوه چې نن د افغانستان د لويو مفکرينو په کتار کې ولاړ دی.

زه ډېر کله د شيخ محمد الغزالي مثال خپلو دوستانو ته ورکوم. شيخ محمد الغزالي صرف لېسانس کړی، د ماستري او دوکتورا د مرحلو زمينه ورته نه ده برابره شوې، خو هغه نن د اسلامي نړۍ په مجددينو کې شمېرل کېږي. هغه د علامه سيد جمال الدين د فکر له سرلارو حسابېږي. شته داسې ډېر کسان چې دوکتورا يې کړې وي خو پوهه يې له شيخ محمد الغزالي ډېره لږه وي، بلکې له هغه سره مقايسه کېږي هم نه. دا ولې؟ دا ځکه چې شيخ محمد الغزالي خپله له ځان سره ډېره مطالعه کړې وه. په خپل سر زړو متونو ته ورغلی او هغه يې سپړلي دي.

د استاذ په تمه وروسته نه دی پاتې، خپله يې په خپل شخصيت اعتراف کړی او په علم پسې ګرځېدلی دی.

زموږ د اصول الفقهې مصری استاذ فاروق ابو دنيا حفظه الله دا خبره مې هېڅ کله نه هېرېږي چې ټولګي کې به يې ويلې؛ ((که تاسو په دې تمه ناست يئ چې زما او له نورو استاذانو به پوهه ترلاسه کړئ او عالمان به شئ، دا هيله به مو له ځان سره قبر ته يوسئ. علم په کتابونو کې دی. تر هغې چې هغو زړو کتابونو ته ور نه شئ، ممکنه نه ده چې عالمان شئ)).

هېڅ انسان بايد په خپل ځان اعتماد له لاسه ور نه کړئ، مګر پر ځان دې ويسا ولري. له ځان سره دې ووايي، چې (زه کولی شم).

داسې نه ده چې يواځې په تېرو وختونو کې به خلکو له رسمي تعليمه پرته پوهه ترلاسه کوله. په دې عصر کې هم داسې عبقريان شته، چې په ډېرو کتابونو کې د هغوی له نامه پرته خبره ليکل مشکلېږي، خو هغوی له مکتب پرته نور رسمي تحصيل نه وي کړی. پر ځان يې اعتماد وي او همدا اعتماد ترې دومره لوی شخصيتونه جوړوي.


[1] - دا په دې معنی نه چې زه ډېر پوه يم. مطلب مې دا دی چې هغه صرف نمبرې غواړې او د پوهنتون له کتابه پرته بل څه نه مطالعه کوي. ما څه نا څه خارجي مطالعه هم کړې، همدا لږه خارجي مطالعه يادوم.



--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com