د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستانی يرغل په وړاندي چوپتيا گټه که ملي جفاده ؟

حبيب الله غمخور 17.07.2012 23:30

دښکلي کنړنه داورلمبې تر آسمانوته پورته شوې ،خوزموږچارواکي پرې لاسونه تودوي!

پدې شپو او ورځوکښي دکنړولايت پر موبوطاتوباندي دپاکستاني پوځ لخوايوپه بل پسې دتوغنديو فيرونومسله په ډله ايزو رسنيوکښي کله توه اوکله نرمه شي .

د کونړ چارواکي وايي ددې دومياشتو په شاوخواکښي دډيورنډ لعنتی اوتپل سوی کرښې پوري غاړي نه تر ((۹۰۰)) زيات توغندی د کونړ په بېلابېلو سيمو لګېدلي چي پايله ئې که ټول حساب کړو نوترسلوزياتو کسانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې تر ۱۵۰۰ زياتي کورنۍ دمادي تاوانوپه څنگ کښي خپل ټاټوبي پرېښېدوته اړيستی دي .

دپاکستان ددې مسلسل پوځی تيری په وړاندي يوځاي اوبل ځاي دمخالفت اواعتراض ږغونه په انفرادی بڼه ،هغه هم ترډيرگ بريده دليکوالو اودمسائيلودسياسي څېړونکولخواپه ډله ايزورسنيو کښې دتبصروپه بڼه ترسترگوکيږي. ،مگردولتی اړونده چارواکي اوددولت مشرتابه پردې تيری باندي تر خپبروحوپتيا غوره بللې او ددې بې شرمانه تيری په وړاندي داسي چوپتيا خپله کړې ته به وايې هيڅ خبره نشته .که کله زموږ ځوان او سرکښ ژورنالستان خطرپر ځان ومنی ترځوددولتی چارواکونظرومعلومکړي نواودولتي چار واکوله جملې نه ئې ددفاع وزارت اوبهرنيو چارووزارت تروياندويانوپوري لاس ورسېږي،دابېچاره چې يوازي وياند اويادهغه مرستيال دۍ دايوه خبره کوي،که پاکستان دخپلو توغنديوفيرېدوته دوام ورکړي موږ به مجبورسوچي دملگروملتوامنيت شورا ته شکايت وکړو، خوتراوسه دې ته انتظارباسوکله چې دپاکستان نوي لمړۍ وزير کابل ته راي غواړودلته په کابل کې خبری ورسره وکړو،يعنې تراوسه لا داښاغلي مجبورسوی نه دي .فکر کوم هغه وخت به مجبورسي چي دکنړپر ځاي ارگ يادبهرنيو چارواود دفاع وزارت په نښه کړي .ولې پدې یې باک نشته چي ددې سفرتر پيل پوری به ددې پوځی مداخلو او توغنديو اورېدل دوام ولري ،لکه چي لری ئې .دسرپه سترگو مو وليدل چې هلته په توکيوکښې ترکنفرانس وروسته د امريکادبهرنيو چارودوزيری هلاري کلنتون په گډون دپاکستان دبهرنيو چارو وزيري اغلي حنا رباني کهر په افغانستان کي دسولي اوثبات راوستلواوپدې لارکي ددې اغلي کهر په وينادصادقانه مرستې لاس ورکړ،خوپه همدې ورځ دکنړولايت پرمربوطاتوتر ۶۰ زيات راکټونه فيرسول چي مالي اوځانی زيان اوتلفات ئې له ځان سره درلوده،ځکه خوافغان ولس پاکستاني چارواکي دوه مخې اودروغجن سياستوال اوگاونډيان بولي .اوددوي په يوه خبره باورنه کوي .

اوداهم اوس تربلې هرې ورځې ډير ښه ورته معلومه سوېده چې د افغانستان د بهرنیو مخالفینومنځ کې یوازې پاکستان اوورسره په ځنگ کښي ايرانی اخوندانودولتی چارواکي دي چې،په یو وخت کښي په څو جبهوکې د افغانستان او افغان ولس ښېرازی په وړاندې په پټه او ښکاره خپلو مخالفتونواودوښمنيوته دوام ورکوی اوکله چې ئي گټې له گواښ سره مخامخ کيږې نه يوازی داچي خپل هغه دوستان چي دهغوپلاس دهغوي خپل ټاټوبۍ ورانوی بلکي دهغوي پر ژوند هم سرفه نه کوی .

ددې توغنديو اورېدوپه وړاندي دولتی چوپتياپداسي حال کښي زموږپر دولتی سياست دچوپتيا تور پېڅول غوړولی چي نه يوازي دپاکستان دتوغندیو زیانمن شوي ولسونه بلکي ټول عام خلک اوپه پارلمان کښي دولسې اومشرانوجرګو یوشمېراستازې،پرهيواد مين روڼ اندی هم د پنجابی واکدارانوددې کرغېړن عمل اوزموږپر پاکه اومقدسه خاوره باندي ددتوغنيوداورېدوپه وړاندې له افغان دولت څخه د غوڅ اوبل المثل غبرګون غوښتنه کوي.

ولې متاسفانه اوس چي پاکستاني پوځ دتوغنديو بريدونه کوي نودډله ايزورسنيو استازوته يو بېچاره خوپر وطن مين افسردتل پشان همدايوه خبره کوي وايي،زموږ ولس اووسله وال پوځ داوړتيالري چي پاکستاني تيری کوونکوته دجواب ورکولوجوگه شی،ولي موږ دهرڅه په خاطردمرکز امرته انتظاريو،خومتاسفانه چې دمرکزغوږونه ئې په سياسي اومالي رشوت داسي کاڼه کړې چي هيځ وخت به د ملت او خپل افسر ږغ وانه وري .

البته دديپلوماسۍ په الفباکښې داپه روښانه ټکو ليکل سوې چي هيوادونه په دوه اړخيزواړېکو اوهرډول مناسباتوکښي ترډيره بريده خپلي گټې پالي اوداخبره له هيچانه پټه هم نده.

خوپاکستان زموږ سره په مناسباتوکښي ددې هيواد ددجوړېدوله لمړۍ ورځې ترنن پوري له دغه ديپلوماتيک اصل څخه ترحد زياته استفاده کوی اوخپلې گ[ې دومره ورته مهمې دی چي دافغان ولس پر ښارگونوچاړه تيروی اودافغانستان بربادۍ ته ئي ملاټړلې ده ،په دری ژبه کښي يومتل دی وايي .((هرچه ازحد گزرد ،رسواشود)) اوس دپاکستاني چارواکولاسوهنه اوبې شرمانه تيری ترحد زيات سوی دی .

د افغانستان نورليري او نږدې ګاوڼد يان هم دلته خپلی گټې لټوي،ځينوخوافغانستان دامريکا اواروپايي نړۍ سره دديپلوماتيکي سيالۍ ډگرگرځولی؛خوددې سرۀ بيا هم ئې یه بربنډه توگه دايران اوپاکستان غوندې شررارت اومخالفت ته ئې ملانده تړلې،موږ ئي وينوچې خپلو موخوته درسېدو لپاره له نورو امکاناتو اولاروچارونه استفاده کوي .

راځودې خبرې ته ولي پسله هغه چي دافغانستان اوامريکاترمنځ دستراتېژيک تړون دلاسليک پروسه گړندی سول پاکستانی چارواکي دومره مست سول اوداډول سپين سترگيوته ئې ملاوتړل؟

۱/ دپاکستان پوځی اواستخباراتي کړۍ ددې ترڅنگ چي مشران ئي ددوستۍ دروغجنې خبري کوي ددولت ټول وسله وال مخالفين په وسلوسمبال په دوامداره توگه رالېږی،ترڅوپه افغانستان کښي سوله ټکنۍ وي .

په ملکي سيمو،لارو،ښارونو،کليواوکوڅوکښي دبهرنيانواودولتي پوځانو دشتون ترنامه لاندي دځانمرگوبريدونو اوسړک غاړي ماينونودچاودېدوپوسيله وسله وال بريدونه تنظيموي ،بې گناه انسانان،ماشومان اوښځې په شهادت رسوی،په ښکلي کندهارکي دجولاي دنهمې خونړۍ پېښه،اوهمدارازپه سمنگان ،هالمند ،کابل ،مزار ،بدخشان ،هرات ،پکتيا،ننگرهاراو دهيوادپه نورو ولايتونواوسيموکښي دداسي زړه بوږنونکووسلوالوحملو اوبريدونوخبرونه يوپه بل پسې دډله ايزورسنيوله لاري خپرېږي .

۲/ په ټول پښتون مېشتوسيموکښي دخپلوټولوامکاناتونه استفاده کوي،ترڅودخپلونوکرانوپوسېله ښونځۍ ورانی اويا وسوځوی، ددې ترڅنگ دشپې پاڼوپه وېشلوشاگردان اوکورنۍ ډاره وی چي ښوونځۍ ته ولاړسي .پدې وروستيوکښي ئي دډارديوه بل تاکتيک نه استفاده خپله کړې هغه داچي په ښوونځيوکښي شاگردان مسموموی،دهيوادپه شمالي ولايتونوکښي ورستۍ پېښي ئې روښانه بېلگه ده .ښه بېلگه ئې دغزني،پکتيا،کنړ،روزگان،بادغيس،ننگرهارخوگياڼو ولسوالي،کندهار،زابل ،هلمند، بدخشان،جوزجان، سرپل اوکندزولايتونوپه مربوطاتوکښي وروستۍ پېښې دي .داچي يوازي ئې په څو اوونیو کې وسله والو په مومنداجنسی کښي شاوخوا ((۸۸))ښوونځۍ وراني کړې تاسودپښتنوسره دپاکستاني چارواکو پته لگولاي سي . Larawbar.com 2012-07-11

خوبل لورته دهمدې پاکستاني چاروا کواومذهبي عالمانو ښايسته پېغلې په اروپااوامريکاکښي تحصيل کوي اوپه لوکسو اروپايي مډرنوجاموکښي دشپې ډيسکوته هم دډارلينگ سره رواني وي .

۳/ پاکستانی استخباراتی کړۍ دطالبانوپه نامه اوڅوطالبانوپوسيله په يوه اوبل ځاي کښي دوحشت دخپرېدواوعام ولس دډارېدوپه مخه بېله محاکمې څوک دجاسوس اوڅوک دجنسی تيری دقربانی په نامه په وحشيانه بڼه له خداي ورکړي ژوندنه محرومېږی،ښه بېلگې ئې په غزنی ،غوراونوروسېمو کښي ليدلاي سو .

۴/ دپاکستاني طالبانواوافغاني طالبانوچي داويش ددوي استخباراتی کړيودبېلابېلو مخوچي ان رېښه ئي په افغا نستان اوسيمه کښي دپاکستان دستراتيژيک عمق دسياست ترپلوپوري روسېږي،لخوا په دوي کښي راوستلی دئ،کوم منطقي دليل ددې ويش لپاره نسته . دډيورنډدلعنتی تپل سوی کرښې پر دواړوخواتو پښتنوپرخلاف دغلچکی بريدونوله امله ددې سيموخلک ديوعجيب اوغريب وحشت په فضاکښي ژوندکوي .په ډيره بې شرمۍ پاکستاني چارواکي ددې لپاره چي خپله کرغېړنه څيره اودافغان ولس په وړاندي دښمني پټه کړي،وايي دافغانستان څخه پاکستاني طالبان دېخوا ته رااوړئ اوزموږپر سرحدی پوستوحملې کوي،چي په پښتواودری کښي موږ دې ډول څرگندونوته ښکروردروغ وايو،يادروغ شاخداروايو.غواړم په يوټکی ئي څرگنده کړم چي داټول دپاکستان داسستخباراتو او دهغوي دنړيوالوملاتړدانسان وژنې په ښوونځيوکښي وروزل سول ،استعمال سول ،خواوس ئې داستعمال بڼې تغيرخوړلئ ځکه خودوي داسي لوبه کوی ته به وايي چي دوي رښتياوايي اوداويش رښتيانۍ دئ .

داچي پدې دريوکلونوکښي دافغانستان په مختلفو ولايتونوکښي چي پيل ئي له تاريخي کندهارنه وشودپښتنودمختلفوقومونومشران اوديني عالمان په يوه اخوبل نامه په مرموزه توگه په شهادت رسولي شمېرئي ترشپږسوواوړياوددې مرموزی وژنې لړئ روانه ده .

۵/ په دولت کښي دخپلو پېژندل سوولاسپوڅوپه وسيله دپاکستان په وړاندي دافغان ولس دغبرگون اونفرت ښکاره کولومخه نسي، ځکه خوئې چارواکي له تښتېدلي پرويزمشرف نه نيولې تراوسنی زرداري پوري داخبره کوی چي موږپه افغان دولت کي ډير دوستان لرو.رښتياهم ډيردوستان لري دهمدې دوستانودتلاښ پايله ده چي دپاکستان دبربنډراکټي دوې مياشتنی بريرپه مقابل کښي نه يوازي داچي چوپتيائي غوره کړې بلکي وايي موږدپاکستان سره تاريخي دوستۍ لرواوداستونزي دخبروله لاري اوارېداي سي .

۶/ پدې بهانه چي پاکستان په افغانستان کي دسولي دپروسې دبرياليتوب سره مرسته کولاي سي،دافغانستان په اړوندپه ټولونړيوالو کنفرانسونوکښي ددې افغان دښمنه دولت استازي برخه اخلی اوله هرڅه نه پر لمړی لاس خبرېږي . ځکه خودهرې طرحی په وړاندي عملي اقدام اوچتولاسي اودسولي دپرمختگ دپروسې په مخ نيولوکښي ترهرچابريالي دي .

۷/ دنړيوالي ټولنې سره دتروريزم پرخلاف دمبارزې په نامه په ميلونوډالرامتيازاخلي .په حقيقت کښي که دوي ځانته دافغانستان په هرسياسي بهيرکښي غوښن ځاي لټوی اوددې حق ترلاسه کولولپاره ځان مستحق بولي .

دهمدې کړکېچن حالت په دوام کښي چي کله ځان وژونکی رالېږي اوکله دخپل سنجول سوی پلان له مخې يواوبل ځاي وسله وال بريد کوي،له نړيوالونه په زړه پوري دمالياومادی امتيازاتوترلاسه کوی .

۸/ پاکستانی چارواکي هم دافغانستان په وړاندي دايراني اخوندانوپه دودپه خپله خاوره کښي دافغان کډوالوشتون نه دسياسی او ټولنيز فشاردوسيلې په توگه ناوړه استفاده پيل کړې اوپدې ورستيوکښي چي دپاکستان اوامريکا روابط ظاهرأ خپړسول پاکستاني چارواکودبې اسناده افغان اوسېدونکوپه نامه دافغان کډوالوډله ايزي ايستنې ته ملاوتړل . دپاکستاني چارواکوداکارلکه دايراني اخوندانودبشری حقوقواوانساني کرامت ته ددرانوی اوښه گاونډيتوب دروحې خلاف کاراوڅرگنده دښمنۍ يوه بله روښانه اونه هېرېد

ونکې بېلگه ده .

۹/ دامتيازترلاسه کولواوپه نړيواله کچه دپښتنوپرخلاف دنفرت پارولوپه موخه په افغانستان اوپاکستان کښي دمظاهرو اوهغه په قهرجنوبڼواړولوپه برخه کي خوماهراودڅولسيزوتجريبې لري .ددې کاربېلگې ئې پدې يولس کاله په په کابل ،کندهار،ننگرهار،مزار شريف،سرپل،جوزجان اونوروولايتونوکښي موږاوتاسوټولولېدلي .داچي بياتردې لاهم زيات مالي امتيازات ترلاسه کړي او امريکاته څرگنده کړي چي موږ مودوستان يوخوزموږ خلک په ځانگړې توگه قبايلی پښتانه اوبلوڅ ستاسوسره دښمنی لري،نوپلاس جوړي سوی اوپلان سوی مظاهرې په پېښوراونوروښارونوکي جوړي کړي ،چيغې وهی اوبيرغونه سوځی چي داامريکاپيسې ورکړې اوياېې چې حوصله حتمه سی،غاښونه ورته وچيچی بيادا مظاهرچيان ورک اودپوځی استخباراتوپه کاغوشواوغارننوزي .

شاوخوايوه اونۍ وړاندي دهمدې استخباراتی کړيوپه هدايت د پاکستان د سخت دریځو اسلامي ډلو ترنامه لاندي په اسلام آباد کې لاریون چې په افغانستان کې دېره ناټو او امریکایې ځواکونو ته د پاکستان د حکومت له خواد ټرانزیټي لارې په پرانستلو یې داعتراض په نوم جوړه کړې ده .

يوخوپدې مظاهره کښي يوپنجاپۍ نه ليدل کيږي اوبلي خواداددې لپاره جوړه سوې چي امريکااوناټوته داډرامه ښکاره کړي چي موږ ستاسو سره ددوستۍ په خاطرداډول وحشيان مهارکړي دي،تاسوئي په خپلو سترگووگورئ .

۱۰/داڅومياشتي کيږي چي دکراچي په بندرکي دافغان سوداگرومالونه پراته اوددې ترڅنگ زموږ پرماشومانوتعلمي کال بې کتابه تيرسوخوله کراچي نه کابل ته شاگردانولپاره په ميليونوټوکوکتابونودلېږدمسله تراوسه لاينحله پاته ده .

البته داپورته په گوته سوی ټکي دپاکستان دټولولاسوهنوچې بېلگې زرهاوته رسېږي،چي ليکنه رانه اوږده نسي دې څوټکواوددوي دې کرغېړنوکړنوته مي دبېلگې په توگه گوته نيولې .په حقيقت کښي خوپاکستان دجوړېدونه بياترنن پوري زموږ دوست هيوادنه وو اونه به وی .سره له دې چي خپلودال خوروته هرچيري اوپه هرمقام اومزلت کښي چي اوسی داهدايت ورکړی چي په خپلو څرگندونوکي دايوه خبره وکړي چي پاکستان زموږ ورورهيواددی ،زموږسره ئي مرستي کړي اوهمدا اوس هم دوي زموږ سره دسولي په پروستوکي مرسته کوي .که دافغانستان اوپاکستان دچارواکوترمنځ ددوي په ويناددوستانه ليدنواوکتنو دعکسونونندارتون (البوم )انسان وگوری نوترليدووروسته به دافکروکړي چي ددې دوهيوادوترمنځ دوستی په ډيره لوړه کچه ده،چې تردې نوره زياتېداي نسي،خوکه زموږ ادفغانانوڅخه پوښتنه وشی پرته دگوتوپه شميرکسانونه زموږ دولس دا ((۳۰)) ميليونه به دايوه خبردرته وکړي چې متاسفانه پاکستانی چارواکوزموږسره دوستی نده کړې اوله بربنډي دښمنۍ نه لاس نه اخلی .داچي زموږ دملت په وړاندي ددې ټولودښمنيوسرۀ زموږ دولتي چارواکي اوښاغلی کرزی پاکستاني چارواکي خپل وروراودوست هيوادبولي ،ټول خلک ئي حيران کړي اوددې خبري داورېدوسره نفرت لري .

ددې ليکنې نه ديولړعينی او حقيقی دلايلوله مخې زماموخه دانده چي افغان دولت دې دپاکستان په وړاندي جگړه اعلان کړي،خودامو په کلکه غوښتنه ده چې نه يوازي دپاکستان بلکي دهربل هيواد داډول لمسونکو تيروپه وړاندي چوپتيادملت دراتلونکي په گټه نه بولو. بايد دورته عمل په سرته رسېدوسره زموږپاکستانی سيال پرې پوه سی چې موږته هم ددوي پشان ملی گټې حیاتی ارزښت لری اودهغونه ددفاع په خاطر هر ډول قربانۍ ته تياريو.

ډيرسياسي څېړونکي اوعام ولس دپاکستان پرخلاف دافغان ولس لخوادملی پاڅون اعلان پلوی دی .اوددولت لخواپه کابل کښي بايددپاکستان سفارت دمسلې دحل تروخته وتړل سی،اوددې ترڅنگ بايد ډير ژردپاکستان داتيرئ دنړيوالو قوانينوپر بنياد دملگرو ملتوسازمان امنيت شوراغونډې ته وړاندي کړي .

دهمدې روان کال دجون پرڅلرمه د کونړ والي ازادۍ راډیو ته وویل چې د پاکستان له لوري د درنو وسلود ګولیو د لګېدو مسله یې د افغانستان، پاکستان او ناټو له درې ګونې کمېټې سره شریکه کړې ده .

پداسي حال کښي چې د افغانستان، پاکستان او ناټو درې اړخیزه کمېټه د پولو په اوږدو کې د سخت دریځو په وړاندې په خپل منځ کې د هماهنګۍ او تفاهم د رامنځته کولو مسوولیت په غاړه لري . تاند

موږ نه پوهېږوچي دغه کمېټه خپل دغه ورسپارل سوی پوځی مسوليت څنگه سرته رسوي؟ دوي دچاپه وړاندي مسوليت لري اوولې ددې مسلې غورنه کوي؟ولې پاکستان دپاکستاني اويابل کوم طالب په نوم پرافغانستان توغندۍ واوروی؟

په همدې حال کې په کونړ ولایت کې دپاکستان پولې ته نژدې دناټوځواکونوله یوې اډې څخه درویټرزخبري اژانس راپور وايي چې پردغه مرکز دپاکستان له لوري پرله پسې بریدونه کېږي،خوهلته مېشت امریکايي پوځیان وايي چې دابریدونه طالبان د دې لپاره کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلاف ته لمن ووهي .ولي په سیمه کې دافغانستادسرحدي ځواکونو قومندان جګړن ګل محمدبيا وايي چې که بریدونه طالبان هم کوي ،خودپاکستاني ځواکونو په ملاتړ یې کوي،مگرهمدا چي داليکنه کوم دکړولايت يوسناتوردملي تلويزيون له لاري ددې خبري سپيناوی کوی داتوغندۍ چي وزن ئي تر ۱۵۰ کيلوگرامه پوري رسېږي دکومي ډلې له خوانه بلکې دپاکستاني پوځيانولخواپرکنړتوغول کېږي .

بلي حقيقت خودادۍ،دغه راکټونه چي دافغانستان پر مختلفوسيمو اورېږي،زموږ ددفاع وزارت او نورو اړونده ادارو دوينا له مخې دافغانستان ددولت دکومې مخالفې ډلې سره نسته،هغوي په ډاگه دډله ايزورسنيوله لاري په تکرارداخبره کړې ده چې پاکستاني چاروکي نسي کولاي داخبره ثابته کړی چي دا راکټونه دد ې ياهغې ډلې لخوافيرېږي .

داچې اوس يوشمير اروپايي هيوادونو اوپه سرکښي دامريکا متحده ايالاتو زموږ سره دستراتېژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ اودگاونډيانوپه شمول موديوشمير نوروهيوادوسره یه خوله کي گوتي اچولي چي موږته لارښودنه مه کوئ اومه هم دوستان راته ټاکئ، دليل ئې داوو چې موږ ددښوغښتلوهيوادونه ديوه کمزوري اودڅولسيزوپه جگړه کښي زوريدلی هيوادپه توگه دزياتو مالي، مادي،تخنيکي اوعلمی مرستوترڅنگ دگاونډيانواونور هيوادونوددې ډول بربنډوپوځی تيريوپه وړاندي ددفاع په لارکښي نه يوازي په پوځی بڼه بلکي دديپلوماسۍ په ډگرکي هم دبې ثاري مرستې دغوښتنې هيله لرو.

موږ فکرکاوه چي دپاکستان دا ډول تيرۍ به تر هرچاوړاندي دامريکا،اروپايي ټولنې،ناټو اوملگروملتودسامان دځانگړې ادارې له کلک غبرغون سره مخامخ شي.ولي دغوټولوچي دلاسليک شوو قراقردادونوله مخې زموږ داميد سترگې ددوي په لورکږې وې هغه چوپتيا اوبې خبری خپله کړه کوم چي افغان چارواکوخپله کړېده،له همدې امله افغانان گيله کوي اودگيلې روښانه حق لري .

يوه اونۍ وړاندي دتوکيودمشهورکنفرانس په درشل کښي د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن په کابل کې له ښاغلي حامد کرزي سره په یوې ګډې خبري غونډه کښي داخبره چي دامریکا ولسمشر بارک اوباما لخواد ناټو له چوکاټه د باندې افغانستان ته د امریکا د مهم متحد د لقب ورکول سوپه زياته خوښۍ سره اعلان کړ .

هغې په خپلوخبروکې زياته کړه چې له دې سره به امریکا په اسیا کې مهم ستراتیژیک موقیعت ته لاس رسې ولري او افغانستان به هم د ګاونډیوله لاس وهنې خلاص شي .د دې حیثیت له تر لاسه کولو وروسته افغانستان او امریکا به خپلې دفاعي همکارۍ هم پیاوړې کړي .

ددې لقب دخبرداعلان سره يوځاي په هغه ورځ چي دامريکادبهرنيو چارووزيري داخبراعلاناوه دپاکستان پوځيانو پرکنړ(( ۶۰ )) توغندی راوغورځول . ځکه افغانانوداخبره وکړه چې يوازي لقب دملت هيڅ دردنشي دواکولاي،ځکه ترهمدې اعلان وروسته دپاکستان دغه بريد متاسفانه نه افغانی اونه امريکا،يابل کوم هيوادلخوا ونه غندل سو.دپاکستان ددې دوامداره سپين سترگيواودافغانستان پر پاکه خاوره باندي دتيری په وړاندي کوم عکس العمل څرگندنکړ ،نودالقب به څه کړو؟

که چيري دافغانستان څخه زموږ ددغودوگاونډيانوپه وينو لړلی لاسونه لنډنسي اوزموږ په کورنيوچاروکي ددوي دمداخلواولاسوهنو مخه ونه نيول سي ،زموږ لپاره به له افغانستان سره دامريکاپه گډون دبهرنيو هيوادونوستراتېژيک تړون لاسليک کوم ارزښت ونلري اودابه دستراتېژيک تړون په نوم يوتش په نامه کاغذوي .ځکه دمنل سويو نړۍ والو اصولوله مخې دهيوادوترمنځ هرهغه تړون اوقرار دادچي عملي بڼه اوگټې ونلري ،بېله تش کاغذنه بل نوم څوک نسي ورکولاي .

زموږ دولس غوښتنه :

په ۲۰۰۹ میلادي کال کله چې امريکادافغانستان اوپاکستان په اړه خپله نوې پنځه کلنه ستراتیژي اعلانوله د امریکا په ډاګه وویل چې طالبان،القاعده اونورې ډلې دډیورندکرښې له پورې غاړي نه پرافغانستان بریدونه کوي .

یو نیم کال وړاندې دپاکستان مشهور سیاستوال افضل خان لالا په ډاګه وویل چې پاکستان په افغانستان کې دطالبانواو نوروډلو په وسیله ځانمرګي بریدونه اوحملې کوي . تنهاڅو ورځې وړاندي دپښتنو منلی مشر محمودخان په خپله تاريخي ويناکښي هم په کراتودې ټکې ته اشاره وکړه چي پاکستان دافغانستان په نا امنۍکښي لوي لاس لري .

ددې لپاره چې افغان ولس دسولي اوثبات راوستولپاره ،ترشاوخوايولس کاله بهرنيوپوځيانوترشتون،لگښتونواوتلفاتووروسته دنړيوالي ټولنې عملي مرسته احساس کړي،دملگروملتونوامنيت شوری،اروپايي ټولنې،شانگهاي تړون ،اسلامي کنفرانس سازمان اونورو نړيوالو سازمانواوټولنونه په کلکه غواړي چې نه يوازي دافغان ولس بلکي دټولي نړۍ دولسونوسره ددښمنۍ اونړيوال تروريزم دځانگوپه توگه پرپاکستان هم لکه ايران سياسی اواقتصادی فشارونه راوړي ترڅوله يوې خواپه خپله خاوره کښي دترهگروزالي ونړوی اوپه صادقانه بڼه ئې دساتنې،روزنې،حمايي ،اوتمويل نه ډډه وکړي اودبلي خوادنړيوالواوافغان ولس دغوښتنوسره سم په افغانستان کښي دتلپاتي سولي اوثبات راوستولپاره ددروغجنو وعدوپتر ځاي رښتيانۍ مرسته وکړي،داچي وايي په افغانستان کي سوله دپاکستان ،سيمی اونړۍ په گټه ده اوموږ ئې ليوال يو،نوخپله دغه ليوال تيابايدپه عمل کښي ثابته کړي .

خپله ليکنه پدې ټکو رانغاړم ،که افغانان په خپل منځ کښي دټولنيزاوسياسی ژوند په نورو چاروکي هر څومره ستونزې ولري، بايددخپلو ملی گټواوخپل ولس دښېرازی په وړاندي دهرليري اونږدې گاونډ هيوادونودلاسوهنو په وړاندي هوښيار اويومټۍ اوسی . ومن الله التوفيق