د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (7)د اسلام آباد فحشا خانې

زاهد جلالي 14.07.2012 15:39

ډېر بېچاره پلاران د خپلو اولادونو لپاره په ځان سختې ورځې تېروي، حتی په لوږه شپه او ورځ سبا کوي، د ژوند له عيش او عشرته لرې اوسېږي، ځينې د همدغو اولادونو لپاره د خلکو په کورونو کې کار کوي، د پرديو خلکو سختې خبرې او بد اخلاقي زغمي، پلاران په بازارونو کې درانه بارونه په خپل ملا اوچتوي څو خپل اولاد ته پرې رزق تر لاسه کړي، خېټه يې مړه کړي او تعليم پرې وکړي.

زموږ يو وطندار له پېښوره کابل او نورو لرې پرتو سيمو ته په ټېلر کې بارونه وړي او خپلو زامنو ته يې د تعليم زمينه مساعده کړې، زما يې همت ډېر خوښ دی، وايي چې که موږ ته د تحصيل او تعليم زمينه مساعده نه وه، په خپلو زامنو خو بايد داسې څه ونه لوروو، پر ځان بايد سخته ګرمي، د پوليسو جنجالونه او شل نورې خبرې تحمل کړو، خو دوی ته بايد پيسې ورکړو چې راتلونکی يې ځلانده وي، زموږ په څېر د جهل په تيارو کې شپې سبا نه کړي او د خلکو په موټرو کې ډرېوري ونه کړي.

دا ريښتيا يوه لويه قرباني او غټ احساس دی، که دغه سپين ږيری ډرېور خپل کور کې کښېني او خپل زامن کار ته ولېږي، ښه د عيش او نوش ژوند کولی شي، خو نه، هغه په ځان دنيا جهنم کړې خو د زامنو راتلونکی آرام غواړي.

لعنت دې بيا په داسې اولاد وي چې د پلار خوله، په خپلې مور د نورو مسخره او تکبر هېر کړي، په دې فکر کې وي چې له قفسه آزاد شوی يم او څه چې مې زړه غواړي بايد سر ته يې ورسوم، د احساس په نامه څه نه پېژني، صرف د خپل ليوني شهوت د پوره کولو فکر ورسره وي.

د داسې بې احساسو کسانو ځايونه ښه پرېمانه دي، غرب ترې ډک دی، تو لعنت خو دې په هغه وي چې په شرق کې هم د خپل شهوت اور لېونی کړي وي او تل د هغه تيارو په فکر کې وي چې د ده شهواني اهداف پکې پوره کېږي.

يو له هغو ځايونو اسلام آباد هم دی. بېچاره پلاران او مورګانې د خپل زوی په دې هيله چپوي او اسلام آباد ته يې لېږي چې له هغې خوا به عالم راشي، د مشر او کشر حق به پېژني، بالآخره زموږ راتلونکی به ورسره رڼا شي او د هغه د علم رڼا به ټوله سيمه رڼا کړي، خو هغه نازوانه څه کوي؟!

زه ډېر داسې کسان پېژنم چې د شمشتو په څېر له جهادي کمپه د اسلام آباد په څېر پاک ښار ته د تعليم په موخه راځي، دلته يې له سره د کمپ ګردونه الوتې نه وي چې دوی د خپلې مطلقې آزادۍ احساس وکړي، بيا نو د وحشي حيوان په څېر يوې او بلې خوا ته متوجه کېږي چې د خپلې شيطاني غوښتنې ځواب ووايي. دوی بيا دلته د فاسق ملګري پسې شي چې د مخفي ځايونو لارښود يې شي او لږ تر لږه د يوې فاحشې د مبايل نمبر خو ترې واخلي چې له هغې سره په خبرو خپل وخت ښه تېر کړي!

په دغه جهنمي لار ډېر هغه هلکان هم برابر شوی، چې په کور کې د اس په څېر پرې سترګې تړلې پاتې شوي وي او له هر ډول اخلاقي فساد او فتنې لرې وي، تر دې چې کرکه يې ترې کېږي، خو چې دلته راشي او خپله آزادي حس کړي، که څه هم بد دوست په دا ډول فسادونو کې ډېر مهم رول لوبوي او همدا ده چې ډېر ښه خلک چې په داسې لارو کله هم نه دي تللي، د بدو دوستانو له امله پرې روږدی کېږي.

زما يو دوست هم په دغه شيطاني لومه کې غورځېدلی و، د خدای رحم او د کورنۍ تربيه او دعاوې وې چې خدای ساتلی و، هغه راته خپله کيسه داسې وکړه: (زما يو خوږ دوست، نږدې ملګری، هغه چې د زړه راز مو سره يو دی، متاسفانه چې د هغه هم دغه فحشا خانو او پليدو ښځو سره د خبرو چټلو لينو کې واقع شوی و. يوه ورځ يې را ته په ټوکه وويل: (چکر درباندې وهم، داسې چکر چې تل به دې ياد وي، داسې غوښه درباندې وخورم چې کله دې هم هېره نه شي) ما هم ورسره ومنله. خو راته يې وويل چې د راتلونکي سمستر په پيل کې ورځو، ما هم پرته له دې چې له جزئياتو ځان خبر کړم، ورسره مې ومنله. کور ته لاړو، رخصتي تېره شوه، بېرته پوهنتون ته راغلو، زما د هغه وعده بيخي هېره وه، راته يې په زړه کړه.

له دغه زړه ته نږدې دوست سره يوه ورځ سهار په ټکسي کې کېناستم، په لاره کې مې ورته وويل چې را ته ووايه چې چېرته ځو او څه کيسه ده؟ موسکی شو او راته يې وويل چې اوس به خبر شې، چې ورته شله شوم، په خندا خندا يې ويل: (يوه پښتنه ډاکټره ده، زه مريض يم هغه ته د علاج لپاره ورځو) زه يې دغو خبرو شکمن کړم، خو دا چې باور مې پرې و څه مې ونه ويل، ټکسي يې داسې ځای ته بوتله چې هلته هېڅ کوم ډاکټر نه و، زما شک لا زيات شو، خو غلی وم. بالآخره داسې کورته ورسېدو چې له ورايه ښکارېده، چې د ډاکټر ځای نه دی، دی پرته له اجازې ورننوت، زه ورپسې وم، کور کې مې کتل چې د ښځو کالي هم په تناب پراته دي. دوست مې له لاسه راونيو او کوڅې ته مې راووېسته. ورڅخه مې پوښتنه وکړه:

- دلته څه دي؟ د څه لپاره دننه کېږي او ما ولې درسره بوځې؟؟

- (له وقفې وروسته) اممممممممممممم ولا........ما ويل چې مسافر خلک يو د ښځو خوند ووينو.

زه ډېر غصه شوم، خو دا چې هغه مې نږدې دوست و، کوښښ مې کاوه په نرمو خبرو يې قانع کړم، ډېر مې ورته وويل چې له دې خيانته چې له ځان او کورنۍ سره يې کوې تېر شه او په سختو الفاظو مې ورته څه خبرې وکړې، ما ويل کېدای شي شيطان و لا حولو کړي، خو نه شيطان يې په قلب کې داسې داخل شوی و چې هېڅ خبرې پرې تاثير نه کاوه.

ما له لاسه نيولی و، کوښښ مې کاوه چې له دغه جهنمه يې لرې کړم، خو د هغه هېڅ زړه نه کېده، راته يې ويل؛ له هغوی سره به وعده خلافي وشي، که ته ډارېږې، هېڅ مشکل نه شته او دا او هغه. ما ورته ويل له خدايه وډار شه، خپلې کورنۍ ته وفادار اوسه، تقريبا نيم ساعت ورسره ولاړ وم، بالآخره راته يې وويل: ته ځه ليليې ته زه ورځم، ته ما ته هېڅ نه شې ويلی!

ډېر کوښښ مې وکړ، دا چې دوست مې و، بالآخره له دغې جهنمي لارې مې بچ کړ، همالته يې راسره وعده وکړه، چې ژوند کې به داسې ځای ته نږدې نه شم. داسې و، لکه له خوبه چې راپاڅېدلی وي، دا هر څه ورته خوب ښکارېدل، زه له خوښۍ په جامو کې نه ځايېدم چې هم زه او هم هغه د شيطان له دغه کندې بچ شوو. اوس هم هغه او هم ما دا خبره داسې هېره کړې، لکه بد خوب چې مو ليدلی وي، حتی له ځان سره يې زه هم نه يادوم، خو اوس مې د دې لپاره له تا ته وويله چې ته هم ترې عبرت واخلې او تر نورو يې ورسوې، چې هغوی هم ترې عبرت واخلي او په دغه شيطاني لومه کې ګير نه شي.

کېدی شي دا ليکنه هغه څوک هم ولولي چې خپل زامن يې په دې هيله اسلام آباد يا کوم بل ځای ته استولي وي چې علم تر لاسه کړي، په ټولنه کې مؤثر شخصيت وي او په دې ليکنه د خپل د زوی په حال تشويشي شي، د دې موخه دا نه ده، خو دا ده چې پلاران متوجه شي چې خپل زامن داسې ونه روزي چې د خپل کوره په لرې کېدو د آزادۍ احساس وکړي او هر څه چې يې زړه غواړي هماغه وکړي. مګر له پيله يې بايد روزنه داسې وکړي چې هغه د قيد احساس ونه لري، هر ځای کې له خدايه وډار شي او د هغه د غوښتنې مطابق په لار لاړشي.

نه تنها محصلين بلکې هغه کسان چې عمرونه يې له څلوېښتو هم ډېر وي، دلته يې خپلې ښځې په صبر دوی ته ځان ساتي او د دوی امانت نه خيانتوي، خو دوی په عربي هېوادونو کې په هېڅ څه سرپه نه کوي. يو ډاکټر وايي چې ما يوه ښځه معاينه کوله، چې خطرناک مرض پکې و، د دې خاوند مې يواځې کړ، ورته مې وويل چې سمه راته ووايه! په عربي هېوادو کې دې څه کړي، وايي په خړو سترګو يې راته شروع وکړه چې دومره زنا مې کړې! ما ورته ويل چې خاينه ستا ښځه شل کاله تا ته ناسته ده، تا خو خيانتونه کړي خو اوس دې دا بېچاره ګۍ کې هم دا مرضونه واچول، لعنت دې پر تا وي!

د دې ليکنې اساسي موخه دا ده، چې هغه کسان چې له خپلې کورنۍ راځي، هغوی يې د تعليم لپاره پيسې ورکوي او دوی دلته د فحشا او بد اخلاقۍ خوا ته متوجه کېږي. موږ ټول هغه چې اوس د درس په هيله له کوره راوتي وي يا په راتلونکي کې راځي بايد احساس ولري او په دې پوه شي چې موږ د خپلې کورنۍ له خوا مسؤول يو او که کورنۍ مو په خيانت نه پوهېږي، خدای سره خو مخامخېدونکي يو.


--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com