نابلده کلي
13.07.2012 00:17ګودرهغه کلې هغه خو خلک نوردي دلته
ښارهغه کوڅه هغه پرَدئ هر لور دئ دلته
د سړبن اودغرغښت بابا اولاد مي څه شول
نه د میرویس او داحمد د توری شوردئ دلته
غرونه دښتونه دغیرت د پیغامو نه ډک دي
دځانمرګي ځوانانومرګ خوڅه پیغوردئ دلته
د بل په زورپرخپلوخلکوځان فرعون جوړکي
څنګه پریمانه د پیسواودډالروبازارجوړدئ دلته
د خپل اولس د بي وزلي چیغه به کله واورې
د توپاکیانو وسله والو ظلم او زوردئ دلته
دخپلوخلکودغمواوددردواحساس به کله کوی؟
داد وحشت توروتیاروکي دي زړه توردئ دلته
د ښی دوستي او ورورګلوی محبت مي ولې ولاړې
په هر قدم کي مرګ او ژوندون را ته سوراور دئ دلته
یو وخت به ته هم دحساب کتاب ځواب ورکوی
نورزیه ګوره دهرچا عمل پخپله دده ګوردئ دلته
ولی محمد« نورزی » ۱۲ جولای ۲۰۱۲