د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرزا اسدالله خان غالب

محمد طاهر کاڼی 12.07.2012 19:57

ميرزا اسدالله خان غالب ، چې په پارسي ژبه کې د غالب دهلوی په نامه هم نامتو دی ، د هند یو له ډېرو نامتو شاعرانو څخه ګڼل کيږي ، چې په پارسي او اردو ژبو کې يې شاعري کړې ده . دی د تصوف د لارې یو لوی پلوی وو .

میرزا غالب د ۱۷۹۷ ز کال د ډيسمبر پر ۲۷ د هندوستان په اګره کې ، د ایبکانو په یوه داسې مخوره او مسلمانه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې ، چې په اصل کې له منځنۍ اسیا څخه وه . د غالب د پلار له پلوه نيکه قوقان بېک خان نومېد ، چې له سلجوقي تورکانو څخه وو او د لوی احمد شاه بابا د پاچاهۍ پر مهال له سمرکنده هند ته کډوال شوی وو . پلار يې هم میرزا عبدالله بېک خان نومېد . د غالب پلار او نیکه پوځي بولندویان ول . په جګړه کې د پلار له وژل کېدو وروسته ، غالب په ډيلي کې د خپل ماما ( د مور ورور) په کورنۍ کې ، او د ماما له مړينې وروسته بیا د خپل نيکه په کورنۍ کې روزل کېده . پر ۱۸۱۰ ز کال ، کله چې غالب ۱۳ کلن وو ، د (( لوهراو )) خانۍ د واکمنانو د کورنۍ له یوې پېغلې سره يې ، چې اومراو بېګم نومېده ، واده وکړ . خو د ده په تنکي زلميتوب کې شوی واده ، نېکمرغه نه وو او د ده ټول زېږېدلي اووه ماشومان ، چې څلور يې زامن او درې يې لوڼې وې ، په کوشنيتوب کې مړه شول .

غالب د خپل ژوند د سمبالتیا لپاره یوازې یوه سرچينه درلوده ، چې هغه د ده د ماما له مړينې وروسته ده ته ټاکل شوی تقاعدي معاش وو . پر ۱۸۲۸ ز کال غالب کلکتې ته له دې هيلې سره سفر وکړ ، چې د برتانوي هند لوی والي به د ده د معاش په څه ناڅه زیاتولو کې مرسته وکړي ، خو د سفر پایله يې نهيلي کوونکې وه ؛ بیا هم دی د خپل دې سفر په ترځ کې د لومړي ځل لپاره د انګرېزي تخنيکي اوښتون ( انقلاب ) مېوه وليده ؛نوموړی همدا راز د هندوانو سپېڅلي ښار بنارس ته هم ولاړ او دغه ښار يې هم وليد .

یو مهال غالب په ډيلي کې د ساعت تېرۍ په منع شویو لوبو کې د ګډون په تور ونيول شو ، په زندان کې واچول شو ، او هلته يې څو میاشتې تېرې کړې . له څو میاشتو تېرېدو نه وروسته ، د شېفته په نامه یو بل شاعر ، چې د غالب د شاعرۍ یو لوی لېوال وو ، غالب له دغې بنديخانې څخه راوایست .

پر ۱۸۵۰ ز کال نوموړی د لویو مغولو دربار ته وروبلل شو او هلته ورته د درباري تاریخ لیکونکي دنده وسپارل شوه ، خو پر ۱۸۵۴ ز کال يې د هند د مغولي واکمنۍ د وروستني واکمن دویم بهادر شاه د سلاکار په توګه په کار پیل وکړ . کله چې پر ۱۸۵۷ – ۱۸۵۹ زېږدي کلونو په هند کې د سپاهيانو انګرېزي ضد لوی پاڅون وشو او له همدغه پاڅون سره سم مغولي واکمني په بشپړه توګه له منځه ولاړه ، نو دغې پېښې د ميرزا غالب پر برخليک هم اغېز وکړ ، د ده څوکۍ او دنده هم له منځه ولاړه ، د تقاعدۍ معاش يې د دوو کلونو پر موده بند شو ، شته يې لوټ شول او کور يې هم سپېره . شاعر د خپل ژوند وروستي کلونه په ډيلي کې تېر کړل او د ۱۸۶۹ ز کال د فبرورۍ پر ۱۵ ومړ .

د غالب پنځونه :
هندي شاعر میرزا غالب د خپل ژوند په اوږدو کې د شعرونو دوه دېوانه وليکل ، چې یو يې د اردو ژبې او بل يې هم د پارسي ژبې دېوان دی . له شاعرانه دود سره سم ، د غالب غزل د مينې په اړه شعر دی . د تصوفي تعبير له مخې ، د مینې احساس ټول انسان په خپله غېږ کې نیسي ، د یوې مانيزې پیلامې په توګه څرګنديږي او له خدای پاک سره د مينې سمبول جوړوي . د غالب په غزلونو کې د فکر د تمرکز هدف ، هغه څه چې دی ورته په خپل شعر کې معتقد دی ، او خطاب ، په پرله پسې ډول بدليږي . په یوه غزل کې د (( ته )) خطاب کېدای شي ، چې هم خدای ، هم خپلې مينې ( معشوقې ) او هم پخپله خپل ځان ته شوی وي .

د اوسنۍ هندي موسیقۍ په څپو کې د میرزا غالب ګڼ شمېر شعرونه او غزلونه کمپوز شوي او په سندرو کې ویل شوي دي . له هغه شمېر نه داسې لویو نامتو سېنمايي سندرغاړو ، لکه محمد رفيع ، لتا منګشکر او ځينو نورو په خپلو تلپاتې او زړه راښکونکو غږونو کې دا کار په خورا ډېر مهارت او هنري ښکلا سره کړی دی .

د هند نامتو شاعر میرزا غالب نن ورځ هم نه یوازې په هند کې ، بلکې د سیمې په نورو هېوادو کې هم د یو لوی شاعر په توګه اوڅار دی .

د ميرزا غالب د پارسي ژبې اثار :

۱ . د غالب کلیات
۲ . پېنځه سندرې یا ( پېنځه برخې )
۳. مهر نیمروز
۴ . دستنبو
۵ . قاطع برهان یا درفش کاویانی
۶ . تاریخ شهریاران تیموری
۷ . سبدچین
۸ . مأثر غالب
۹ . متفرقات غالب
۱۰ . رساله فن بانگ

د غالب د اردو ژبې اثار :

۱ . د اردو ژبې دیوان

۲ . گل رعنا
۳ . منظومه قادرنامه
۴ . د غالب بیاض
۵ . د غالب مکاتب
۶ . د غالب نادرات
۷ . د غالب نایابه ليکونه
۸ . د غالب انتخاب

اخځونه :
۱ . میرزا غالب ، روسی برېښنايي پوهنغونډ .
۲ . غالب دهلوي ، پارسي برېښنايي پوهنغونډ .
۳ . میرزا اسدالله بېک خان ، انګليسی برېښنايي پوهنغونډ .
۴ . په یوټوب کې د میرزا غالب د شعرونو پر بنسټ کمپوز شوې سندرې .