د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعلمي او ادبي غونډې خبرتيا او بلنليک

حبيب الله غمخور 11.07.2012 17:37

دښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپواوپښتو ژبې ،تکړه ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمد معصوم هوتک په وياړدعلمي غونډه جوړېږي 

په سويډن کي دافغانانوعلمی او فرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنه ،دآريانا کلتوری ټولنه داروزگان ملي مهالنۍ خپرونه دنړۍ په گوټ گوټ کښي خپلو هيوادوالو ،پوهانو ليکوال ،دطبعی علومواوپښتوژبې څېړونکواوشاعرانوته خبرورکوی چې :

موږ سږکال هم دتېرپشان دخپل هيواددعلمی اوادبی څېروددرناوي اوهڅونې په موخه دروان کال دسپتمبر په اتمه ((۸)) نېټهدافغانستان ددوعلمی اوادبي شخصيتونو،پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ه اوپدې  برخه کښي وتلی څېړونکي،همدا ډول  پښتو ژبې اوادب دبې اسرې چوپړلاروی ، تکړه ليکوال  ،څېړونکی اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړ درنه اونه هېرتېدونکې غونډه جوړه کړو.

پدې درنه  غونډه کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو ،گرانو زلمو ،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودشعر اوادب مينوالوته دزړه له کومې دگډون بلنه ورکوو.

ددې غونډي نه زموږ هدف دادی چي زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي اوادبی شخصيتونوپه علمی هڅو خبراوله دوي سره له نږدي وگوري .ترڅوپدې وسيله وکولاي سوهغوي دعلوموپه مختليفو برخو کښي  زموږ دهيواددپوهانو اواديبانوله هڅواوزيارنه په خبرېدوسره دغې علمی اوانساني لاري ملي چوپړ ته وهڅوو.

اودبلې خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان  اووياړلې  شخصيتونه  په کاڼو ولی اوپر مرگ ئي بيادويراوښکی تويوي اوساندي پرې وهی .

زموږله نظره که ديوچادرناوی ،عزت اوعلمی چوپړته هڅونه دهغه په ژوند کښي وشی دابه ډيره گټوراودهغه دخوشحالۍ اوهڅونې لامل گرځی .داډيره حياتي اومهمه خبره ده،ترڅودغه شخصيت داخپله احساس کړي چي ملت ئې دعلمی هڅواو زيار پهقدرپوهيږي اودرناوی ئې کوي .

موږ به ډير زيات خوښ شوکه تاسو زموږ سره پدې درنه علمی اوادبی غونډه کي چې زموږ دهيواد ددې وتلو پوهانوپه وياړ جوړېږي برخه واخلی .

که چيري راتگ مودکودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي  هيله مند يوچي ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه  اوليکنې  زموږ په برېښنا پته  راولېږی .

ستاسو راتگ اوفعال گډون ته سترگې په لاريو .

ورځ او وخت : دسپتمبر ((۸))دورځې يوه بجه

داړېکو لپاره دتليفون شمېره :

0046736511569

برېښنا پته :

 ghamkhor@hotmail.com

اړينه يادونه :په تيرخبراوبلنليک کښي موږدسپتمبرلمړۍ نېټه ليکلې وه،خودتخنيکی ستونزوله امله مودمالموښارديوشمېردوستانوپه غوښتنه دغونډي دجوړېدوپه تاريخ کې بدلون راوست هيله ده زموږ معذرت دوستان قبول کړي .غمخور