د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشدادکيسه

محمدسرور وکيلي 10.07.2012 22:30

شـــداد چــي د عربو په جنوب کي باچاهي کــوله
وو د عــاد زوی دعـوا یــې د خــدایي کـوله
ویل شداد:خدای ستاسو په اسمان کي جنتونه لري!
ولــي نه لرم پرځمکه زه! دا یې دعوا کـوله
جــــوړ يې پر ځـمکه ښـایسته اوآغـلي بڼ کړلوده
دولس په دولس فرسنګه کي هغه واټن لرله
ده کــــــــی بــــــــاغ جـــوړ په ښـه ښـکلا اوهـنر
پر سر د ځـمکي یـې ښــکلا دیو جنت لـرله
نـــــوم یـــــــې پـــــر کـښېـښــو ده د بــــــاغ ارم
ده وخـپل کـام ته ذات العماد یوه ډالۍ کوله
وایي ســتــایــنــه د دې بــڼ هـم ده نـبـیـانو کـړې
د عـدن جـنـت کــیسه هــم د سام کـام کــوله
چـــــي سو بـــــاغ جــــوړ نو ور روان سو شـداد
د بـــاغ په ور کي سو مړ ځکه الله غوښـتله
ســــــــو بــهشت پاته له شداد نه، ځــني لاړ ابـدي
ونه لید ده بهشت عد ن پحپل ژوند هیڅ کله
الله قــــادرپـرکائـنـاتـو هـرچــي غــواړي کــــوي
وایي: بهشت یې بياهم واستـوه اسمان ته خپله

لیکونکی محمدسرور وکیلي