د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۵) قاريخانې که جزاخانې؟!

زاهد جلالي 07.07.2012 23:17

مخامخ خبرې (۵) قاريخانې که جزاخانې؟!
قرآن هغه الهي رڼا او هدايت دی چې ټول بشريت ته اطمنان ورکولی شي، قرآن کولی شي ټول بشريت له بېلارۍ بج کړي، قرآن کې داسې خوند شته چې د روحي مرض سربېره د نورو ډېرو مرضونو دوا هم په کې شته او بالآخره قرآن هغه کتاب دی چې که څوک يې يو وار خوند وڅکي، په دې به پښېمانه شي چې ولې مې له لومړۍ ورځې له قرآن سره اړيکه نه ټينګوله، دا هسې د احساساتو خبره نه ده، ثابته شوې هم ده.
د قرآن لوی مفسر امام فخر الدين رازي داسې لوی او فلسفي تفسير ليکلی چې په اسلامي نړۍ کې يې مثال نه شته، هغه وايي چې کاش ټول ژوند مې په قرآن کې په څېړنه تېر کړی و.
دا زموږ له پاره د ډېر وياړ ځای دی چې له هر څه دمخه غواړو خپل ماشوم له الهي کتاب قرآن سره آشنا کړو. ماشوم چې نوی په خبرو راشي، ګل ګل خبرې کوي چې پلار او مور يې د دې له پاره چې حافظ شي يا لږ تر لږه قرآن دې له مخې ولوستی شي، قاريخانې ته لېږي، خو قاري صاحب څه کوي؟ قاري صاحب دغه ګل ماشوم داسې له قرآن زړه تورن کړي چې د بل هر ډول کتاب لوستل به خوند ورکړي، نه د قرآن. دا چې يو ماشوم له ماشومتوبه له قرآن سره داسې خيره شي، بيا بايد له هغه ګيله ونه شي چې قرآن دې په لويۍ کې تل لولي.
زموږ د قاريخانو سېستمونه متاسفانه ډېر ګډوډ دي، ماشوم چې قاري خانې ته په اوله ورځ دننه شي او د قاري صاحب لويه لښته يا پيپ ووينې، د وارخطايۍ خولې پرې راماتې شي، چې دا يې څه غم ته راوستم. زه يو کس پېژنم، هغه چې قاري ته خپل زوی ورولي، ورته وايي چې قاري صاحب ښه يې وهه، لکه ادب چې په وهلو کې وي. هغه نو ماشوم داسې زړه تورن کړي چې هېڅ کله يې د قرآن لوستو ته زړه نه کېږي، همدا ده چې زموږ په ټولنه کې د ډېرو لويانو قرآن لوستل سم نه دي.
ما په ماشومتوب کې ډېرې قاريخانې لوستي. شايد درې څلور کاله به مسلسل قاريخانې ته تللی وم، خو حافظ نه شوم، ځکه چې د قاري صاحبانو طريقه ډېره ناوړه ده. زه ډېر وړوکی وم چې د جومات قاري صاحب ته ورتلم، هغه سره به يو پيپ و چې دننه به يې وسپنيز لين په کې اچولي وو، له يوې غلطۍ سره يې ماشوم ته څو لښتې ورکولې، کله نا کله به يې د ماشومانو غوږونه په غاښ کول، چې د ټولو ماشومانو زړه ترې سخت تور و، ما به له ځان سره هغه وخت داسې فکر کاوه چې کله به هم داسې وخت راشي چې زه به د دغه قاري صاحب له دغو پيپونو خلاص شم؟ دا راته ناممکنه ښکارېده. د قاري صاحب يو ځانګړی سټايل و، کله چې به هلکانو په ټيټ آواز تلاوت کاوه، قاري صاحب به غصه شو، ويلې به يې (چوس چوس) يعنې په اوچت غږ يې لولئ، يا به منځ کې په قهر راپورته شو، د وچو له کبله به لمدو هم اور اخيسته، کتل به يې نه چې څوک خبرې کوي او څوک غلی ناست دی، د ياسر صاحب له زامنو پرته به يې ټول وهل. د ياسر صاحب زامنو ته يې ځکه څه نه ويلې چې هغه دا قاريخانه جوړه کړې وه!
په دغه وهلو ټکولو کې ما يوه سيپاره قرآن هم حفظ نه کړ، نه ما، نه مې وروڼو او نه د تره زامنو. زما د ترور زوی يوې ښې قاريخانه کې حفظ کاوه، دولس سيپارې يې حفظې کړې وې، يوه ورځ قاري صاحب داسې وهلی و چې د هغه نيم مخ تک شين و، له هغې وروسته د هغه هم زړه تور شو او قاريخانه يې پرېښوده، اوس يې هغه حفظې سيپارې هم هېرې دي، دا د قاري خانو حالت دی، همدا ده چې زموږ په ټولنه کې په سلو کې يو فيصد هم حافظان نه شول.
که قرآن په ماشوم په سمه طريقه حفظ شي، قرآن د ماشوم زهن ډېر ښه کوي، راتلونکې کې په درسونو کې کولی شي ښه درجه لاسته راوړي، خو دلته متاسفانه داسې نه ده. ويل کېږي چې په مصر کې واړه ماشومان حافظان دي، د ماشومانو عمرونه له لسو کالو لږ ښکته او پورته وي چې حافظان کېږي، که څه هم هلته هم وهل شته، خو فکر نه کوم چې زموږ د ټولنو په څېر وي.
علامه قرضاوي په لس کنلۍ کې د قرآن حافظ شوی، د ډېريو علماو ژوند ته چې وکتل شي په همدغو عمرونو کې حافظان شوي دي او همدا علت دی چې ښه علما مصريان دي. علامه قرضاوي په خپل يوه کتاب کې چې د قرآن په هکله يې ليکلی دی، وايي چې په مصر کې مسلمانان خو پرېږده چې عيسايان هم په خپلو ماشومانو قرآن حفظوي!، هغوی هم په ډې قانع دي چې د قرآن حفظول د ماشوم ذهن ښه کوي!
زما د تره ماشوم زوی، درې څلور کاله کېږي چې قاريخانو ته ځي راځي، خو تر اوسه دا خو پرېږده چې حافظ شوی نه دی، مګر دوه سيپارې يې هم نه دي زده. په ښوونځي کې تر ټولو ټيټې نمبرې يې په قرآڼ کې اخيستي او په څلورنيم مياشتنيو امتحانو کې خو يوازې او يوازې په قرآن کې ناکام و، په کور کې داسې فکر کوي چې د ده ذهن سم کار نه کوي يا کوم بل مشکل دی، خو زه فکر کوم چې دا همدا غلطې طريقې دي چې دی يې له قرآنه زړه تورن کړی، که د هغه ذهن ضعيف وای، نورو کې به يې هم نمبرې ټيټې وې، خو نه داسې نه ده، په صنف کې له لايقو شاګردانو دی خو دا چې يې قرآن په غلطه طريقه لوستی، ځکه يې زړه ترې تور شوی او همدا ده چې په صنف کې يې ترټولو ټيټه نمبره په قرآن کريم کې راغلې ده!
زموږ په ټولنو کې يو له مظلومو طبقو ګلونه ماشومان هم دي، دوی نه شي کولی له خپلو حقوقو دفاع وکړي او ټولنه هم فکر کوي چې ورسره مرسته کوي، راتلونکی يې ښه کوي، خو پوهېږي نه چې دا له دغو ګلانو سره لويه جفا ده، د هغوی د راتلونکي خرابول دي، که ماشوم خپله تحقيقي ذهن ولري، په ځوانۍ کې به يو څه وکړي، خو که ماشوم بېړا وي، زړه يې له دغه هدايته تورېږي.
راځئ د ټولنې په دغه مظلومه طبقه رحم وکړو، قاري صاحبان بايد له حوصلې او مينې کار واخلي، نه له خشونت او سوټي، څه چې په نرمۍ او قناعت ماشوم زده کوي، د لرګي په زور يې نه شي زده کوی او اروا پوهان خو وايي چې ماشوم هېڅ کله دا احساس نه کوي چې ما کوم جرم کړی چې وهل کېږم، هغه فکر کوي چې نا حقه وهل کېږم او که د قرآن په زده کړه کې وهل مناسب کار او ښه طريقه وه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به له ټولو مخکې له دغې لارې استفاده کړې وه، خو هغه هېڅوک، حتی ماشومان هم د قرآن په زده کړه نه دي وهلي، هغه په مينه خلکو ته قرآن ورښوده او څه چې څوک په مينه زده کړي، ډېر مؤثر هم تمامېږي. په دې هيله چې په دغه موضوع کې يو تجديد نظر وکړو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم طريقې ته وګرځو چې زموږ لپاره ښه بېلګه ده.