په خپل وخت د تخنیکي ـــ اقتصادي مطالعاتو ګټه
04.07.2012 20:39اقتصاد د بشریت د پراخو غوښتنو او اړتیاوو لپاره په تنګو او محدودو پولو کې ایسارې زېرمې او شونتیاوی ځانګړی او همدا شان ورځ تر بلې د وګړو د زیاتیدونکو غوښتنو د پوره کولو او دیو هوسا ژوند برابرولو لپاره د ګټې وټې غوره لاری چاری ، لارښوونې او میتودونه ، چې پر مټ یې په لږ لګښت ، ډېرې ګټې او په زړه پوری پاېلې تر لاسه شی ، په ګوته کوی . دا غوښتنې د هیوادونو ، سیمو او ځانګړو وګړو تر منځ په متمدنو ، پرمختللو (شتمنو ) او وروسته پاتې ( نېستمنو )ټولنو کې د څومره والي ، څرنګوالي، ډولونو او بڼې له مخې یو بل سره یو شان نه وي . هر هېواد او سیمه د ځانګړو ځانګړتیاوو او وړتیاوو له مخې د ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره لږ و ډیر اړینې کړنې چې د اړوندې ټولنې د مادی او مالی ځواک سره اړخ ولګوی ، تر سره کوی . داچې ددغه ځواک نه د ټولنیز ــ اقتصادی پراختیا لپاره په کومو برخو کې په کومه اندازه ، څه ډول کار اخیستل کیږی ، د یو هیواد د اقتصادی سیاست ، ستراتیژیک لید لوری ، ارادې او وړتیا پوری تړلی دی . افغانستان چې د بې وزلو هیوادونو په کتار کې ځای لری او ډېرۍ وګړی یې د بېړنۍ کرښې لاندې ژوندکوي او سړی سر عاید یې د حد اقل کچې ټیټ او د پوره او پراخو طبیعی زېرمو درلودلو سره سره د بیګانګانو مالی او تخنیکی مرستو ته اړ دې , د بل هر وخت نه پکې د یو یو پول یا سنټ پر ځای او سم لګول ، ددغه حالت نه د راوتلو په موخه خورا ضروری ګڼل کیږی . دا کار یواځې هغه وخت شونې دې چې په هیواد کې د یو ابرومندانه او هوسا ژوند برابرولو لپاره د هر څه لمړې یو روښانه اقتصادی سیاست یا تګلاره چې د وخت د غوښتونو او شونیاوو سره سمون ولری موجوده وی . او د هغې په رڼا کې په هیواد کې د شتو ریزرفونو د پوره کار ونې او ګټې اخستنې تر څنګ ، د وړ او پر خپل وخت تخنیکي ــ اقتصادي څېړونو پر مټ د اغېرمنتیا او لمړیتوب له مخې د ګټورتوب په ډاګه کېدو سره د پراخیدونکو کارونې لپاره د غوره لارو چارو په تر سره کولو ، چې د لازمو پایلو اټکل پکې شونې وی ، لاره هواره شی . öکه چېرې دا څېړنې د یو داسې اقتصادی واحد په هکله ، چې د لمړی ځل لپاره د اقتصاد اړوند سکټورونو په کومه څانګه کې منځ ته راځي ، تر سره کیږی ، يو څه وخت او د ژورو پوښتنو ځوابولو ته د پوره معلوماتو برابرولو له لارې ، چې پکې د اړوندو ښکارندو ټولې خواوې د کورنی او بهرنی شرایطو په ګډون په پام کې نیول شوی وی ، ضرورت دی . او که چېرې دیو داسې واحد د رامنځ ته کیدو په هکله وی چې ورته واحد د مخه په هیواد کې جوړ او ازمایل شوی وي ، په کار ده ( ښه به دا وي )، چې د دا ډول څېړنو په بهیر کې د پخوانی واحد د نیمګړتیاوو ، تشو او ستونزو د ارزونې د پایلو په پام کې نیولو سره ، د نوو لپاره د یو لړ بشپړونکو او اړینو اصلاحاتو په راوستو سره د اړوندو څېړنو بهیر د یو شمیر څرګندو او نا ځواب شوو پوښتنو په ځوابولو (اصلاحاتو ) سره را لنډ کړلای شي . د ملي اقتصاد د بیلابیلو څانګو په تېره بیا معدن ، صنایع ، برېښنا ، . . . . . اړوند مطالعاتی کړنې د ډیرو پړاونو نه تیریږی . او په هر پړاو کې د موضوع اړوند ښکارندې ( شاخیصونه ) په ځیر سره څېړل کیږی تر څو د پروژی د پلی کولو پر مهال کومې داسې ستونزی چې د کار نورمال بهیر ټکنې کړی ، را ولاړی نه شی . په ټولیز ډول د تخنیکي ــ اقتصادی څېړنو په ترڅ کې له پېله تر پایه د ځانګړو څانګو یا برخو اړوندو کړنو سر بېره ، دغه لاندی څو ټکو ته چې د یو بل پسې په خپل وخت په پام کې نیول کیږی ، کتنه پکار ده :
۱ . په یوه هیواد کې د اړتیا او امکاناتو له مخې په لمړی ګام کې د یو اقتصادی واحد را منځ ته کیدل د یوې ایډیا ، مفکوری ، آند او یا طرحې په توګه د مسئولینو او کاروباریانو په ذهن کې د بشپړ تیاری پرته ( دلته په ټولنیز او اقتصادی ډګر کې د غوښتنو او شونتیاو په منځ کې لا ډېر څه روښانه نه وي ) را څرګندیږی .
۲ . د اقتصادی سیاست او تګلارې له مخې د پانګې او کار د متوازن ویش د اصولو پر بنسټ پوهنیزی او څېړنیزی کړنې چې پکې د ټولو سیمو حقوق خوندي وی دلمړیتوب په پام کې نیولو سره ، په یوه ټاکلی سیمه کې د یوه ټاکلی واحد د جوړیدو یا ودانیدو په هکله تر سره کیږی . د ازاد بازار اقتصاد د خلاص لاس پر بنسټ دا ډول اقتصادی واحدونه د سیالۍ له مخې مطالعه ، جوړ او هر چېری چې وي د قوانینو په چوکاټ کې په کار اچول کیږی . او که چېری دا واحدونه ملی بڼه ( د ټول هیواد په کچه یا حیاتی او لوی وي ) ولری یا یواځې د هیواد په یوه ټاکلی سیمه کې ، چې ور ته د نورو سیمو په پرتله مناسب ځای او شرایط برابر وی ، نو هلته یې پلی کول اړین برېښي . ددې تر څنګ د ګټورتوب له مخې د ځای په ټاکنه کې د اقتصادی واحد په تیره بیا که تولیدی بڼه ولری ، مستهلیکینو(استوګڼ ځایونو ، ښارونو ) ته او یا هم د اومو موادو زېرمو ته د نژدېوالی موضوع هم له پامه غورځېدای نشي .
۳ . د واحد لپاره د وړ ځای یا سیمی د غوره کېدو وروسته ، د مځکې ټول اړوند خصوصیات د اګرونومیکی ، جیولوژیکي ، ګیدراولیکي او . . . . . . نورو له پلوه په ځیر سره څېړل کیږی تر څو د ودانیو چارو د تر سره کولو پر مهال او یا هم د راتلونکې احتمالي ستونزو مخنیوی شوی وی .
۴ . ښکاره خبره ده چې په دا ډول اقتصادی څېړنو کې زېربنایې تاسیساتو ته ځانګړی پاملرنه پکار ده ، تر څو د هر څه د مخه د لارو ( سرکونو ) ، اوبو او برېښنا غم خوړل شوی وی او همدا راز معنوی زېربنا چې ددغه څېړنو د پایلو په پلي کولو او موخو ته د رسیدلو لپاره یو خاص ځای او ارزښت لری ، په پام کې نیول کیږي .
۵ . د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د تولیدی یا خدماتی ظرفیت ( ځواک ) ټاکل ( د ظرفیت پوله ) با ید د مستهلیکینو ( تقاضا لرونکو)د غوښتنو سره سمون ولری . خو د معمول له مخې په تېره بیا د تولیدی برخې د مطالعاتو په ترڅ کې د ظرفیت ټاکل او اندازه په څو وریانتونو کې د څېړنیزو چارو د مسؤلینو له خوا ترتیب او د اړوندو کار پوهانو او وټپوهانو له خوا ترې ( د هغوی په اند ) یو مناسب وریانت غوره او د یوې پروژې په توګه په پرمختیایې پروګرامو نو کې شاملیږی .
۶ . د ځانګړې محاسبې له مخې د څېړنو د پایلو د پلي کولو لپاره د مالی وسایلو( لګښت ) کچه او همدا رنګه د مؤثریت یا اغېزمنتوب ضریب یا شاخص د راتلوونکو مرحلو یا پړاونو د تر سره کولو له پاره په ډاګه کیږی . او همدارنګه د ګټورتوب ضریب له مخې یې د لګښت د جبران معیاد یا وخت ( په کلونو سره ) معلومیږی . چې په راتلونکې کې د محاسبوی کړنو ( بیلانسونو ) د تر سره کولو پر مهال د اړوندو قوانینو له مخې د استهلاکاتو د موضوعی کولو سره مرسته کوی.
۷ . او اخر داچې پروژه د جوړیدو وروسته د ګټې اخیستنې ( بهره بردارۍ ) ډګر ته ننوځي ، چې د یوی ازمایشی پړاو (دورې ) وروسته د اقتصاد د اړوندی څانګې په جوړښت کې د یو تولیدی یا خدماتی واحد په توګه خلکو ته د هوسا ژوند په برابرولو کې مرسته کوی .
وړاندیز : پرمختیایې پروژه هغه مهال د کار لاندې نیول کیږی لکه څنګه چې د مخه ور ته هم شاره وشوه ، چې لازم مالی وسایل( کورنی او بهرنی منابع ) ورته ځانګړی شوي وي . دا مطالعات د حجم او ارزښت له مخی د یوی ځانګړې ادارې یا ټیم له خوا د یو پلان شوی مهال ویش په چوکاټ کې تر سره او وخت په وخت په اړوندو ناستو پاستو کې یې د تر سره شوو کړنو جاج اخیستل کیږی . هڅه وشي ، تر څو دا مطالعا ت په بریالیتوب سره په خپل ټاکلی وخت پای ته ورسیږی . دا ځکه چې د مطالعاتو په ځنډلو سره کیدای شی ، لکه څنګه چې په ځینو مواردو کې په افغانستان او د مخ په ودې هیوادونو کې د دا ډول ځنډ د پېښېدو له امله د مرستندویه هیوادونو له خوا ځانګړی شوی مالی وسایل له لاسه وتلی او نه دي لګول شوی . او په راتلونکې کال کې دمرسته کوونکو هیوادو له لوری د غه ځانګړی شوی مرستې له پلان نه ، پدې پلمه چې ګویا د مرستو جذبولو لپاره د اړینو معلوماتو د برابرولو او مطالعاتو په هکله بشپړ او د قناعت وړ کړنې نه دي تر سره شوي ، غورځېدلې او پروژه یا پروژې د ماتې سره مخ شوی . نو غوره به دا وي ، چې که کله د کوم دولت او سازمان له خوا په کومه برخه کې د مرستې ژمه کیږی او د کمک څرک لګیږی ددې لپاره چې د ژمنه شوو مالی وسایلو نه بې له ځنډه په خپل وخت ګټه پورته شوی وی ، باید افغان لوری پوری تړلې کړنې ، د مرسته کوونکو باور د تر لاسه کولو په موخه د مهال ویش سره سم تر سره ، تر څو پدې توګه په نورو برخو کې همدا ډول مرستو جلبولو ته لاره هواره شی . پای
په درنښت