اندامي ښکلا
03.07.2012 23:50ورځِــي یې لــیـنـدۍ باڼــو یـي غـشـي ورپسـې
بـڼـه يـې ګل رنـګه دوه لېمه بازان مین پسـې
خـولـه ده ګل غوټې سره شـونـډان لکه ګلـپاڼي
سپین غاښونه یې صد ف بریښي دخندا پسـې
ونــه صنــوبـرلــري مـــوي کـمـر نــازک انـدام
تګ لکه دزرکی دزلفو بویې په هوا وږمه پسې
کـړه وړه او نــازک وانـد دشـاه پـېـــرۍ لـــري
پـه ډېـر خـیال پرلار روانه دجانان دښکارپسې
دلباس اغوستی رنګ یې، سم وي دښکلاســره
نـه لـري غـندنه، دمِیــني ډک خیالونه ورپسې
دا پښتـنې پېغـلي په نـړۍ کي خـپل سیال نــلري
په مانا کي ملالۍ دي غیرت یې د حـیا پسـې
لیکونکی محمدسرور وکیلي