د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۴)جومات خو د خدای کور دی!

زاهد جلالي 03.07.2012 20:57

شاډولا زموږ په کلي کې يو تقوا دار سړی و. سره د دې چې ږيره يې ټوله سپينه شوې وه، د لمسيانو او کړوسيانو خاوند و، دومره چاغ هم و چې په لاره سم تلی نه شو؛ خو له دې ټولو سره به يې د روژې په مياشت کې مکملې تراوېح په ولاړه کولې، که چا به ورته ويلې چې تا ته خدای رخصت درکړی، په قهر به شو، ويلې به يې زه لمونځ کولی شم، ولې داسې بېغيرتي وکړم چې په ناسته لمونځ وکړم، يا وهابيانو غوندې اته رکعته لمونځ وکړم، زه سم لمونځ کوم. سره له دې چې کور يې له جوماته ډېر لرې هم و، خو ده به تل په جومات کې له جمعې سره لمونځ کاوه.
د خدای بښلي شاډولا دغه تقوا يوه ورځ زه هم داسې له جوماته زړه تورن کړم چې دوه هفتې مې جومات ته تلل څه چې کتی هم نه شو، په لاره کې چې به مې شاډولا وليد، په منډه به مې ځان کور ته رساوه. يوه وار زما د ترور زوی موږ کره راغلی و، زه به شپږ کلن يا اووه کلن وم، د ترور زوی مې همزولی و، هغه راته وويل چې لمونځ جومات کې کوو، ما هم ورسره ومنله، جومات ته لاړو، له لمانځه وروسته چې له جوماته راوتو، زما فکر نه و، ماشوم وم نو، د شاډولا له مخې تېر شوم، هغه ته چې ډېره غصه ورغله هماغه لمانځه کې يې راباندې ګوزار وکړ، زه له ناڅاپي ګوزار سره مخ شوم، شاډولا ته خدای لويه ببره قواره ورکړې وه، د کلي ټول ماشومان ترې ډارېدل، دا چې په چا يې ګوزار کړی و، هغه بيا ورسره مخ کېدی هم نه شو، زه له ډېرې وارخطايۍ له جوماته وتښتېدم، خپلې څپلۍ مې پرېښودې، د ترور زوی خو نابلده و، هغه بيخي ډېر وډار شو، له هغه هم څپلکې پاتې شوې او کور ته مو په تېښته ځان راورساوه.
زموږ په ټولنه کې د جومات حيثيت نه دی پېژندل شوی او نه څوک له اسلامي اخلاقو سره آشنا دي. کله چې کوچي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې جومات کې بول وکړ، اصحاب رضي الله عنهم ورپاڅېدل چې ويې وهي، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل اصحاب د هغه له وهلو منع کړل او ورته يې وويلې چې اوبه پرې واچوئ، هغه ته څه مه وايئ. رسول الله صلی الله عليه وسلم به خپلو اصحابو ته ويلې چې تاسو په خلکو سختي مه کوي، په آسانۍ او نرمۍ له خلکو سره تعامل کوئ، اسلامي اخلاق تېزي او سختي نه خوښوي، په تبسم د چاپوهول له دې ډېر ښه او مؤثر دي چې په وهلو څوک وپوهول شي.
متاسفانه چې نن ورځ هغه اسلامي اخلاق هېر شوي، ښه ځواب د تشدد او خشونت ځواب دی. نن ورځ تقوا دارو، له جوماته انحصاري بازار جوړ کړی. زه دېته حيران يم چې جومات ولې بندېږي، آيا د رسول الله اصحابو به شپه او ورځ په جومات کې له الله سره راز او نياز نه کاوه؟! موږ هم بايد جومات داسې جوړ کړو چې هېڅ کله له لمونځ کوونکو، زاهدانو او عابدانو تش نه شي، خو نن سبا جومات پينځه وخته واز وي، بيا بېرته بندېږي!
جومات خو د خدای کور دی، دا بايد د هر چا په مخ هر کله خلاص وي، نه دا چې له يوه سره يې کلياني وي او هماغه پينځو وختونو کې خلاصوي او بس. دا سمه ده چې فقها وايي چې ماشوم جومات ته مه پرېږدئ خو داسې هم نه ده چې په خشونت يې وباسئ، بيا اووه کلن ماشوم خو بايد جومات ته ځان سره وېسو ترڅو هغه خپل لمونځ هلته ترسره کړي او له لمانځه سره يې مينه پيدا شي.
زما ښه په ياد دي؛ ډېر به زړه کېده چې جومات ته لاړ شم او لمونځ وکړم، خو کاکا به مې نه پرېښودم، ويلې به يې چې کشران جومات ته نه ځي. دې خبرو به زما زړه ماتوه.
زه چې اوس فکر کوم، بايد د هر مسلمان له جومات سره کلکه اړيکه وي، نه شلېدونکې اړيکه، حتی ماشومان او ښځو ته بايد د جومات اجازه ورکړو. بايد ښځو ته جومات کې ځای خاص شي، ښځې هم بايد په جومات کې له لمانځه خوند واخلي، ښځې هم دا حق لري چې جومات کې له خدای سره اړيکه ټينګه کړي، د جماعت له لمانځه خوند واخلي او په هغه ثواب کې ځان شريکې کړي چې خدای يې نرانو ته په جومات ته تلو کې ورکوي. دا موږ ته غيرت ښکاري چې ښځې کور کې لمونځ وکړي او جومات ته لاړې نه شي، بيا مو خپل دغه سرتمګۍ غيرت ته د اسلامي شريعت رنګ هم ورکړی، په داسې حال کې چې اسلامي شريعت له دغه ډول عاداتو او تقاليدو پاک دی. په دې کې صحېح احاديث شته چې ښځې په جومات کې لمونځ کولی شي او حتی شيخانو داسې حديث نقل کړی چې د ماخوستن له لمانځه هم خپلې ښځې مه منعه کوئ، نور موږ هم بايد ځانونه په دغه جهل کې پرېنږدو په تېره بيا چې څوک د ښځو لمونځ په جومات کې حراموي خو له ځانه فتوا ده او په شريعت کې هېڅ اصل نه لري، البته کې د فتنې د مخنيوي لپاره منعه کېږي سمه ده او ويل کېږي چې ښځې چې جومات ته ځي بايد آرايش ونه کړي، څو دغه نېک کار په فساد بدل نه شي.
وروسته له دې چې د ښځو او ماشومانو د لمانځه په اړه مو خبره وکړه، زه په دې نظر يم چې د خدای کور بايد بند نه شي، ۲۴ ساعته بايد د لمونځ کوونکو په مخ خلاص وي او هر چاته د لمانځه اجازه په کې ورکړل شي، څو خلک د خدای له کور سره په کلک ارتباط کې وي چې مينه يې ورسره پيدا شي او زما په اند د جومات خلاص پرېښودل کولی شي ډېر هغه کسان چې لمونځ يې هېر کړی او د فساد لور ته متوجه شوي، د جومات خوا ته راجلب کړي.
کله نا کله په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ، ماشومان نيم ساعت مخکې په شوق او مينې جومات ته راغلي وي، هلته منتظر وي چې کله خطبه ختمه شي، چې لمونځ ادا‌ کړي، دې وخت کې يو څوک جومات ته داسې حال کې دننه شي، چې لمانځه ته دوه يا درې دقيقې پاتې وي، طبيعي ده چې د هغه له پاره په مخ کې صف کې ځای نه وي، هغه بيا هغه ماشوم چې نيم ساعت مخکې جومات ته راغلی، شا ته کش کړي، څه بد رد هم ورته ووايي پر ځای يې درېږي، داسې حالت کې ما ته افسوس راځي او له دغه بدبختو انسانانو مې کرکه وشي، خپله خو جومات سره مينه نه لري چې په وخت راشي، خو چې ماشوم په مينه راغلی وي، هغه په راتلو پښېمانه کړي.
نن سبا چې زه د جومات امامان وينم، ډېر افسوس راځي، دا امامان خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم استازيتوب دلته کوي، دوی څنګه داسې بې پروا او ناپوه کسان دي. زموږ د کور د څنګ امام خو تل همدا خبره کوي چې (له ټوپۍ پرته لمونځ نه کېږي)، دا خبره دا امام په کوم اساس کوي؟ خلک په جومات کې صف نه برابروي، د ټولو ږيرې کلې دي، په لمانځه کې خشوع نه شته، ډېر خلک جومات ته نه راځي، دا امام صاحب يوه ورځ هم په دې ضروري مسايلو ونه غږېده، خو د خولۍ په هکله تل سختې سپورې خبرې کوي، حتی تر دې چې ډېر ځوانان يې د جماعت له لمانځې بېزاره کړل! زه يوه ورځ د جمعې لمانځه ته ډېر وخته لاړم، ملا صاحب ته په لومړي صف کې کېناستم، دغه امام صاحب وينا کوله، تاسو باور وکړئ چې زه يې په يوه خبره ونه پوهېدم چې دی څه نصيحت کوي او کومه ديني خبره تشرېح کوي، هغه سپين ږيري خو پرېږده چې غوږونه يې په آسانۍ خبره هم نه شي اورېدلی.
اصلي مشکل ما ته دې کې ښکاري چې امام يوازې او يوازې د څو روپيو لپاره امام شوی او همدا يې هدف ګرځېدلي، نه دا چې خلک ويښ کړي او د اسلام په صحېح فهم يې وپوهوي، يو څوک چې په دې وياړ وکړي چې خلکو ته امامت کوي او هغوی ته پرته له دې چې پيسې ترې واخلي لمونځ ورکړي، د ملا عزت هم زياتوي او د لمونځ خوند هم، خو دا چې امام هماغه يو مطلب ولري، نه بيا په دې فکر کې وي چې هغوی ته اسلامي اخلاق وروښيي او نه د اسلام اصيل فهم.
موږ بايد له جومات سره داسې تعامل وکړو لکه د خدای له کور سره چې يې کوو. څوک چې د يوه مشر کور ته ځي په ډېر ادب او حترام اصول مراعاتوي، داسې څه کوي چې هغه مشر خوښ کړي، خو جومات چې د خدای کور دی د ټوکو او وخت تېرولو ځای جوړ شوی، هيله ده چې زه خپله او نور لوستوال دغې موضوع ته متوجه اوسو.