د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۱)دلته ژړا هم جرم دی!

زاهد جلالي 01.07.2012 12:04

متاسفانه زموږ په ټولنه کې د ښځې او نر جنس تر منځ لوی تبعيض شتون لري، مور په دې قانع ده چې زوی د خدای لوی نعمت دی او حتی ما اورېدلي چې ځينې سړي خپلې ښځې په دې تهديدوي چې که دې لور وزېږوله په ما طلاقه يې! داسې خبرې واورې چې حيران پاتې شې، دا د پرمختګ عصر کې داسې جاهليت چې له اسلامه مخکې هم داسې جاهليت نه و! ځينې ناپوهان خو بيا دا تعصب ته دينې بڼه هم ورکوي، ښځو ته ناقص العقل او ناقص الدين وايي، خپلې ښځې يې هم په دې قانع کړي چې نر ماشوم هم له تاسو ډېر عقل لري، تاسو به په هېڅ خبره کې خبره نه کوئ او که کوم نابالغه هلک هم کور کې وي، دی به ستاسو مشر وي، ځکه ستاسو عقل ناقص دی او د هغه عقل کامل!! په داسې حال کې چې د اسلام مبين دين له دغو خرافاتو پاک دی، دا د دوی جاهلي افکار دي چې په اسلام پسې يې غوټه کوي.
په ځينو پرمخ تلليو کورنيو کې هم دا مشکل شته، مور چې په خپله هم ښځه ده، خپلې لور ته په سپکه سترګه ګوري، حتی زما د کاکا ښځه تل وايي چې يو زوی مې له څلورو لورګانو سره نه برابروم! ما اورېدلي چې ځينو پښتني کورنيو کې مور زوی ته د لور دوه چنده ډوډۍ يا مېوه ورکوي، همداسې پيسې او نور امتيازات هم همدارنګه او لور دا حق هم نه لري چې احتجاج وکړي، ځکه هغه خو هلک دی. لکه هلک چې اشرف المخلوقات وي او نجلۍ د خدای بد خلقت، چې د نرانو مزدورۍ ته استول شوي وي!
زموږ په ټولنو کې ريښتيا مؤنث جنس د خدمتګارې حيثيت لري. دلته چې نجلۍ لږه لويه شي، ماشوم ورور د مور په څېر ساتي، د هغه له پاره له خپلې ساتېرۍ هم وتې وي، لکه دا چې د هغې الهي مسؤوليت وي او د همدې لپاره زېږېدلې وي. په همدې وخت کې نجلۍ حتی د هلک له لورې وهل ټکول کېږي هم، که څه هم نجلۍ له هلکه مشره وي، خو دا چې هغه اشرف المخلوقات دی او دا د خدای اضافي بنده ده، نجلۍ حق نه لري چې ورور په مقابل کې احتجاج وکړي.
کله چې نجلۍ ځوانۍ ته ورسېږي، د تعليم له نعمته خو مهرومه وي، دا ټولو هېره کړې چې امهات المؤمنين د نورو اصحابو استاذانې وې، که څوک هغوی استثنائي ګڼي، نو د لويو حنفي او غير حنفي علماو لورګانې خو دې نه هېروي چې له ډېرو نورو خلکو لويې عالمانې وې. د (بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع) کتاب د حنفي فقهې يو له معتبرو کتابونو څخه دي، کله چې د دې کتاب مؤلف علامه علاء الدين کاساني رحمه الله د خپل استاذ علامه علاء الدين سمرقندي کتاب (تحفه الفقهاء) شرحه کړ او استاذ چې د هغه پوهه او هوښياري وليده، خپل فقيه، عالمه او هوښياره لور فاطمه يې ورته په نکاح کړه او مهر يې همدا شرحه شو.
زموږ د علماو لورګانې لويې فقهاء وې. متاسفانه چې نن سبا خلک ځانونه علما هم بلولي، خو بيا هم خپلې لورګانې د تعليم له نعمته محروموي. دوی دا هېره کړې چې کله چې فقيهه فاطمه د کاساني صاحب مېرمن شوه، هغه ډېره ښه ساتله او کله چې د هغه فقيهه ښځه وفات شوه، علامه کاساني سخت خفه شو او ويل کېږي چې ډېر کله به د هغې قبر ته ورته او د هغې خبر به يې اخيسته!
زموږ د علماو لورګانې او مېرمنې داسې وې، نن د علماو فتواګانې دا دي چې د ښځې پوهه فساد رامنځ ته کوي او ځينې خو بيا دا وايي چې حضرت عائشه فرمايي چې که چېرته ښځه تعليم وکړي او کتابت زده کړي، بيا نورو نامحرمو ته ليکونه استوي! که داسې وي نو بيا دې هلکان هم ليک نه زده کوي چې پرديو نجنونو ته ليکونه وانه ستوي.
موږ متاسفانه په داسې جاهليت او بېځايه خبرو کې نښتي يو، نړۍ ورځ تر بلې مخکې ځي خو موږ ته دا غيرت ښکاري چې لورګانې مو په کور ناستې وي، جاهلې وي، کله چې د مېړه کور ته ځي، نه د مېړه حقوق پېژني، نه د اولاد تربيه او نه هم د نورو غړو حقوق او خپل واجبات. دا را ته بې غيرتي نه ښکاري چې د مشکل په وخت کې خپلې مېرمنې نرانو ډاکټرانو ته يوسو، خو دا راته بې غيرتي ښکاري چې يوه مېرمن خپل هغه مدني حق ترلاسه کوي چې هم اسلام ورکړی او هم اخلاقيات د دې غوښتنه کوي.
يوه ورځ په کوټه کې ناست وم، د باندې مې ننداره کوله چې د کاکا زوی خپله وړه لور ووهله او له هغې يې د هغې له لاسه د لوبو سامان هم واخيست، کله چې يې مور دوی وليدل، هېڅ يې خپل زوی ته ونه ويلې چې دا بې عدالتي مه کوه، په تېره چې هغه دې کشره خور هم ده، ته يې بايد ونازوې. کله چې ماشومې نجلۍ دا بې عدالتي وليده او خپل ځان ډېر ورته بې وسه ښکاره شو، په ډک زړه او په وړه خوله يې خپل ورور ته څو کنځلې وکړې او نور يې توان نه لاړه په ژړا شوه. مجبوره وه، ځکه نور داسې څوک نه وو چې د هغې حقوق ورته مسترد کړي. دې وخت کې يې مور د هغې کنځلې واورېدې، ورته يې وويل: (بې ادبې، زه به له تاسره کور کې ګورم، بيا ته ګوره چې څنګه جزا درکوم او په دې کنځلو دې څنګه پښېمانه کوم، ژاړې هم، هسې دې شور جوړ کړی) بيا يې خپل زوی ته وکتل او ويې ويل: (خير دی زوی جانه خفه کېږه مه، زه د دې جزا ورکوم، ته دا نه پېژنې چې هسې بد اخلاقه ده!).
ما له ځان سره ويل چې دې ماشومې نور څه نه شو کولی، زړه يې په کنځلو آرام کړ، دې خپل حق له لاسه ورکړ، دغه بې عدالتي يې په خپلې ژړا وځپله، خو دا مظلومه د ژړا حق هم نه لري، دې بېچاره ته د دې اجازه هم نشته چې که خپل حق نه شي ترلاسه کولی زړه خو دې په ژړا تش کړي. ما له ځان سره وويل: ( عجيبه ټولنه لرو، دلته د بې عدالتۍ په مقابل کې صرف او صرف ژړا هم جرم ګڼل کېږي؟!!).
زه په دې فکر يم چې په دغه ډول ظلم موږ خپل دنيا او آخرت خرابوو، داسې زوی چې ځان ورته شهزاده ښکاري او نجونې ورته غلامانې، سبا له مور سره هم داسې څه کوي چې په دغه ټولو يې پښېمانه کړي، ژوند يې ورته تريخوي، خرابوي يې، دنيا خو داسې ګډه وډه شوه او آخرت په دې خراب دی ځکه چې خدای خو مو د خپلې مظلومې بنده په حق نه پرېږدي، هغه عادل ذات دی، د دنيا د ظلمونو ښه جزا په آخرت کې حتما ورته رسوي.
که زموږ په ټولنه کې د دغو مظلومو انسانانو حالت داسې ظالمانه پاتې شي، د پرمختګ هېڅ تصور نه شو کولی، ځکه ښځه د ټولنې يو مهم عنصر دی او له دې پرته ممکنه نه ده چې ټولنه پر مخ لاړه شي، ښځه بايد له سړي سره د ژوند په هر ډګر کې ولاړه او ډېر څه ورسره کولی شي، خو متاسفانه موږ دغه حقيقت نه دی درک کړی، موږ په خپلې ګټې نه يو پوهېدلي، ځکه ځانونه له دغه لوی الهي نعمته محروم کړی دی.