د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انځور،تخیل اوتخییل څه شی دي؟ دویمه برخه

پوهندوی آصف بهاند 01.07.2012 12:43

دتخیل اوتخییل توپیرونه:
له انځوراوتخیل نه چې تیرشو،دتخییل بحث پیل کیږي.دتخییل دپیژندنې په برخه کې ترټولودمخه ویل کیږي چې:تخییل لکه دانځورپه څیردشعربنسټ دی.که چیرې دتخییل دویي(لغت) کارونې په تاریخ پسې وګرځو،ریښه یې دارسطووختونوته رسیږي اولیدل کیږي چې هغه مهال په بله بڼه کارول شوی دی.
داوسنیواسنادواومدارکوپه استناد،دتخییل ويی(لغت) ترټولودمخه ارسطوپه خپل مشهورکتاب «دشعرفن» یا « کتاب الشعر» کې کارولی دی.ارسطو،تخییل د«میمس» په بڼه کارولی دی،چې په پښتو،عربي اوفارسي ژبوکې دمحاکات یا تقلید په بڼه راوړل شوی دی.(دزیاتې څرګندتیا له پاره وګورئ:الف:کتاب الشعر،دمولوي محمد اسراییل پښتوژباړه،۱۵ مخ.ب:ارسطو،فن شعر،ترجمه عبدالحسن زرین کوب،ص ۲۶)
شفیعي کدګني وایي چې نوم وړي محاکات دمضموني ارتوالي له امله داسلامي دورې دپوهانوپه ژباړواوشرحوکې دغه نومونه،کله دمیمس،کله دمحاکات،کله دتشبیه اولږ لږپرتخییل ژباړل شوی دی،چې دمخیل کلام جاج ورنه اخستل شوی دی.
دارسطودکتاب له ژباړې اوشرحوڅخه په ډاګه څرګندیږي،هغه څه چې دمحاکات په بڼه راوړل شوي دي،هماغه څه دي چې ځینې نورشارحان اوفلاسفه یې دتخییل په بڼه کاروي.(صورخیا ل درشعرفارسي،۳۰مخ)
دغه رازدتخییل دویي دڅرنګوالي په باب ډیری څیړونکي سره په یوه نظر دي اووايي چې له محاکات څخه همدغه دتخییل جاج اخستل کیږي اوداټکی هلته ښه څرګندیدای شي چې د «کتاب الشعر» دځینوژباړونکو،شارحانواوپوهانوهغونظریاتوته پام وشي چې تشبیه،استعاره اوتخییل سره یوشی ګڼي.ځینې لا په دې ټینګارکوي چې دارسطوپه رساله کې هرځای چې دمحاکات ویی راغلی دی،له هغه څخه مطلب همدغه تخییل دی اودتخییل دويي مفهومي سیمه دمحاکات اوتشبیه له کلماتوڅخه ارته ده.دارسطوموخه له نوم وړي ويي څخه دشاعردذهن په پرده کې دطبیعت یا بهرنۍ نړۍ دانځوریوډول څرګندون اوځلون دی.
تخییل دشعردرامنځ ته کولواوتخلیقولوپه بهیرکې دانسان ایجادي تفکرجوړوي.له تخییل څخه دځینوپوهانوموخه هماغه شی ده چې دکتاب الشعرپخوانیواواوسنیوژباړونکواومفسرینوهغه دمحاکات اوتقلید په بڼه تعبیر کړی دی،نودلته دی چې ویلای شو:
په تخییل کې هرڅه ښه ،خواږه اوپه زړه پورې دي.په فلسفي اومنطقي متونوکې دمحاکات،تقلید اوتشبیه دوییونوپه پرتله دتخییل ويي غوره ځای نیولی دی.پوهاند رحیم الهام عقیده لري چې تخییل دماهیت له مخې دتفکیریوډول دی اوتفکیرپه شعورکې دمطالعه کیدونکي شي دځانګړنواوصفاتوتجریدول اودلاډیرې پیژندنې له امله یې په ټاکلوډلوکې ترکیبول دي.دغه ډول تفکیرته،مجرد یا منطقي تفکیریاتعقیلي تفکیروایي؛نود تفکیربنسټیزه پایه تجرید دی،اوپه خپله تجرید دانسان یومنطقي عمل اومغزي فعالیت دی،چې دڅیزونواوپدیدودیوې ډلې دمهمواوشریکوځانګړتیاووپاکول،را ایستل اوجلاکول دي اودهماغې ډلې دهروګړي ټول څیرمه لاملونه او اړوندې ځانګړنې را اخلي.تفکیرپه اصل کې له شعوراوژبې سره جوخت،دانساني کارپربنسټ باندې منځ ته راغی،دانسان په لومړنیوبشپړتیايي پوړیوکې دتفکیرتکیه پرمحسوساتواوغوره شیانوباندې وه،انسان دغه مهال دتفکیردعملیوپه ترڅ کې خپل بصري ایماژونه،لکه احساسونه،ادراکونه اوتصورونه،تجریدول اوپه نویو ډلوکې یې ترکیبول.وروسته یې بیا دتولید دبشپړتیا تراغیزې لاندې دټاکلواولیدل کیدونکومحسوساتوپه تجرید اودمفرداتوپه تعمیم لاس پورې کړ.په دې ډول یې لومړی په دې توګه دعامو تصورونوپه ایجادولواوبیا دمفهومونوپه تکوین باندې پیل وکړ ... تخییل هم دشعوري اروا پوهنیزې پروسې له بابته اودرامنځ ته کیدودپوړیود بهیرد سپړلوله مخې،دماهیت له نظره تفکیردی ... ( د هجري یا د ،۶۷  ــ ۶۸ مخونه )
له دې ټولوخبروڅخه دا پایله ترلاسه کیږي چې تخییل له اره دناورته مفهومونودیووالي څرګندوی دی.تخییل دشعردرامنځ ته کولواوتخلیقولوپه بهیرکې دانسان ایجادي تفکرجوړوي اوهرکله چې له طبیعت څخه نوم وړي سره ورته اوسره جلا جاجونه اوشیان سره انډول اوسمون ومومي اودانسان په ذهن کې دانځورونوپه بڼه رامنځ ته کیږي اوپه پای کې دانسان په ذهني واقعیت باندې بدلیږي اودغه واقعیت دانځورونوپه بڼه دژبې په واسطه،دشعرپه نامه یادیږي.
او اوس لږدتخیل اوتخییل ترمنځ دتوپیرونوپه باب:
څنګه چې په مخکینیوبحثونوکې وویل شول دمحاکات،تقلید اوتشبیه دکلماتوپه پرتله دتخییل ویی غوره ځای نیولی دی،اوداموهم وویل چې تخییل دماهیت له مخې دغیرتعقیلي تفکیریوډول دی اوتفکیردڅیړل کیدونکي شي دځانګړنواوصفاتوتجریدول اودلاپیژندنې له امله،په ټاکلوډلوکې ترکیبول دي.دغه راز تفکیردواقعي بهیرله مخې دمفهومونوساده راغونډول،ردیف کول یا په یوه لړکې سره پیل نه دي،بلکې دجاجونوترمنځ دټاکلواړیکو،سره تړلی سیستم دی،داسې اړیکې چې دمادي نړۍ اوعیني واقعیت انګازه ده.
په دې ډول هرهغه څه چې دتفکرپه باب ویل کیږي،دتخیل په باب هم هماغسې ګڼل کیږي اوهرهغه څه چې دتفکیر په باب ویل کیږي، دتخییل په هکله هماغسې ګڼل کیږي؛ یوازې په دې توپیر چې تخیل د « تفعل » پروزن اوتخییل د    « تفییل » پروزن چې تخیل دنوم په مانا اوتخییل دفعل په مانا کارول کیږي.
دغه رازدتخییل په باب دا هم ویل کیږي چې هغه ترکیبي اوجادويي ځواب چې ورته مودتخییل نوم ورکړی دی،دمخامخویا توپیرلرونکوځانګړنوپه انډول کیدویاسمون موندلوکې را څرګندیږي.له توپیرسره د ورته والي،له خاص سره دعام،له تصورسره دګروهې،له استازي سره دفرد،له انډول کیدواوسمون موندلوڅخه په زړواوآشنا شیانوکې دنویتوب اوتاندوالي،له احساس څخه ترعاطفې،له زیاتره حالت څخه ترمعمول(نظم)،له زیاتره نظم څخه،له داسې همیشني اودایمي منضبط حکم چې له ژوریا توند اشغال اواحساس سره مل وي اوکله چې طبیعي له مصنوعي سره ګډوي اوهم آهنګ کوي يي؛نوهنردطبیعت،وضع دشرایطوتابع اوزموږله پلوه دشاعرستاینه زموږداشتیاق تابع ګرځوي.(دزیاتومعلوماتوله پاره وګورئ:دهجري یاد،۷۰ مخ)
که دتصوراوتصویرترمنځ پوله ډیره نرۍ ده،نودتخیل اوتخییل ترمنځ هم ډیرنری تارموجود دی.دتصوراوتصویردتوپیرپه برخه کې باید وویل شي چې لومړی دیوڅه په باب ښه تصورکول دي،اوبیا تصویر جوړیږي.شاعر لومړی دیوڅه په باب ښه تصورکوي،بیا له خپلوشعري تجربواوکلماتوڅخه په ګټې اخستنې سره،له هماغه تصورنه تصویرجوړوي.دغه رازدتخیل اوتخییل په باب همدا مطلب صدق کوي.لومړی دیوڅه په باب خیال اوتخیل کیږي اوبیا وروسته له لږکار څخه تخییل ورنه جوړیږي.
دتخیل اوتخییل ډیرنازک سرحد داسې دی چې شاعرپه تخیل باندې کارکوي اوتخییل ورنه جوړوي.دغه رازکه تخیل اوتخییل له تغیر اوتغییر سره پرتله کړو،نوتغیرپه خپله بدلیدواوتغیرکولوته ویل کیږي،اوتغییرارادتآ بدلولوته وايي.ددې استدلال له مخې تخییل ته دشاعرارادي کارویل کیږي اوتصویرته هم باید دشاعرارادي کاروویل شي.
په همدې ډول که دتصوراوتخیل کلمې دتعلم له ويي سره اودتصویراوتخییل کلمات دتعلیم له ویي سره وتلو،نوبرابرې سره خیژي.څنګه چې تعلم زده کولوته وايي اوتعلیم ورزده کولوته ویل کیږي،نوتصوراوتخیل که په لومړي ګام کې زده کول وګڼو،نوپه مقابل کې تصویراوتخییل ورزده کول ګڼلای شو؛ځکه نوویلای شوچې تصوراوتخیل دشاعر زده کول اوتصویراوتخییل یې ورزده کول دي.
ددې خبرې یادول هم ضروري دي چې تصویراوتخییل سره څه نا څه یوه مانا لري اولکه څنګه چې یادونه وشوه د دواړو ارکان یودي اوهغه تشبیه،مجاز،کنایه،استعاره،اسطوره،رمزاونور دي،
دشعري ارزښتونوپه لوړولوکې تخییل ډیر لوړنقش لري.په مخکینیوبحثونوکې وویل شول چې د تخییل کلمه دمحاکات له ويی سره سمه اوبرابره ده اویا داچې دتخییل دکلمې مفهومي سیمه دمحاکات اوتشبیه له ویینوڅخه ارته اومناسبه ده.
دتخییل دپیژند(تعریف) له څیړنې څخه داپایله اخستل کیږي چې تخییل په اصل کې دناورته مفهومونودیووالي څرګندوی دی.تخییل دشعردرامنځ ته کولویاتخلیقولوپه بهیرکې دانسان ایجادي تفکرجوړوي اوهرکله چې له طبیعت څخه،نوم وړي سره ورته اوسره جلامفاهیم اوشیان سره انډول اوسمون مومي،دانسان په ذهن کې دانځورونوپه بڼه رامنځ ته کیږي اوپه پای کې دانسان په ذهني واقعیت باندې بدلیږي اودغه واقعیت دانځورونوپه بڼه دژبې په واسطه دشعرپه نامه بیانیږي.
نودلته دی چې ویلای شو،په خپله شعرتخییل دی.ځکه که په شعرکې تخییل نه وي،شعرنه شو ورته ویلای.کوم لغات چې دشعرپه نامه یودبل په څنګ کې ایښودل کیږي،باید دانځورونواوتخییل درلودونکی وي،پرته له هغو یې دشعرپه نامه نه شویادولای؛نوهمدا یې ځای دی چې وویل شي :
شعریعنې تخییل اوتخییل یعنې شعر.
دلته دا پایله ترلاسه کیږي چې دشعري ارزښتونوپه لوړولوکې دتخییل نقش ډیرلوړاومهم دی.
څنګه چې ښکاره شوه په شعرکې دانځوراوتخییل شته والی،شعرته ژوند وربښي اودشعریت سرحد ته یې رسوي،ځکه نو وایوچې دشعري ارزښتونوپه لوړولوکې تخییل ټاکونکی رول لري.
دشعردپیژند(تعریف)په تاریخ کې یوپیژند داسې راغلی دی چې:شعردوییونو(لغاتو) دواده کولواونږدې کیدلوپایله ده.نوله همدې امله چې وییونه(لغات) یوبل ته نږدې کیږي اوخپلې عاطفي اړیکې سره ټینګوي،نوتازه اونوي انځورونه زیږي اوتخییل رامنځ ته کیږي،اوهمدا انځوراورتخییل دی چې دشعوراړیکې له شي سره ټینګوي.ژان پل سارترویلي دي چې دانځوراوتخییل وییونه کولای شی چې دشعوراړیکه له شي سره وټاکي.په بله وینا انځور اوتخییل په شعورکې دیوه شي دظهورخاص ډول دی اود لغاتوپه نږدې کولواونږدې کیدوکې دتخییل نقش ډیرارزښتناکه دی،که چیرې شاعردوییونودنږدې کولوپه وخت کې له انځوراوتخییل څخه کاروانخلي ،نوبیا به یې شعرنه وي ویلای اودنظم دپیژند له مخې به یې لغات څنګ په څنګ سره ایښي وي،چې دشعریت کړۍ ته نه شي ورنږدې کیدلای.په شعر کې هرکله دانځوراوتخییل پر شته والي باندې ټینګارشوی دی اودشعردپیژند په تاریخ کې په سلوکې اته نوي پیژندونه داسې دي چې په شعرکې دانځوراوتخییل شته والی ډیراړین دی.
اوس اوس ټول په دې پوهیږي چې په شعرکې دانځوراوتخییل شته والی ډیرضرور دی،دا هم ثابته شوې ده چې که په شعرکې ښکلا نه وي،نولوستونکي اواوریدونکي ته هیڅ کله دشعرمنځپانګه ژراوښه نه شي لیږدول کیدلای.اوڅنګه چې دشعرښکلاهمدغه انځورونه اوتخییل دی،دهمدې دلیل له مخې ټینګارکیږي چې په شعرکې دتخییل اوانځورنقش ډیرلوړدی،ځکه چې شاعرله تخییل څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شي دخپل شعرپیام نوروته په ښه شان ورسوي اودهمدې تخییل په مرسته دده شعر دنوروله پاره دمنلووړوګرځي.

مآخذونه:
۱ــ ارسطو،کتاب الشعر،دمولوي محمداسرایل ژباړه،پیښور،۱۹۵۸کال.
۲ــ ارسطووفن شعر،ترجمه عبدالحسن زرین کوب،تهران،چاپ سوم،۱۳۵۲.
۳ــبراهني رضا،کتاب زمان،تهران،۱۳۴۷.
۴ــبینوا عبدالرووف،ادبي فنون،کابل،پښتوټولنه،۱۳۲۶.
۵ــ تڼیوال حکیم،بدیع اوبیان،دکابل عالي دارالمعلمین،کابل،۱۳۵۳کال.
۶ــ جلال الدین اومحمد رفیق،ادبي فنون،کابل پوهنتون،۱۳۶۳کال.
۷ــ رستګاردکتورمنصور،تصویرآفریني درشهنامه،شیراز،۱۳۵۳.
۸ــقویم پوهاند قیوم،فنون ادبي بیان،انتشارات پوهنتون کابل،۱۳۶۱.
۹ــ کد ګني شفیعي محمد رضا،صورخیال درشعرفارسي.
۱۰ــ نوري علآ اسماعیل،صورواسباب درشعرامروزایران.۱۳۴۸.
۱۱ــ همایي جلالالدین،فنون بلاغت وصناعات ادبي،جلد دوم،تهران،۱۳۵۴.
۱۲ــ هیوادمل زلمی(ادیتور)،دهجري یاد(دمقالومجموعه)،دافغانستان دعلومواکادیمي،کابل،۱۳۶۴کال.