فابریکوی صنایعو ته مرستې ولې نه ځانګړې کیږي
28.06.2012 21:20د هیواد د فابریکوی صنایع پراختیا لپاره
بهرنۍ مرستې ولې نه ځانګړې کیږي؟
رېښتیا چې د بې وسۍ او ناچارۍ دې رنګ ورک شې ، دامهال د افغانستان د عادی بودجې څلوېښت سلنه او د پر مختیایې بودجې ټوله برخه د مرستندویانو لخوا تمویلیږي ، چې د مالی مرستو د لګښت ډېرۍ برخه یې د مرستندویانو ( د مرستندویه دولتونو ، ټولنو یا سازمانونو ) د شرایطو پورې تړلی وی . دا شرایط کیدای شی د مرسته کوونکو له خوا د کومو پټو او یا ښکاره موخو اویا هم پر افغان دولت ، د پوره باور نه درلودلو له کبله رامنځ ته شوی وی . خو یو شې چې ښکاره او څرګند دې ، هغه دا چې په هیواد کې د اجیری ، بې کفایته او فاسدې اداری پر ځای یوی سالمی او په مسلکي وړتیا ولاړې اداری کولای شول د خپلو علمی او هر اړخیزو څېړنو او لاسندونو پر بنسټ چې به پکې دلمړیتوب ، اغېزمنتوب او ستراتیژیک هدفونو غوره مطالب او همدا راز د راتلونکې پراختیا او ودی لپاره په واقعیت ولاړو ښکارندو په وړاندې کولو سره به ، د مرستندویه دولتونو او سازمانونو له خوا د کوم منطقی ، پوهنیز او معقول دلیل پرته ، د شرایطو مطرح کولو ته ځای نو وایی پاته شوې . د لیکوال ( زما )په اند تولیدی اقتصاد ته د مرستو د ځانګړی کولو پر ځای لګښتی یا مصرفی اقتصاد ته لمړیتوب ورکونه ، خپله د پټو موخو یو بیلګه بلل کېدای شی . دا ځکه چې افغانستان په وچه کې یو راایسار خو د پنځیزو سر شارو سرچینو د درلودلو له اړخه یو بډای هیواد بلل شوې چې آن د ځینو کورنی او بهرنیو منابعو له قوله د لمړنیو اټکلو پر بنسټ د دری زره ملیاردو ډالرو په ارزښت طبیعی شتمنۍ او زېرمې لری . د همدې کبله بې مسلکه واکمنان ددې پر ځای چې د یو دینامیک ځواک په لټه او یا هم خپله د یو رسمی او مسئول ارګانونو په توګه په ځینو ځانګړو برخو کې د بهرنیو تجروبو نه په استفادې ، د اقتصادی پراختیا او ودې لپاره د بسټیزو تاسیساتو د جوړېدو لپاره ، چې د افغانستان په ځان د بسیا کیدو واټن را لنډ کړلای شي ، د پانګه اچوونکو په توګه د جانواینچرنو یا مختلط کار وبار په ترڅ کې ، لاس په کار شی ، یواځې په خاورو کې پر ډوبو او پټو د طبیعت نه په ورکړل شوو زېر مو په شتون ، چې هغه به هم په یو ډول نه ډول د سپړلو پر مهال د اومو موادو په بڼه د همداسې ادارې په شتون کې د بهرنیانو د خولې خوراک شی ، ویاړ ي . که دا وګڼو چې د دغه یادو زېرمو د راسپړولو له درکه یو څه مالی شونتیاوو ته لاس رسې پېدا کیږی او د راسپړلو په ترڅ کې د تر لاسه شوو موادو پروسس( صنایع ) ته جدی پاملرنه ونه شی دغه ټولې شونتیاوې به په سیند لاهو او د کاني توکو له درکه تر لاسه شوی مالی زېرمې به د بهر څخه د راوړل شوو لګښتي کالیو په قمار کې و بایلل شي.
که اوس مهال د کانی توکو نه په مودرنه ، عصری او پرمختللې تکنالوژۍ سمبالو کارخانو نه ، چې لا تر اوسه نشته ، ګټه پورته کول د مالی بنیې د کمزورتیا او د پوره پانګې د نه شتون له امله ستونزمن کار وی او دولت د پانګونې جوګه نه وي او مافیایی ازاد بازار یې مټې ورتړلی وي ،په کار ده ، چې د داسې تکنالوژۍ کارونې نه ګټه پورته کړی ، چې هم ارزانه او هم حد اقل اومه مواد په نیمکاره واړولې شی او ددغې نیمکاره موادو له لاری په بهرنی مارکیټ کې د یو سیال هیواد په توګه ځان وځلوی . خدای ناخواسته داسی ونه شی ، چې د دولتی واکمنو د کاری او مسلکی وړتیا د کمزورۍ نه ، د افغان ولس په تاوان کومه ناوړه ګټه پورته شی ، چې وایی مال زما خو واک یې د . . . . .
له بده مرغه زمونږ اوسني ملا ماتي چاواکې د شنو ډالر پرته د هیڅ ډول تولیدی سکټور ونو او په تېره بیا صنایع سره نه یواځې اشنایې او علاقه نه لری بلکه د هغوی په وړاندې علاج نه لرونکې الرګي لری . دا ځکه چې په دې وروستیو یولسو کلونو کې ما یوه ورځ هم د کورنی صنعتی تولیداتود پرمختیا او ودې په هکله داسې څه چې د قلم په ژبه یې راوړل وارزي وا نه اورېدل . خو دامې ډېر تر غوګو شوی چې د بهرنیو توکو سره سیالی نه شی کېدای نو باید خپلې موجودی کارخانی هم درول شی ، لکه څنګه چې درول شوی دي .ډېره جالبه ده ، په داسې یو هیواد کې دې ، چې ځوانان یې د کار موندنې په موخه بهرنیو هیوادو ته له خطره ډک سفرونه کوی ، فابرېکې و تړل شي . افغاني صنعتي تولیداتو ته د نه پاملرنې له کبله ، بهرني توکې په ډېر درز سره د سېلاب غوندی د کنټرول پرته ، له ورایه ښکلي خو بې کیفیته ، راروان دی . په داسې یو حالت کې کورنۍ تصدۍ د دولت ځانګړی حمایت او مرستې ته سخته اړتیا لری تر څو د یو لړ مشخصو تدبیرونو نیولو له لاری د هغه توکو چې د هیواد په دننه کې یې د تولیدولو امکان لیدل کیږی ، له بهره یې د راوړلو مخه ډب ، او په دې توګه ورو ورو د صنایع سکټور په ځواکمن کولو سره د هیواد ډیرو ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې د بوختیا زمینه برابره او هم په دې سره د هر وګړی د کورنۍ بودجې بڼه بدله کړای شی . دا چې همدا اوس د هند په پلازمنې دهلي کې د افغانستان په اړه د پانګونې نړیوال کنفرانس چې د هند د صنعتي کنفدراسیون په نوښت پکار اچول شوی او د سیمی هیوادونو تر څنګ پکې د نړۍ د ۲۹ هیوادونو او نړیوالو ټولنو استازی ګډون کوی ، افغان لوری ته په کار ده چې ددغه کنفرانس ګډون کوونکو پاملرنه او توجه د افغانستان صنعتي کیدو خواته راواړوي . پای
په درنښت