د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۲) د شيطان حاکميت

زاهد جلالي 28.06.2012 15:52

يو وار مې غربي رېسټلنګ ته په ډېر تعجب کاته، د دوی وحشيانه وهل ټکول، دا چې مخونه يې تور کړي، په خپلو کاليو يې ليکلي وي (لوی شيطان)، ځينو خپل ټول ځانونو باندې ټاپې ماپې کړې وي او داسې نور عجيب او غريب په کې ووينې او سيلانيان خو په زرهاو کسه ورته راغلي وي، هغه څه سړي ته وريادوي چې له اسلامه مخکې به عربو کول، د انسانانو جنګول او بيا په هغوی قمار وهل، چې هر يو يې وګټي د بل له مالکه به پيسې اخلي. داسې وحيشيانه اعمال چې اسلام ورته د پای ټکی کېښود، د غرب په متمدنه ټولنه کې ليدل کېږي، هغه ځای کې چې د دنيا ښايسته تعميرونه دنګ ولاړ دي، ټکنالوجي خپل وروستي حد ته رسېدلې، د تعجب ځای دا دی چې دوی بيا ځان د دنيا ډېر مهذب خلک هم بولي، شيخ رفاعه رافع طهطاوي چې کله له مصري پوځ سره فرانسې ته لړ، له لومړۍ ورځې يې د فرانسوي ژبې زده کړه پيل کړه، هغه چې په پاريس کې غربي وحشت وليد، څومره ښکلي شعر کې يې تعبير کړ:

أيوجد مثل باريس ديار.... شموس العلم فيها لا تغيب

وليل الكفر ليس له صباح... أما هذا, وخفكم, عجيب؟!

عجبه دقيقه خبره يې کړې، د رفاعه طهطاوي له نظره غرب کې د مادي پرمختګ لمرونه هېڅ کله نه تت کېږي خو د کفر تيارې يې سهار نه لري.

ما چې د غربي رېسټلنګ وحشت وليد همالته مې له فېسبوکي دوستانو سره دا خاطره شريکه کړه:

(يارانو دا څو ورځې د رېستلنګ په ليدو ورځ تېروم. باور وکړئ سل په سلو کې خره دي، هماغه آيت مې ناڅاپي خولې ته راځي (اوليئک کالانعام بل هم اضل) او سر ورته خوځوم چې دا خو ريښتيا له خرو هم بد تره دي، خره خو ښه دي عاجز څاروي دي خپل کار کوي، خپل منځ کې يوه او بل سره داسې ورانى نه کوي!

زه بيا حيران دېته يم چې دوى اسلامي اساساتو ته لکه څلور ښځې کول او داسې نورور ته وحشت وايي، په داسې حال کې چې دا د انسانيت لپاره د حل معقولې لارې دي، تاسې په خداى باور کړئ چې اسلامي اخلاق د دوى په څېر رېسټلنګ يا داسې وحشت په تصور کې هم نه شي راوستلاى دوى بيا ځان مهذب هم بولي، زه خو وايم چې د دوى خرتوب له منځنيو پېړيو اوس لا ډېر زور کې دى، هماغه د عربو د جاهليت کيسې چې خلک به يې په جنګ اچول او دوى به پرې پيسې کېښودې، دوى اوس راتازه کړې.

اسلام خو انسان ته انسانيت ورکړ، بايد ټول يو وار بيا په خپلې مسلمانۍ له الله جل جلاله مننه وکړي.

خبره رانه اوږدېږي، په دې خبره به يې پاى ته ورسوم چې، همدې رېسټلنګ کې چې کله ښځې راميدان ته شي، يا سيلانيانې ليدل کېږي له يوه نري سينه بند او نري نېکره پرته يې ځان کې هېڅ هم نه وي، يعنې دوى ته د بدن له همدغو درې وړو ځايو پرته نور هېڅ څه ښکارول عيب نه ښکاري، تاسو او خداى چې دا دومره خو د څاروي هم پټ وي، د دوى له نېکره خو د څاروي لکۍ ډېره ښه پرده ده.

) خدايه شکر چې مسلمان يم

نه يواځې غربي رېسټلنګ دلته هر څه ممکن دي. څه موده وړاندې خبري رسنيو خبر ورکړ چې د جرمني د خارجه چارو وزير جيدو فسترفيلي له بل سړي سره چې مايکل مرونز نومېږي واده وکړ! دا د غرب مثقف وزير دی، د نورو به څه حال وي؟! له دې عجيبه خو دا ده چې يوې امريکايي ښځې د امريکا په متحده آيالاتو کې له يوه خره سره له دوو کالو مينې وروسته واده وکړ. له سپي او پيشو سره د واده حادثې خو ډېرې دي، دا د غربي پرمختګ نمونې دي.

رسنيو د جين هينک په نامه يوې ډنمارکۍ نجلۍ په اړه اخبرونه خپاره کړل چې خپل مخ باندې عمليات ترسره کړي او له خپل مخ څخه يې د خنځير مخ جوړ کړی دی!

په غرب کې چې څوک له خره سره د واده کيسې واوري دا خو ورته ډېره عادي خبره ښکاري چې لوڅ فلمونه دې آزادانه په بازار کې خرڅې شي، يا دې دا فلمونه هلته ډک شي، خو د تاسف خبره دا ده چې له دغه متمدن! کار نه ځينې شرقي هېوادونه هم متاثر دي او دا مطلقه آزادي چې په اصل کې حيوانيت دی، د بشر فطري حق بولي!

د مطيع الله عابد صاحب هغه سلسه مې په ډېره مينه تعقيبوله چې د (ژوند په امريکا کې) تر نامه لاندې يې د امريکايي ژوند په هکله په کړييز شکل ليکنې کولې. يو وار عابد صاحب ليکلي وو چې که څوک په امريکا کې له چا پوښتنه وکړي چې ساعت څو بجې دی؟ هغوی ورته بد بد ګوري، ځواب نه ورکوي ځکه دوی وايي چې هغه زما وخت ضايع کوي. عابد صاحب بيا دا له پېښور او افغانستان سره مقايسه کوي، وايي که افغانستان يا پېښور کې له چا پوښتنه وکړې چې څو بجې دي؟ که له هغوی سره په لاس کې ساعت هم نه وي، درته وايی چې زما په خيال به دومره بجې وي! مطيع الله عابد صاحب خو اصل کې غواړي امريکايي ټولنه مهذبه ښکاره کړي او زموږ ټولنې ساده، خو اصل کې له دې ليکنې ښکاري چې د امريکا خلک د اخلاقو، همکارۍ او انسانيت په نامه څه نه پېژني او زموږ په ټولنو کې خلک د دغو صفتونو نمونې دي، ځکه خو نه غواړي چې چا ته ووايي ساعت راسره نه شته يا امريکايانو غوندې ورته بد بد وګوري او ووايي چې وخت مې مه ضايع کوه.

د غرب بل وحشت په اړه د دکتور مصطفی محمود خبره داسې حرکتونه شته چې ټول ژوند يې جنسي اړيکو ته خاص دی او ټول فعاليت يې د دې له پاره دی چې د نړۍ خلک د لوڅ ژوند په فلسفې وپوهوي، دوی ادعا کوي چې دوی له جنګه سخته کرکه لري او وايي چې که خلک ټول لوڅ ژوند ولري، انسانان هر څه هېروي او ټوله توجه يې جنسي اړيکو ته اړول کېږي، چې دا په نړۍ کې د سولې د خپراوي ښه وسيله ده! يوګوسلاوي سينمايي کارګر (ماکافيجيف) وايي چې ممکنه نه ده له جنسي آزادۍ پرته په نړۍ کې سوله تامين شي! دېته عقل او منطق وايي!

د دکتور مصطفی محمود خبره؛ غربي تمدن د دجال په څېر دی، دلته هر څه ته په يوه سترګه کتل کېږي، هغه د ماديت سترګه ده، دوی د اخلاقو په نامه څه نه پېژني، هر څه چې ورته تصور کې ورځي هماغه کوي، هو غربي دجال کولی شي په ناګاساکي او هيروشيما کي په يوه دقيقه کې مکمل ښارونه وران کړي، خلک يې وژلی شي، دا ريښتيا دجال دی، دوی ريښتيا هر څه کولی شي، خو ديد يې کمزوری دی، صرف مادي اړخ ويني.

د دغې ټولنې حاکميت ريښتيا د شيطان حاکميت دی، داسې څه په کې اورېدل کېږي چې انسان يې تصور هم نه شي کولی. له خره سره واده، نر له نر سره واده او ښځه له ښځې سره، له سپي، پيشو او نورو حيواناتو سره واده، د انسان له قوارې سپی جوړول د دوی فرهنګ دی.

دا خو اسلام و چې انسان يې اشرف المخلوقات کړ، دا خو اسلام و چې انسان ته يې وروښوده چې حيوان ستا له پاره پيدا شوی، نه د دې له پاره چې ته ورسره واده وکړې. که څوک د دغه شيطاني حاکميت په مقابل کې د اسلام عدل او انساني نظام مطالعه کړي، ولو که څېړونکی مسلمان هم نه وي خو با انصافه وي، په دې به اقرار وکړي چې اسلام ريښتيا هم د انسان له پاره د انسان د انسانيت مطابق لارښوونې کړي.

حسن البصري څومره ښه خبره کړې، وايي که علما نه وو خلک به د څاروو په څېر شوي وو، زه وايم داسې هم مناسبه ده چې ووايو، که اسلام نه و، انسان به د څاروو په څېر شوی و او دا دی موږ وينو چې په غرب کې انسان ريښتيا هم خپل انسانيت له لاسه ورکړی او دا چې زه ووايم په غرب کې انسان څاروی دی، نفس مې قانع نه وي، ځکه څاروي خپل حيثيت پېژندلی خو غربي انسان خپل انسانيت نه دی پېژندلی.

زه دېته حيران يم چې د نړۍ دا وحشي انسانان څنګه ځان مهذب او بشر دوستان بولي او مسلمانان د منځنيو پېړيو جاهلان بولي؟! خو که دوی هر څه ووايي حقيقت ښکاره دی او همدا لامل دی چې نن سبا ډلې ډلې خلک په غرب او نوره غير اسلامي نړۍ کې مسلمانېږي. داسې هم نه ده چې د هغوی ناپوهان مسلمانېږي، بلکې د کليسا واکمنان او نور مهذب شخصيتونه چې غواړي خپل اصل ته وګرځي مسلمانېږي.

دا له مسلمانانو سره د حق اله حقه وعده ده چې راتلونکی د حق دين اسلام دی، دا وحشت ختمېدونکی دی او د اسلام رڼا ځلېدونکې.





--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com