د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی صیب د آزمېښت پرخونړۍ پوله

محمد انور ولید 27.06.2012 01:49

په افغانستان کې له پېړیو را په ایسته  واکمنو د افغانانو له خوښې پرته د  زر ،  زور او تزویر واک او سیاست د پرد یو پرمټ چلولی او واکمني یې کړې ده . خو پوښتنه داده چې دغه ډول واکمن له کومو لارو د واک تر ګدۍ پورې رسېدلی ، او په سلګونو کلونو یې په محکوم ؤلس خپله ناروا واکمني کړې ده ؟ دا هغه پوښتنه ده چې باید ورته ځواب وویل شي .
که ددې پوښتنې د بېخپوره ځواب موند لو په لټه کې شو ، نو لازمه ده چې د پېښو ژورو پایلو ته د اړوندې انګېزې ، اړتیا او هدف ترلاسه کولو په خاطر د علم الیقین په صورت کې  د عقل او منطق په ژبه ، د ژورنالېزم ، سیاست او رغنده منېجمېنټ له اصولو سره سم ورداخل شو ، ترڅو د جوړو ناجوړو دواړه اړخونه  محسوس او د سر په سترګو ووینو ، ویې څېړو ، معقولې او غیر معقولې خواوې یې و ارزوو ، وروسته بیا له خبیرو، مسلکي او پوهو خلکو سره ورباندې د لومړیتوبو نو د غورچاڼ له پاره سلا مشورې وکړو ، یو داسې تجربه کار صالح مد یریت ورته وټاکو چې پر مټ یې د جوړو شوو پلانونو او ستراتیژیو له مخې  مثبت هدف تر لاسه شي .
موږ ددې کار تر سره کولو له پاره لومړی باید د خپلې انګېزې هغو معقولوپوښتنو ته ځیر شو چې د ویښ ضمیر خپلواک مستنطق یې د حال په تصویري او د قال په تاریخي ژبه  د افغاني واکمنې سټې د سیاسي او اداري لارو په اړه راڅخه  پوښتي چې آیا دغه لارې له پېله موجودې وې ؟  که نه خپله افغانانو او یا نورو خلکو جوړې کړې دي ؟  او یا داچې دغه لارې د دواړو د لاس محصول دﺉ ؟ پردغو لارو پلیو افغانانو تګ را تګ کړی ، که یواځې سپاره ور باندې را غلي او تللي دي ؟ که پر دغو لارو یواځې سپاره تلل او را تلل ، نو پلي افغانان چېرې وو ؟ آیا هغوی بیده وو ؟ مړه وو ؟ نه پو هېد ل ؟ او یا په بېوسۍ کې له واکه ایستل شوي وو ؟ او سپروکسانو ته دغه واک چا ور کړی ؤ ؟ آیا دوی د خپل واک د وسیلو چلولو د پخې تجربې داسې لایسنسونه او جوازنامې لرلې چې دوی ته یې د ټولواکمنۍ حق په کې ور کړی ؤ ؟  که چېرې دغه لایسنسونه او جوازنامې د وړتیا له مخې هغوی تر لاسه کړې وي ، نو بیا دغه ملي مسلک ولې میراثي بڼه خپلوله چې که د واکمنې وسیلې ډرېور په خپله مري او یا د بل په لاس وژل کېږي ، نو بچي او لمسي به یې خامخا د واکمنې میراثي وسیلې ډرېوران ، او د کورنۍ نور غړي به یې نګرانان ، کلینران او د وسیلې ملي عایدات به ددوی خپل شخصي ملکیت وي ؟ بله پو ښتنه داده جې د سیاسي تخنیک دغه ډرېوران چې پخه او کچه لاره هم نه ده ور معلومه ، له کومې لارې دې مسلک ته راغلي ؟ آیا دوی د خپل استعداد اوخپلې وړتیا له مخې  د افغانستان د خلکو په غوښتنه راغلي  او که بل چا د زر ، زور او تزویر له لارې  راوستي چې د افغانستان دغه سیاسي واکمنه وسیله یې په اجاره ورکړې ؟  له کومې لارې ؟
که چېرې دغه ډول عناصر د خلکو په غوښتنه او د خپلې وړتیا له لارې د ملت له متن او بطن څخه دې منصب ته را غلی وي ، نو بیا ولې په ټوله نړۍ کې یواځې د آسیا زړه ( افغانستان ) په لس کلنونړیوالو مرستو کې ناروغ پاتې شو ؟ او که  د کوم ګوند ، سمت ، ژبې ، مذهب اود پردو له خوا پر ملت باندې د ناروا معاملو په ترڅ کې د پرد یو د ګټو له پاره ور تپل شوی وي ، نو دا بیا بېل اړخونه لري . ځکه چې دایه له مور څخه مهربانه نه وي . اونه هم  پشۍ د خدای د پاره موږک نیسي . او پردي خود غرضه عناصر د افغانستان د ملت په دردونو او ملي احساس څه خبردي . ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي . آخر د ا هېواد او په دې خاوره کې د واک چلولو حق هم د هغو افغانانو دﺉ چې خپله خاوره ، خپل خلک ، خپل ملي هویت ، خپل عزت او خپله خپلواکي ور باندې ګرانه وي . نه چې ټول ملي او دیني روایات او ارحښتونه د خپلو څوکیو او خپلو ګټو قرباني کړي . اوپه رڼا ورځ ژوندي اوښان په بډه ووهي .  
په اوسنۍ واکواله افغاني اداره کې ښاغلي کرزي ته په ډېر نږدې ټیم کې داسې مرموز لاسونه کارکوي چې سر یې آن د ارګ په کېږدۍ کې له کرزي سره پر یوه بالښت اېښی ، خو پښې یې د واک تر واکمنې کېږدۍ د باندې نوروعاشقانو ته ورایستلې ، او د واک پرعفت له پردو سره پرخپلوعیاشیواو ساعت تېریو لګیا دي . دوی فکر کوي چې ګني څوک  د دوی پر دغه ډول سیاسي همجنس ګرایْیو نه  پوهېږي . خو خبر نه دي چې په اوس زمانه کې  افغانان د مرغانو نر او ښځه په هوا کې هم پېژني . په داسې حال کې چې د هېواد ټول آګاه او پوه ، موافق او مخالف خلک ددغه ټیم ټول هغه ملي ضد ورځني حرکات په محسوسه توګه سره له شواهدو او اسنادو په کلکه څاري . که چېرې خدای مه کړه  سبا کومې ملي او تاریخي ژوبلې  منځته را ځي نو پړه به یې د ښاغلي کرزي ، او دده پر ځانګړي ټیم باندې وي . او د تاریخ قضأ وت او فیصله هم داسې قضأوت او فیصله نه د ه  چې له شبهاتو ډ که د وسیه یې اوسني څارنوالان ترتیب ، او فیصله یې اوسني قاضیان صا دره کړي . بلکي د تارخ پرېکړه او حکم دواړه  پرېکنده برخلیک ټاکونکي دي .
زما غوښتنه شخصاً له کرزي صیب څخه داده چې د خدای په خاطر ! پر خپل ځان ، په دغه خاوره ، ددې خاورې پر بچیانو ، خپلواکۍ او عزت باندې زړه وسوځه . ټول ملت په درنه سترګه در ته وکتل . په غوڅ اکثریت یې څوڅو خپلې رأ یې درکړې . د خپل همدغه غریب ملت په غوښتنه تاسې ددې خاورې قانوني ؤلسمشر جوړشوي یاست . خپل ملت او نړیوال مو تر شا ودرېد ل . ملت قربانۍ ورکړې . د خپل هېواد او خپل نظام په خاطر یې عزت او آبرو تویې شول . داسې ولایت ، داسې ؤلسوالي ، داسې سیمه ، داسې کلی او داسې اداره نه شته چې د غم ، ویراو ماتم ټغر به  د تا تر خپل کور پورې نه وي په کې غوړېدلی . او ماتم کوونکي هم ټول ددې خاورې غریب او بې دفاع هېواد وال دي چې تل په قربانیو ورکولوکې د لومړيتوب حق هغوی ته ورکړشوی ، او د نورو مادي او معنوي ګټو (( واکمنوڅوکیو ، تعلیم ، غټو سوداګریزو قراردادونو ، ګوند او ( ان جي او ) جوړولو او نورو امتیازاتو حق )) ستا د لوړپوړو چارواکو او خاص ټیم  په پچه رسېدلی .
که دا مهال  پر افغانانو باندې د ناروا ماتم له لاسه سیاسي او پوځي شپه را غلې ، خو ور پسې له درغلیو او اداري فساده پاکه ورځ هم را روانه ده . او کېدای شي چې په هغه ورځ به د هغو منقولو او غیر منقولو حساب کتاب هم له اوسنیو چارواکو سره وشي کومې چې په دغه لس کلنه سیاسي او پوځي شپه کې فرصت طلبه حرفوي ماهرینو په غلا په خپله بډه وهلې دي .
خو زما په آند مخکې له دې چې نور خلک له دغو غلو سره حساب کتاب وکړي . باید خپله کرزی صیب له دوی سره حساب کتاب وکړي ، او د ملت غصب کړي مالونه او پیسې ددغو مافیایي ښامارانو له ستوني را وباسي . که کرزی صیب په دې کار لاس پورې کړي ، نو بیا به د ملت هغه خلک هم په تش لاس د ځان په بیه په څنګ کې ور سره ودرېږي او د فاع به یې وکړي ، چې همدا اوس د کرزي د نظام فعال مخالفین ، او سیاسي مشرانو یې د خپلو سیاسي لوبو او معاملو له پاره یرغمل له ځانه سره ساتلي دي .
دا مهال خو داسې ښکاري چې کرزي صیب په خپل لاس خپل ټیم ته تېشه په لاس ورکړې ، او په خپله د خپل نظام پښې ور باندې پرې کوي . که مخه یې و نه نیسي ، ډېر ژر به یې له پښو وغور ځوي . ځکه له بېروني دښمن څخه کورنی دښمن ډېر خطر ناک دﺉ . ځکه بهرنيو غلو هم د کورنیو غلو پر مټ افغان کور لوټ کړی . له همدې امله دغه ټیم تل هڅه کړې چې تر ځان پورته ، لایْق او خوا خوږي وطنپال خلک له کرزي څخه لیرې وساتي ،  له کرزي سره یې اړیکې وشلوي . نه یې ور پرېږدي . او په  ډول ډول چاپلوسانه اشارو او کنایْو سره کرزی ته د هغوی په اړه منفي تصویرونه  او سره څراغونه ورکوي . خو هغوی ځکه دا کار کوي او کړی یې دﺉ  چې که لایق ، مخلص ، با ایمانه او وړ خلک له کرزي سره مخ شي ، نو بیا به هغوی را وغواړي ، او د دغو چاپلوسانو د غلاګانو ویالې به وچې ، او د اقتدار په لوښي کې به ورته ځای پاتې نه شي .
کرزي صیب ته په کار ده چې د خپل حکومت دری ګونو قوواوو، او د تعلیم په اړه معارف او د لوړو زده کړو وزارتونو ته په خطاب کې خپلو کړیو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندي . که نه نو د اقتدار دا بېړۍ یې خپله ور سره نا اهله سپرو کسانو سورۍ کړې ، او ډېر ژر مخ پر ډوبېدو ده . ځکه دا مهال کرزی صیب د آزمېښت پرخونړۍ پوله ولاړ دﺉ .