د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۱) د مرګ خوند

زاهد جلالي 26.06.2012 16:07

اصول الفقه په اسلامي شريعت کې يو له سختو موضوعاتو ده، خو له سختۍ سره خوند هم پکې شته، اول خو په آسانۍ څوک پرې پوهېدی نه شي، بيا که پوه شي، چې څومره په سختۍ درس زده کړی وي، هومره خوند هم ترې اخلي.

دا چې زما پلار اصول الفقه کې تخصص کړی و، زما هم له اصول الفقه سره زښته ډېره مينه ده. شايد له دې پرته مې هم ورسره مينه وه، ځکه چې د اسلامي فقهې اساس اصول الفقه ګڼل کېږي، له همدې امله يې په ډېر شوق لولم، په صنف کې استاذ ته ښه غوږ نيسم او له صنفه بهر هم په کتابتون کې د اصول الفقهې کتابونه لولم.

يوه ورځ استاذ فضل الرحمن د اصول الفقهې درس راکړ، د هغه په درس سم نه پوهېدم، ځکه به تل کتابتون ته تلم او درس به مې ځان سره زده کاوه. دا وار هم د تل په څېر د هغه په درس سم پوه نه شوم، لاړم چې ډوډۍ وخورم او کتابتون ته لاړشم، درس ووايم. د ډوډۍ په اړه راته ورور او د تره زوی وويل چې خپله يې ليليه کې پخوو. ما هم ومنله، هغوی کچالو او هګۍ يوځای پخې کړې وې، زه ډېر وږی وم. ښه مې په ياد دي، دوه نيمې ډوډۍ مې وخوړې، د کاکا زوی خو بيخي لږه وخوړه او مشر ورور برابره. له ډوډۍ وروسته مو چای وڅښه او زه د کتابتون په لور وخوځېدم.

په کتابتون کې مې چې ځان ته وکتل، ګنګس غوندې ښکارېدم، ما ويل ځه لږه به دمه وکړم، بيا به درس ولولم. له دې سره مې په کتابونو سر کېښود، ويده نه شوم، خو ويښ هم نه وم، داسې وم لکه نشه. له ځان سره مې فکر کاوه چې د نشې حالت کې ځکه چرسيان له دنيا بې خبره په خوند کې پراته وي، چې رښتيا ووايم، له دغه حالته مې خوند اخيسته، ځکه مې دا استراحت ډېر اوږد شو، تقريبا نيم ساعت يا څه کم يو ساعت به همداسې په کتابونو پروته وم، بيا مې وويل ترڅو به همداسې پروت وې، پاڅه درس ووايه. په همدې موخه مې سر پورته کړ، ګورم سر مې لوېږي، کنترولوی يې نه شم.

مخامخ مې چې کتل يو ملګری ناست و، زړه کې مې وويل؛ هغه ته ووايه چې که څه مشکل پېښ شي، خو چې متوجه شوم لاس مې هم بې حسه راڅخه وغورځېد، لا يې وارخطا کړم، له ځان سره مې وويل، نه هيچا ته هم نه وايم، ځکه ستوني ته چې متوجه شوم ساه مې تنګېده، ما ويل اوس دې مرض تشخيص کړ، ته مړ کېږې! ځکه چې نفس دې هم سم ښکته پورته کوی نه شې هره دقيقه وروسته به مې ستونی لا تنګېده. ما ويل همدا وخت دی هېڅ څه ګټه نه لري، کلمه ووايه چې د ژوند وروستۍ شېبې دي.

خوښ خو په دې وم چې کلمه مې په خوله راته، ما ويل ترڅو به دلته ناست يې او که دلته دې ساه ووته شايد يوه دوه ورځې درباندې په دې کې تېرې شي چې وروڼه مې خبرېږي نو ښه دا ده چې تر خپلې کوټې ځان ورسوم. همالته له ځايه پورته شوم او د کوټې په لور له کتابتونه ووتم. لاره کې مې سر کلکاوه خو له کوښښ سره به کله نږدې وه چې وغورځم خو بيا به مې ځان ټينګ کړی و، له دنيا بې خبره وم، خو دومره مې يو چا ته پام شو چې ما ته يې حيران-حيران کتل، ښايي هغه زما د سر له غورځېدو او رنګه پوه شوی وي چې په سړي څه شوي.

خوښ په دې وم چې کلمه مې لوسته او خفه په دې وم او تل مې ذهن ته راته چې مرګ سخت بې وخته وخت کې ونيولې، کاش چې يو څه مهلت يې درکړی و، کاش چې خبر کړی يې وې بيا درپسې راغلی و. په کړو ګناهونو سخت پښېمانه شوم او څه د ثواب کارونه چې مې کړي وو، ويل مې کاش چې لږ ډېر مې کړي وو، بيا مې ځان سره وويل؛ ته مړ کېږي، خو دنیا څنګه چې وه هماغسې روانه ده، تا نه په دنيا کې څه اضافه کړل چې خلک ترې استفاده وکړي او نه دې داسې کومه جاريه صدقه کړې چې تر قيامته يې ثواب در ورسي.

رب العالمين ته مې د زړه له کومې توبه ووېسته، خو پوهېدم چې توبه اوس څه ګټه نه لري، څه چې دې کرلي هماغه به رېبې. خدای ته مې ويل دې وخت کې خو توبه څه ګټه نه لري خو يو وار بيا مهلت راکړه چې د ثواب کارونه وکړم، له ګناهونو د ملايکې په څېر ځان پاک وساتم، صرف يو وار بيا مهلت را. خو پوهېدم چې دا هېڅ ګټه نه لري، ځکه الله وايي چې د چا اجل راورسي يوه لحظه هم وروسته او مخکې کېږي نه.

عجب سختې شېبې وې، کله به له خدای سره ارتباط کې شوم، کله به بيا د دنیا فکر وېوړم. کاشکې دې له مور سره يو وار ليدل وشي، راځه ورته ټليفون وکړه چې وروستي وار کې خو ورسره خبرې وکړې، بيا مې ويل نه، هغه د اوچت فشار مرض لري شايد ستا په خبرو کې په هغې کومه حمله راشي، عجب سخت وخت و، لاره رانه ورکه وه، پوهېدم چې ډېر تېز روان وم، فکر مې کاوه چې نور چپه کېږم، له دنیا سره د خدای پامانۍ حالت دی، ژر مې مبايل ته لاس کړ، مشر ورور ته مې زنګ وواهه چې خبر يې کړم دلته يم او جسد مې له دې ځايه ترلاسه کړي، د هغه مبايل بند و. د تره زوی ته مې زنګ وواهه، له خبرو سره مې ورته وويل: (زه مړ کېږم) هغه ډېر وارخطا شو، راته يې وويل څه درباندې شوي، ما ويل کلينيک ته نږدې يم، نور څه نه شم ويلی راشه چې مړ کېږم، هغه په ډېره وارخطايۍ راته وويل: (مه وارخطا کېږه، ذاکر هم همداسې دی).

له دې خبرې سره مې ذهن ته راغله چې نه کېدای شي له مرګه بچ شې، بيا مې ذهن وويل چې عجب حالت دی، دواړه وروڼه په يو وار مړه کېږو! همدې وخت کې مې د تره زوی راورسېد او زه يې ونيولم، راته يې وويل کلينيک ته ځو، هلته له رسېدو سره مې ذاکر وليد چې رنګ يې زېړ شوی، ډ‌اکټر وويل: (سېم کېس) يعنې د دواړو مشکل يو دی عاجل يې پېمز ته ورسوئ.

له دې سره امبولانس ته وختو او پمز ته لاړو، هلته ډاکټرانو له معاينې وروسته ويل چې ډوډۍ پرې بده لګېدلې او د وينې فشار يې ډېر اوچت کړی، سيروم يې راته ولګاوه، د شپې دوه بجې له شفاخانې ووتو، زه او ورور مې يوه بل ته موسکي وو چې عجبه کيسه تېره شوه. د دې حادثې هغه انځور مې يوه هفته داسې ذهن کې و لکه همغه وخت کې چې راباندې تېره شوې وي. بيا مې له رب سره وعدې کولې چې نور به په ژوند کې ګناه ته نږدې نه شم، پاک به اوسم، اطاعت او عبادت به کوم، لنډه دا چې د الهي غوښتنې مطابق به ژوند کوم.

زه او هر انسان بايد د دې غوښتنه ونه کړي چې تل دې ژوندی وي او نه تل ژوند کوم نعمت دی، هميشه ژوند د شيطان غوښتنه وه، هغه څوک چې د رب العالمين امر يې ونه مانه، هغه ته يې وويل چې خلقتني من نار و خلقته من طين؟ همدا ده چې خدای داسې ذليل کړ، له خدايه مو هيله دا ده چې کوم عمر چې يې را ته ټاکلی په هماغه وخت دې رانه روح واخلي، خو په نور دې ايمان، داسې انسان دې وم چې ځان کې صالح او نورو ته دې مصلح وم، داسې مرګ ترې غواړم چې له مړينې سره مې روح د آرامۍ احساس وکړي، بيا نو د خدای ليدو ته تر هر څه ډېر تږی يم. خدايه ته مې ځان ته شرمنده نه کړې!

اوس چې له دې حادثې شاوخوا اته مياشتې شوي، بېرته حالات عادي شول، له خدای سره هغه وعدې هېرې شوي دي، کوم ژوند چې مې له حادثې مخکې لاړه اوس هم هماغسې دوام لري! دا وعده او هر څه مو هېر کړل، عجب بنده ګان يو.

بايد هر انسان ځان د مرګ تريخ حقيقت ته داسې آماده کړي لکه حضرت اسامه رضي الله عنه چې د مرګ په حالت کې وايي، مرګه زما دوسته، پخير راغلې. موږ بايد تل مرګ ته اماده اوسو، داسې چې موږ تل د اله غوښتنو ته به لبيک وايو، که مو داسې وکړ بيا به مرګ ته دوست وايو او په راتلو به يې خوښېږو، په همدې هيله