د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مالمو په ښار کې د دوو وتلو علمي څېرو په وياړ علمي اوادبي غونډه جوړيږي

حبيب الله غمخور 26.06.2012 00:50

 

دښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپواوپښتو ژبې ،تکړه ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمد معصوم هوتک په وياړ علمي غونډه جوړېږي 

په سويډن کې دافغانانوعلمي او فرهنگي مرکز، ددوستۍ فرهنگي ټولنه ، دآريانا کلتوري ټولنه او د اروزگان ملي مهالنۍ خپرونه دنړۍ په گوټ گوټ کې خپلو هيوادوالو ، پوهانو، ليکوالو ، دطبعی علومواوپښتوژبې څېړونکواديبانو او شاعرانو ته خبرورکوی :

موږ سږکال هم دتېرپشان دخپل هيواددعلمي اوادبي څېروددرناوي اوهڅونې په موخه دروان کال دسپتمبر په لومړۍ نېټه دافغانستان د دوعلمی اوادبي شخصيتونو، پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ه اوپدې  برخه کښي وتلی څېړونکي، همدا ډول  پښتو ژبې اوادب دبې اسرې چوپړلاروی ، تکړه ليکوال  ،څېړونکی اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړ درنه اونه هېرتېدونکې غونډه جوړه کړو.

پدې درنه  غونډه کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو ،گرانو زلمو ،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودشعر اوادب مينوالوته دزړه له کومې دگډون بلنه ورکوو.

ددې غونډي نه زموږ هدف دادی چي زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي اوادبی شخصيتونوپه علمی هڅو خبراوله دوي سره له نږدي وگوري .ترڅوپدې وسيله وکولاي سوهغوي دعلوموپه مختليفو برخو کښي  زموږ دهيواددپوهانو اواديبانوله هڅواوزيارنه په خبرېدوسره دغې علمی اوانساني لاري ملي چوپړ ته وهڅوو.

اودبلې خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان  اووياړلې  شخصيتونه  په کاڼو ولی اوپر مرگ ئي بيا دويراوښکی تويوي اوساندي وهی .

زموږله نظره ديوچادرناوی ،عزت اوعلمی چوپړته هڅونه بايد د هغه په ژوند کښي ترسره شې، ترڅودغه شخصيت داخپله احساس کړي چي ملت ئې دعلمی هڅواوزيارپه قدرپوهيږي اودرناوی ئې کوي  .

موږ به ډير زيات خوښ شوکه تاسو زموږ سره پدې درنه علمی اوادبی غونډه کي چې زموږ دهيواد ددې وتلو پوهانوپه وياړ جوړېږي د گډون بلنه ومنئ .

که چيري راتگ مودکومو ورځنيو کاري بوختياوو له مخې ناشونۍ وي  هيله مند يو چي ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه  ليکنې  زموږ په برېښنا پته  راولېږی .

ستاسو راتگ اوفعال گډون ته سترگې په لاريو .

داړېکو لپاره دتليفون شمېره :0046(0)736511569

برېښنا پته : ghamkhor@hotmail.com

 

 


 

د محمدمعصوم هوتک لنډه پېژندنه

محمد معصوم هوتك  د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاگل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى . لومړنۍ دينی زده كړې يې دخپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي .

په ١٣٤٦ ش کال دکندهارله ميرويس ليسې څخه فارغ سو اولومړی ئې  دکابل پوهنتون دحقوقوپه پوهنځي کي درس پيل کړ، بيا د کابل پوليتخنيک وساختماني څانګي ته تبديل سو، د دغه پوهنځي په دوهم ټولګي کي ناروغ سو،چي ناروغۍ ئي شاوخوادوه کاله دوام وکړ  . دوه کاله وروسته د کندهارعالي دارالمعلين ته شامل اود ساينس له څانګي څخه فارغ اوتر هغه وروسته دکابل پوهنتون دساينس پوهنځي دريم ټولګي ته دشامليدو چانس واخيست . خوکورني مشکلاتو پرېنښود چي تحصيل ته ادامه ورکړي . په ١٣٥٣ش کال د کندهار په مشرقي ليسه کي دښوونکي په توګه مقررسو . په ١٣٥٨ش کال د کابل انصاري ليسې ته تبديل سواوتر١٣٦٠ش کال پوري يې هورې د تدريس وظيفه سرته رسوله او پرڅنګ يې د اطلاعاتو اوکلتوررياست دباخترآژانس په پښتوڅانګه کي دبالمقطع اجيرپه توګه کارکاوه چي بياوروسته په (١٣٦٦ش) په دغه څانګه کي درسمي غړي په  توګه کار پيل کړ .په باختر آژانس کي يې دکار په جريان کي د ارواښادپوهاند علامه رشادپه لارښوونه دسهارله خوادکابل پوهنتون دادبياتوپوهنځی تعقيبوله اودماپښين له خوايې په اژانس کي کارکاوه .

په ١٣٦٦ ش کال دکابل پوهنتون دژبواوادبياتوپوهنځي له پښتوڅانګي څخه فارغ سو . دپوهنتون د علمي شورا دفيصلې له مخي په علمي کدرکي شامل اودادبياتوپوهنځي ته داستاد په توګه معرفي سو. معصوم هوتک وايي دوخت واکمنو ورته بيوروکراتيک مشکلات پېښ کړل اودتقررمخه يې ونيوله . په ماموريت کي دعادي دندي داجرا په دوام کښي ترڅلرمي رتبې ورسېد .

ديوې پوښتنې په جواب کښیي وايي : پښتوشعرمي لومړی وارپه ١٣٤٤ش کال په طلوع افغان اخبارکي خپورسوی دئ خومنظم مي تعقيب کړی نه دئ اوکله کله خوداسي هم پېښه سوې ده چي څوکاله مي يو فرد ترخولې نه دئ وتلئ .

 په ١٣٦٨ ش کال له هيواده مهاجراوله ۱۳۷۱ش کال راهيسي دکاناډا د په ټورنټوپه ښارکي له خپلي کورنۍ سره  اوسي . دوه زامن (ذکي او اتل) او دوې لوڼي (کوچۍ او تنکۍ) لرم

ديادولووړده چي ښاغلي مُصوم هوتک په افغانستان اوتر افغانستان بيرون دنړۍ په مختليفو هيوادونوکښي په علمي کنفرانسونواوسمينارونوکښي برخه اخيستي اوپه يوشمير هغو غونډوکچې دده په وياړ جوړي سوې دغونډودکوربه اونور وعلمي اوفرهن گی ټولنولخوا ستايل سوی دی .

تراوسه يې دغه لاندي آثارچاپ سوي دي  :

١ / سرامني اوښکي (شعري مجموعه) دچاپ کال ١٣٦٩ ش  کراچي

۲.پاشلي ويناوي ــ د مولوي صالح محمد هوتک ـــ سريزه اوحاشيې ــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي (يادونه : مولوي صالح محمدهوتک زما د مور پلار دئ)

 ۳.د ميرزاحنان بارکزي دېوان ــ سريزه ــ سمون اولغتنامه اوخطاطي ــ ١٣٧٠ ل = ١٩٩١ ز. کراچي

 ۴.پوخ کاڼی ــ پټه خزانه يوواقعيت دئ ـــ ١٣٧٥ ل کال  . ټورنټو

 ۵.احمدشاهي کندهار ـــ لومړی چاپ ـــ ١٣٧٥ ل  کال  . ټورنټو

 ۶.ميرزاعبدالودودهوتک ـــ ١٣٧٧ ل  کال  . صحاف نشراتي موسسه

 ۷.پښتني قبيلې اوروايتي شجرې ــــ ١٣٧٩ ش کال . دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني

۸ .احمد شاهی کندهار –  دوهم ټوک چاپ ــــ ١٣۸۵ ش کال دعلامه رشاد خپرندويه ټولنه

 ۹.سل بگړۍ يوپوړنۍ – دهوتکو ملي ،روحاني ،علمی ،ادبی اوټولنيزي څېړنې ۱۳۸۴ش کال دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني 

١٠.  روڼې شپې  (شعري مجموعه ) ١٣٨٤ ش کويټه

١١ . دپولادي اميرترسيوري لاندي  فرانک مارتين (پښتوژباړه ) ، ١٣٨٣ ش کال دافغانستان دکلتوري ودې

ټولنه ، جرمني

١٢ . احمدشاهي کندهار  دوهم چاپ  ١٣٨٣ ش ، دعلامه رشادخپرندويه ولنه ، کندهار

١٣ . درنه کورنۍ دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ ،دعلامه حبيبي څېړنومرکز، کابل  ٢٠٠٣ ع

١٤.   شين ستري مستخدمين په افغانستان کي  ١٣٨٥ ش،کويټه

١٥ . ښکاراوکندهار ـــ ١٣٨٢ ش کال،کويټه

١٦ . بحرالعلوم  ددوست محمد خټک ( لومړی ټوک)سريزه ،تحشيه  ١٣٨٣ ش کويټه

١٧.   دملااميرد وان  سريزه ، ترتيب ، تحشيه  دکندهارمجلې  ضميمه چاپ

١٨ . ميرويس نيکه-  دارواښادعبدالروف بينوا،سريزه ، تحشيه اوله سره کتنه  دافغانستان دکلتوري ودې

ټولنه ، جرمني

ناچاپ اثار

 ۱.د لوی احمد شاه بابا دېوان ـــ دڅوخطي اوچاپي نسخوله مخي ـــ سريزه ـــ سمون اولغتنامه

 ۲.د هوتکونوميالي

 ۳.د بې ادبه ادب څېړنه

 ۴.پرتليزکليز ــ دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه

 ۵.د غره ود وره ( ژوندپېښي )

 ۶.کچکول ـــ دمقالومجموعه ــ ۴ ټوکه

۷.  کندهاري سرداران

۸ .  انتالوجي ( دافغانستان دپښتنو، تاجکو، ازبکو، ترکمنواوبلووشاعرانوتذکره  زرمخه   

۹. دمخلص کندهاري دکلام لغوي ز يرمه

۱۰.   ساندي ( مرثيې)

١۱  . تتمه البيان دسيدجمالدين افغان-  سريزه ، تحشيه، ترچاپ لاندي .

١۲. دکندهارياداښتونه (دوه ټوکه)  دعلامه رشاد،  ترتيب ، سريزه اوبشپړ وني ، ترچاپ لاندي.

۱۳.صاحبزاده  عمرجان

۱۴.  دشمس الدين کاکړ دې وان  سريزه،  تصحيح ، لمنليکونه ، لغتنامه

۱۵.  دلويديځي لهجې لغتونه

 

 


 

د پوهانددوکتورخیرمحمد ماموند لنډه پېژندنه

خیر محمد ماموند د محترم مظلوم خان ځوی پر ۱۳۲۱ هجري کال د کونړ ولایت د مرکز اړوند د تېشې په کلي کې زېږېدلې دی .

نوموړی پر ۱۳۲۷ کال د کونړ ولایت دمرکز ( اسعد اباد ) په لمړني ښونځي کې شامل او پر ۱۳۳۳ کال له دغه ښوونځي څخه د فارغېدووروسته په کابل کې د ابن سینا د منځني ښونځي په اوم ټولګي کې شامل او پر ۱۳۳۶ کال د دغه ښونځي د نهم ټولګي څخه د فارغېدو وروسته دکابل دارالمعلمین په لسم ټولګي کې شامل شوی دی .

دکابل دارالمعلمین د هغه وخت د مقرراتوسره سم خیر محمد ماموند د یولسم ټولګي دنمرو پر اساس دمشرقي ولایت د ممتاز شاګرد په توګه دهیواد دنورو۱۸  ولایتونه  چي هغه وخت دافغانستان په ملکي وېش کښې ۱۸ ولايتونه وه دممتازوشاګردانو ((اتلسو تنو )) سره یوځای د کابل دارالمعلمین دفاکولتې د څانګې په دولسم ټولګي کې شامل او پر ۱۳۳۹ کال د کابل دارالمعلمین له دولسم ټولګي څخه د فارغېدو وروسته پر د۱۳۴۰ ل کال دوری په مياشت  د کابل پوهنتون د طبیعي علومو په پوهنځي کې د کیمیا او بیالوژي په څانګه کې شامل شوی اوپه ۱۳۴۳ کال  دجدي په مياشت کي له دغه پوهنتون څخه د فارغېدو وروسته په کابل کې د ښونکو د روزنې په اکادمۍ کې د طبیعي علومو د متخصص سره د کونتر پارت په توګه مقررشوی دی .ماموند د ښونکو د روزنې په اکادمۍ کې ۱۳۴۴/ ۱۳۴۶- ) دیونسکو د ځانګړي درسي پروګرام سره سم د کیمیا ، بیالوژي ، او فزیک د مضمونونو د تدریس تر څنګ د لسم ټولګي کیمیا، یولسم ټولګي فزیک ، دولسم ټولګي کیمیا اود دولسم ټولګي د بیالوژي کتابونه لیکلي دي . خیر محمد ماموند پر ۱۳۴۶ کال د ځانګړي کانکور امتحان له لارې د کابل پولیتخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې اسستانت( نامزد پوهیالی )مقررشوی او پر ۱۳۴۸ کال د کابل پوهنتون لخوا د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره شوروي اتحاد ته استول شوی دی . ښاغلي ماموند د شوروي اتحاد د خارکوف په دولتي پوهنتون کې ۱۳۵۱  کال د ماسترۍ دیپلوم اخستی اوبیایې پر۱۳۵۴ کال د ډاکترۍ PhD دتېزس څخه دفاع کړې اود همدغه کال د میزان په میاشت کې خپل هیواد ته راستون او بیر ته د کابل پولیتخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې استاد په توگه مقررشو .

پوهانددوکتور خیرمحمد ماموندد۱۳۴۶  /۱۳۷۱  کلونوپه موده کې د کابل پولیتخنیک د عمومي کیمیا د دیپارتمنت په سپارښتنه د عمومي او غیر عضوي کیمیا او فزیکي کیمیا په مضمونونو کې(( ۸ )) درسي کتابونه لیکلي دي اوهم یې دفزیکي کیمیا اوعمومي کیمیا مضمون تدریس کړی او په دې برخه کې یې د کابل پولیتخنیک او کابل پوهنتون د کیمیا په دیپارتمنتونو کې د فزیکي کیما په برخه کې د علمي څېړنو لارښونه کړی ده چې د دې علمي څېړنو نتایج د کابل پولیتخنیک او کابل پوهنتون په علمي مجلوکې چاپ شوي دي . پوهاند دوکتورخیرمحمد ماموند پر ۱۳۶۴ کال د پوهاندۍ علمي رتبې ته اوپر ۱۳۷۰ کال د ماموریت  فوق رتبې ته ترفېع کړیده. خیرمحمد ماموند پر ۱۳۵۷ کال د کابل پولیتخنیک پوهنتو ن رئیس مقررشوی او پر۱۳۵۸  کال د جدي د میاشتې پر شپږمه نېټه پر افغانستان  باندې د شوروي دیرغل سره په هیوادکې درامنځته شویو شرایطو سره دتضاد په وجه یې ددغه پوهنتون د ریاست له مقام څخه په خپله خوښه استعفی کړی ده . دشوروي اتحاد دعلوموداکادمۍ او ددغه هیواد د پوهنتونو په علمي مجلوکې د چاپ شویوعلمي مقالو په ګډون د پو هاند دوکتور خیرمحمد ماموند ۳۸  عنوانه علمي اثار چاپ شوي دي چې له دغې ډلې څخه اتلس عنوانه درسي کتابونولست لاندې ستاسو دپوهاوی لپاره وړاندي کوو .

هیله ده چې په نژدې راتلونکی کې د فزیکي کیمیا (( ۳ ))په نوم درسي کتاب هم د ګران  هیوادتحصلې موسسو خدمت ته وړاندې شي .

خیرمحمد ماموند پر ۱۳۴۴کال د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند غړی شوی ، او پر ۱۳۵۸ کال د جدی پر شپږمه پر افغانستان د شوروي د یرغل وروسته  پوهاند خيرمحمد ماموند له دغه ګوند سره په خپله خوښه اړیکي پریکړي دي .اوتراوسه دکوم سياسي سازمان غړېتوب نلري . پوهاند دوکتور خیرمحمد ماموند پر ۱۳۷۱  کال داستادبرهان الدین رباني دحکمرانۍ پر مهال دسياسي اوټولنيز اړدوړ په پايله کښي د خپل خوږ هیواد پرېښودوته اړشوی اودخپلې کورنۍ سره د پاکستان راول پنډۍ ښارته کډه شوې اوپه  ۱۹۹۷ کال په پای کې له پاکستان څخه اروپا ته کډه شوی اوتر نن ورځې پورې دهالینډکې دخپلې کورنۍ سره دکډوالی شپې او ورځې سباکوي  .

نوموړۍ درې زامن اودرې لوڼې لري چي په کار ،تعليم اوتحصيل مصروف دی .

د پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند چاپ شوي کتابونه :

۱- افغانستان د یرغلونو په لار کې .هالینډ اتریخت ۲۰۱۱ کال .

۲- الکترولیتي محلولونه او الکترو کیمیا هالینډ اتریخت  ۲۰۰۹ کال .

۳- فزیکی کیمیا((۲)) د الکتروکیمیا لنډکورس. هالینډ اتریخت ۲۰۰۸ کال

۴- دکیمیا قاموس . هالینډ اتریخت ۲۰۰۷ کال

۵- فزیکي کیمیا (( ۱)) هالینډ اتریخت ۲۰۰۵ کال .

۶-  عمومي کیمیا . هالینډ اتریخت  ۲۰۰۲  کال

۷- کیمیای عمومي وغیرعضوي .س.لیسنیاک،خیرمحمد ماموند..... دکابل پولیتخنیک کابل ۱۳۶۴کال .

۸ - کیمیای فزیکي ) کارهای لابراتواري(.خیرمحمدماموند.پولیتخنیک کابل ۱۳۶۲ کال .

۹- فزیکي کیمیا)پوښتنې اوحل شوي مثالونه(خیرمحمدماموندپولیتخنیک کابل ۱۳۶۱ کال .

۱۰- کیمیای فزیکي)ممددرسي برای محصلان تکنالوژي کیمیا(انستیتیوت پولیتخنیک کابل۱۳۵۹ کال .

۱۱- کیمیای عمومي وغېرعضوي )کارهای لابراتواری (کوڅیپن،خیرمحمد ماموند ... انسیتیوت پولیتخنیک کابل ۱۱۳۴۸ کال .

۱۲- کیمیای عمومي وغیر عضوی . کوڅیپن،خیرمحمد ماموند .... انستیتوت پولیتخنیک کابل ۱۳۴۷ کال .

۱۳-  کیمیای عمومی وغیر عضوی(( ۱)) )ژباړه(خیرمحمد ماموند...مسکو ۱۳۶۶ کال.

۱۴-  کیمیای عمومی وغیرعضوی ((۲)))ژباړه ) خیرمحمد ماموند....مسکو ۱۳۶۶ کال .

.........................................................................................

۱۵-  ددولسم ټولګي .کیمیا خیرمحمد ماموند.دښونکی دروزنې اکادمي کابل ۱۳۴۵کا ل .

۱۶-  ددولسم ټولګي بیالوژي . خیرمحمد ماموند . دښونکی د روزنې اکادمي کابل ۱۳۴۵

۱۷- دیولسم ټولګي فزیک خیرمحمد ماموند دښونکی د روزنې اکادمي کابل ۱۳۴۴ کال .

۱۸- دلسم ټولګي کیمیا . خیرمحمد ماموند دښونکي د روزنې اکادمي کابل ۱۳۴۴ کال .

۱۹ - دچاپ لپاره اماده د فزیکي کیمیا (( ۳)) پوم کتاب دی چي ډير ژربه دچاپ لپاره اماده سي .