د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انځور،تخیل اوتخییل څه شی دي؟

پوهندوی آصف بهاند 17.06.2012 13:38

 لومړۍ برخه

انځور اوتخیل :
په دې برخه کې به لومړی دانځوراوتخیل په باب وغږیږم،بیا به دتخییل پرتاریخ اوتعریف باندې رڼا واچوم او وروسته به دتخیل اوتخییل توپیرونه په نښه کړم.
کله چې موږدانځوریا شعري انځورونوپه باب خبرې کوو،په کار ده چې دشعریوڅوپیژنونه(تعریفونه)هم وړاندې کړوڅوله دې لارې نه انځوراوتخیل ښه روښانه کړای شو.
دشعر دپیژند(تعریف) په باب له ډیروپخوا زمانوڅخه  بیلابیل نظریات وړاندې شوي دي اوپوهان په دې برخه کې تراوسه کومې کډې پایلې ته نه دي رسیدلي،خوپه دې برخه کې ډیری څیړونکي سره په یوه نظردي چې شعردانسانانوترټولوپخوانۍ رامنځ ته شوې هنري پدیده ده اولومړنۍ نښې نښانې یې هغوسندرو او آوازونوته رسیږي،چې لومړنیوانسانانوبه د کارپه لړکې له هغونه ګټه اخستله.
ډیری ادب څیړونکي اوشعرپوهان په دې عقیده دي چې شعرمخیله وینا ده.انګلیسي کره کتونکی اوشاعر«شللي» ویلي دي:
« ... شعرمخیله وینا ده،اوتخیل دپیدایښت له پیل نه د بني آدم له شعوري ځانګړتیاووڅخه ګڼل کیږي.په بله وینا:دشعرپیدایښت،دانسانانوله پیدایښت سره یوځای شوی دی،»(ادب مجله،دکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځي خپرونه،۱۳۵۶کال،لومړۍ کڼه،۱۹۹مخ.)
کرستوفرکارول په دې برخه کې ویلي دي:
« که هره ټولنه په پام کې ونیسواودهنري نوښتونوتاریخ یې وڅیړو،شعربه یې هماغه پخوانۍ رامنځ ته شوې هنري پدیده وي.»(ادب(مجله)،۱۳۵۶کال،۱۹۹مخ.)
دشعردلرغونوالي په برخه کې  ی . ا . هاوزر نومي پوه ویلي دي:
« شعردذهن دښکلاخوښونې له لومړنیوفعالیتونوڅخه دی.»(ی.ا.هاوزر،ګستره ومحدوده جامعه شناسي،هنروادبیات،ص ۷۹.)
په دې ډول لیدل کیږي چې دشعردلرغونوالي په برخه کې دډیرونظر سره یودی،خودشعرد پیژند،موخې رسالت اودندوپه برخوکې بیا سره په یوه نظرنه دي.
دنړۍ په بیلابیلو سیموکې دشعرله پاره دپیړیوپه اوږدوکې بیلابیلوخلکودخپلوایدیالوژیو،آزمیښتونواوپوهې له مخې راز، رازموخې،نومونې،تعبیرونه اوماناوې رامنځ ته کړې دي.افلاطون دخپلونظریاتوپه ترڅ کې،شعرته دیوې لاهوتي ورکړې اوالهام په سترګه کتلي اوویلي یې دي:
« شاعردتفکراوتآمل له مخې شعر نه وایي،بلکې دمیوز رب النوع خپلې خبرې موږته دشاعرانوله خولې اوروي.کله چې شاعران شعروایي،نودوی په خپل عادي حالت کې نه وي،بلکې دشاتوله فوارې څخه.چې دهنردآلهې په باغونوکې فوارې کوي،خپلې خوږې سندرې راټولوي اودجذبې په حالت کې یې زموږغوږونوته رسوي،نوشعردهنردآلهې اختراع ده ... » (محمدصدیق روهي «دپښتومعاصرادبیات»،په کابل پوهنتون کې دماسترۍ دپروګرام له پاره دلکچرونومجموعه،۱۳۶۳کال،۹ ــ ۱۰ مخونه.)
ارسطوبیا ویلي دي چې:«دشعرهدف،دخلکودکړووړوننداره ده.» (لطف علي صورتګر،سخن سنجي،تهران،۱۳۴۱ص ۵۹.)
آلماني فیلسوف،امانویل کانت دشعرپه باب ویلي دي:
« شعرله دې کبله چې دزړه له هیلوسره،دڅیزونوله ښکاره بڼې سره منطبق دی،نودزړه هوسايي اودذهن دسپیڅلتیا سبب کیږي.» ( سخن سنجي،۱۱۷مخ)
دشلمې پیړۍ سترفیلسوف،ژان پل سارتردشعرپه باب ویلي دي:
« دشعرحکم دانځورګرۍ،مجسمه جوړونې اوآهنګ جوړونې حکم دی.په شعرکې وییونه(لغات) دبل څه مانا او دنده نه لري،بلکې د((شي)) په توګه منل کیږي.(رضا براهني،طلادرمس،کتاب زمان،۱۳۴۷،۱۵مخ)
رضابراهني شعر داسې راپیژني:
« شعر دانسان اوطبیعت دیوازیتوب په باغونوکې شورانګیزه،پاکه اوله انځورونوډکه ګډا ده.شعرد ویونو(لغتونو)په واسط دشیانوپه منځ کې په ګډا سرکیدل دي.»(سخن سنجي،۲۶مخ)
ځینې بیا شعر دهغې وینا غونډ(مجموعه) ته وايي چې دواقعیت،احساس اوتخیل هغه موزونه غوټه وي چې دیوټولنیزمطلب درلودونکی وي...(راعي،نظریات ادبي،کابل پوهنتون،۱۳۵۸کال،۱۰۷مخ)
ویلیام وردز ورت وایي چې:
« شعرپه آهنګ لرونکي ډول سره دتوندواحساساتواوعواطفوکورنۍ بڼه ده»(تیراثر،تیر مخ)
هغه څوک چې په شعرکې دموسیقي اصل ته په درنه سترګه ګوري،په دې نظردي چې:« شعربل شی نه دی،پرته له موسیقي نه... شعر موسیقي ته رسیدلې وینا ده.»(ډاکتر محمد رضا شفیعي کد ګني،موسیقی شعر،۱۳۶۸کال،۲۹۳مخ)
څوک چې په شعرکې رواني مسایلوته ارزښت ورکويوايي چې:شعردتمبول شوو عقدو څرګندونه ده. اوځینې بیا په دې عقیده دي چې:
شعرداولسونوګډ غږیا کورس دي.
اوس به راشوانځورته.که دشعرپیژند(تعریف) ته ښه پام وشي،نودشعرله بیلابیلوتعریفونوڅخه دا پایله ترلاسه کیږي:
 شاعرهڅه کوي چې یوناپیژندل شوي هیوادته سفروکړي، دناپیژندل شویواړیکوپه باب وغږیږي،هغه وپیژني اورابرسیره یې کړي؛ځکه نوځینې کسان دانځورپیژند یا تعریف داسې وړاندې کوي:
انځورهغه څه دی چې په شعرکې د دوو څیزونوداړیکوپه باب رامنځ ته کیږي،دا پروسه په هرډول چې وي،انځورنومول کیږي.کله چې وینو،وییونه(لغتونه)سره نښلي،پييل کیږي اوعاطفي تړون سره کوي،نو نوی انځور زیږي.اودغه انځورونه بیا بیلابیلې ځانګړنې لري،چې دتشبیه د اداتوپه مرسته دیوه فکرله عیني کیدوسره مرسته کوي.
الیزابت درو لیکي:
« عیني انځورونه یا تشبیه،د دوو یا څوڅیزونوترمنځ ورته والی ښکاره کوي ... استعاره په شعرکې ډیر ژورعمل کوي ... استعاره حسي انځور دی،هغه حسي انځورچې قوي حسي،ذهني اوعاطفي خواووې لري.دغه حسی انځورونه نوردتشبیه له اداتوڅخه کارنه اخلي،بلکې له هغه انډول څخه په ګټې اخیستنې چې دانځورونو عیني اوذهني خواوې لري ــ بریالی کیږي ــ چې دعینیت پرلوري دخوځون په حال کې زموږحسي بریاوې هم وړاندې کړي.»(اسماعیل نوری علا،صور واسباب درشعرامروز ایران،۵۶مخ)
دانځورپه باب دنظریاتوپه لړکې جورج والي په  ښکاره لیکي، کله چې شاعرله کارنه پاتې کیږي اونور  شعرنه وايي،زما په نظردا علت لري،چې نور نوانځورونه له جوړیدوڅخه پاتې شوي دي اودحافظې له چینې څخه نه راوزي،په بله ژبه زموږتخیل خپله پته اولومړنۍ سرچینه له لاسه ورکړې ده.
کله چې شعرتردې کچې پورې دشاعرپه تخیل اوانځور جوړونې پورې تړلی دی،نوپه ټینګه ویلای شوچې شعردیوې نوې اړیکې رابرسیره کول او اوچتید ل دي،دیوه خام فکر روزل دي اودغه کاردوییونو(لغاتو)دنژدې کیدلوله لارې دعاطفې په ګډون سره ښه ترسره کیدای شي.
باید پاملرنه وکړوچې ددغسې فکر روزل اواوچتیدل ټاکلي بریدونه لري چې نه شوکولای له هغو څخه سرغړونه وکړو.په دې لاره کې لومړی برید دادی چې دانځورراوړل اوله وییونوسره یې یوځای کول،په هرډول چې وي،باید دیوې اړتیا له مخې ترسره شي.ډیر خلک چې په خپل سردشعرپه ویلواخته وي،داسې فکرکوچې که چیرې له عادي وییونوڅخه شعرجوړکړي،نوښه شعربه یې ویلی وي،په داسې حال کې چې په شعرکې دانځورونو راوړل ډیراړین اوضروري کار ګڼل کیږي.
دانځورجوړولولومړنی اصل دادی چې شاعرله خپلوآزمیښتونواوذهني انځورونوڅخه په ګټې اخستنې،دهغه ادراک په مقابل کې چې دی یې له یوه ټولنیزذهني اوعام څیزڅخه لري،یوجزيي،عیني اوځانګړی څیز ږدي.په بله وینا شاعردخپل خا م فکردروزلوپه بهیرکې هڅه کوي نوي وسایل پیدا کړي اودهغوله لارې خپل فکر نورو ته ورسوي؛نوله دې کبله شعرد انځورونوپه درلودلوسره،له یوپیاوړي تمثیلي(سمبولیک) اړخ څخه برخمن دی.دا له دې کبله چې په شعرکې هرويی(لغت)،هرعبارت اوهره جمله دیوه ټولنیز،ذهني اوعام څیزبرخه ګرځیدلې اوځانګړې شوې بڼه یې ده،چې دهغې ښکارندويي کوي اوشاعربیا په دې بهیرکې ځانګړی رول لري.په عادي مفاهیمواوله طبیعت سره دانسان دژوند په اړیکو کې،یا له طبیعت سره دطبیعت په اړیکوکې دشاعردذهن تصرف له اره ددغواړیکوپروړاندې دده دویښیدوپایله ده،اودشاعر ذهن یوازینی ذهن دی چې کولای شي ددغواړیکوداحساساتوپه وخت کې راویښ شي،ترډیرو لروځایونوپورې رسیدلای شي اودا اړیکې ډیرې پراخیدلای شي؛حتی دطبیعت په کچه اودبشري فرهنګ په کچه.
دانسان دژوند هره برخه دطبیعت له یوې برخې سره په څوډوله پیوند اواړیکې لري اوله دغو پیوندونواواړیکوڅخه کله کله شاعریوپیوند اویوه اړیکه احساسوي اودهغې پروړاندې راویښیږي،هڅه کوي اودخپل ویښوالي پایله موږته دانځورونوپه مرسته راښیي.شعردشاعردهمدغوهاندونواوهڅوپایله ګڼل کیږي چې دانځورونویوغونډ یې هم بللای شو.
ځینې خلک دڅیرې،خیا ل اوانځورنومونه داروپايي ایما ژ(image) د ويي پروړاندې کاروي.دغه ډله خلک استدلال کوي:
«هغه څه چې اروپايی کره کتونکي ایما ژ(image)بولي،په حقیقت کې دهنري څرګندونودامکاناتوغونډ دی چې په شعرکې رامخته کیږي اود تشبیه ګانو،استعارو،مجازي اسنادو،کنایواوذهني انځورونود وړاندې کولوډول دی.له دې کبله موږدانځوراوخیال نومونه،دانګریزي ایماژ(image)پروړاندې غوره کړې ده.»(دکترمصوررستګار،تصویرآفریني درشهنامه فردوسي،۱۳۵۳،ص:ب )
دانځورجاج اوپیژند نورهم کیدای شي وپلټل شي اودهغه په ترڅ کې کیدای شي چې دانځوربشپړپیژند ترلاسه شي.له بده مرغه چې زموږپه ادبیاتوکې دانځورداسې تعریف چې دښکلاپیژندنې پراساساتوډډه ولګوي،نه دی وړاندې شوی،اوداسې هم شوي دي چې په شعرونوکې انځورپه نظرکې نه دی نیول شوی؛خواوس باید دغه کارته ټینګه پاملرنه وشي،ځکه چې اوسنی شعردانځورونوشعردی،له همدې امله دغه پیژند یا تعریف دانځوردیوه پیژند په توګه وړاندې کیږي،کیدای شي دځینودقناعت وړوګرځي:
په یوه ټاکلي ټکي کې د وییونو(لغاتو) په وسیله،له دوونړیوڅخه،د دووسره ناورته څیزونوغوټه کولوته انځورویل کیږي.دغه دوه یا څوڅیزونه ښايي عاطفي یا فکري ظرفیتونه ولري اود دود له مخې په بیلابیلو وختونواوځایونوپورې اړه ولري،چې دانځورپه وسیله یوه ځای ته سره راټولیږي.
دانخورجوړولوځواک دتخیل ډیره غوره برخه ده.دتخیل ځواک یا هغه شوراوهیجان چې احساسي څیزونه اوبیلابیل آزمیښتونه چې په بیلابیلووختونواوځایونوپورې اړه لري،په یوه ځانګړې شیبه کې یودبل ترڅنګه سره اودي اویوله بل سره یې برابروي اوپه یوه ناپایه شیبه اومحدود ځای کې،یوپراخ ډګرانځوروي او وړاندې کوي یې.دتخیل ځواک له طبیعـت څخه دانسان ادراک دی،چې په بیلابیلوډولونویې ورڅخه اخیستنې کړې دي.
تخیل نیغ په نیغه له حافظې څخه توومنه اخلي.تخیل کله کله دحافظې زماني تداوم ساتي اوکله کله بیا دحافظې هرڅه سره ګډوډوي،چې دانځورونوپه مرسته دغه ګډوډې شوې برخې بیرته یودبل څنګ کې کیږدي اویوه فکري اوعاطفي کړۍ رامنځ ته کړي،له دې کبله ویلای شوچې دانځور جوړونې ځواک هماغه دتخیل ځواک دی.(رضا براهني،طلادرمس،۱۳۴۷ ،۷۶ــ۷۷ مخونه)
انځور داسې یوټولنیزاوهراړخیز ويی دی چې دهرډول تشبیه،هرډول استعارې،هرډول سمبول اوهرډول اسطورې مفهوم رسولای شي.په لنډ ډول ویلای شوچې تشبیه اواستعاره دواړه انځورونه دي.تشبیه اواستعاره په شعرکې ډیرارزښت لري،ان تردې چې له تشبیه اواستعارې څخه پرته،شعر،شعر نه دی.
ویل کیږي چې تشبیه اواستعاره  هغه څیزونه دي چې دهغـوپه وسیلې سره ځینې څیزونه پیوندیدای شي.ددې ترڅنګه داسې نظرهم شته چې: تشبیه دانځورونو یوځای کول یا اودل دي.
انځوردانسان اوطبیعت ترمنځ داړیکو څرګندوی دی.دانځورله لارې د ذ‌هني او رواني غوټوپه پرانستلولاس پورې کیږي.رضا براهني په «طلا درمس» کې دانځوردبحث په لړکې په دې ټینګارکوي چې انځورونه داستوګنې چاپیریال ته اړتیا لري چې ښه ټینګ شي او ژوند وکړي؛نوپه یوه شعرکې لومړی باید دانځورله پاره داسې چاپیریال ولروچې دهغه له پاره داستوکنې وړ وي اودغه انځوراودهغه داوسیدوچاپیریال باید له یوبل سره سازګاري ولري.که چیرې دشعردرامنځ ته کیدوپه شیبه کې شعرپه درست ډول درک شوی وي،نوانځوراودهغه داوسیدودچاپیریال ترمنځ به کوم تناقض نه وي.
په دې ډول په انځورکې له بهرني اړخه وییونه اوله دننني پلوه احساسات اواندونه نورهم سره ټینګیږي اوبیلابیل حا لتونه سره یوځای کیږي؛نوله دې کبله دانځوراغیزدشعردنوروبرخوپه پرتله پرلوستونکوباندې ډیردی.په همدې لړکې رضا براهني دانځورپه باب زیاتوي:
په شعرکې صفتونه کیدای شي په دوو ډولونو وویشل شي:مجرد صفات،عیني صفات. دمجردوصفتونوپه برخه کې باید وویل شی چې مجرد صفتونه حتی کله کله کولای شي چې دشعرډیرتیاره ګوټونه رڼا کړي،خوداسې هم کیدای شي چې دشعرعیني ځواک لږکړي.شاعر باید مجردوصفاتوته عینیت ورکړي،یا ددغوصفتونوله کارولوڅخه ډډه وکړي اوداسې صفتونه وکاروي چې له یوه عیني څیز څخه سرچینه اخلي.عیني صفتونه کله کله کولای شي چې انځورونه هم وړاندې کړي.انځورتل هڅه کوي چې شعرد درک اولمس وړشي.دعیني صفتونوپه منځ کې تل کولای شوچې دتشبیه اواستعارې روح پیدا کړو.پردې برسیره په عیني صفتونوکې ننداریز(نمایشي) خوا ډیره محدوده ده.
مجرد صفتونه دشعر،شعاري ځواک کموي،عیني صفتونه باید درښتیني انځورټولې ځانګړنې ولري.عیني صفتونه باید له خپلې ښکلاسره،ښه منځپانګه هم ولري.ښه شعر عیني صفتونواوعیني انځورونوته اړتیا لري،وصفي شعرله طبیعت څخه دانسان هغه اخیستنه اوپیلامه ده چې دی په کې ژوند کوي.(دزیاتومعلوماتوله پاره وګورئ:طلادرمس،۸۶ــ ۸۷ مخونه)
دانځورپه باب دپاسنیوخبروپه پایله کې ویلای شوچې انځور دشعربنسټیزرکن دی اوشعرته هنرمندانه رنګ ورکوي اوپه پای کې ویلای شوچې انځوردشعري ژوند اوج دی اودشعرهنري جوهرله انځورونوڅخه جوړیږي.
دبیان دپیژندونو(تعریفونو) په باب چې کوم مطالب په بیلابیلوکتابونوکې راغلي دي،دمفهوم له مخې ټول سره ورته دي.دغه راز په بیلابیلو برخوباندې دبیان ویش هم څه نا څه ورته والی اوتوپیرونه سره لري.دلته به دهغوڅیړونکوکارونوته نظروکړوچې له دودیزو نوموونوسره سم یې دانځوردډولونوله پاره کوموبرخوته سیده نغوته(اشاره) کړې ده:
استاد عبدالروف بینوا په «ادبي فنون» نومي اثرکې،بیان پر دغوبرخوباندې ویشي:
 تشبیه،مجاز،کنایه.(ادبي فنون۱۳۲۶،۲۲مخ)
دبیان دغه درې ګونې برخې بیا په خپل وارسره په جلا جلاڅانګواوبرخوباندې ویشي چې هره برخه یې دیوه جلا انځورښکارندویي کولای شي.
په استاد بینوا پسې ،ځینونورولیکوالوداستاد دغه ویش په تکراري ډول را اخیستی دی په دې توپیر چې کنایه یې وراضافه کړې ده اوپه  بیان کې یې تشبیه،حقیقت اومجاز،استعاره اوکنایه راوستي دي.
کوم درسي نوټ چې ددارالمعلمینونوله پاره د « بدیع اوبیان» ترنامه لاندې په ۱۳۵۳کال کې دپوهنې وزارت له خوا خپورشوی دی،هلته هم دبیان دعلم له پاره دغه درې ګونې برخې په نښه شوي دي:
تشبیه،مجاز،کنایه.(بدیع اوبیان،دکابل عالي دارالمعلمین،۱۳۵۳ ،۲۴مخ)
اوبیا هره برخه په جلا جلا څانګو ویشل شوې ده چې بیا هم هره یوه برخه یې دانځوردیوډول په نامه نومولای شو.
دکابل پوهنتون ژبواوادبیاتوپوهنځي دپښتوڅانګې له خوا د « ادبي فنون » ترسرلیک لاندې یودرسي کتاب خپورشوی،هلته هم دبیان له پاره دغه درې برخې ښودل شوې دي:
 تشبیه،کنایه،مجاز.(ادبي فنون،کابل پوهنتون،۱۳۶۳ ،امخ)
خوپه ځینونورومنابعوکې دبیان علم ته نورې څانګې اوپاڼې هم ورنښلول شوي دي.جلال الدین همایي په « فنون بلاغت وصناعات ادبي » نومي اثرکې دانځور ددغوډولونو نومونه راوړي دي:
تشبیه،حقیقت اومجاز،استعاره،کنایه. (فنون بلاغت وصناعات ادبي،۲۲۷ مخ)
شفیعی کد ګني بیا دبیان ډولونه لږڅه زیات ښيي او په دغوبرخوباندې یې ویشي:
تشبیه،مجاز،استعاره،اغراق اومبالغه،کنایه،تشخیص،اسطوره.(صورخیال درشعرفارسي،۴۷مخ)
پوهاند قیوم قویم په « فنون ادبي بیان » نومي اثرکې دبیان له پا ره دغه برخې په نښه کړي دي: کنایه،مجازواستعاره اوتشبیه.( فنون ادبي،۴۹ مخ)
که چیرې دا ویش په نظرکې ونیول شي چې دمحاکات په دایره کې تشبیه اواستعاره راشي،نوانځوردوه ډولونه لري:تشبیه اواستعاره.اوکه بیا دغه دمحاکات کلمه دارسطوپه شان دمیمس په ډول وکارول شي چې په تشبیه اوکله بیا پرتخييل اړول شوې ده،بیا هم انځوردغه دوه ډولونه لري؛خوخبره داسئ نه ده،بلکې زموږدادبیاتوله نوموونوسره سم نورډولونه هم په کې راتلای شي.یونظرداسې دی چې انځوردغه ډولونه لري:
تشبیه،استعاره،اغراق(مبالغه) کنایه،تشخیص،مجاز اواسطوره. بل نظربیا داسې دی چې دانځورپه ډولونوکې دغه برخې راتلای شي:
تشبیه،استعاره،کنایه،ابهام،جناس،طباق،تلازم،تمثیل،مبالغه،اسطوره اوسمبولونه.
دانځورډولونه کیدای شي له دې نه هم زیات وښودل شي،ځکه په شعرکې په هرنامه چې وي،دانځوراوتخیل راوړل دانځوریوډول شمیرل کیږي.دلته دانځور په بلابیلوډولونودپوهانونظریات راوړل شول،خوپه کانکریټ ډول دانځوردډولونوپه باب حکم نه شي کیدای.