د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

«و» او زورکی (°)په پښتو لیکنه کي:

محمدسرور وکيلي 12.06.2012 21:59

«و» په عمومه توګه په پښتو ژبه کي د پښتو عربي او پاړسي په ګډه «الپوبي» کي، چي ټول (۱۹) توري لري ۱۶م توری دی او د فونېم (Phneme) له مخه پر دوه ډوله دی. لکه: بې ږغه (Consonant) (و) او ږغلرونکی (Vowel) «و». بې ږغه «و» تر ډېره ځایه د تورو په سرکي راځي. لکه: ویل، واوره، وکړه او دغسي نور. په منځ کي د تورو هم راځي، چي ځیني مهال لیکل کېږي؛ خو ویل کېږي نه. لکه: ګونګ، لونګ(دحمام ټوکر) او ځیني مهال ویل کېږي. لکه: سوی، سونګ، لونګ (توري دانې، نبات) او دغسي نور.
اوبل یې ږغلرونکی (Vowel) «و» دی، چي په لیکنګ او وینګ کي یې ږغ بدلون مومي اوتر اوسه پوري لاهم ټوله لیکنه په یو ډول «و»کېږي. چي دغه یو ډول لیکنګ څه ستونزه رامنځ ته کړې ده. په پښتو لیکنه کي درې ډوله ږغلرونکي«واوونه» پېژنو. لکه: لومړی:- معروف(څرګند) یا لنډ «و»، دوېم:- مجهول (پټ) یا اوږد«و»، درېم:- ملین(نرم) یا همزه والا «ؤ».
لومړه:- څرګند یا لنډ «و»چي په منځ او په پای کي د ګړو راځي او دمخ د توري ږغ یې لکه په پېښ سره او ډک دروند ویل کېږي. لکه په منځ کي دتورو: سور(soor)؛ لور(loor)؛ تربور(Tarboor)؛ ګور(goor)؛ پور(poor)؛ تنور(tanoor)؛ نور(noor). دتورو په پای کي لکه: کندو(Kandoo)؛ تالو(Taloo)؛ لټو(ltoo)؛ ګټو(gatoo)؛ شفتالو(Shaftaloo)؛ الو(Aloo) اودغسي نور دغه «و» څرنګه چي لیدل کېږي دمخ توری یې دروند اولنډ اداکېږي نو ښه به داوي،چي ودغه «و»ته د فونېتیک (phonetic) له مخه لنډ «و» ووایو او د ګرافیم (grapheme) له مخه یې سترګوالا «و» وبولو یاني لنډ سترګوالا «و» وبلل سي.
دوېم:- مجهول یا اوږد «و» دغه «و» په ویلو کي خپل د مخ توری اوږده وي او دعـربي سپک پېښ په ډول ږغ ورکوي. لکه: په منځ کي دتورو چي راځي . مور(Mor)؛ خور(Chor)؛ لور(Lor)؛ ټول(tol)؛ زور(zor)؛ کور(Kor)؛ تور(tor)؛ تول(tol)؛ نور(nor)؛ سکور(Skor)؛ او په پای کي د ګـړو لکه: زانګو(Zango)؛ هو(ho)؛ مړو(mro)؛ ښارو(sharo)؛ ورو(wro)؛ لرګو(Largo) او دغسي نور. دغه «و» څرنګه چي خپل د مخ توری د فونېتیک (phonetic) له مخه اوږد وي نو باید چي ورته اوږد «و» وویل سي او د ګرافیم (grapheme) له مخه ورته بې سترګي (و) ووایو یاني اوږد بې سترګي « و ».
درېم:- ملین یا همزه والا «ؤ»، دغه «ؤ» د «او» (Au) ږغ ورکوي، چي د مخ توری يې روښانه په زوَرّ سره او نرم ویل کېږي. په پای کي د تورو لکه: کـنډؤ(Kandau)؛ لؤ(lau)؛ پلؤ(Palau)؛ ګرؤ(grau)؛ اؤ(au)؛ نؤ«زهوب او نم »(Nau)؛ سؤ«پوجي»(sau)؛ غؤغؤ«دسپي غپا»(ghau ghau)؛ یؤ(yau)؛ په منځ کي لکه: ځؤر«تکلیف»(zaur)؛ خؤرې(Chaure ) او داسي نور. د دغه «ؤ» دمخ توری روښانه او نرم ویل کېږ د فونېتیک (phonetic) له مخه ورته نرم «ؤ» او د ګرافیم (grapheme) له مخه ورته همزه والا «ؤ» وویل سي. یاني نرم همزه والا «ؤ» یې وبولو. نوبه د دغو درې واړو «واوونو» شکل په لیکنه کي ښکاره وي او په وینګ کي به هم ستونزه نه وي. او د دغو درې «واوونو» د ډېر نومانو څخه دي هم ډډه وسي؛ دا ځکه چي لوستونکي په تشویش کي اچوي،چي اوس نو دا کوم «واو» دی. یوازي د «واو» دهغه نامه څخه کار واخستل سي،چي د «واو» ږغ او شکل ښېي. دساري په توګه: اوږد سترګوالا (واو). لکه: ( لور) او (مور). نرم همزه ولا (واو). لکه: (کـنډؤ) او (لؤ). لنډ بې سترګي (واو). لکه: (سور) او (تنور). څرنګه چي مو د (واوونو) توپير د ږغ او د شکل له خوا وپېژانده؛ نو کېدای سي،چي د(سور) مانا رنګ او (سور) مانا «بر» توپیر وسي. د (لور) او د (لور) توپېر وسي. دلته چي ګورو دشکل له مخي یو (واو) سترګوالا او بل یې بې سترګي دی. کې په ږغ هم وپوهیږو نو په لوستولو کي یې هم خبره ډېره اسانه کېږي.(نو) چي اړتوری دی او (نؤ) چي «زهوب یا نم» ته وایي هم یې توپیر وینو.اوس یې دواړه په جمله کي ګورو: (زه چي کور ته ولاړم؛ «نو» ته راغلې.) (ډاکتر مي د لاس خوږ وليد،چي «نؤ» یې کړي وه؛ نو یې راته پرې وی.)
او دغسي هم «زورکی» دی، چي په لیکنګ کي یې نښه نسته. ځینو پوهانو وړوکې دایره بللې؛ خو ځینو بیا د«زورکې» نوم یاد کړی خو په لیکنه کي یې د نښي هیڅ یادونه هم نه ده کړې. خو زما وړاندیز دادی، چي «زورکی» په یوه وړوکې دایرې «°» سره، چي پر هغه توري چي «زورکی» غواړي ولیکل سي. دغه علامه په کومپیوتر کي سته کېداسي، چي کار ځیني واخستل سي. دغه بېلګي به وګورو. د «خر» مؤنث (خره) ده، چي دغه ګړه په زوَرّ ویل کېږي او جمع یې (خـرْه) دي، چي په «زورکي» ویل کېږي،چي د «ر» پر سر «زوکی» راځي څرنګه چي په لیکنه کي «زورکی» هم ښکاري. بله بېلګه: «شل» مانا ګوډ او «شْـل» شمېر دی (۲۰) ته وایي. بل: «غوټه» په اوبو سر ننه ایستل او بل یې«غوټـْه» ده، چي دوه تارونه سره ټینګ وتړي. دغه ګیردې نښه د کومپیوټر کیبورډ ( Computer-Keyboard ) د «ض» د توري سره یو ځای ده، کله چي کلیک (کښېکښول) سي اوتومات یې د توري پر سر لیکي؛ نو هیڅ ستونزه نسته. دا یو وړاندیز دی و ښاغلو ژبپوهانو، ژورنالیستانو، لیکوالانو او ادیبانو ته او د دوغو ښاغلو نظر غوښتنه غواړم.
په پای کي وایم ژوندی،سرلوړي اوبریالی دي وي زما بې اتفاقه پښتون!

لیکونکی محمد سرور وکیلي
اخځونه:
۱:- Wikipedia,the free encyclopedia
۲:- پښتوګرامر جز اول پوهاند صدیق الله «رښتین» ۳۰ او ۳۱ مخونه
۳:- پښتو ژبښود محمدسرور وکیلي ۵ او ۸ مخمونه