د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پخواني شعرکې ابهام اواظهار

نقيب احمدعزيزي 11.06.2012 12:44

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

پخوانو شاعرانو به له ابهام او اظهار دواړو څخه په کثرت کار اخيست، يعني هغه څه چې په شعر کې به يې په پټه او رمزي توګه وړاندي کول غوښتل، همداسې کېدل.
په پخوا زمانه کې چې انځوريزو او غږيزو رسنيو ښه وده نه درلوده خلک به خاص پر کاغذ ليکل شوې ليکنې ته ځير ؤ، نو که به شاعر ابهام ، ايهام، تلميح، معما او يا داسې نور صنتونه کارولي ؤ خلکو په ارام زړه او سړه سينه لټه کوله چې هغه کشف کړي، خو اوس خبره لږ بل ډول شوېده.
نړۍ ورځ په ورځ د مشغوليت لور ته روانه ده، اوس خلکوته هغه هنر ډېر ښه ښکاري چې مطلب ورڅخه ژر او په نوې بڼه واخلي، په نوې بڼه دا معنا چې په نوي ترکيب کې.
د تصنع په تياره کې د احساس نغاړل بې ضرورته او بې ګټې کار دی، موږ په ورځنيو خبرو اترو کې هم هغه خبره خوښوو چې متکلم يې سره ونه پېچي، او که داسې کوي موږ ورته وايو چې سپينه مامه دينه يې را ته وکړه.
په پخواني شعر کې ځينې داسې بېلګې شته چې روښانوول يې وخت نيسي او مهمه هم نه وه چې يوه عادي خبره دې دومره پټه شوې وای، د عادي خبرې پټوول ښايي په لوی لاس له لوستونکي يا اورېدونکي سره ظلم وي، يونس خيبري چې د رحمان بابا(رح) د مړينې نېټه بيان کړې وه داسې ده:
له رحمان فيض ياب عبدالرحمان شو
چې له دې سرايه په نوي سرای مهمان شو
که څه هم د دې معما را ايستنه به ډېرو ته آسانه وي خو ډېرو ته ګرانه هم ده. ابهام لفظي وي که معنوي، ډېر کله د لوستونکي او مطلب تر منځ يو ډول خنډ ګرځي.
ما يو وخت انځورونه رسموول ، يوه ورځ مې کوچنی ورور راسره ناست ؤ ما يو نارينه تصوير جوړاؤ، لمړی مې يې د سر ويښتان ور جوړول ، دی ډېر ټينګ ورته متوجه شوی ؤ خو پوه نه شو چې څه ليکم، په خشکه يې راته وويل ته څه شی جوړوې؟شاعر يا ليکوال که د ليکنې پيل يا په ليکنه کې نور ځينې ټکي ګونګ راولي نو دا به يې په لوی لاس لوستونکی له لاسه ورکړی وي.
د ليکنې د ناکامي دوه عمومي علتونه کليشه شوي عبارات او د ابهام استعمال دی، استاد غضنفر کليشه شوې خبرې د ساده افکارو زېږنده بولي او د خبرو د لاسي پېچلو طرز ته تصنع او ځان ښوودنه ويل شوې ده.
پنځونې ته د هنريت له ليده دوه پړاونه ورکولی شو: مطلب به دومره ګونګ نه وي چې سړی ورباندې و نه پوهېږي. عبارت به دومره ساده او کليشه نه وي چې د کار خبره هم بېکاره راته ښکاره شي.
داسې به هم نه کوو چې لوړ قد لرونکي ته انتن وايو او د ټيټې ونې خاوند مېخ بولو. په نظمونو او نثرونو کې د ابهام او اظهار مثال هم داسې دی، هنر بايد د تعادل په اساس ولاړ وي.
په ليکنو کې اظهار څه دی؟
-آيا شوخه خبره کول دي؟
- آيا ساده او کليشه خبره کول؟
-آيا د ليکوال په اړه شخصي معلوماتو ته اظهار وايو؟
دې پوښتنو ته که ستاسو ځواب مثبت وي نو غلطي مو کړې، داسې نه ده او نه هم د ددې خبرو پټولو ته ابهام ويل کېږي؛ بلکې د مساوات په حدودو کې افراط او تفريط دی. دغه دوې خبرې اصلاً په الهامي شعر کې نه وي او يا کمې وي ځکه کله کله د شعر د ليکنې په وخت کې د شعر تخنيکونه کارول د هنريت وجود ته زيان وي، په نثري ليکنه کې هم چې قياسي کرکټر او پر موضوع برلاسی ولرو نو ډېر به داسې نه کېږي. زموږ د دې خبرې معنا دا نه ده چې پخوانۍ شاعري په الهام بنا نه وه، دا د اوس وخت خبره ده مخکي مو د وخت د ډېروالي خبره کړې وه، خو اوس که داسې کېږي نو شاعري به مو د وچ زور وي او ليکوالي به مو بې پيغامه او بې موضوع وي. ابهام هغه دی چې لوستونکی پرې پوه نه شي(چې د پنځوني هنري خوند له منځه ځي). اظهار له لوستونکي سره خواخوږي او د هغه ژر پوهول دي(چې د پنځونې هنري خوند را منځ ته کېږي). ليکوال يا شاعر بايد فکر ونه کړي چې د لوستونکي يا اورېدونکي پوهول په ساده يا کليشه شوې جملو پورې تړاو لري.
د شعر د ښکلا نمک الهام،هنريت،تغزل،نوښت او شاعرانه طبعه ده.

په ښايست کې د رنګونو دُخل مه شه
د ښکلا نمک چې ولري جمال شي
همدا راز که په کيسه يا ناول کې کرکټر خيالي، د کيسې پای نامعلوم، منظرکشي سملاسي، عبارات ډېر زاړه، موضوع تکراري او د پيغام نشتوالی وجود ولري نو لاس به ورڅخه پرېمنځو، دا ټول هغه ټکي دي چې يا لوستونکی ورسره دلچسپي نه شي موندلای او يا يې مطلب رسونه کاميابه نه وي.
که د چا په ليکنو کې خبرې پټې، مصنوعي او مغلقې راغلې وي شايد لوستونکی پرې شکمن شي.
يو وخت مې يو ماشوم وليد راته ويل يې چې ځان ته خورا ډېر نکلونه وراچوي. موږ که ليکنه لوستونکو ته کوو؛نو هغه د چا خبره ولې د زړه مدعا نه ورکوو؟او که وايو چې ژبې، د افکارو انتقال او اروايي ارامتيا ته خدمت کوو، نو مهارت يې ولې هېروو؟ که مهارت پکې وکارول شي نو پنځونه عملي رول ځکه لوبولی شي چې اثر يې زياتېږي او که ځان ته يې کوو نو ضرورت څه دی چې خپل فکر پخپله په ځان تپو. خو که خاص د ګونګتيا له ډاره ساده خبرې کوو نو بيا هم ليکنه بې مالګې ښکاري، ښه مطلب اخيستنه پخپله اظهار دی.
له دې بيتونو ډېر ښه مفهوم اخيستلای شو:
زه يو دم دا ستا له غمه بې غم نه يم
بې غم ستا له ذکر و فکره يو دم نه يم
که دا ستا د ښکلي مخ عاشقان ډېر دي
زه په ټولو کې اول يم دويم نه يم
(رحمان بابا)
يا دا: هسې تله کاندي وګور ته ياران ژر ژر
لکه لَو د پاخه کښت کړي دهقان ژر ژر
هسې ژر ژر دا شېرين عمر تېرېږي
لکه بحر چې بهېږي روان ژر ژر
هسې ژر ژر خوځول د بڼو نه دی
لکه درومي له جهانه رحمان ژر ژر
(رحمان بابا)
خوله مې غوښته له نګارې را يې نه کړه
په فرياد او په چغارې رايې نه کړه
(خوشال بابا)
د دې پورته بيتونو په پرتله ښايي يو څوک له دې لاندې بيتونو څخه جوته او د ليکوال د زړه معنا ښه يا ژر وانه خيستلای شي، چې د دا ليکني يا ليکوال خواخوږي نه شو بللای.
ابهام او د خبرو پېچل يوازې په توريو کې نه دی بلکې معنوي اړخ يې هم پراخ دی:

په مودو مودو مې عمر په سجدو لمونځونو تېر کړ
نتيجه يې بس مرګی او تور لحد رانه چاپېر کړ

په والله چې له جنته به شم ستون
که ښکنځل پکې وا نه ورم د پښتون
(غني خان)
«««««»»»»»
چې لاس پورې شي پر مخ( (د د ګلبدن
له غيرته يې خال پرېوزي په لمن
(مجيد)