د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دموردورځی په مناسبت دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزاو ددوستی فرهنگی ټولنې پیغام

حبيب الله غمخور 11.06.2012 05:06

 

روزمادر رابه همه مادران قهرمان افغان  مبارک باد

نېکمرغه دې وي د موروياړلې ورځ

 

دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي

 بسم الله الرحمن الرحيم

دهيوادپياوړواو قهرمانوخويند اوميندو!

تر هر څه وړاندي تاسو اوپه  نړۍ کښې ترستم لاندې اوزوريدلوميندواوخونيدو ته دمور دتاريخي ورځې درارسېدوله امله  دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي اودرناوی  وړاندې کوواوتاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو.

وياړ په تا اي غيرتی مور ې !

روز پر میمنت مادر این نماد مهربانی وعطوفت رابه تمام مادران بزرګوار ورنجديده مهین درسراسر ی جهان تبریک وتهنیت ګفته ارزو ی صحت ،سلا متی وبهروزي به همه مادرا ن عزیز تمنا داریم .

زموږ په هيوادکې دنهولسېزوراپدې دجوزا پر ۲۴ دموردورځې په مناسبت غو نډي جوړېږي ،مگر داسي وخت هم راغلی کله چې تنظيمونه اوبنسټپالې ډلي واک ته ورسېدلې دا ورځ چي مور ته ددرناوي دورځې په نامه ډالی سوې وه ، لمانځل ئي قدغن سوه اوگناه کبيره وبلل سول .دمور دورځې يادافغانستان له کال هنداري نه پاکه شول . هيچا دښځې دحق او آزادۍ ،دمور دمقام اودرناوي خبره پرخوله نشوه راوړاي . رښتيا خودادي چي ددغې ورځې لمانځنه له هغې لومړۍ ورځې بياتر ننه پوري تشريفاتي بڼه درلوده .کله چې به هغه وخت هم چاروا کودښځودحقوقواوهغوي ته په ټولنيز ژوندکې دنارينه سره دبرابراوفعال گډون خبرې کولې،ښځي به حيراني پاته شوې چې دا چارواکي څه پرتي وايي، په عمل کې ښځو درناوی نه پېژاند اونه ئې احساس کړی دي .

اغلو!

 که دبشري ټولنې تير تاريخ ته نظرواچووداسي ولس به ونه موندل شي چې مورته دقدراودرناوي په سترگه ونه گوري . مگر په رسمي اوعام ډول دا(( ۱۰۵)) کاله کېږي دنړئ په ټولوهيوادونوکې دموردورځی په نامه دهغې دزحمتونو اوتلاښونو قدرداني کيږي ،کوم چې مور دخپل ماشوم دلويولو اوروزلو په لارکې ګاللي دي .

د۲۰۰۱ کال راپدې خواچې په افغانستان کې دطالبانو رژيم نسکوراو ښاغلی کرزي ته دولتي واک وسپارل شو،دښځودحق خبري يوځل بيا ددولتي چارواکوپرخولې سوې،داسي ښودل کېږې چې گواکې ښځوته حق ورکړل سوئ اولاهم نور ددوي حقوقوته پاملرنه کيږي . مگر متاسفانه همدااوس هم دنړيوالي ټولني اوزموږ پتمنوخونيدو اوميندو دغولوني لپاره هر چېرې اوهره ورځ دښځو دحقوقوددفاع،هغوی ته دهيواد په سياسي،اقتصادي،اجتماعي اوفرهنگي ژوندکي دفعال او برابرگډون خبري اوتبليغات کيږي،خوپه عمل کي بيا زموږ ميندي اوخويندي ترهرچازيات په ډيرو بدواوزړه بوږنوونکو شرايطو کي ژوندکوي . زموږله بېوزله ، مجبورواوکړېدلو ميندو څخه سوکاله ژونداوخوښی،اقتصادي اوټولنيزو ستونزو اونا امنیوله ځان سره وړي دي .له بدمرغه په ډله ايزورسنيو،دولتي کارونواونوروټولنيزوسازمانوکښي دکاراوفعال گډون په وړاندي دښځودحقوقوددرناوی خلاف دهمدې دولتي چارواکواوپرونيو فتواگرولخواپاټکونه جوړېږاودمنځنيوپېړيو دمنسوخي اونړيوالوته دنه منلوکړنې پر افغانه موراوخور رواگڼل کيږي .  

دشرم خبره خولاداهم ده چي داپاټکونه پداسي بڼه اعلانېږي چي دټولونړيوالو نورمونوخلاف دانسان حق اومقام ته پکښي سپکاوی سوی وي .

ددې ټولنيزو ناخوالوتر څنگ دې څوخلسيزودقدرت پر سرجگړې تر بل هر چاافغانه مور په سره تناره کښي سېځلې اوکړ ولې ده. همدې لعنتی جگړې له دې نه دژوندملگری،لور اوزوي اخيستۍ اودائې دژوندله ټولوهغونعمتونونه حرومه کړې کوم چي ديوه انسان حق دی .

په دې تېرودريولسيزوکي داسي ورځ نه ده ماښام سوې چې دافغاني مورچېغه دې آسمان ته نه وی پورته سوې اوترسترگودې اوښکي نه وي څڅېدلي ،که دااوښکي راټوخولې سوی وايي اوس به دريابونه ترې جوړسوی واي .

اوداسي ورځ نسته چې په هغې کښې دې دې پتمي موراوخورته سپکاوی نه وي شوی اويادې ددې پر انساني حقوقواويا عزت تيرئ نه وي شوئ .

داسې ورځ نه ده تېره شوې چې څوميندې دې پکې بورې نشي اودخپل زړه دټوټې اوياژونددملگرې زنې دې نه وي تړلې .

 له يوې خوا ئې مذهبي سوداگرداسلام ددفاع په نوم په ځان وژونکوواسکټونواودبلې خوابيا ددموکراسي ملاتړې دړاندو بمونو،اودرنو وسلواستعمال هره ورځ د لسګونو ميندودبچيانوجنازې دهغې له کوره دهديرې  په لور وزي .

حقيقت خو دادی سره لدې چې ښځې زموږ دټولنې پوره نيمايې جوړه وې دبهرنيوځواکونو اونړيوا لوسازمانوپه شتون کې دهغوي حقوق نه يوازي ددوي دمخالفينوبلکي ددوي تر حمايې لاندي کسانو او ډلو لخواپه يوه اوبل نامه ترپښو لاندي کيږي او نه هم دوي ته دانسان په ستر گه کتل شوی . پد ې موده کښي چي نړيواله ټولنه ځان ترهرچادښځې اوماشوم دحقوقوملاتړي اومدافعان بولي داسي کوم عملي گامونه ندي پورته شوی چي دهغوپه پايلوکي دې دافغانی ښځو انساني اواسلامي حقوق اوآزادي تظمين شوې وي،اويا دي هغوي دمنځنيو پيړيو،له دود اودستور،دجنگسالارو اوزورمندانو دوحشي منگولو څخه نجات موندلی وي .

همدا اوسني دولتی چارواکي چي دخپلو لاسته راوړنو يوه لويه بېلگه دښځو دحقوقو اوآزاديوتظمين بولي ،ولي بياهم دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتی،پر پېغلواو وړو ماشومانوبې شمېره جنسی تېری،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوپه بدوکې دښځواوپېغلوورکول،له ښوونځيودماشوموانجونوراگرځول ،دښځينه شاگردانومسمومېدل، دکار په ځاي کښي دښځوتوهين اوله هغوي نه دناوړې استفادې غوښتنه ، زموږ غيرتی ميندواوخويندوژوند اوعزت له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی .

داکراونه پداسي حلا کښي صورت نسي  چي غازي امان الله خان په ۱۹۲۱ کال په بدوکښي دافغاني ښځې ورکول ناروا اوغير قانوني اعلان کړه اوترهغه څلورکاله وروسته ۱۹۲۹ کال ئې يوه نارينه ته دعيني اوقانونی دلايلوپرته ددواوياڅو ښځوپه نکاح کول دقانون خلاف کړنه وبلل ،مگر له بده مرغه نه يوازي داچي افغانه ښځه په بدوکې ورکول کيږي يونارينه ځانته دڅلورواوهغه دداسي پېغلوټو ودول چي لږ ترلږه تردغه ښاغلي ۳۰ يا څلوېښت کاله کشره وي ودول ئې دځان قانوني حق بولي .

 

افغاني مېرمن دمختلفو تعصوبونوپر اساس په ټولنه کي دمساوې حق څخه عملآمحرومه پاته شوې. زموږ دهيواد غوڅ اکثريت ښځې اوپيغلې دتعليم،تحصيل اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق اوحتا دسرنويشت دټاکلو،خپلي ارادې او عقيدي دبيانولوڅخه محرومي دي .داڅه چي موږدلويوښارونوپه مرکز کښي وينوچي ښڅه کارکوي اوياماشومه ښوونڅې ته ځې داپه هيڅ ډول ددې ټول افغانستان دپوره نيمائي اوسېدونکونمايمنده گي نسي کولاي  .

زموږ په هيوادکې دعنعنونه په ناوړه گټه اخيستنې افغانې ښځې تر بل هرهيواد دژوندله ټولوسياسي،اجتماعې، فر هنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي پاته دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .

زموږ غيرتی ميندي له يوې خوا پدغوربړېدونکو شرايطوکښي خپل ماشوم روزي اودبلې خوادهغوي دخوړو،جامو پيدا کېدواودرملنې مسوليت پرغاړه لري .همدانن په سلهاو زره افغاني ميرمنې دلوږې اوناروغۍ ،درملنې اوپرستاری ته دلاس رسی نه لرلوله امله دکړاونو اومرگونوسره لاس په گرېوان دي .

له نېکه مرغه اوس يو اوبل ځاي دزورواکانو اودولتي چارواکوددغوغير عادلانه کړونواوتېريو په وړاندي افغاني مېرمني چوپه خوله ندې ناستي،دنړۍ دنورو ښځو په شان يې دخپل روا اوانساني حق څخه ددفاع په خاطر ږغ اوچت کړی او پدي لارکښي يې قربانۍ ورکوې .

زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان اوڅو دولتي اداروکې په سمبوليکه بڼه ښځو ته دمحدوي ونډې ورکول اويا دبهرنيانودخوښی لپاره په لويو او وړغونډوکي دڅوښځورابلل دهيواد دنيم نفوس هيڅ درد نشي دواکولای .

زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندود اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو اوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه اړينه مسله ده کوم چې همدااوس افغانی مېرمنې ورسره لاس اوگرېوان دي . دولتي چارواکي اوپه سرکي ښاغلی کرزی ملي او اسلامي مسوليت لري چې سرته ئې نه رسوی،خوپه خوله ئې زياته يادونه کوي ،چې دافغانوښځوله روا حقوقونه دقانوني مسوليت له مخې دفاع اوساتنه وکړي . اوداسلام دپاک دين په رڼاکي دهغوي په وړاندي دهر ډول تبعيض،تعصب ، جنسي ستم اوتيري مخه ونيول شي.

همدا اوس افغاني ښځي (( ۹۰ )) په سلو کې نالوستی دي ،لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډارنه غښتلي اوکوټلي گامونه اوچت شي،زموږ دهیواددولتی مشرتابه ،سياسي اوټولنزو سازمانو، دملگرو ملتوسازمان، يونيسف،يونسکو،دبشردحقوقوددفاع نړيوال سازمان په پرمختلفوهيوادونوکښي دښځودحقوقوددفاع سازمانونوځانگړې پاملرنې اوقانوني حمايې ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې .

په اساسي،مدنی اوجزاقانون کې دبنيادې تغيراتوپه راوستو سره بايد د ښځو خرڅول ،دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ،په بديوکې دښځي اوانجلۍ ورکول، پر ښځوفردي اويا ډله ايز جنسي تيرۍ،دښځو جسمي ، رواني ازار،سنگسار،تيرباران،اعدام اوپه دورو وهل ،په زور اوجبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري ناروا،د اسلامي اوانساني اخلاقوڅخه ليري کړنې چي په هغوکښې دښځوانساني کرامت اومقام ته سپکاوی شوی وي اوياتر پښو لاندي کيږي منع اوغير قانونی اعلان اوپر خلاف ئي ددولتي اوشخصي ډله ايزورسنيو په مټ مبارزه وشي .

ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکارحق ، په مرکز او ولاياتوکي دمور اوماشوم دحمايې په منظور ځانگړي ادارې او په ټول افغانستان کي د امکان تر بريده وړکتونونه اوماشومانو ته دشيدو ورکولوخوني جوړ ي سي .

هغه ملي شخصيتونه،سياسي اوټولنيز سازمانونه دامدني ټولنې د ښځوچارودنامنهاده وزارت که  په رښتيا دهيواد له ودانېدواوافغانانودسوکالۍ سره مينه لري اوځان دغوربړېدلواوزوکلېدلوخويندواوميندوته ژمن بولي، بايددبنسټپالو اډيالوژيگانو،نظريو،عقيدواوښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکي کړنې،په ټولنيز ژوندکښي ددوي دفعال گډون دپرختگ پر وړاندي پاټکونوجوړولو،اوغيرانساني کړنوپرخلاف  ملي مبارزه ئې اسلامي اوانساني دنده گڼل کيږي .

افغاني ښځی بايددمنځنيو پېړيوله بنسټپاله تعصوبونواوخرافاتوله منگولوڅخه نجات ومومي اودويته ديوې باشرفه، سپيڅلي،افغاني او مسلماني مور اوخور په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي دنارينه ووسره يوځاي اوږه په اوږه دفعا ل گډون زمينه برابره شي .

پرېږدئ چي زموږ انجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتوڅخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي،اقتصادي، فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابره اوفعاله  ونډه واخلي .

ددې ټکی په يادولوسره چي په هېڅ صورت اوبهانه دخپل هيوادپه ښځينه  ټولنه کښي غربی ناوړه ،شرمېدونکی اوله اخلاقي چوکاټ نه ليري کړنې،ناستې پاستي اولباس اغوستنې نه تقليدچي دلته هم نامنلې شرمېدلې پروسه ده  موږته دمنلووړندي اونه له هغه دودسره موافق يو.هيله  منديوچي يوه ورځ  زموږ غيرتي خوندي اومندي دسوکاله،بسيااوپتمن ژوند په ترلاسه کېدوسره دخپل هيوادپه جوړونه اودسالموماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې امکانات پيداکړي .

دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت دی راسئ دا عزت په گډو وساتو،درناوی ئې وکړواوددوي دخوښيواو ښېرازيوهر ډول امکانات برابرکړو. ومن الله التوفيق

 

ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې مشر

حبيب لله غمخور