لنډه کيسه
04.06.2012 23:04شـــل او ړوند وه ســـره ناست پر یوه ځـای
مـجــلـس د دواړو وو تــــازه پــــر دغـــه ځـــای
شل ویل ړانده ته سترګي زماکړم زه په ليده
تــه لــــرې دوې پــښــې کــوې ته تګ بې درېده
زمــا ګاونډ لـري یوبڼ دی ډ ک دښو مېــوو
ولاړ بـه سو وغلا ته زما په سترګو ستا په پښوو
شـل او ړونـد ســوه ســره یو پر دغــه کـار
شــل پـشــا ســو د ړانده نو سوه روان پردغه لار
وکــړه غـلا دوی راروان سوه پر خـپل لور
سترګوالا ویل ړانده ته کار دي وکی زما په زور
سترګوالا بې پښوو که بې سترګو پښوووالا
مــجــرم بــه کــم یـــوکـس وي د دغــه با غ والا
ســــزا د دې مـجـــریمـــو نه ده لا څـرګـنده
په ورځ داخرت به حق ښکاره کړي حق څرګنده
واوره داکــیســه مـــي درتــه وکړه له کتـابه
فلسفــي ده ادبــي ده فـکــر غــواړي له هــر بابـه
لیکونکی محمد سرور وکیلي