د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سلاکاران که ناټکان؟!!

محمود نظری 04.06.2012 21:18

کله تر پاچا دروند کله تر پياده وي سپک
کله سلاکارپر پاچا راخيستي وي کوتک
پخوا به پوه او تجربه وه د سلاکار معيار
اوس هغه زاړه ګرګيان چې لادي دمقام خمار
***
د روس په وخت کې مشاور وحقيقي مشر
رييس ،وزيراو پاچا د مشاور و اصلي اوشر
په نامه سلاکارن وه هغه مهال سره روسان
چارواکې پسونه وه سلاکاران د رمې سپيان
هر سلا کار و اصلي غړی د کمونيست ګوند
د امر نه منل وه د لنين په نامه په جيل کې بند
که به کوم څه خوښه نه وه دتک سور سلاکار
دپاچا امر نلره هغو ته کوم ارزښت او اعتبار
***
دامريکا په راتلو ورک سواغيار سلاکار
يوازې ا فغاني سلاکاران سوه بيا رويکار
د ناتو هر قومندان سوبې قره قلی پاچا
پياز يې په خوله نه ميده کوله د بل چا
د ناتو هر افسر په چپلاغه وهلای سو پاچا
داخلی کومندانانو هم ترې نه کوله کومه حيا
بهرنيو ته پاچا مشاور،مشاور سو خپله پاچا
پاچا کچکول په لاس هغو ته ودريد لکه ګدا
شعار د هر دناتو د کومندان و ديموکراسۍ
که يې چا امرنه منئ په بم يې ورکوله شاباسۍ
***
ناچاره خوار پاچا په کار واچوله بله نسخه
وايې غوستله سمدلاسه د ورېښمينو چوخه
لومړی يې پر ځان راټول کړه ناټکان بې کاران
هغو ته يې ويل تاسو ياست زما ا رشد سلاکاران
هغه مخور چې خالي سوې يې وه کيسه
د سلاکار په نامه يې ورحواله کړه پيسه
بيا هغه زوروران چې سوه بې کاره له مسوليته
ول کښېنئ چې له خولې مو ونه وځي کومه خړته
ول ستاسو سلاته اړتيا نسته ده دا يوه چلوټه
ښه ده دسدرۍجيب مو خلاص ونيسئ خوله پټه
***
پخوا به هر پاچا لره يو وزير سلاکار
د ميرمنو به يې جوړ کړی و اوږد کتار
د ساتيري لپاره يې درلود يو ناټکي
په دې ډول يې چلوله ټوله امپراطوري
اوس يو ميرمن اوڅو مړونه لري هر مقام
د ميرمنو پر ځای يې ناټکان ټول کړي د هر قام
***
وزيرانو هم عملی کړه د خپل پاچا نسخه
هر يو ،يو دوه سلا کارن ونيوله له پښه
دسلا کار کارسوی د وزير پر ځای وينا
مجبور دوزير پر ځای ووايي اپلاتي او ناروا
له سلاکار ه مفت جوړ سوی د وزارت سادو
وزير بيزووان سو سلاکار د ټول وزارت شادو
سلاکاران سوی دی اوس د وزارت ناټکان
د وزيرد لور په زيږيدو کوي د خوشالۍ ټکان
***
اولنيو ويلي چې خټکی له خټکي رنګ اخلي
د اوس سلاکاران يوازې له نومه خورا خوند اخلي
سلاکار دی خو نه لري دکومی سلا ان اجازه
مچان پر بوڼيږي ناست وي هر چيری خړيته پزه
دواړه موختا سوه اې په نامه سلاکارانو !
تاسو يې ناټکان کړي ياست دې غدارانو
واورئ دلته هرمقام پر سر يو لونډه لري
ستاسو په نامه هغه کيږي چې لونډه غواړي
***
د سلاکار پړی له غاړې ليري کړه اې وطنداره!
د ابروکومه دنده ځان ته غوره کړه برخورداره !
داسي ښيي چې دا وطن روان دی ستا په سلا
ستا له نومه ګټه اخلي دا تور مخي بې حيا
خړته يا قړته( عبث خبره ).، اوشر ( څوکيدار) ، چلوټه ( غولونه)، سادو ( مداح)، شادو( بيزو) . لونډه(له ميړه پرته پټ يار)