د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محکمې ته د کابل بانک د دوسيې د لېږلو پرېکړه وشوه

پژواک خبري اژانس 03.06.2012 10:46

کابل ( پژواک ١٣ غبرګولى ٩١ ) : د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په يوه فوق العاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کابل بانک دوسيه دې محکمې ته ولېږل شي.

له ارګ څخه دغبرګولي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې  په دې غونډه کې د کابل بانک د دوسيې پر څنګوالي او په دې برخه کې په شويو  پرمختګونو هر اړخيزې خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې ،چې لويې څارنوالۍ غونډې ته د کابل بانک د دوسيې په اړه او په دې برخه کې د شويو پرمختګونو په  هکله هر اړخيز راپور  وړاندې کړ او په ډاګه يې کړه چې تر اوسه ١٠٨ ميليونه ډالره ترلاسه شوي دي.

د لويې څارنوالۍ په راپور کې راغلي، چې له دې پيسو څخه يې ٢٦ ميليونه ډالر وروسته له هغه له قرضدارانو څخه واخيستل شول، چې ولسمشر حامد کرزي په دې اړه حکم صادر کړ.

په راپور کې راغلي ، چې د پامير هوايي شرکت او د باختر خصوصي تلويزيون پلورل شوي ، په استقلال ښارګوټي کې ١٤٧ بابه اپارتمانونه او د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ١٩  اپارتمانونه خرڅ شوي، دغه راز ١٥٠  مجهز کانتينرونه او زياتې ځمکې د دولت تر تصرف لاندې راغلې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغې ځانګړې غونډې وروسته پرېکړه وشوه، څو لويه څارنوالي د کابل بانک د دوسيې څيړل پاى ته ورسوي او محکمې ته يې ولېږي. 

په دې غونډه کې د ولسمشر دواړو مرستيالانو، دسترې محکمې سرپرست، لوى څارنوال، د ماليې، اقتصاد، سوداګرۍ، ترانسپورټ، دافغانستان بانک رييس او په اقتصادي چارو کې د ولسشمر ستر سلاکار ګډون درلود.

 د يادونې ده ،چې کابل بانک دوه کاله مخکې د ناقانونه پورونو او نورو ستونزو له امله له بحران سره مخ شو، وروسته يې يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې د نوي کابل بانک تر نوم لاندې فعاليت کوي، خو بله برخه يې تر اوسه تر څېړنو لاندې ده.