د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خدای په اماني ( لنډه کيسه )

محمد بلال ( معروف افغان ) 03.06.2012 08:12

خداى په اماني ( لنډه كيسه )
له ډېرې مودې مو سره تېلفون نه و كړى هيڅ د يو بل په حال نه وو خبر په انډيوالي كې مو هم چندان تغير نه و راغلى زه هم په ننګرهار كې وم سخته ګرمي وه خولې راباندې راماتې وې تا به وېل اور ته ناست يم، بس غريبي ډېر بد شى دى ښوونځى مې هم د غريبۍ په وجه پرېښى و، په ننګرهار كې هم ورځ مزدوري دومره له خونده نه وه ډكه خو بيا هم له ګردېز څخه ښه وه، د ماسخوتن نهه بجې وې خوب راغى د ورځې د ډېر كار او مزدورۍ له وجې مې ملا خوږېده هغه هم نه وه چې ملا يې راباندې مالش كړې واى خو بيا هم خوب راباندې غلبه وكړه ويده شوم لا مې يوه سترګه خوب نه و كړى چې د شېطان بچي ( تلېفون ) كړنګېدا پېل كړه څو ځله همداسې بې اوكې كولو راڅخه پاتې شو خو آخر مې هم په شنه تڼۍ بې له دې چې شمېرې ته پام وكړم زور وركړ ډډ غږ مې تر غوږ شو ( بلى كيستى ؟ ) سمدست مې اړيكه پرې كړه وېل مې كېداى شي كوم څوك راغلط شوي وي بيا يې زنګ وكړ شمېرې ته مې وكتل په آخر كې يې ۰۲۰۳ وو، بيا مې اوكې كړه په خندا سره يې ووېل ( زه يم خداى دې خوار كړه اوس مې پېژنې هم نه ؟ ) حېران شوم لږ څه غلى غوندې ودرېدم چې دا لا څوك شو؟ بيا يې غږ كړ ( زه يم ګرانه ) ما هم ورغبرګه كړه چې زه يعني څوك؟ بيا هم په خندا شو وېل يې ګران دې ... له ډېرې خوشالۍ څخه رانه خبرې هم غلطې شوې په ډېره مينه مو خبرې سره وكړې په پاى كې يې وېل چې ............ غلى شو خبره يې پوره نكړه اندېښنه مې شوه وېل مې بيړه كوه څه دي ؟ وېل يې هيڅ هم نشته هسې مې خولې ته كومه خبره راغله خو ورپسې مټه شوم آخر يې هم ووېل چې پېسې مې پكار دي كه درسره وي ؟ ما هم بې له كوم عذر ورته ښه كړل چې در وبه يې لېږم ذتي مو سره خداى په اماني واخيسته بېرته څملاستم خوب نه راته چې په ګران به څومره ستونزې تېرېږي؟ ډول ډول سوچونه او اندېښنې ذهن ته راتلې بل خوا پېسې هم راسره نه وې مزدور سړى وم پردى ولاېت و د چا د باور وړ هم نه وم ايله بيله څلور زره كلدارې راسره وې كرل رېبل مې خو نه كېده ګران ګران و باېد پېسې مې ورلېږلې واى په څه درد شپه تېره شوه، سبا مې په ښار كې حوالې ته پېسې وركړې له څو ساعتو وروسته ګران په ګردېز كې تر لاسه كړې زنګ مې ورته وكړ ډېر خوشاله و ډېره مننه يې وكړه ، ګران مې له ډېرې مودې راهيسې د هر ډول راز ملګرى و يو بل ته به مو ګران وېل ، ژوند و تېرېده وخت هيڅ ياري نه كوله نه مې دومره وس و چې ځانته كاروبار برابر كړم او نه هم پدغه ورځ مزدورۍ باندې ګوذاره كېده د كور غمونه، بې كسي او بې وسي راسره لكه سېورى ګرځېدل د سر وېښته مې په ځوانه ځوانۍ توى شوي وو، څو ورځې وروسته بيا له هماغه شمېرې نه زنګ راغى بيا هم ګران و ډېرې بيړې اخيستى و وېل يې چې كه هر څه كومك او منډه ترړه كولى شې بيړه كوه چې په كابل كې بندي يم بس په همدې سره يې اړيكه پرې شوه سخت وارخطا شوم هيڅ كوم څه مې له وسه نه وو پوره خو چې د ګران بې وسي ته مې وكتل چې زما په شان له بې وسه څخه مرسته غواړي نو ضمير مې اجازه نه راكوله چې پاتې شم پرته له ځنډ څخه د كابل اډې ته راغلم په موټر كې راسپور شوم طبيعت مې بيخي خراب و بالاخره كابل ته راورسېدم د ترور لېور مې چې اكبر نومېده په كابل كې د ملي امنيت كاركوونكى و هغه ته مې زنګ وكړ شهري رياست ته يې وغوښتلم ورغلم په څه ستونزه ايله بيله په درې ورځو كې مو د ګران درك وكړ په اتمه حوزه كې بندي و ، له ګردېز څخه يې د څرخي پله زندان ته د ځانمرګي بريد واسكټونه انتقالول چې په كارته نو كې د امنيتي ځواكونو په لاس ورغلى و ، كيسه ډېره خرابه وه زموږ له لاسه هيڅ هم نه وو پوره په څه مشكله مې له ګران سره په نظارت خونه كې وليدل ډېر خفه و پوره پينځلس دقيقې جمع مې ورسره وكړه د زړه غوټې مې ورسره وسپړلې زما په حال لا پسې خفه شو ما نه غوښتل چې ګران خفه شي خو زړه بېل شى دى، د نظارت خونې آمر راغى او نور د ناستې اجازه يې نه راكوله په ډېر خفګان سره مو خداى په اماني وكړه له يوې ورځې تېرولو وروسته ګردېز ته راغلم ټول ملګري سره خفه وو كور كې هم د كوم څه درك نه و بې وسي ډېره وه لاس مې پوره خلاص نشو وړلى چې په ګران پسې مې پېسې مصرف كړې واى هيڅ لاره نه وه چې پېسې راپېدا كړم بيا هم كلار كښې نه ناستم په ټولو ملګرو راوګرځېدم شاوخوا درې لکه افغانۍ مې راټولې کړې، د ګران پلار او تره ته ته ورغلم چې راځﺉ په ګران پسې ولاړ شو هغوي هم بې وسي وښودله چې پېسې نشته خو ما ورته د درې لکو غوره وکړه چې دا دي زه یې په جېب کې لرم پلار یې ډېر خوشاله شو ، په سبا باندې کابل ته روان شوو په لاره کې تلاشیانې ډېرې زیاتې وې حکومتي چارواکي هم د سرکونو په غاړو ښکارېدل نظام هم ګډ وډ و د طالبانو او کرزي دولت نوې شخړې پېل شوې وې بالاخره عیدګاه جومات ته ورسېدو اکبر ته مې زنګ وکړ چې موږ راغلي یو هغه بیا هم د شهري امنیت ریاست ته وغوښتو هماغلته ورغلو څو دقیقې سیاله مو وکړه د اتمې حوزې په لور روان شوو په لاره کې راته هر څه خونکار ښکارېدل له هر څه نه مې کرکه کېدله ، د حوزې په دروازه مې سترګې ولګېدې زړه مې روښانه شو ما وېل که خپل کور مې ولید له څو ساعتو انتظار وروسته د حوزې تر څنګ محکمې ته وغوښتل شوو هماغلته ورغلو ګورو چې د محکمې په تالار کې بلا خلک راټول شوي دي د څلورو تنو مجرمینو ننداره کوي چې تورې خولۍ یې ورپه سر وې خو له خولۍ څخه د باندې لور ته هر څه لیدل کېدل ، ډېره وحشي صحنه وه یو مجرم په دار وځوړول شو خلکو سرونه ټیټ کړل او غوغا جوړه شوه پینځلس دقیقې وروسته بل مجرم په دار وځوړول شو موږ یې هم ننداره کوله ، په دار ځوړېدلی راته ګران وښکارېد ژر مې سترګې وموښلې خو ګران نه بلکې بل څوک و شکر مې وکیښ ژړا راغله له وړکتوب څخه تر همدې ورځې پورې ټولې ورځې راته سترګو سترګو ته کېدې ډېر کوښښ مې کاوه چې هره صحنه چې له ګران سره مې یو ځای تېره کړې وي هېره کړم خو نه هېرېده په همدې سوچونو کې وم چې د درېیم مجرم وار راورسېد مجرم یې د دار په تخته ودراوه ، پړی یې غاړې ته ورواچاوه زه په درېیم کتار کې ولاړ وم یو ناڅاپه مجرم ښی لاس د خدای پاماني په ډول پورته کړ په لاس یې په تور رنګ لیکل شوي وو ( د خدای په امان ګرانه ! ) سمدست مې ورمنډه کړه زما له وررسېدو نه مخکې تخته ښکته شوه او ګران هم ورسره په سمدستي توګه ښکته وغورځېد ، زه هم نه پوهېږم چې څنګه به وم؟ خو د اکبر دوي په مېلمه خونه کې وم ، د ګران پلار مې په سر باندې لاس ایښی و کله چې ښه په هوښ راغلم پلار یې راته ووېل چې ولې درباندې داسې حالت راغی ؟ ستونی مې راډک شو په غریونیولې لهجه مې ورته ووېل ( هغه درېیم شخص ګران و ستا زوی و د تل لپاره یې خدای په اماني واخیسته ) ، په پلار باندې یې ډېر ګران وم په ژړغوني انداز یې تسلي راکړه په دوهمه ورځ مو د ګران جسد ګردېز ته راوړ د کلي په هدیره کې مو خاورو ته وسپاره ( انا لله وانا الیه راجعون ) په سبا یې قبر ته ورغلم او دا بېت مې پرې ولیکه:
( پس له مرګه که دریاد شومه ملګرو ـ هغه پورې هدیرې کې هغه وران قبر زما دی ) .
پای
لیکونکی : م افغان
۲۱-۲-۱۳۹۱ پینځنۍ ماسخوتن