نعت
31.05.2012 02:48ای سرور دکائناتو محبوب یې دالله
الله درکـــــــــړې لویه مـعــجـزه کـلام الله
ورک دي جــاهــلیت کی لـه عربو
اســـــلام دي ځــلـــولـــی پـــه امــــــردالله
دتیـــا رو پـرځــای ډېـوې ولګېدې
ســـتـــا لــه بــرکته اسلام ښه دین سو دالله
ته زموږ کړې شفاعت پــه اخـرت
دشـفاعت اختـیاریې ټـول درکـــړی پاک الله
نـــازولـــی پـــه معــراج ســره الله
دلته محمد په اسمانوکي احمد کړی یې الله
تــه رسـول اوناز وردار د پاک الله
ته یــتــیــم امـي سوې پاته وساتلې پاک الله
د رســولانو او نبیانو یې امام کړې
تـــه محــبــوب دکـــردګار یـــا رســــول الله
د احــد او احــمد فرق په یوه م دی
دی خــالــق اوتې رســول بــنــده یې د الله
زه بــه څــه سـتــایـنــه وکـــړم ستا
چـــي ســـتـــایـــنه یـــې ستا کړې وي الله
لیکونکی: محمد سرور وکیلي