د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دحواسواغېزه پرزده کړه

محمدسرور وکيلي 29.05.2012 03:29

دحواسوآغېزه پرزده کړه باندي یوه بیو لوژیکي (biological) پروسه ده . دا ځکه چي زده کړه په نېغه دانسان په دغو څو حواسو پوري اړه لري . لکه : اورېده په غوږو (حس سامعه) پوري چي ځیني زده کونکي داورېدو له لیاري ښه زده کړه کوي و دغسي زدکونکي ته په پېداګوژيکي اصطلاح کي ورته د اورېدلو له لیاري لیاقت (auditiv) وایي . پخپله زده کونکي ته (auditiver Typیا acoustic Typ) وایې . دغسي زده کونکي خبري سمي اوري او ژر یې په خپل ذهن (memory) کي ځای ورکوي اوپه آري مانا یې پوهیږي دیاد یې نه وځي .
ځیني زده کونکي بیا دلیدو له لیاري ښه زده کړه کوي یاني شی ژر درک وي او زده کوي یې، چي دغسي زده کونکو ته بیا په پېداګوژۍ (Pedagogy) کي ورته
(optical Typ یا visueller Typ) وایي ، چي ليدلي شیان ډېر ژر او اسانه حافظې ته استوي او هلته یې ساتي او نه یې هېروي . نور زده کونکي بیا سته،چي له دواړو حواسو څخه لکه (سامعه اوباصره) (audio-visuell)کار اخلي . دا ټوله بیولوژیکي (biological) صفات دي ، چي په انسانانو کي موجود دي او کار ځني اخلي . ښوونکي ته ښایي، چي خپل لوست په لوست توکو (learning media) داسي سمبال کړي،چي زده کونکي یې له دواړو لیارو څخه زده کړه وکړي یاني لوست توکي وټاکل سي، چي (سمعي او بصري) (audio-visuell) وي . څرنګه چي دښوونکي خبري هم لومړنۍ لوست توکي دي او اورېدل کېږي سمعي دي باید ښونکی خپلي خبري واضح، فصح، ملایمي، اسانه او په رسا ږغ د خپلو زده کونکو تر غوږو ورسوي . هرڅومره چي د ښوونکي ږغ ملایم او رسا وي خو یکنواخت (monoton)نه وي زده کونکي یې ښه اوري او دزده کړي اغېزه يې ډېره وي . څرنګه چي ليدل کېږي خبري چي د لومړنیو لوست توکو څخه شمېرل کېږي په په ژبه چي د انسان یو حواس دی سرته رسي .
بل اغېزمن حس چي په زده کړه کي مهم رول لري د انسان لاس او دلاسګوتي دي .دا په ځانګړې توګه په تخنیکي زده کړه کي لوی رول لري . د ساري په توګه دیوې پورزي تړل او خلاسول د زده کونکي لپاره دزده کړي پرمهال او دغسي ټوله ماشیني کارونه . دغه تخنیکي پورزي دماشینو خلاسول اوتړل یې په لاسو سره جوړیږي ؛ خو دزده کونکي ټول حواس په خلاسولو اوتړلوکي وي . دغه لاسي کار دزده کونکي په ذهن کي ښه پاتیږي . د زده کړي موخه دخوځښت له لیاري (psychomotor) څخه لاس ته راځي . څرنګه چي لیدل کېږي د انسان څلرحواسه په نېغه توګه د زده کړي په پروسه (process) کي ګډون لري اود زده کړ ي پرمهال کلک کار ځني اخستل کېږي . دغه څلر حواسه څرنګه چي پورته هم وښوول سوه، لکه : (غوږونه، سترګي، ژبه «خبري، بیان»،لاسونه «دپورزو تړل او خلاسول» ) پر زده کړه اغیزمن رول لري . ښوونکی باید ددغو حواسو په پرتله لوست توکي (lerning media) د لوست پر مهال برابر کړي . او دا تصمیم ونسي، چي لوست داسان څخه ستونزمن خواته یاني (Induktiv) ښوول غواړي او که د ستونزمن څخه اسانه خواته یاني (Deduktiv) ښوول غواړي، چي په دغه ډول لوست توکي د زده کړي لپاره برابر کړي . ښوونه هغه مهال اسانه کېږي ، چې ښوونکی زده کونکي داسي تشویق (motivation) کړي ، چي د دوی دغه د زرده کړي حواس خپل خواته راوبولي او د لوست دموضوع سره سم هغسي لوست توکي برابري کړي .
لیکونکی محمدسرور وکیلي

اخځونه :
1- H. Nölker,E. Schoenfeldt Berufsbildung
2- H. Nölker,E. Schoen feldt Glossar
3- Arieh Lewy Planning the School Curriculum
4- Wikipedia