د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوی لالا نه هو دی نه بر هو!

محمود نظری 28.05.2012 23:20

شوکماران تر نوروډیري وهي د مسلماني نارې
کافرانو ګوته په غاښ ورته نیولې ده برالا
لوی لالاان تر سلو ډیر لري سلاکاران
د ټولو سلا دا ده چې ترڅو چلیږی چلیږه برالا
څوک وایی په شلمبو غړکه نه چاغیږي
لالا ډیر ی غړکې بیرته وزې کړې برالا
ښه خوږسیاسته اوتریو لیاقته لالا لرو
نرغوندی دجهاد په نامه وطن پلوری برالا
هر بزرګ چي ورسیږي مقام او واک ته
تر خپل ټرلمسی د زوزاتوغم لا خوری برالا
هغه چې بیت المال بولی د میرمنی غوټه غوړاشه
خود به دکابل بانک په سپينه ورځ لوټوی برالا
هغوی چې اختلاس اورشوت بولی د پلار حق
د هغوی دکورنیو پر سر د هما سایه ده بر الا
هو خلکو! شکرلالا مو نه هو دی نه بر هو
له خاین سره یې شیدی ایله کړی دی برالا
کارمندانوته یی دخیانت لاره جارو کړې ده
د هغوی دهر خیانت پر خبره سرپوښ ایږدی برالا
هر یو یې یوازې د خپل جیب لپاره کوی کارونه
ټوله د دژیر کوچو لپاره د مستوغړکې شاربی برالا
شکر چې د افغانستان د غلو بخت سو راسته
کنه قتل،شوکماری او اختلاس چا کولای سوه برالا
هغو چې وطن لوټ کړ لایې دیګ هم په جوش راغلی
چې څنګه لاره جوړه کړی د پښتون قصابی ته برالا
دداسی لالا جار سم چې یوازې یې ځان خوښ دی
دمصلحت په نامه یې شرمښان په رمه ګډ کړی برالا
نظری »چیری دی ددی وطن مور سکه زامن
چې پر سر بڼکه لرونکی ته یې واک پرېیښی برالا
کنایی : نه هو اونه برهو کېدل( منافق سړی)دېګی په جوش راتلل( په غوسه راتلل)،شیدی سره ایله کول ( د یو بل سره مینه یا دوستی )، غوټه غوړاشه ( جهیز)،پر خبره سر پوش ایښوول ( بده معامله پټول)