د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وژونکوشعاعرانو کلوب د طالبانو شعري ټولګه

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ 25.05.2012 21:17

د شپیګل انلاین ویبپانه
لیکوال  : حسنین کاظم   
ژباړن    : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

هغه څه چې طالبان خپروي  شعاعري ده که  پروپاګڼ  ؟
یوي  برطانوي مطبعي د طالبانو شعري ټولګه  چاپ اوخپره کړه . بنسټپالوسخت دریځوطالبانو په دغه شعري ټولګه کې میني اود افغانستان ښکلا  ته یوه بیه ټاکلې ده . دوی پرته له تبصرې څخه د جګړو، وژنو ،بداوظلم  لویدیځ  په اړه لیکنې کوي  .                                                                                                                                                                                           دغي منع  کړل شوي  کتاب خپریدل  په لویدیځ کې  ډیر قهرجن  غبرګونونه راوپارولي دي .                                                  سړي کړی شي ووايي، هرڅه  چې د طالبان  لخوا خپريږي هغه لوستل کیږي ، په ریښتیا سره همداسي ده . دغه لیکنې ددوی د پلویانو لخوا،په تیره بیا لومړۍ سر کې د استخبارتي شبکو،امنیتي کارپوهانو اوخبریالانو لخوا لوستل کیږي . 
دغه لوستونکې  غواړي چې د طالبانو فعالیتونه  سم درک کړي ،کله چې طالبان د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي  یا دنړۍ د پیښو په هکله تبصرې نشروي،ترڅو دوی دامنیتي حالاتو جاج واخلې یا خبرونه خپاره کوي . دغه لوستونکې  یو شي نه ویني، هغه دطالبانو شعاعري  ده .
شعر د سلګونو کالونو راهیسې د مرکزي او سهلي اسیا د کولتور یوه برخه ده .تر نننه د دوی په ورځنې ژوند کې د شعرهنر او متلونه ستر رول لوبوي . طالبان هم له شعاعري سره مینه لري . دوی د څو کالونو راهیسې په انترنیت کې د نور و شیایانو تر څنګ شعري مصري  هم خپروي . دوی په  شعرونو کې د مینې په اړه لیکنې کوي  یا دوی دخپل هیواد دښکلا په اړه لیکنې کوي .                                                                                                                                                د تعجب خبره ده چې تر اوسه د هیچا لپاره دغه  لیکنې او په  ام پي درې  کې تراني په زړه پوري نه وي .احتمالآ  شاید هیچا په کې رښتنې ارزښت نه وي  لیدلي.
الیکس ستریک فون لینشوتین او فیلیکس کوهن  دوه ځوان څیړونکې  پوهان او لیکوالانو اټکل ۳۰۰ دطالبانو شعري  نمونې راټولي کړي .  دوی دغو ټوکوسره  هغه مهال مخامخ او اشنا شول، کله چې دوی څه باندې  درې  کاله  دافغانستان په سهلي ښار کندهار کې ژوند کاوه او پلټنې کولې . په دغه  وخت کې  دوی د طالبانو دپخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ژوندلیک،او  کتاب « زما ژوند د طالبانو سره »  پروتوکول کولو ،  دوی یو بل کتاب  د طالبانو او القاعدد اړیکو په اړه هم لیکلي دی .دامهال دوی ته شعرې ټولګه دومره مهمه خبره  نه وه .

* ساده توب او ګوټنیوکې د شعر په فورم کې
دوی په  پښتو ژبه کې لیکل شوي شعرونه انګرېزې ژبې ته وژباړل،کله چې دوی دچاپ یا نشرونکې مطبعه سره د دغې ټولګې په اړه خبرې وکړي . ناشر وویل  هوسمه ده ، راځه چې دغه شعرونه  چاپ اوخپاره کړو.                           د مې میاشتي په اولسمه نیټه   د۲۳۵ غوره شوي شعرونو ټولګه  (د طالبانو شعاعري  ) په نامه چاپ  شوه  . په دغه کتاب کې دخپرونکي  او ژباوړنکې په اړه مالومات ، په افغانستان کې د شعر ارزښت، همداسي پرته له تبصري څخه  دشعرونه  وخت او نور موضوعات  په ترتیب سره تنظیم  شوي او چاپ  ته وړاندې شوي  دي .
په دغه شعرونو کې د اتیایمي او نوویمي لسیزو  شعرونه  هم  چاپ دي ،دا مهال طالبان د وسله وال  ځواک  په څیر راښکاره شوي نه وو. بیا  دهغه وخته  شعرونه کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړو. سربیره پردې د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ کالونو شعرونه ،کله چې طالبان دیولسم سپټمبر څخه ورسته  د بمباریواو بم مونو په ور ولو سره له  واکه وغورځول شول .
ستریک فون لینشوتین او فیلیکس کوهن   نورپخواني شعرونه په اخبارنو ،مجلو او کسټونوکې موندلي او  نوې شعرونه  دطالبانو له  ویبپاڼه  څخه اخیستي دي .
ځینې شعرونه نه زغومونکې ساده  دي ،لکه ستا غومبري  یا اننګي په پسرلي کې، لکه  سره ګلان ، یو شاعر دپوردل بوستان په  نامه  زمزمه کړي . یا ستا دسترګوباڼه هیچکله خپله اغیزه نه خطا کوي  کله چې دوی چاته   پام اړوي  .ځیني بیا ګوټنیوونکې دي ،د بیلګې په توګه  شاعر د مرستندویه ټولنو له کارکوونکو څخه  چې له دوی څخه افغانستان ډک دی ، پوښتنه کوي . « څومر  اینجوګانې دلته شته دي ،چې د دوی تنخاګاني د وزیرانو  څخه  هم جګې دي  .«                                                                                                                                                                                           
ډیر شعرونه جګړیزحماسي اغیزه لري ،دمیړنتوب ، زړورتوب  او توریاليتوب  څخه خبرې کوي  . ځینې بیا د بي رحمه جنګیالیو انځور وړاندې کوي ،کوم  انځور چې په لویدیځ  کې خلک له طالبانو څخه لري . ځینې شعرونه د پام وړ ځان ته ګوټه نیوونکې دي . لکه په یوشعر کې ویل کیږي .دا یو شرم  او بدنامي ده، چې موږ   په خپل هیواد کې سرګردانه  لالاهانده ګرځو،موږ  په خپله د دغو ټول ناخوالو مسوول یو .

* په لویدیځ کې سخت قهر جن غبرګونونه
دایواځي شاعري ده، که پروپاګنده ؟ دکتاب خپریدوڅخه مخکې ډیر نارامه کونکې غبرګونونه راپاریدلي وو  . افغانستان کې یوانګرېزي متقاعد پوځي افسر د دغي شعري ټولګې د چاپیدلو په غندنه کې د ګارین ورځپاني ته وايي، ددغو شعرونوچاپیدو سره به طالبان ځان حق په جانبه وګنې.                                                                              موږاجازه نه لرو  له یاده و باسو، دغه خلک  وژونوونکې  جنایتګاران دي، د ښځو حقونه  یي ترپښو لاندې کړي او دوی  هغه خلک بي رحمه وژني چې بل نظر یا فکر لري  .
انګرېز متقاید افسر وايي،دغي کتاب څخه  د لویدیځ دښمنان  پرته له اړتیا څخه  ځانګړي پاملرنه ترلاسه کوي .
دچاپ مطبعه  هم د سختوګوټنیوکو لاندي راغلي . دمطبعه مدیر ښاغلي مایکل  ډویر وايي ، دکتاب په اړه ځښت ډیر توده  بعثونه وشول ، ده له ډیرو ناپیژندل شویو کسانو څخه ټیلیفونونه تر لاسه کړل .په دغه  چاپي مطبعه  باندې تور ولګیدو،چې د ترهګروغږ  پورته کوي .
دشعري ټولګې دغه دوه  خپروونکې  په لویدیځ کې د قهرجنو غبرګونو په اړه  حیران پاتي دي .                                         زموږ  مطلب دادی چې وښیو،طالبان   انسانان دي او زموږ په شان  احساس ،ویره ، خپګان او غمونو لري . ښاغلي کوهن ووایل  .
دی لږ  نور وړاندې ځې  او وايي ، موږ  نه غواړو طالبان با ارزښته کړو او یا  طالبان  محکوم یا متهم  کړو، بلکې موږ غواړو « وښیو چې طالبان انسانان دي  « .  دلسو کالونو دجګړو په ترڅ کې فکرونه  هري خوا ته ډیر سخت تینګ شوي دي . دا شعرونه دطالبانو یوه بله خواموږ ته را ښيي . ظاهرآ همدا کافي ده چې خلک را وپراول شي .

داسي مالومیږي دا یومحاسبه شوي  کار دی،چې ممنوع شوي کتاب  سربیره پردې  ټولوخبرو بیا هم خپریږي  . دا شک ډیر نږدي دی چې خپرونکې مطبعه دټاکل شویو پولو ماتولو سره غواړي د خلکو پام ځانته رااړوي . ولي به ځانګړي ټوګه اوس، پس له لسو کالونوجګړو،پوځې ماموریت څخه ،اوس یودم طالبان   نوره  د ډیو  یا بلاوي په  څیر نه ښودل  کیږي ؟                                                                                                                                                                                     ایا د دې کتاب  دچاپ تر شا سیاسي موخې پټي دي ؟  ځکه هیچ څوک  دا تر پوښتني لاندې نه راولي ،چې طالبان  انسانان دي .طالبان هغه خلک دي چې په افغانستان کې حکومت رامنځته کړي وو،د دوی  حکومت القاعدې ته پناه ورکړي وه. دغه ترهګره  شبکه د یولسم د سپتمبر پیښې مسوولیت پرغاړه لري . د دوی د واک لاندي سیموکې خلک سنګسار کیدل،شکنجه کیدل،د انحونې ښونځې تړلي شوي وو اوموزیک منع شوي وو. دغه  انسانان تراوسه وژني کوي، خلک یرغمل نیسي، خلک ګواښي .                                                                                              د غه ګوټنیوکې  نه نسبي کیږي، چې سړي د دوی شعرونه پرته له سریزي ، له ګوټنیوکې او تبصروڅخه چاپ کوي  ؟ .

 *  په بڼسټ کې دشعرمصرې  ړلزونکې دي
په بنسټزه ټوګه د کتاب پیغام سم دی   ټول شیان تور او سپین نه دي . دځینو شعرونو منځ زړي ټکان ورکونکې دی . سړي  هغه انځور ویني  کوم چې د طالبانو څخه لري . نور  شعرونه بیا د همدغو خبرو تصدیق کوي .  دساري  په توګه کله چې دوی دشهادت  په اړه سندرې وايي او  ځانونه  په خپله د اسلام سرتیرې نوموي .
په شعرونو کې داسي لوستل کیږي، چې طالبان  یا لږ تر لږه  د دوی نیمايي هغه انسانان دي ،چې دوی دخپلو غمونواو کړاونو په اړه لیکنې کوي ،دوی د خپلومبارزو او مرګ  څخه هم  ویره لري  او همدغه طالبان بیا  د مینې په اړه شعرونه هم لیکې . ځیني طالبان  ته ښکلا پیژندنه  ځانګړي  مفهوم او مانا لري . دا ډیرې  د احساساتو څخه ډکې جملې دي ، داسي بریښي چې د دوی د احساساتو نړۍ  په لویدیځ  نړۍ کې تر ډیره بریده نااشنا ده  .
په افغانستان کې دطالبانو شعرونه او سندرې هغه افغانان  هم  په  کسټونو یا سي ډي ګانو  کې اوري، چې د دوی سره  مخالفت لري . کوهن وايي . دغه سندري د دوی د کولتور یوه برخه ده . په بله وینا دا ټولي سندرې نورمال دي ؟                                                                                                                                                                                                                                یقیننآ  ناشر یا خپرونکې په ریښتني ټوګه د هیچ اړخ   پلوي نه کوي ،سره له دې  چې ناشر او خپرونکې  د طالبانوغږ  او سندور ته غوږنیونکې مومي .                                                                                                                                                   اما دا ټول  شیان  د هغو طالبانو کولتوري جنایت نشي تشریع  کولي . چې څنګه دوی  د خپل واکمنې پرمهال د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کالونو کې  موزیمونه لوټ کړل،په سلګونه هنري اثار، لاسي هنري اثار ،انځورنه  لمنځه یوړل او د بوډامجسمه  يي  په بمونو والوځوله  .
د نیویارک ټایمز مجلي دجګړیزو رپوټونو رسنوال  جان لي اندرزون   دطالبانود شعرونودغه ټولګه  یو خورا مهم کتاب بولي  . دی وايي ،دا تر اوسه د زیګو او شلو  پیژندل شویو طالبانو یو بل پټ  اړخ موږ ته  را ښيي .         دا شعرونه ښيي چې د طالب  جنګیالیو په لیکو کې داسي  خلک هم  شته ،چې دوی یو ټپي زړ ګي لري .      طالبان دشعاعري روح خاوندان دي  او د خپلي ژبې سره بي کچه  ګرمه  مینه  .
اما: دا څه مانا لري ؟ په تاریخ کې تل بغاوتګر ظالم  شعاعرانو شتون درلود.  بلا ،ډیو یا مونستر هم  کړي شي د ښکلا هنر انسانانوته  وړاندې کړي  . هرڅوک چې دا شعرونه لولي ، تر اخر پوري نه پوهیږي چې طالبان څوک دي او د څه  لپاره جګړه کوي  . هغه بلاخره پوهیږي ،چې هر چا چې دطالبانو څخه سترې  بلاوي ،ډیوان او پیریان جوړ کړي ، هغه هم د دوی په اړه  ډیر لږ پوهیږي .

پای


تاسو کولي شي  د طالبانو شعري ټولګې  په دغه کتاب کې ولولي .
Poetry of the Taliban

Der englische Verlag Hurst & Co. bringt