د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمشرانوجرگې پرېکړه ‌بايد بېله ځنډه پلې شې

حبيب الله غمخور 25.05.2012 12:00

متاسفانه دمشرانوجرگې له پرېکړې شاوخوادرې اونۍ تېريږي خوداپرېکړه دبهرنيو چارووزارت لخوا نده پلې  سوې اودايران سفير دافغان ولس دغوښتنې اوارادې خلاف په کابل کښي ناست اوهمدا نن چي دمی ۲۴ ده په ازادي راډيو کښي خبر خپورسو چي له خپل شرارت نه ئي لاس نه دی اخيستۍ اودامنيتی چارواکوله خولې خبر ورکول کيږي،(( په داسې حال کې، چې ولسي جرګه غواړي له امریکا سره دستراتیژیکو اړیکوسنددراتلونکې شنبې په ورځ د خپلې غونډې په اجنډا کې شامل کړي د ایران سفارت د دې سند د رد لپاره د ولسي جرګې له غړو سره خپلې ناستې ولاړې زیاتې کړي.

په کابل کې یوې امنیتي سرچینې، چې د نوم د نه ښودلو په شرط له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په کابل کې د ایران سفارت په وزیر محمد اکبر خان او نوي ښار په سیمه کې له وکیلانو سره د خپلو غونډو لپاره دوه کورونه په کرایه نیولي دي.

اميد واريوچي په ملي شوراکښي دهغوکسانو شمير زيات وي کوم چي دايران اوياپاکستان دڅارگرواداروسره دنوکرۍ او مخبرۍ اړېکي ونلري اوداسنددخپل هيواد دملي گټوپه نظرکي نيولوسره تصويب دافغانی اوبهرنی لوري ئي درښتياني پلې کېدو غوښتونکی شي .

دمی پر ۱۴ داروپاپر وخت دشپې پر ۱۱ بجې مي دطلوع تلوېزنون سره دافغانستان دپارلمان دولسي جرگې درئېس ښاغلی فضل هادي مسلیمیار مرکې پام ځانته واړاوه .

بايد په گوته کړم چي دښاغلي فضل هادي مسلیمیار سره په مرکه کښي زموږ ځوان ژورناليست هغه څه په خپلو پوښتنو کښي په گوته کول کوم چي په ټوله نړۍ کښي له افغانانوسره دسوال په ن‌ه مطرح دي .اميد واريم چي ښاغلي رئيس ئې ددې شننکو سوالونواوله هغه نه دځواب ترلاسه کولوباندي ټينگارپه مخه ونه زوروي .

زمادامرکه ډيره خوښه سول ،يوخو سوال کوونکي ادبي اومسلکي بېباکي درلوده چي مرکه ئې نوره هم خوندوره کړې وه اوبل خپله جواب وروکوونکی هم په رښتياسره دهغۀ سوالونوته داسي ځواب وايه ترڅو دهمدې خبری ناستي اومرکې له لاري خپل احساس اوږغ دايرانی اخوندانودبې باکه اوسپين سترگي سفيردڅرگندونوپه وړاندي ترافغان ولس پوري ورسوي .

اوس مي ټول مطلب په ياد کښي پاته نه دی خوداخبره ډيره جالبه وه چې ښاغلي مسليميار ،وويل تاسو فکر کوئ داسي غوښتنه ئي يوازي له مانه کړې ؟باوري يم چي له نورونه ئي هم کړې خو هغوي چوپ دي .

بلې ښاغلي مسليميارصاحب .رښتياوايي!دوي دا غوښتنه له ښاغلي کرزی اودهغه تر رهبری لاندي حکومت اوپارلمان دنورو غړونه دتړلودروازوشاته اوديوه ليک پوسېله چي په ډله ايزورسنيوکښي رسوااودافغان ولس له کلک غبرگون سره مخامخ سو هم کړې وه .متاسفانه لکه مسليميارصاحب چې ورته گوته ونيول داټولودچو پتيااوبېخبرئ پرده پرې وغوړول .ډله ايزي رسنۍ چي يوشمېرددوي ترنفوذاوتاثيرلاندي دی اويوشمير له دې ډاره چي ددوي په وړاندي ددولتی چارواکواوايران پوري تړلو افغان دښمنواودايرانی اخوندانودلاسپوڅوقهر راونه پاريږي چوپتيا غوره وبلل . دافغانانو په وينا داله ايوروډکي کڅوړي داڅوکاله دهمدي لپاره دښاغلي کرزی په ادرس راځي ترڅوزموږ دولتی چارواکي ددوي ددې  افغان دښمنو کړنوپر وړاندي چوپه خوله پاته وي .

دخلکوداخبره پرحق ده چي وايي که زموږجمهوررئيس په رښتياسره دافغان ولس ملي گټوته وفادار او زموږ  تاريخي حيثيت ته ددرناوي په سترگه کتلاي،نو بېله ځنډه ئې بايد دبهرنيو چارو وزيرته هدايت ورکړي واي چي دايران سفير راوغواړۍ اوهغه ته دافغانستان څخه په ۲۴ ساعتونوکښي دوتلو امر اعلام کړئ .

پدغو شپواو ورځوکښي چي افغانستان له امريکاسره داوږدمهاله همکاريوتړون لاسليک په درشل کښي په ايران کي دافغا نستان سفارت دټولونړيوالو نورمونواومنل سوو اوصولوخلاف عملأ دوې ورځې محاصره وو.

د مشرانو جرګې د مشر په وینا په ایران کې افغان ډیپلوماټانو له دوي سره تماس نیولې اود دوي په وړاندې د ناسم چلندنه شکایت کړئ .د مشرانو جرګې رئیس دا موضوع جدي توصیف کړه او د دې جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې دغه موضوع به په جدی توګه وڅیړي .
خود بهرنیو چاور وزارت په داسې حال کې چې دغه موضوع یوه معمولي غلط فهمي بولي، وایي چې په دې اړه څیړنې دوام لري .ددې څېړنودوام درې اونۍ اوږدسو،خودايراني چارواکولاسونه لنډ نسول .

موږ ددې شاهد يوچي د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتيژیک تړوند لاسليک وړاندي ايراني اخوندان يوپه بل پسې کابل ته راغلل اودټولودسفرموخه همدايوه خبره وه چي دامريکاسره داړېکونه ډډه وکړئ .
بل لورته په کابل کی د ایران نوی سفیرکه څه هم د دې موضوع په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو په یوه لنډه جمله کې یي دا یو(( بل مثل عمل ))وباله :هغه وويل :یو اصل باید په پام کې وساتي او رعایت یي کړي، چې دا مسئله په ډیپلوماټیکو اړیکو کې زیان نه منونکې اصل دې او هغې ته متقابل عمل ویل کیږي..بې بې دمی دوهمه 
بلې! سفير رښتيا وايي دايوديپلوماتيک اصل دی خوددې اصل دپلي کېدولامل پوښتنه بايد وشي چي دافغانستان سفارت وواوکه دايران سفيرچي دايران په استخباراتی اداري پورې دتړاوله مخې ځان  ترهرچاواکداربولي اوپه کامله ديپلوماتيکه ناپوهۍ ديوه خپلواک هيواددمشرانوجرگې مشرته لارښودنې اوگوت څنډنې کوی ؟

زموږ دهيواد تکړه ليکوال اودسياسي مسائيلو څېړونکی ښاغلی رزاق مامون د(( ایران نوی سفیر او په افغانستان کې یې د جاسوسۍ هڅې)) تر نامه لاندي په خپله يوه جامع ليکنه کښي دايران اووسنۍ سفير له توري څېرې نه پرده پورته کوي ليکې : ابوالفضل ظهروند په ایران کې د علي اکبرهاشمي رفسنجاني د ولسمشرۍ پرمهال نېږدې پینځه کاله له۷۱څخه تر ۷۶پورې په مزارشریف کې د ایران کونسل و او د طالبانو له مخالفو ځواکونو سره یې د لومړني کونسل په توګه کارکاوه. دی د سیدمحمد خاتمي پرمهال ایران ته وګرځید او له۷۶کال څخه تر ۷۹ پورې د مجاهدینو تر بیا راڅرګندیدو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیا پسفیک د معین د سلاکار په توګه دنده ترسره او د (قبرس د سولې ډلې) له طراحانو څخه و.ظهره وند په افغانستان کې د ملي ماموریت په نامه د پټې جګړې له طراحانو څخه دی، دی د افغانستان جګړه د ایران پروړاندې د عربستان، پاکستان او امریکا جګړه ګڼی.))

موږته داله پخوامعلومېده اوپدې پوهېدوچي زموږ يوشمير گانډيان اوپه ځانگړې توگه ايران اوپاکستان به د افغانستان او امریکا دستراتیژیکو همکاریودتړون سره پردې خبره سربېره چي له کرزی نيولي تريوه عادي افغان پوري ټول وايوچي دافغا نستان خاوره به دکوم گانډي هيوادپر خلاف استعمال نشي ،پدې شرط چي همدا گانډۍ زموږخپلواکی اوځمکنی بشپړتياته درناوی ولري اوزموږ دهيوادپه کورنيو چاروکي له هرډول لاس وهنو اومداخلونه په صداقت ډډه وکړي .

ولې متاسفانه دايران جمهوررئيس احمدي نژاد دټولواخلاقي اوديپلوماتيکو نورمونوخلاف  په تکرارموږته په ارگ اونړيوالو کنفرانسونوکښي لارښودنې کړې اودموقع نه په استفادې سره ئې په خپلو بې مسوليته څرگندونوزموږ ملي غرورته په سپکه سترگه کتلي اوځانته ئي داحق ورکړی چي موږ ته زموږ پر کمبله لارښودنې وکړي .

دبېلگې په توگه تېر کال احمدي نژاد کابل ته راغۍ ، او په ارګ کې یې افغان چارواکو ته په خطاب کې  وویل : (( امریکایي پوځونه دلته په افغانستان کې څه کوي ؟ بهرنیوځواکونو ته ځواب ورکړۍ چې له افغانستانه ووځي . ))

د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښارکې دافغانستان په شمول د سیمې د څو هیوادونو په ګډ کنفرانس کې احمدي نژادپه افغا نستان کې د ټولوستونزو اولانجو علت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په تېره بیا د امریکايي ځواکونو موجودیت وباله .

د ایران دبهرنیو چارو وزیر داستانبول په کنفرانس کې د ګډون په مهال وویل،چې د افغانستان او امریکا ترمنځ داسې ستراتیژیکې اړیکي دوی ته د منلو وړ نه دي ، دوی په دې اړه خپله اندیښنه د یو لیک په وسیله له افغان لوري سره شریکه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیا او پسفیک د چارو مرستیال سید عباس عراقچيد ایرنا خبري اژانس ته وویل:«ایران بیا بیا کابل ته د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون په باب خپلې اندېښنې ښکاره کړي او ورته ویلي یې دي چې دا تړون د افغانستان له امنیت سره مرسته نه کوي.»تاند

خودې ټولواخوندانوداله نظره غورځولې اوپردې ټکې سترگي پټوی چي دايران غوڅ اکثريت وطنپرستان اوعام ولس ،له احمدي نژادنه اوبيا تر ورستی اخوندپوري ددوي له کړو،وړونه ترپوزي رسېدلې دفرار لارنسي پيدا کولاي .

د افغانستان په کورنیو چارو کې دایران لاس وهنې دهیچاله سترگو پټې نه دي،همدا ډول دافغانستان دحکومت له مخالفینو سره دایران مرستې هر چا ته څرګندې دي . په سره ژمی اودوبی کښي دسياسي فشاردسيلې په توگه په ظالمانه له اسلامي،اخلاقی اوانسانی نورمونواودايراني اخوندانودافغان ولس سره ددروغجنې ورورگلوی اودوستۍدشعارونو  اوقران باندي سوگند خوړلوخلاف زرهاوافغان کورنيوله هيوادنه اسيتل ،بېله محکمې دهغوځوانانواعدامول چي ددوي لپاره ئې دخپل هيوادپرخلاف  عمل نه کاوه،دماشومانو زورول ،ترټل تهديداوترحقير چي داڅولسيزي دافغان ولس دمجبوريتونوله مخې ددوي په وړاندي ترسره کيږي ،هیڅکله به ديوه افغان چي دخپلې مور شېدې ئې رودلي وي هير نشي .

 اوس چي افغانستان له امريکاسره داوږدمهاله همکاريو تړون لاسليک کړ ،دوي يوځل بيادواړې پښې په يوه موزه کښي واچولې اووايي،خداي يومالگي تروی که موترهغو پرېږدو چي زموږ وس رسېږي .

موږ له پخواپدي پوهېدوچي ايراني چارواکي په کومه کچه په افغانستان کي لاس وهنه کوي اوپه کومه کچه زموږ دولتي چارواکوپوسيله چي دافغان ولس له توره بخته ايراني  لاسپوڅي دي زموږ پر ملي گټوتيری کوي ، زموږ دهيوادپه تاريخ اونړيوال حيثيت ملنډي وهی .

د روان لمریزکال د غوایي په ۱۲مه  د سې شنبې په شپه د امریکا ؤلسمشر بارک اوباما ناڅاپی سفرکابل ته راغۍ ، او په ارګ  کې یې له حامد کرزي سره د اوږد مهاله سترا تیژیک تړون  لاسلیک کړ .

 ددې تړون له لاسلیک نه پنځه ورځې وروسته په کابل کې دایران سفیردافغانستان د مشرانو جرګې مشر (مسلمیار)سره په لمړنۍکتنه کښي هغۀ ته اخطار ورکړ وئې ويل : (( اګر سندپیمان از سوی شورای ملی امضأ شود،ایران واکنش نشان می دهد .))

د ایران نوي سفیر ابوالفضل زهره ونددمشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلیمیار سره په لیدنه کې ویلي و چې دافغانستان اوامریکا ترمنځ ستراتيژیک تړون د ایران دملي ګټو پرضددی اوملي شورا یې بایدرد کړي.سفیر ویلي که ملي شورا دا تړون تصویب کړي، نو ایران به چوپ پاتې نه شي او له خپل هیواده به ټول افغان کډوال وباسي.

د افغانستان حکومت د ایران دسفیرددغوڅرګندونو په وړاندې هیڅ ډول ديپلوماتيک جدي عکس العمل نه دی ښودلی،د افغان چارواکو پټه خوله پاته کېدل ددې شاهدي ورکوي چي په حکومت کې ایران بې کچې نفوذ لری .

روښانه بېلگه ئي همداده چي متاسفانه دمشرانوجرگې له پرېکړې  چي دايران سفير بايد ژر ترژره له افغانستان څخه وايستل شي شاوخوادرې اونۍ تېريږي دبهرنيو چارووزارت لخوا نده پلې سوې .

سوال دادۍ چې ولي ايراني چارواکي تل ځانته داحق ورکوی ترڅوموږته دټولونړيوالواواصولوخلاف گوت څنډنه اولارښودنه وکړي ؟ دنړيوالواړېکوساتل ،ژورول دخپلو ملي گټوپر بنياد دهرډول دوه اړخيزاوياڅو اړخيز،پوځی،سياسي،اقتصادي،علمي اوفرهنگی همکاريوپه موخه دپروتوکولواوقراردادونولاسليک دملگروملتودمنل سوی منشورله مخې زموږ حق دی اوموږ داحق دسترگی دکسي په شکل له ځان سره محفوظ ساتو .

دنړيوالو اوسولواو قوانيوله مخې يو هيواد حق لري دنړۍ دبل هيواد سره سياسي ،اقتصادي ،فرهنگي اوپوځي تړون لاس ليک کړي اوياپه کوم پوځي ياسياسی تړون يکي شامل شي ،لکه  چي پاکستان په خپل وخت کښي دسيټو اوسينټو په پو پوځی تړونوکښي غړيتوب درلود اويا اوس دناټوتړون اوشانگهاي تړون  پر بنياد جوړسوی پوځی ،سياسي سازمانونه شتون لري .بل لورته افغانستان دناپېيلوياپه بله اصطلاح بېطرفو هيوادونودنړيوال سازمان دفعال غړي په توگه پاته سو.

اوس چي گاونډيانوداڅلور لسيزي تر پزي راوستلي يومجبورسولودامريکا اودنړۍ له نوروهيوادوسره اوږمهاله ستراتېژيک تړونونه لاس ليک کړو.ځکه نه غواړودبهرنيانوله دتلوسرم سم له جنوبه پاکستاني تالۍ څټي اوله غربه ايراني نوکران داسلام اوافغانستان دنجات په نامه زموږ هيوادته يوځل بياد۱۹۹۲او ۱۹۹۵ کلونوپه بڼه راننوزي ،ځکه يوله دغوهيوادونه دتاريخي لاسوندونوله مخې تراوسه لاهم نه افغان ښېرازی  اونه هم په  افغانستان کښي سولي اوؤبات  ته ژمن دي .افغانان نور نه غواړي دا وروستۍنيمگړي لاسته راوړنې دپاکستاني اوايرانی چارواکودافغان دښمنو گټو قرباني شي.

موږ هم لکه دنړۍ نورملتونه  حق لروخپل برخليک په خپله وټاکوو.دازموږملي اونړيوال حق دی چي له چاسره ددوستی اوله چاسره دښمني وپالو.سره له دې چي دامريکاسره داوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريوپه قرارداد کښي  په روښانه ټکودې خبري ته اشاره سوې چي دافغانستان خاوره به دچادموخواوگټولپاره نه استعماليږي . بياهم يواوبل لورته ديوشمير هيوادومشران ځانته داحق ورکوی چي موږ دسياسي اوپوځی فشارانولاندي راولي اوگوت څنډنه وکړي چي ددوي سره پدې اړېکو کښي اندېښنې پيدا سوی .که دديپلوماسی په ژبه وړغېړونودغه هيوادونه چي ورسره اندېښنې پيداسوی خپلې اندېښنې دې له امريکا سره وڅېړي ،موږته دې له گوت څنډنې اولارښودنې ډډه وکړي.

بلې له امريکا اودنړۍ له بل هر هيوادنه په قرادادونوکښي دا غوښتنه بايد وکړو چي موږ ديوه کمزوري هيوادپه توگه دگاونډايانو اونورو زوروهيوادونودهر اړخيزومداخلو اولاسوهنوددفع اومخنيوی په وړاندي زموږسره هراړخيزه مرسته وکړي اوهغوي پرې نږدي چي دلته يوځل بيادخپلې خوښي لاسپوڅئ رژيم پر دې زوريدلي ولس وتپی .

دايران اويابل هر هيواد چارواکي ولي له ځانه داپوښتنه نه کوي چي موږ هم ديوه خپلواک هيوادپه توگه دملگروملتو دمنشورله مخې دنړۍ په هره سيمه کښي دخپلو ملي اوسيمه ايزوگټودساتلوپه پلمه ددوي دکړنواونړيوالواړېکو په وړاندي اندېښنه څرگنده کړواوله دوي نه دخپلو کړنوپه هکله  وضاحت وغواړو.

دبېلگې په توگه :موږ نه غواړو چي ايران له پوځی پلوه يو پياوړی هيواد وي ،ددوي پوځی پياوړتيازموږلپاره اندېښنې رازېږوي اوزموږپه هيوادکښي دبربنډي لاسوهنې لام بولو.خودوي هره ورځ يوپه بل پسې دتوغنديو آزموينې ترسره کوي، اوپدې باوری يم چي يوه ورځ به کوم اخوند اعلان وکړی چي دوي د اټومی وسلې خاوندان سول  .

پاکستان يواټومي هيواد دي پداسي حال کښي چي  په کستان کښي داټومې وسلې شتون ددې هيواد دسياسي بې ثباتۍ له مخې نه يوازي دافغانانو ،بلکي دسيمي اونړۍ دولسونولپاره جدي گواښ بولو.زموږ وړانديزدادي هرڅومره چي رژ کيږي بايد له پاکستان څخه اټومي وسله ټوله اويوه نړيوال پليگون ته انتقال سي،په کوم کښي چي ددغوراکټونوداستعمال پر ځاي  دهغوي  دله منځه وړلو لاره چاره سنجول سوې وي .

همدا ډول دنوروهيوادوپه هکله هم دورته اونوروبېلا بيلووړانديونو،اندېښنواوگوت نيونوحق زموږ سره خوندي پاته دی . داچي زموږ چارواکي له هغونه دخپل هيواد دملي گټوپه موخه استفاده نه کوي داددوي دلاسپوڅۍډير ښه ثبوت اوروښانه بېلگه ده،ځکه خوزموږ غيرتی ولس شپه او ورځ نارې وهی چي دوي زموږ استازيتوب نسي کولاي اونه موهغه  استازي دي چې دهمدې ناشولټه گاونډيانوپه هدايت په واسکټونوخلک وژنی اوکله بيا ښوونځۍ سوځی اويابېچاره ماشومان په ښوونځيوکښي په زهرومسموموی .

دنړيوالومعيارونواوميثاقونوله مخې موږ ټول يوشان حقوق لرواوهرهيواد مکلف دی دبل هيوادملي خپلواکي ،ځمکنی بشپړتيااونړيوال دريځ ته په درنه سترگه وگوري .دنړئ دکرې پر مخ هيڅ هيوادداحق نلري دنړيوالو پرنسيبونو اوپرېکړو نه  پرته دبل هيوادپه کورنيو چارواونړيوالواړېکوکښي مداخله اولاسوهنه وکړي .

ولې ددې ټولوسره بياهم دايران سفير په خپله هغه لېدنه کښي چي غوښتل ئي ځان دافغانستان دپارلمان دمشرانوجرگې رئيس ته معرفي اوله هغه سره دپېړندگلوی کتنه ولري ،هغه ته گوت څنډنه کوي وايي چي موږ غواړوچي دافغانستان او امريکا ترمنځ ستراتېريک تړون تاسو په خپله غونډه کښي تصويب نکړی .

 درنو لوستونکو!

تاسو خپله قضاوت وکړئ !

په رښتياسره دايران سفيريوديپلومات نه بلکه يواستخباراتي افسردی اودومره له سياسي پوهې نه ليري دی چي دپېژند گلوی په لمړنۍ کتنه کښي په ټوله سپين سترگی سره ديوه هيواددپالمان دمشرانوجرگې رئېس ته داډول خبري کوي . دهغۀ کړنې او خبري نه يوازي داچي له ډيپلوماتيکو عنعناتواورواج نه ليري دي بلکې زموږ دهيواد دغه ملي مقام ته دسپکاوی په سترگه کتل دي .په حقيقت کي داډول خبري يواستخباراتی افسرخپل يوه اجنټ ته کوی،چي له نېکه مرغه دمشرانوجرگې رئېس ددوي اجنټ نه دۍ،ځکه خوئې دنوروپشان چي له همدې سفيراونورو ايراني چارواکونه همدا خبره اوهدايت اورېدلی خو چوپ دي ،خوښاغلی مسليميار چوپ پاته نسواوايراني اخوندانوداډول بې شرمانه اوله سپکاوی ډکه کړنه ئي دډله ايزورسنيوپه مټ ټولي نړۍ ته رسواکړې  .

دافغان ولس جدي غوښتنه ده چې دايران دسفير تر ټولوسپين سترگيو وروسرته هرڅومره چي ژرکيږي بايددافغانستان دبهرنيوچاوزارت ددې تش په نامه سفير دبې درنگه شړلوپه خاطر دمشرانوجرگې غوښتنه اوپرېکړه عملي کړي .

که افغانان شهامت ولري نولدې خبرې سره بايد پخلانسي چي وايي دايران ،پاکستان اويابل گاونډي هيوادله مرستي او مداخلې نه پرته په افغانستان کي سوله نشي راتلاي .زماله نظره داخبره ددي معنالري چي همداپه گوته سوی هيوادونو استخبارات اودولتی اداري دخپلو هيوادونودگټوپه موخه زموږ ولس دخپل هيوادپر خلاف استعمالوی .که داسي نه ده نودغه هيواودونه په کومه بڼه اوډول کولاي سی زموږ لپاره په جوړ جاړي کښي گټور تمام سي .

ماخودخپل ټول دژوندپه ټوله  په موده کښي نه دي اورېدلي چي پاکستاني اويا ايراني لښکردي پر افغانستان تيری کړئ وي! البته ددوي پوځيان د۱۹۹۲ کال داپريل تراتمې وروسته دافغانانوپه جامه اونوم افغانستان ته راننوتل .هغه وخت  افغانانودوي دمجادينو مالاتړي اوهمکار بلل،خويوه اونۍ لانه وه تېره سوې چي همدي دمجاهدينو همکارو اولارښودوافغانستان پرڅو برخو ووېشه اوپه هر ولايت کښي يو قوماندان ځان د افغانستان مشراو استازی باله .دهر قوماندان لپاره ئي پر کاغذسکه ووهل اوپيسې ئې ورته چاپ کړې .

کابل اودهيوادنور لوي ښارونه  دقدرت پرسرد جهادي جگړوپه ډگربدل سول،دهرجهادي قوماندان ترشايا ايرانۍ اویا هم پاکستانی استخباراتي افسر ولاړ ووچې ښه بېلگه ئې همدا اوسنۍ دايران سفيردی.

اوس همدا کسان دامريکاپه برکت دجهادي مشرانونوم ځانته خپل کړ ،له يوې خوالکه پاکستاني جنرالان له امريکا او نړيوالي ټولنې ځيره اوټوک اخلي،ځکه په چوپړ کښي ئې دي اودبلې خوادسبالپاره دپاکستاني جنرالانو اوايراني اخوندانونوکري نه هيروی ،شپه اوورځ ددوي حمد وثناوايي .

ځکه خودمشرانودجرگې رئيس دطلوع تلوېزيون ژورنالست ته وويل  ((تاسوفکر کوی چي ايراني چارواکو داغوښتنه يوازي له مانه کړې ؟)) هغوي چوپ دي خوزه دخپل هيوادپه وړاندي دمسوليت په درکولوسره نشم کولاي چوپ پاته سم ،ځکه مې ډله ايزي رسنۍ ددوي په تورواوکرغېړنوموخوخبري کړې .

داخبره چي ايراني اخوندان ترارگ پوري برلاسي دي اوس له ورايه څرگندېري ،کنه شاوخوادرې اونۍ وړاندي دافغانستان دپارلمان دمشرانوجرگې پرېکړه وکړه اودافغانستان دبهرنيو چاروله وزارت نه ئي وغوښتل چي ډير ژردايران سفير ديپلوما  تيک احتجاج په توگه له افغانستان څخه وباسي .مگرنه يوازي داچي دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ددوي پردې پرېکړه باندي خپل غوږ ونه گراوه ،بلکي ښاغلي کرزی هم تر اوسه ددې مجلس دقانوني،حقوقي او ملي اعتبارساتلوپه موخه ددې پرېکړې دپلي کېدوپه هکله دبهرنيو چارووزارت نه پوښتنه نده کړې .داډول چوپتياپه خپله ددې روښانه ثبوت دی چي دايراني اخوندانودبې شرمانه لاسوهنو په وړاندي زموږ دولتي مشرتابه سرټيټي دي .

دهمدې مسلې سره په نږدې تړاو کښي له بهرنيو هيوادونوپه ځانگړې توگه امريکا او اروپایی ټولنې نه داگيله لرو چي  پدې ۱۲ کاله ئې په افغانستان کښي ددې هيواد داقتصادي بيارغاونې اوپياوړتيا لپاره هيڅ کارندي کړی .هغه پخوانۍ فابريکې پدې نامه چي زړې دي ددولتی چارواکواوسياسي مافياپر خپلوانوخرڅي سوې اوتراوسه بې کاره پاته دي اوياهغوي ددې پر ځاي چي فابريکه په نويوماشينوبيافعاله کړي،لوړمزله تعميرونه اوشهرکونه جوړ کړه .په واقعيت کښي زموږ دهيوادکرهڼېزه او صنعتی پرمختياپه ټپه ولاړه ده.

تراوسه افغانستان دگاونډيانولپاره ددوي دبې کيفایته توکودخرڅلاوبازاردي .که زموږ سره دغو هيوادونوچي وايي موږ دافغان ولس دښېرازي لپاره هڅې کوو په رښتياسره مرسرته کولاي نواوس به زموږ هيواد دزراعت په ماشيني سوی واي، افغانستان چي ددريابونودمهارېدواوکانالونودجوړېدولپاره معين امکانات لري،که ئې دشاړومځکو دخړوبېدوپه موخه داوبولگولونوی  پروژې پلې اوددې ترڅنگ زموږ دهيواد پخوانۍ ويالي اولښتی  دوباره جوړ سوي واي دکرهڼې وړمځکې دنوکانالونوپه ايستلوسره تراوبولاندي سوي واي،اوس به موږ نه يوازي داچي خپلوخلکولپاره خواړه درلوداي بلکی دنړۍ بازارونوته به مو هم لارپيداکړې واي .

افغانستان دريابونه اورودونه ديوغرنی هيوادپه توگه  ټول دغروله سلسلسلونه سرچينه اخلي اوله پورته نه دکښته په لور روان دي،پدې صورت کي کېداي سول چي موږ دبرښنا احتاج له خپلو زيرموپوره کړی واي،دبېلگې په توگه دکنړ اوهلمند سيند چي تورن اسماعيل خان دهغونه داستفادې په خاطر وچ کالي نسې بهانه کولاي دبرېښنادتوليداوپه افغانستان کښي دزراعتی لويو لويوپروژولپاره کاپي اوبه او امکانات لري ،دا زموږ په خاوره کښي رازېږېئدلي رودونه دی اوترهرچا وړاندي ئې موږ داستعمال حق او صلاچيت لرو. دافغانستان دزراعت  اوباغداری  محصولاتولپاره تراوسه دافغان دولت  کوم نړيوال بازارندی موندلی،ډير ځله زموږ زراعتي محصولات له پاکستان اوايرانه څخه دهغو هيوادونودمحصولاتوپه نوم  بهرنيو هيوادونوته صادرېږي .

که پدې ۱۲ کلونوکښي دافغانستان زراعتي اوصنعتي پياوړتيااوعملی پرمختگ ته جدي پاملرنه سوې واي، اوس به ايران اوپاکستان ددې ډول دېکتې کولوجرات نه درلوداي .

موږ دغه پلاستيکي توکي،صابون ،تيل ،گازاوداسي نور شيان بايد ډير پخوا توليدکړي واي ،چي تر اوسه مونه دي توليد کړي اوافغانستان تراوسه ديوه مصرف کوونکې هيوادنه دتوليدکوونکی هيواد کرښي  نه دئ رسېدلئ .

په مليارډونودالردلته مصرف سوي خوموږ ئي دورانيونه پرته بل څه ندي ليدلې.

که څوک دادجنگسالاروبلنډينگونه اوښارگوټې راپه گوته کوي نوداخوددې زورېدلي ملت له وينو جوړاوپه حقيقت کښي ددولتي فساد،ملي خيانت ،دهېروئينودپټو اوښکاره سوداگريو،دانجوگانوپه نامه دنړيوالوپيسو دغلابرنبډې بېلگې دي .پداسي حال کښي چي کېداي سول دا هيواددومره بې حسابه پيسودلگښت په پايله کښي په پر مخ تللي زراعتي اوصنعتي هيوادبدل سوی واي .ياپه بله اصطلاح اوس به  موږدسيمې له هيوادونوسره دمعقولي او انسانی سياليوجوگه سوي واي، چي لادې جوگه کېدوته مزولنه لار راته گوري .

ایران اوپاکستان د میلیاردونوډالرو په ارزښت د خپلو توکو سوداګري په افغانستان کې پرمخ بيايي، ددې لپاره چې دغه ړنګ افغانستان دډير عمر لپاره ددوی د بې کفايته توکو پلورلوترټولو ښه بازار وي،نویې دهغووړوسرمايدارانوپر خلاف په افغا نستان کښي دننه اقتصادي مبارزه پيل کړه کوم چې غوښتل ئي په خپله خاوره کښي پانگه اچونه وکړي .

دوي افغانان په خپله خاوره کې دتوليدي وړواومتوسطو فابريکو او ورکشاپونو جوړېدوته نه پرېږدي،دبېلگې په توگه يوازي دايران لخوادافغان چارواکوپوسيله چي لمر غوندي ايران ته وفادارپاته دي په هرات کښي له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۶ زېږدکال پوري تر ((۵۹۰)) زياتي وړې اومنځنۍ کارخانې وتړل سوې . زموږ دولتي چارواکوپه يوه اوبله بڼه چي په عاميانه ژبه ورته اقتصادي ستونزي رازېږول وايي ،دايراني استخباراتي کړيوپه هدایت افغانان مجبور کړل ترڅودغه دوړو باريکو خاوندان  خپلې فابريکې وتړي  .

متاسفانه پدې يوه لسيزه کښي دکوم هيوادلخواداسي يوه فابريکه جوړه نسول چي په هغه فابريکه کښي د۱۰۰۰ نفروپه شاوخوا کښي کارگران کاروکړي .زموږ په هيواد کښي په ۲۱ پېړۍ کښي دصنعتي توليد دخوځښت درک نشته .

داسی څه (شيان)ياتوکي  چي انسان ورته په وژځنی ژوندکښي اړتيالري  نسته چې زموږ په هيوادکښي دي دمځکې پر مخ اوياترمځکې لاندي شتون ونلري . موږ هرڅه لروخوله هرڅه نعمتونونه ليري اونړيوالوته  احتياج ساتل شوی يو.

ولې په يوه احمقانه خبره ئي موږ خوښ ساتلي يوچي موږ دجگړې قهرمانان يو،موږ په جگړه څه وکړو؟

دې جگړودادجهاني صاحب خبره دغه پنځه زره کلن تار يخ چي په تش نس پرې وياړو،غيرله غربت ،لوږې ،شاته پاتې والي، هغه چي پرون خپلواک سول هغوي ته احتياج،دغې قهرمانۍ موږ ته پدې څولسيزوکښي نورڅه راکړي؟ يوڅه چي ددې قهرمانۍ دلقب په پايله کي زموږ په نصيب اودگاونډيانولخواډالۍ کيږي هغه  ددوي اونوروتېرئ ،لوږه ،دربدري ،بېکاري ،بې کوری ،بې تعليمي ،مرگ ژوبله ،ويرانی،دکليواوبانډونه داورلمبواولوگيوسره يوځاي ښځواوماشومانو  دکوکاروپورته کېدل . دغه قهرماني خودې لاپخوازموږ دگاونډياسنوپه نصيب سوې واي .

که نړيوالي ټولنې دافغانستان کرهڼيزاوصنعتي پرمختگ اوسوداگريزي پراختياته جدي پاملرنه کړې واي اوس به هرکال يوازي اروپاته ۳۰ زره افغانانو دکارموندلوپه موخه پناه نه وړاي ! اوس به زموږ خلکو کاردرلوداي موږبه دتوليدي هيواد په لورگامونه پورته کولاي،چي متاسفانه نه ئي پورته کوو،ځکه خوهم ايراني اخوندان اوهم پاکستانی اخوندان ځانته زموږ په وړاندي دغريب اوبېچاره هيوادپه توگه دگوت څنډنې اولارښودنې حق ورکوي .

دافغان ولس غوښتنه داده راسئ نړيوالوته دلارښودنې اودهغوي پرکړنودتبصروقضاوتونواوتحليلونوپرځاي سرگرېوانه ته ټيټ کړواوپرخپل ځان اوخپل هيوادزړه وسوځوو،ددې ولس اوهيواددعملي اومعقول سياسي نجات لاره په گډه اوبې له سياسي سياليونه پيداکړو.

داوطن ددې وطن پرټلواوسېدونکوافغانانوباندي حق لري، پدې وطن کښي بل سوی(لگېدلي) اور له لمبونه  يوافغان هم دنړۍ په هرگوټ کښي چي وي نجات اوخلاصون موندلاي نسي .

داوطن يوازي اويوازي دنړيوالودبې پرې اقتصادي،علمي،اوصنعتي مرستوپه پايله کښي دافغان ولس په مټ اوملي گټودساتلوپه مسوليت باندي په پوهاوی سره جوړېداي سي .

په هرنامه او بهانه جگړه او افغان وژنه داهيواددراتلونکو سلوکلنولپاره ديوه  احتياج اومجتاج  ملت  په توگه دپاکستان ،ايران اوبل زبرځواک اوپرمختللی هيوادو داقتصادي ،سياسی اوفرهنگی تاثيراتواونفوذ لاندي  ساتی؛پدې صورت کښي انتخاب په افغانانوپوري اړه لري .ومن الله التوفيق