د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سرانانوکي غونډه

عبدالمالک افغان 24.05.2012 11:12

لکه څرنګه چي افغان کډوال دا درې لسيزي دخپل ګران هيواد له خوږي څخه په بلوچستان کي
دکډوالی شپي او ورځي تيروي او هغه د پنډغالو شرايطو کي چي دژوندانه لپاره يي يو اړخ هم ندی برابرخوبيا هم داسي ځوانان په کښي شته چي دهيواد او ملت د ګټو لپاره خپل توان او طاقت وکاروي
خاصتاًً دزده کړي لپاره چي ټولي نړی ته معلومه ده چي افغان هيواد کي د نه زده کړي ( بي تعليمې له وجهي) دا څولسيزي جنګ جګړې رواني دي
نو دجهل ددغو تيارو د ورک کولو لپاره يي لاسونه بډ وهلي دي دافغان کډوالو دادبي ټولني لخوا په څو پنډغالوکي دورځني غير حاضری دمخنيوي،د زده کړي دلوړتيا،
دنشْيي موادو داستعمال پر ضد او دخلکو دپوهاوي لپاره دلوبو ( سپورټ ) کمپاين شروع کړ چي دري(3) پړاوه لري
چي په لومړي پړاو کي د يوي ښوونځۍ د ټولګيو ترمنځ دفټبال سيالي، دوهم پړاو کي دښوونځیو او ښوونځيو تر منځ سيالي ، او په دريم يا اخيرني پړاو کي د پنډغالو
تر منځ دا سيالی رواني وي
چي په لومړی پړاو کي دغه سيالۍ په نوي سرانانو په دوولسم نمبر دافغانانو په ښوونځی کي دمۍ دمياشتي په دريمه(3) نيټه پيل شوي چي لومړی غونډه او وروسته
لوبي د څلورو ټيمونو تر منځ وشوي لومړۍ غونډه دسهار په 8:00 بجوشروع شوه چي شا وخوا يوولس زره(11000) کسانوګډون کړی و
چي غونډه لومړی دقران کريم په مبارکو اياتونو سره محمدولي ابتداْ کړه وروسته ښاغلي غلام علي نصرت خپل د دغي ورځني هدف اجنډا اعلان کړه
او د افغان کډوالو پر ستونزو ،دپنډ غالو مشرانو ،ښاغلي حاجي شيريندل ، مولوي محمد نبي جان ،لعل محمد خان، محمد نوروز خان ، حاجي عبيدالله ،بشير افغان ،
او عبدالمالک نيکزاد خپل ويناوي واورولي او ددغه کار ستا ينه يي وکړه او دپنډغالو ستونزي يي يادي کړي او ددغسي غونډو او کمپاينونو لپاره يي دځوانانو تشويق
وکړ او خاصتاًً ددغه پروګرام د مشر او دافغان کډوالو دادبي ټولني د مشر ښاغلي ظاهرپښتون مننه وکړه چي داڅو کاله کيږي دخپلو ملګرو سره يي دافغان کډوالو په
مشکلاتو يي بي ساري تکليفونه او زحمتونه ګاللي او دغونډي په اخيره کي خپله ښاغلي ظاهر پښتون وينا وکړه 
چي خپل په وينا کي يي وټولو راغلو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د خپل پروګرام په هکله يي د خلکو څخه مرسته وغوښته او د سرښوونکو او ښوونکو څخه يي مننه وکړه چي د زده کوونکو په روزلو کي يي مرسته کړيده او ټولو ګډون والو ته يي ددغه پروګرام يادونه وکړه ( چي هيواد والو! موږ څوک غمخور نلرو چي زموږمرسته وکړي دادی څو غونډې او پروګرامونه مو وکړه يوه مرجه تر اوسه پيدا نشوه چي زموږ پر سر لاس راتير کړي موږ نور بايد د چا په طمع و نه اوسو
هر څوک چي راځي وعدې راکوې او کار يي تاسو وينی چي په صفر کي ضربيږي بهرنی موسسې خو پريږدی زموږ خپل حکومت زموږ سره په دغه يوه لسيزه کي څه
کړيدي
دغه پروګرامونه موږ خپل په مالي بود جي يعني په چنده دښوونکو څخه راټوله کړې او جوړ کړی مو دی ځيني داسي اشخاص شته چي نوري دنيا ته وايي چي دا غونډي موږ ورته جوړې کړې وې نن زموږ پروګرام ته د ټولو بهرني مؤسسو او انجيو ګانو ته مو بلنه ورکړې وه خو تاسي يي وينۍ دغي ګرمۍ ته موږ ناست يو او څوک نه راځي
صرف دکوچنيانو دساتني او روزني مؤسسي يو تن کار کوونکی بهاوالدين بها او د ويس مؤسسي رفيع الله راغلې دې نن سبا تاسي دلته حالات وينی خو بيا هم موږ خپل افغانې غيور مخته کړی او دغه غونډي جوړوو او دغو غونډو دادی سر ښوونکي صاحبان او بها صاحب ناست دی چي څومره يي د تعليم او د زده کړي په جلب و جذب او دورځني غير حاضری د پاره ګټور تمام شوي دي