د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امريکا د کانګريس يو غړى د افغانستان د وېشلو هڅه کوي.حامد کرزی

پژواک خبري اژانس 22.05.2012 10:11

شيکاګو (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د امريکا د کانګريس يو غړى ډانا روهارباچر د افغانستان د وېشلو هلې ځلې کوي؛ ځکه اجازه نشته چې هغه دې افغانستان ته راشي.

ولسمشر دغه څرګندونې نن امريکايي ټلويزيون سي. اېن. اېن سره د شيکاګو دغونډې پر مهال په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه: ((د امريکا د کانګريس (پارلمان) يو منتخب وکيل بايد په قومي توګه د افغانستان د وېشلو خبرې ونه کړي او نه هم بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.))

ولسمشر په دې مرکه کې ويلي، چې د کانګريس دغه غړى د دې حق نه لري، چې په افغانستان کې د فدرالي نظام او يا هم د افغانانو اړوند نورو قومي معاملو په اړه څرګندونې وکړي.

حامد کرزي وويل: ((که چېرې کوم افغان دغه ډول کارونه وکړي، نو امريکا به يې په اړه څه ډول غبرګون وښيي.))

د هغه په وينا، تر هغه به ډانا روهارباچر ته د افغانستان د سفر اجازه نه وي، څو يې د افغانستان په اړه خپل نظر بدل کړى نه وي.

هغه زياته کړه: ((څو پورې چې هغه د افغانانو او د افغانستان اساسي قانون ته احترام څرګند نه کړي، هغه نه شي کولاى زموږ خاورې ته راشي.))

ولسمشر حامد کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د بيان د ازادۍ له امله ډانا دا حق لري چې دا ډول څرګندونې وکړي، وويل، چې دا ښه کار دى، خو د بيان ازادي هم خپل حدود لري.

نوموړي وويل: ((د بيان ازادي د هر چا په خپل هېواد پورې رامحدودېږي، داسې نه چې د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وشي،که چېرې د افغانستان د پارلمان يو وکيل ووايي چې امريکا دې په پنځو هېوادونو ووېشل شي، نو تاسو به يې په اړه څه نظرولرئ؟))

د امريکا د کانګريس دغه غړى پنځه مياشتې مخکې له يو شمېر نورو وکيلانو سره په جرمني ګې غونډه جوړه کړې وه او ورته يې د افغانستان د حکومت سياسي اپوزېسيون، چې په کې احمدضيا مسعود، محمدمحقق او عبدالرشيد دوستم شامل وو، ورغوښتى و.

د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه کړې وه او د حکومت د سولې له پروسې سره يې سخت مخالفت کړى و.

ډان روهارباچر شاوخوا دوه مياشتې مخکې غوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي، خو د ولسمشر حامد کرزي له خوا ورته اجازه ورنه کړى شوه.