د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسبو پاچا

محمود نظری 22.05.2012 00:16

دسبو پاچا
د ترکاري په دوکان کې جوړه سوه لویه جرګه
ول موږ هم لکه د ځیناور و غواړو پاچا اوبارګه
لکه د ځیناورو چې شین زمری یې دی پاچا
موږ هم باید وټاکو ځان ته یو لوی چاچا

دسبو پاچا

د ترکاري په دوکان کې جوړه سوه لویه جرګه

ول موږ هم لکه د ځیناور و غواړو پاچا اوبارګه

لکه د ځیناورو چې شین زمری یې دی پاچا

موږ هم باید وټاکو ځان ته یو لوی چاچا

جګړابو مولۍ سر پورته کړ په خورا زور
ول اشتیاه راوړنکی یم دستر خوان ته دهر کور
چړامبو بادرنګ په لچراواز ویل د ښځینه
بې ماخوند نه کوي شلومې سلات اوسلاته
زړامبو رومی ویل لکه سپين ږیری په حوصله
دا زه یم ټولو وچو خوړو ته کچاپ اومصاله
خیټوکډو ویل په ټولو کې یم خاوند د خوند
څلویښت ورځی يه نس کې ثنا وایم او حمد
خړینو بانجڼ ویل زه یم د پاچاهی سزاوار
منی یې که برته وخورئ یا بولانی زما یو وار
خړینبوګندنې ویل زه ژر ورکوم حاصل
که بورګی وخوری بیا به ما ته سې قایل
ځوزګو بینډی ویل زه یم هندی شهزاده
زما څخه پرته خوند نه لري بله تربوچه
ځړوبک جوغندر ویل زه یم دبوری پلار
په هر ډول مربا او خوږوکې یم همکار
بوت اوربوزی پياز ویل زه یم دزرو ناورغیو دوا
د هر کور اشپزخانه ده زما ځای اوماوا
کونجلکه ګازره راپورته سوه په کمین
ول زه په ځان.کې لرم هر ډول ویتامین
بوډابوق ترپ ویل غوږ کښیږدئ سبو
پاچاهی نه ده نورو ته په کولو دښو
تاریخونه اوتجربې ښیی دا واقعیت
ښه پاچا تیر سوی نه دی په تاریخ کې دبشریت
شین زمری ځکه دځیناورو سوی پاچا
په ټولو ځیناوروکې ظالیم دی او بې حیا
هیڅ ځیناور نه پریږدي بې ضرره
ان خپلو زمریانو ته نه دی بې خطره
په انسانانو کی هغه څوک پاچا سي
چې ددشمن په نامه نیم نسل تباه کړي
دکلی ښه سړی هلته په کلی کې ملاسي
بد سړی یاملک یا ښار کې وایسراسي
د قانون په اساس بد سابه باید سي پاچا
چې تر ټولو خپلو هم جنسو ته وي نا روا
ډبوبانجڼ ویل خلک وایي بانجڼ دی بد افت
بوینې هوزی ویل زما په بوی پیغامبر ویلی لعنت
بوډغې کړیلې ویل زه یم په سبو کې زاربوټی
بادک ټېپر ویل زه په غمو باسم د سړی کوټی
پيغلې ګندنی ویل زه ساتم په نس کی فاضله
ووایاست زما بد شی په سابو کې سته ګنده
ترخک کاهو ویل که څه زما راز دی پوشیده
زما ژیړی پاڼې زما دبې سوري کوي کیسه
دې جرګې درلوده ترهغه هغه دغه
چې ټوله سوه له ډیره بحثه خسته
اخیر دسبو پوهانو په سلا اومشوره
چوغندر سو پاچا دسبو په رایه پوره
خوبک تراتیزکو وپوښتل ولي پاچا سو چوغندر؟
په کوم حساب هغه کله دی د پاچاهي وړ
نعنا ورته ویل کرار، هغه دی تر ټولو غدار
د هغه د لاسه دسبو په خوړلو نسته وار
هغه تر ټولو سبو سبو ته دی خطر ناک
دهغه په سوروسپين بدن ډیر دی چالاک
هغه غدار چې د هر سابه سره ملګری کیږي
رنګارنګ مرباوي او حلواوي تر ې جوړیږي
ځان سوځي خو نور سابه هم نه پریږدي کرار
ان له میوو څخه لا جوړوي مربا او اچار
خلک له هغه څخه په وهو وهلو بوره جوړوي
هغه دهر تریخ سابه په وهولو سوځولوخوږوي
انسانانو ته يې اچولې ده ناعلاجه دشکري ناروغي
بیا یې هم اوس ټول سابه د خدای سایه ګڼي
دچغندر پاچا ته خلک لبلبو وايي له درناوي
ددموکراسی تیوریسنان دا تشبیه هرپاچا ته خوښوي
پاچا ته دزمری پرځای ووایاست لبلبو له دې وروسته
چې ووایي :زه یم لبلبو زما اتل نسته بل په کابل نسته


چړامبو(لټ).جګړابو( دنګ)،خړینبو(چټل)،زړامبو(ځوړند)،. ډبو( شلنډ)،،بوډغه( زړه ښځه)،بوډا بوق( ډیر بوډا). بوټ وربوزی( مرور)،
۱