د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

غزل 21.05.2012 14:29

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زمونږترمینځه فاصلی دی او وړی هم نه دی
څه غرونه غرونه اندازی دی تابه څنګه ګورم

زما د زړه نه یو الله خبر دی زه خبر یم
ماسره څومره اندیښنی دی تابه څنګه ګورم

اوس که ته راشی که رانه شی هیڅ پروانه کوی
اوس دواړه سترګی می ړندی دی تابه څنګه ګورم

چی چیرته ځم راپسی راشی ځانته نه یم ګرانی
دغم لښکری راپسی دی تابه څنګه ګورم

رازه رازه خو اوس ناوخته دی اونیمه شپه ده
ډیوه می مور وړی تیاری دی تابه څنګه ګورم

بیاراته مه وایه چی ښارته راشه هلته ګورو
ښارکی بمونه دهماکی دی تابه څنګه ګورم

سیلابه اوس دګودرونوهم څه خونده نشته
هلته اوس جوړی هدیری دی تابه څنګه ګورم