د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان اوټولنه

اېمل افغان 20.05.2012 15:50

څرنګه چې د يوې ټولنې زياته برخه ځوانان جوړ وي، حکومتونو،سياسي ګوندونو اوفرهنګي ټولنو ته هم پکار ده،چې د هيواد راتلونکي ځوانان ترخپل واک او کنترول لاندې ونيسي په هغوی کاروشي د هغوی لپاره زده کړې زمينه برابره شي ترڅو همدغه ځوانان وکولای شي د خپل هيواد لپاره د خدمت جوګه شي دا چې ټولنه پرته له ځوانانو نه جوړيږي، هره ټولنه ځوانان لري دوي هم بايد له خپل فکر او خپلو تګلارو کار واخلي او د ځوانۍ کارو ته ملا وتړي که هغه په دولتي ادارو کې کار کول او يا هم کورني کارونه وي خو چې کار وکړي او د هرډول اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستونزو په وړاندې په خپله ټولنه کې ودرېږي.
يوځوان بايد د خپلې ټولنې په وړاندې يو بريالی ځوان وي زموږ افغاني ځوانان په داسې يوجنګ ځپلي هيواد کې ژوند کوي،چې د تاریخ په اوږدوکې هرسياسي نظام او سياسي کړۍ له دوي نه د جنګ او جګړې په ميدان کې د يو سپرپه توګه کار اخيستی د همدغو ځوانانو په مټ زموږ ځينو مشرانو خپل ځانونه موخو ته رسولي خو د اهدافو له ترلاسه کولو وروسته بيا د ځوانانو په اړه چا کوم کار او د هغوی سمې لارې ته د رهبري کولو لپاره کوم هوډ نه دی نيولی،چې په نتيجه کې همدغه ځوانان په افغانستان کې د زده کړې له خوږ نعمت نه په لومړي سرکې بې برخې شوي.
دا چې ځوانان او ټولنه يو له بل سره نه شليدونکې کليمې دي نو ځوانان بايد په افغانستان غوندې يوه خواره ټولنه،چې تل په کې وژنې، سړي تښتونې، د ښځو په عذت لوبې کول، لوټماري او د باروتو او توپونو لوګي پورته کيږي، کوښښ وکړي ترڅو د زده کړې له لارې خپل ځانونه لوړو اهدافو ته ورسوي او هم په راتلونکي کې د دا ډول ناوړه پيښو مخه ونيسي که موږ په خپل هيواد کې له تيرو تاوتريخوالو راپديخوا وګورو خدای شاهد حال دی،چې دلته ډيرې دلوړو زده کړو دولتي او نادولتي ادارې شته،ځوانان کولای شي هغوی نه په استفادې سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ځکه زده کړه د هرځوان حق دی نوبايد چې ترلاسه يې هم کړي.
همدارنګه ځوانان بايد په ټولنيزو، فرهنګي اوسياسي غونډو کې برخه واخلي په دې معنا هغه غونډې،چې جوړيږي په هغې کې د يو هيواد سياسي رهبر، مشر په اصطلاح يو پوه سړی خبرې کوي، د هيواد په سياسي، امنيتي او ياهم د ځوانانو کارته د هڅولو په اړه به په کې خبرې کيږي، چې له دې سره د ځوانانو په ذهن کې ډيرمسايل پيدا کيږي او بل د ده لپاره د کار او احساساتو يوه لاره ښکاره کيږي ځکه همدغه کارونه دي،چې له لومړۍ مرحلې پيل کيږي او وروسته بيا په غټو غونډو او رهبريو بدليږي.
يوځوان که خپل ځان په ځوانانو کې شميري او له ځوانانو سره يې سرو کار وي ده ته پکار ده،چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره يوه ځانګړې تګلاره په مخ کې ولري ترڅو وکولای شي د همدغې تګلارې په پلي کولو سره خپل اهداف ترلاسه کړي دا چې افغان ځوانان په يوجنګ ځپلي هيواد کې ژوند کوي په دغه ټولنه کې د دوي مسؤليت څه دی؟ ترڅو وکولای شي د هغې په وړاندې مبارزه وکړي.
دلته مسؤليتونه ډېرزيات دي،چې ترخپلې وسې پورې يوځوان بايد هغه پرځای کړي په لومړي سرکې د خپل ځان او خپلې کورنۍ مسؤل دی،چې په سرکې خپلې زده کړې پوره کړي له هغې وروسته د کورنۍ مسؤليتونه دي،چې بايد د خپل فاميل لپاره د ښه او غوره کار يوه زمينه برابره کړي ترڅو وکولای شي په راتلونکي کې يو ښه او غوره ژوند ولري که چيرته دی خپل ژوند د ځوانۍ په مرحله کې جوړ نکړي نو فکر نه کوم،چې هغه بيا د عمر په تيريدو سره جوړ شي، خو که يوځوان خپل ژوند جوړ کړي معنا دا چې خپل وخت يې په بې ځايه کارونو تير نکړو او ترڅنګ يې خپل اقتصاد پياوړی کړو نو دی به د ژوند تر اخري سلګې پورې هم په ديني ا وهم دنيايې کارونو کې کامياب او سرلوړی وي.