د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اربکيان د افغان وژنې تر ټولو خطرناکه توطيه

سمسور بغلانی 20.05.2012 15:37

د بغلان او کندز خلک د اربکيانو له کړنو پوزې ته راغلي؛ غږ يې واورئ!
د روان کال د غويي مياشت په ۲۷ مه مې په سرنوشت ورځپاڼې کې د امرېکې د متحده ايالتونو د دفاع وزارت ( پنټاګون) هغه ريپورټ ولوست چې له مخې يې د امرېکې په مرسته رامنځته شوي سيمه ييز پوليس چې اوس په اربکيانو مشهور دي، په وژنو، غلاوو او جنسي تيرو کې ښکيل بلل شوي وو.
د همدي ريپورټ د کره والي له پاره مې بيګا شپه هغه خپل ميلمه وپوښت چې تازه د بغلان ولايت د ډنډغوري له سيمې څخه راغلی وو. نوموړې د خپلې سيمې « پوزه ايشان او بالادوري » د اربکيانو قومندان شمس الحق په اړه را ته وويل چې پخوا يې د اسلامي جزب په ليکو کې فعاليت کاوو، چې هغه مهال يې هم خلک په يوه او بل نامه ځورول، بالاخره طالبان دې ته اړ شول چې د هغه پر ضد اقدام وکړي او له سيمې څخه يې وشړي.
د نوموړي په وينا؛ شمس الحق د ټولو هغو ځمکې خلکو لاندې کړي او حاصل په خپله اخلي، چې کورونه يې په پاکستان، ايران او يا هم کابل او د هېواد په نورو سيمو کې دي.
هغه وويل چې قومندان شمس الحق د هغه کس باغ چې کور يې په سيمه کې نه وو، په څلويښت لکه افغانۍ خرڅ کړ او پيسې يې په خپل جيب کې واچولې.
ميلمه د دغه قومندان کړنې د څو کلونو مخکې ټوپکيانو کړنو ته ور ته وبللې او زياته يې کړه چې يوه ورځ د کابل ـ کندز د لوی سرک په سر يې په داسې حال کې چې يو زيات شمېر خلکو او لارويانو يې ننداره کوله د ميږو يوه رمه راتاوو کړه، څو ښه ـ ښه پسونه يې ور نه بيل او په رنجنر موټر کې يې ور نه واچول، شپون خوارکي چې د دې کار مخنيوی کاوو، د قومندان باډي ګارډ د ټوپک په کنداغ دومره وواهه چې پر ځمکه ولوېد، او ښی لاس يې ور باندې مات کړ، چې اوس يې هم مات لاس په غاړه کې پروت دی.
د ميلمه د معلوماتو پر بنسټ قومندان شمس الحق امريکايانو ته دومره منلی دی چې هميشه يې امريکايان کور ته تګ راتګ کوي او د سيمې يو شمېر شتمن او مخور د هغه له وېرې د سيمې پرېښودو او نورو سيمو ته کډوالۍ ته اړ شوي او پر جايدادنو باندې يې قومندان شمس الحق خيټه اچولې ده.
اربکيان له تېر کال راهيسې د کندز او بغلان په هغو سيمو کې واکمن شوي چې طالبانو په کې نفوذ کړی وو، که څه هم د دغو وسله والو ډلو په رامنځته کيدو سره طالبان په ښکاره ځپل شوي او فزيکي شتون نه لري، خو د اربکيانو بد چلند د دولت او خلکو تر منځ واټن لا نور هم زيات کړی دی.
د معلوماتو له مخې د دغو پوليسو شمېر چې اوس مهال ۱۳ زرو ته رسيدلی، امريکا په پام کې لېرې چې تر ۲۰۱۴ کال پورې دغه شمېره ۳۰ زرو ته لوړه کړي، چې د کورنيو چارو وزارت د چارواکيو په وينا دغه ډول پوليسو ته د سيمه ييزو مشرانو په خوښه کسان جذبېږي؛ خو په ځينو سيمو کې وضعيت ته په کتو سره د کورنيو چارو وزارت د چارواکيو د وينا برعکس د دغو پوليسو ليکو ته تر ټولو بد اخلاقه خلک جذب شوي، د بلکې په توګه په بغلان کې عبدل اوغان کش، امام دزد، قدوس چپه، صبور سګ او داسې نور کسان چې د ناوړه اخلاقو او بد چلند له امله په سيمه کې شهرت لري او په پورته يادو شويو غير انساني القابو باندې وياړي، د دغو پوليسو مخکښ قومندانان دي.
دا چې له دېرشو کلونو را په دې خوا د افغان وژنې له پاره ډول ډول توطيې روانې دي، سيمه ييز پوليس او اربکيان يوه بله خو تر ټولو خطرناکه توطيه ده، چې امريکايانو طرحه کړې او پخواني د کورنيو چارو پرچمي وزير( اتمر) يې بنسټ کېښود او د جهاد ټيکه دار ( بسم الله محمدي ) يې عملي کوي. دغه ډول پوليس په ډېری سيمو کې د امريکايي قواوو له خوا په مستقيم ډول حمايه کېږي، او هر څه د هغوی په لارښوونه تر سره کوي.
افغان ولسمشر ته په کار ده چې د امرېکې د دغې لويې افغان وژنې توطيې مخه ونيسي او نور پرې نه ږدي چې امريکايان د سيمه ييزو پوليسو له لارې د قوم پالنې، ژبپالنې او ټوپکسالارۍ داسې پاليسي پلې کړي، چې د دوی په نه شتون کې به هم موږ د هغې په لمبو کې سوځو.