پيدا نه وای
20.05.2012 15:18خوب مې وای دا ستا په ليچو يا خو بې له تا نه وای
يا که ته زما نه وای نو بيا د زه پيدا نه وای
زه د وای ملنګ د مات کچکول سره دا ستا د در
ای زما وطنه خو له تا ځينی جدا نه وای
مينه ورور ولي وای محبت وای جنګ او شور نه وای
مرګ نه وای لمبی نه وای غوغا او وا ويلا نه وای
مونږ که د توپک په ځای تعليم ته مخه کړيوای
دا سې در په دره خوار او زار به په دنيا نه وای
ځاله د مرغيو غوندې ټول بچي د والوتل
کاشکې بې وطنه تيت پرکه په هر خوا نه وی
زه حفيظ مليار په محبت کې پيغور نه منم
زه به مجنون نه وای نو داته که مې ليلا نه وای
19,