دګوادر لانجي
16.05.2012 14:01بلوچستان هغه سیمه ده ،چی دګاز،تیلو اوسکرو دزیرمو اودنړۍ په کچه دسروزرو دیوه ډیر لوی کان په ګډون دبلوچستان پراخی طبیعي شتمنۍ اوله عربی سمندرگي سره چی دنړی مهمه تجارتي سیمه ده،اوږده ساحلي پوله لري،دګوادربندر چی اهمیت یي ورځ په ورځ په زیاتېدودی .په بلوچستان کی موقعیت لري. او بلوچستان له ایران او افغانستان سره هم ګډسرحد لري دګوادربندر رغاونه کې یې چین له پاکستان سره مرسته کوی . اواوس یي دپنځوس کلونو لپاره له چین سره قرارداد شوی .او چینیانو تر اوسه نږدې،۵۰۰،میلونه ډالره دبندرپه جوړونه کی پانګه اچولې دبندر په جوړولوکې،۴۵۰،چینیانان انجنیران کارکوی.اوتردامهال،۲۵،چینیانان دبلوچستان لیریشن ارمی لخوا وژل سوی دی. . چین غواړي چی دمرکزي اسیا دتیلو او ګسو سرچینو ته لار پیدا کړي .خو دپاکستان شمالی لورته له افغانستان سره په پوله له ترهګرو سره جګړې ته دنړیوالو پام ډیر او دبلوچستان کی پروت دګوادر لانجي ته پام کم اړول شوي دي. په دي پروژي بیاد سیمی بل طاقت لرونکی هیواد هند اندیښنه لري .
ځکه هند نه غواړي .چی چین ده عرب سمندر ته خوندي لار پیدا کړي . ګڼ شمیر څارونکي فکر کوي . چی دګوادر پروژي دپاکستان او دچین همکاري ښیي او ښایي دافغانستان دلوبي په وروستي پړاو کي دداوړوداحتمالی شراکت نښه وی . دګوادر سیمه اوس دپاکستان د ای،اس،ای،دسختی څارنې لاندې ده،دامریکایې ستراتیژیک څیړونکي پکین زیاتوی،همدااوس په کوادربندرکې داسې نظامې وسیلې اوسیتمونه لګولې،چې دعربوله سمندرڅخه تیریدونکی ټولې بیړۍ څارلی سي،ځینی څرګندونې ټینګارکوي،چي چی دادمریکا لپاره دشرم خبره ده په داسې حال کي،چې دامریکا هڅه کوي،چی دچین دنفوذ مخه ونیسي،له هندوستان سره دامریکا نږدیوالی هم دغه موخه په برکې نیسې،هندوستان له ډیره پخوانیت درلود،چی خپل به بحري ځواک دومره پراخه کړي،چې داسترالیا اوعربو سمندر ترمینځ سیمو ته ورسیږي، له بل خوا دپاکستان دجوړیدو له ورځې تراوسه پوري دبلوڅو دازادی مبارزه پکی روانی ده .خواوس دا مبارزه دګوادر دبندر د جوړولو سره زښت زیاته شوي او نه یواځي داچی داځل بلوڅان ټول متحد سوی ده . بلکی پوځي هم دبلوچستان لبريشن ارمی په نامه جوړه کړېده. خو په ګوادرکې ډیرکله دبلوڅودازادی مبارزین کسان ورکیږي اوبیاوروسته یي مړي موندل کیږي چی دبشری حقونوسازمانونه اوبلوڅوملتپالو ددي وژنو ترشادچین او دپاکستان لاس بولي دبلوچستان دګوادر په اړه دبلوڅود ازادی سیاسی ګوندمشر نواب خیربخش مری وایي(،په څومره تیزی چی په بلوچستان کي مداخلت زیاتیږی .که دده سیلاب مخه ونه نیول سوه .نوبیا بلوڅ قوم په اقلیت کی بدلیدل کوم وخت نه اخلي. بلوڅ قوم به مهاجربلل کیږي .غلامان پیداسوی وو. هم په غلامی کی به مړی سو ازادۍاوصرف ازادۍ پرمیټ که مو لوبه وکړه نوګټویی ګنی وطن به بایلو)بلوڅان دګوادر دجوړیدو مخالفت کړیدی. چی له کلنو راهیسی دپاکستان پوځ اوحکومت سره دخپلی خپلواکی لپاره جګړه کوي .د ازادبلوچستان ځوانانوګوندمشرې بی بی کریمه بلوڅ زیاته وی (،، ګوادر دبلوچستان سیمی ده . دبلوچستان خاوره اووسایل زموږ ده. چین بایدپوه سي . چی داپاکستان نه دی دا.خپلواک بلوچستان دی ،پاکستان اوس هم دامهال پدی هڅه کي ناکام دی،) . دیادونه وړدی چی دبلوچستان لبریشن ارمی الخودګوادر دپروږی باندي دڅو پريدونو وروسته دګوادر دپروږی کار په ټپه ولاړدي

