یو غزل
15.05.2012 19:09بیا چې تورو شپو نن دکابل لمنه ونیوه
پوه شوم چې اشنا دکوم یو بل لمنه ونیوه
وران ښکلی وطن شو داغیارو په لمسون باندی
هغه وخت واکدار چې د باطل لمنه ونیوه
اورېی دمین په زړکی بل کړه شو لمبه لمبه
کله چې لمبو نن داوربل لمنه ونیوه
ورک یی دبورا دزړه سکون هم ژوندون کړلو
دې سپیره خزان چې دسره ګل لمنه ونیوه
دا رخمی زړګۍ مې نور په هیڅ شی ارام نشولو
ځکه مې د ګل او دکاکل لمنه ونیوه
حق شاعری کاندی دلته تل زما هارون ناصر
ځکه یی په شعر کې د غزل لمنه ونیوه
جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو هلمند

