مولوی صیب ارسلان رحمانی دی اوس خدای (ج) وبښي
15.05.2012 19:06مولوی ارسلا رحمانی د پکتیکا د ارګون ولسوالی یو عادی مجاهد وو او وروسته بیا یو قوماندان شو اوپه لږ وخت کی د حرکت انقلاب اسلامی مرستیالی ته هم ورسید.
ښه سړی وو خدای دی وبښی له طالب سره طالب وو له مجاهد سره مجاهد او له دیموکراتانو سره بیا دیموکرات، مطلب داچی له هرچاسره یی لاره وړله.
لمړی او مهمه خبره خو داده چی په افغانستان کی اوس دا معموله خبره ده چی ترڅو یو شخص ښه خیانت ونکړی قتلونه ونکړی هغه کس لوړمقام ته نشی رسیدلی .
مولوی صیب او ملګرو یی د جهاد په وخت کی تر روسانو زیات له حزب اسلامی سره جهاد ته ترجیح ورکوله او همیشه به یی په همدوی پسی را اخیستی وه.
په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کی اکثره حزبیان د همدوی په لاس ترور شول .
هغه وخت چی د په اصطلاح مجاهدینو په حکومت کی پښتانه د شورای نظار له خوا پدی دلیل نیول کیدل چی تاسی د حزب اسلامی ګوند غړی یاست نو همدی د حرکت انقلاب اسلامی وزیرانو د دی پرځای چی له دی پښتنو سره مرسته وکړی ویل به یی (تاسوته چاویلی وو چی حزب ته ورشی اوس نو ځانونه خلاص کړی) .
په دی وروستیو کی د ملی امنیت له لوری نه یوازی ارسلان رحمانی ته بلکه ملاعبدالسلام ضعیف او هغه بل چی نوم یی زما له یاده وتلی خو تخلص یی مجاهد ده ته هم خبرداری ورکړل شوی وو چی ستاسو د ترور کولو پلان شته او له احتیاط نه کاراخلی ، خو نورو ځانونه وایستل او رحمانی صیب بیا پدی دلیل پاتی شو چی غوښتل یی په ارزان قیمت کی یو ښارګوټی جوړ کړی.
نوموړی او رحمت الله واحدیار دواړه د پاکستان په اسلام آباد کی یو ډیر غټ ګودام هم لری چی په هغه کی بیا میوی ساتل کیږی او تر پخیدو وروسته بیا صادریری.
همداراز په پیښور او کراچی ښارونو کی هم بیشمیره جایدادونه لری.
د نوموړی په ترور کی یا خو د ټلوالی لاس ده او هغه پدی دلیل چی د ټلوالی له نظره د ربانی په ترور کی د رحمانی او رحمت الله واحدیار لاس وو.
بل ګومان په آی ایس آی کیږی او هغه پدی دلیل چی د پاکستان آی ایس آی پدی وروستیو کی په هغو خلکو پسی راخیستی ده چی د سولی په پروسه کی ونډه اخلی نو کیدی شی د رحمانی ترور هم د همدی لړی برخه وی.
خو که په پاکستان کی د نوموړی جایدادونو ته کتنه وشی نو بیا دا ګومان کم بریښی چی د دی ترور ترشا به د آی ایس آی لاس وی.
مهمه خبره داده چی نوموړی د چا او د څه لپاره کارکول؟ که یی د الله پاک د رضا او د دی مظلوم ملت لپاره کار کول او یا هم کوم بل مقصد لپاره ، اوس به ترینه پوښتنه کیږی نه یوازی له رحمانی صیب څخه بلکه له هرانسان څخه حتما پوښتنه کیږی.
هلته نه پیسی چلیږی، نه رشوت او نه هم د چا واسطه.
الله پاک دی موږ هغی لاری ته هدایت کړی چی د ده رضا مو په برخه شی او له مرګه وروسته مو خلک د دین وطن او ملت د خدمت ګار په نوم یاد کړی ، دوعاوی راپسی وکړی ترڅو مو په قبر او د محشر په میدان کی له عذابه خلاص کړی، نه د جاسوس خاین او وطن پلورونکی په نوم چی بیا به مو هم د دنیا او هم د آخرت لپاره عذاب وی.
آمین یا رب العالمین

