د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هريو د شهرت پيداکولو په لټه کې!!!

محمد محسن مالیار 15.05.2012 19:05

او کتاب اخلي، څوک زموږ د هېواد راتلونکی تباه او د خپلو شومو اهدافو ښکار ګرځول غواړي، څوک دي، چې زموږ هېوادوال يې په يو او بل نوم بدنامه او ترور کړل، چې لا هم دا لړۍ دوام لري، سترګې مو لا د تېرو ناخوالو د اوښکو پاکې نه وي، چې پاکستان ته په پوله پرتو هېوادوالو مو نورې هم د خپلو تيمو بچو له لاسه اوښکې توې کړې، کورونه یې د هماغه هېواد په بمبارۍ لولپه او تالان شول، پاکستان په داسې حال کې زموږ په هېوادوالو بمباري وکړله، چې د يوې ادارې لرونکي يو، افغان ملي پوځ، ملي پوليس، سرحدي پوليس او ملي امنيت ځواکونو څخه برخمن يو، هېواد مو ولسمشر، وزیران او وکيلان لري، هر ولايت مو ځانګړی والي، امنيه قومندان، ملي امنيت رياست د ملي اردو قومندان او د سرحدي پوليسو قومندانان لرونکي دي، خو بيا هم په ښکاره توګه د ګاونډي هېواد چې لا يې هم زموږ ځيني سياستمندارن او چارواکي خپل ورور هېواد بولي زموږ په بېګناه هېوادوالو بمبارۍ وشوې او کورونه یې لولپه شول.
دې سره څنګ کې بايد د ياده و نه باسو چې هېواد مو لا هم غښتلي او ځواکمن شخصيتونه لري، چې نه یوازې د هېواد بلکه د نړۍ په سطحه پرې حساب کېدلی شي، په داسې حال کې چې د پاکستان بمباريو نه یوازې د کنړ او ننګرهار واليان، امنيه قومندانان، د ملي امنيت رئيسان، د ملي اردو قومندان او عامه خلک پارولي وه، د هېواد ولسمشر، د ملي امنيت لوی رئيس، د فاع او کورنيو چارو وزیران يې هم خواشيني کړي وه، که څه هم په هماغه وخت کې د دفاع وزارت وياند په خپلو خبرو کې ويلي وه، چې اوس مو هېواد ځانګړي قواوو لرونکی دی، د هر چا ځواب ويلی شو، که په ټانګ وار کوي په ټانګ يې ځواب ويلی شوه او که د الوتکې څخه زموږ په هېواد تېری کوي، کولای شو، چې دالوتکو له لارې يې ځواب ورکړو، خو د پاکستان خاورې لخواء د هېواد په ځينو برخو کې ترسره شوی بريدونه بايد د ديپلوماتيکو هلو ځلو له لارې حل شي، د دفاع وزارت د وياند خبرې يو څه پرځای او په تول برابرې خبرې وې، ځکه هر افغان په خپل هېواد تېرې کوونکو ته غاښ ماتی ځواب ورکولای شي، ځکه د افغان په خټه کې د غيرت او د هېواد ساتنې غرور اغکل شوی، خو همزمان په ختيځو سيمو کې د سرحدي پوليسو قومندان ښاغلي جنرال امین الله امرخيل ځانته د کاذب شهرت د ترلاسه کولو په خاطر د رسنيو مخ ته راودانګل ، چې زه د مرکزي حکومت څخه په پاکستان د متقابل بريد غوښتونکی یم، او که راته په ۲۴ ساعتونو کې اجازه رانکړي د خپلې دندې څخه استعفاه کوم، د ښاغلي امرخيل خبرو زموږ هېوادوال هم يو څه وخوځول، خو زموږ کليوال پدې خبرو څه پوهېدل چې دا جنګ باید د يو کس جنګ نه وي، اوس مو هېواد د ولسمشر، وزيرانواو د نړیوالو متحدينو درلودونکی دی، زموږ ۹۶ سلنه هېوادوال د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي، د دوی سياسي، ټولنيزې او تحصيلي سطحې په هغه اندازه نه دي رسيدلي چې وکولای شي د يوې خبرې تحليل وکړي ، زه د امرخيل څخه پوښتنه کوم، چې آيا په يوازې ځان پاکستان ته کولای شو ماتې وکړې؟ (نه هېڅکله يې هم نه شي کولای)، ځکه هغه هېواد اوس په اتومي وسلو سمبال دی، او غواړي چې زموږ په هېواد کې زموږ د هېوادوالو آرام ژوند واخلي، نو بيا څنګه کولای شې په یوازې ځان ورسره وجنګېږې، که چيرته امرخيل په خپل سر د پاکستان له هېواد سره جنګ پيل کړی وای، مطمين یو چې نه خو به یې د پاکستان هېواد له ځواکونو سره مقابله کړی وای له بل طرفه به په ختيځو چې په افغانستان کې نسبتاً ارامه ولایتونه دی، د آرامۍ فضاء له منځه تللی وی، شايد حالات ډېر خراب شوی وای، دې ټولو خبرو وروسته ښاغلی امرخیل د لمرتلويزيون سره تېره ورځ په تودو خبرو کې ميلمه وه، ده د کورنيو چارو په وزير تور ولګاوه، چې د ولسمشر لخواء وزيرصاحب ته ويلی شوی ول، چې امرخيل له دنده ګوښه کړي، ځکه امرخيل په پاکستان پسې خبرې کوي، دلته هم ښاغلي امرخيل ځانته د کاذب شهرت د ډېرښت په وجه ځانته ګوته ونيوه، او بيا يې په اوسني حکومت نيوکې شروع کړې، ته وا چې په يوازې ځان امرخیل کولای شي پاکستان ته ماتې وکړي، له دې څخه د ياده وتي، اوس هېواد د هرڅه لرونکی دی، او یوازې ولسمشر کولای شي، چې ملي تصميمونه ونیسي، او هغه (ولسمشر) پدې پوره پوهه دی، چې چيرته له کومې لارې کار واخيستل شي، که له يوې خوا وګورو ښاغلي امرخيل په اوسني نظام کلکې نيوکې وکړي له بلې خواء يې ورور (جنرال عزيز) د دفاع وزارت مقام د دفتر رئيس په حيث خپله دنده پرمخ بيايي، جنرال عزيز چې زه له نږدې دی او د ده کورنۍ پيژنم د د د دفاع وزارت مقام د دفتر رئيس له دندې مخکې يوه جوړه کالو ته هم حيران وه، مګر نن په ميليونو پیسې لري، ځانته يې شاهانه کور جوړ کړی او د هېواد څخه بهر يې کاروبار هم فعاله کړی، که د جنرال عزيز خوښه نه وي، هېڅ دوسيه به د وزیر صاحب تر دفتره ونه رسېږي، او نه به کوم کار خلاص شي، جنرال عزیز د وزارت څخه بهر ځان تر وزیرصاحب څخه کم نه ګڼي، خلکو ته داسې ښايي چې هر کار بغير د جنرال عزیز د خوښې ناشونی دی، مګر که چيرته جنرال عزیزخوشحاله شو، بیا هر څه امکان لري، امرخیل او جنرال عزیز لا هغه وخت ډېر کوچني وه، چې د مجاهدينو ليکو ته يې راودانګل، نن يې پلار د تلويزيونونو او رسنيو لخواء د هېواد اوسني مشرانو ته سلا او مشورې ورکوي، ورور يې هم د همدغه نظام يوه پوست کار کوي، دې هم تر پرونه د يو قومندان په حيث دنده ترسره کوله، خو نن يې ورور چپه خوله ناست دی، ځکه پیسې او امکانات ترلاسه کوي، دی د حکومت خلاف دی،ځکه حکومت دی خپل سرۍ ته پرې نښود او پلار يې بيا حکومت ته مشورې او سلاء ورکوي.
ښاغلي امرخيل ته پکار وه، چې رسنيو مخې ته د رادانګلو وړاندې يې بايد وخت پروخت او دقيقه پردقيقه اوپراتيفي او نور معلومات اړونده چارواکو ته رسولی وای، خو د داسې يې ونکړل او یوازې يې ځانته د کاذب شهرت پيداکولو په خاطر داسې يو عمل ترسره کړو، پښتانو څومره ښه ويلي، (وا فلانی اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي) ښاغلی امرخيل هم همداسې څه کول چې ويې نه شو کولای.