زه د ښار هغه شاعر یم
15.05.2012 15:21مور ته مې مور وویل
دا دود کور کې عام نه و
جان ورسره وایمه خیر
خیر دې نن مې پام نه و
نن مې په مکتب کې هم
شل لښتې خوړلې دي
خیر دې د فزیک استاد
ما په زړه لیکي دي
لوبه مو هم بایلوده
تیز بال مې ونه کړلو
ښه و نن هم لوبو هم
غالمغال ونه کړلو
لمونځ کې هم غلط شومه
ډک رکعت مې تش وکړلو
جمعه رانه تېره وه
ملا غور و پش وکړلو
ټول فکر مې تا ته دی
ته خو فکس پنځه راځې
خیر دې یو مسج وکړه
کورس ته ولې نه راځې
دا د خوږ ژبي ځوان ، د ورین تندي خاوند ، مهربانه او وتلي شاعر د نوې ټولګې زه د ښار هغه شاعر یم د ملغرو څخه یوه ده .
مهرباني وکړئ یو وار بیا یې ولوئ !
څه مو په کې وموندل ؟!
د ښاغلي اجمل تورمان نوې شعري ټولګه چې کله ما ته راورسیده او له دندې کور ته ستنه شوم ، د کتاب پوښ ته لګه شیبه ځیر شوم ، د نورو ټولګو نه راته په کې بدلون ښکاره شو، د کتاب په پښتۍ د لیکوال پېژندنه په زاړه انداز نه وه لیکل شوې .
زه څوک یم ؟
زه چې له کلي راغلم ښار راته بل ډول و
په ژبه نه پوهیدم کار راته بل ډول و
ما له الفه پیل کړه
ما ځان نه ځان جوړ کړو
ما له ساده اجمله
اجمل تورمان جوړ کړو
تورمان صیب په دې ټولګه کې کله شیطان ماشوم شوې ، کله د کورس تنکې ځوان ، کله وفاداره خاوند ، کله ښه همکار، د مور د عاطفې تږی ، کله د ژوندانه خوښۍ لمناځي او کله بیا هم د ژوند له ستړیاوو نه شکایت کوي.
هر غم راسره وېشې او هر درد راسره ژاړې
خو بیا هم زه د نورو ښکلا ستایمه چې ولې ؟
هر یو شعر یې جلا ښکلا او ځانګړنه لري ، ډیرو سره خاندم، یو شمیر راته رنګین انځور جوړوي، په ځینو نورو کې بیا ځان وینم .
ستړی راشم له دفتره ، ستړی ژوند مې بل خوا یوسي
لاره پاتې وي تر درده ، ستړی ژوند مې بل خوا یوسي
زه خو وایم چې تصویر شم ستا د سترګو په چوکاټ کې
خو دا ستاله چپ نظره ستړی ژوند مې بل خوا یوسي
ښکلې سفر و د ژوند ټولې اوړې ، ژورې مې په کې احساسولې ، عجیه خیالي نړۍ وه .!!!
یو وارې مې پام شو ، !!!!
همزولو میندو ته تېکړې اخیستې
وايي د مور ورځ ده سوغات ورکوو
مونږ بد نصیبه زه او خویندې وروڼه
لمن ، لمن اوښکې زکات ورکوو .......
مهربانه مسافره مور مې تر سترګو شوه ، .... مور جانې ته مې ورسیدلې ، سر مې پورته کړ ،روښانه ورځ تیاره شوې، زه په خیالي نړۍ کې دومره ډوبه شوې وم ، چې وخت را نه ډیر مخته تللی و .
ښه په دې ټولګې کې داسې څه ول ؟ ما سره خو د اوسنیو لیکوالو او شاعرانو یوه کوچنی کتابتون شته ، مطالعې سره هم خورا مینه لرم ، تل نوي شعري ټولګې لولم او خوند ترې اخلم ، خو تر ننه مې دا خوند په بل کتاب کې نه و پیدا کړئ ، او نه یې دومره اغیز راباندې کړې چې بې اختیاره مې اوښکې له سترګو نه په بهېدو شي.
تورمان تمثیل نه دی کړی ، راته یې دروغجن او زوړ انځور نه دی جوړ کړی ،غلا شوې فکر او تقلید نه لري، خپل جرعت او نوښت یې کارولې ، خپل الفاظ او عامه ژبه یې کارولې ، روان او ریښتونې وخت یې انځور کړې .
نوښت ، نوښت او ریښتیا ، ریښتیا وي ....!
منګی ، ګودر ، چار ګل ، بنګړي ......
زما پا اند ریښتیا هم دا خبرې اوس دېرې سولیدلې او تکراري شوي دي .
له مخې شعر او نثر پيژندل کیږي .
ځیني شاعران تړلي او ازاد نظمونه او ځیني غزلې لیکي خو داسې ډیر لږ شاعران دي چې د هر ډول شعرونو د لیکلو وړتیا لري.
ډیر کم شمیر دا جرعت او استعداد لرۍ چې خپل د چاپریال او د وخت غوښتې ته په خپل شعر کې تصویر او خپل د سترګو لیدلې حال او احساس بیان کړي.
لکه څنګه چې ښاغلی تورمان هم په خپله د سر په خبرو کې همدې ټکي ته اشاره کوي.
ګرانو شاعرانو ! زما پا اند راځئ چې د وخت سره ګام پر ګام مخته ولاړ شو، پښتو په چارګل ، پیزوان ، ګودر او رباب کې نه ده خوندی ، راځئ له نورو هغو ښکلاوو هم دوړې پو کړو چې د دودونو او راواجونو ګردونه پرې پریوتي دي ، په همدې هیله .

