"ګنګوسه" چاپ شوه
14.05.2012 22:06د اسير منګل د شاعرۍ مجموعه "ګنګوسه" چاپ او خپره شوه.
له دې مخکې د اسير منګل د شاعرۍ مجموعه "اېشمه" درې ځل له چاپه راوتې ده.
دا کتاب د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګې د زرو ټوکو په شمېر چاپ کړے او خپور کړے دے، د کتاب ډيزائن او کمپوز ذبيح شفق کړے دے او د کتاب تړون "د هغه اتل په نوم چې زمونږ ترمېنځه خوره ګنګوسه په شا وتنبوي" په نوم دے.
دا کتاب د دويم عالمي پښتو کنوينشن په وياړ چاپ شوے دے.
په کتاب ډاکټر اظهار الله اظهار سريزه او اسير منګل پرې خپلې خبرې ليکلي.
ښاغلے ډاکټر اظهار الله اظهار په يو ځائې کې ليکي: "د ښاغلي د هنر کمال دادے، چې په جذباتي مرحلو کښې يې قلم د اعتدال او توازن لاره نه پرېږدي او چرته چې د عام ليکونکو په حالاتو تبصرې، کنځلې او الزامونه کېږي، هلته د ښاغلي اسير منګل د قلم تدبر د ژوند حکمتونه زېږوي".
بل ځائې ليکي:
"د ښاغلي اسير منګل "ګنګوسه" چې په فکري افق کوم تصويرونه راخوارۀ کړي دي، هغې کښې د ايمان، عرفان او رومان عناصر شامل دي".
اسير منګل په خپلو خبرو کې ليکي:
"واقعي چې زۀ لېونے يم، عالم پۀ څه دے او محمد عالم څه کوي؟ چې زۀ د يوويشتمې صدۍ پۀ دې نړېوال کلي کښې هم چغې وهم، چې زما پښتو پۀ کروړونو وګړيو کښې هم يتيمه او بې اسرې ده".
بل ځائې ليکي:
"په داسې حالاتو کښې چې نۀ څوک د چا خبره اوري او نۀ څوک چاته څۀ وئيلے شي، مزاجونه دومره ګرم دي که څه چوڼ دې وکړو، سبا به دې د څلي درک هم نۀ لګي. کله چې پۀ خُلو او ذهنونو کُلپونه ولګي، نو بيا کلي کوڅو کښې به ګنګوسې خامخا خورېږي او ماحول به د شعر رنګ اخلي".
يو څو شعرونه:
حالات که هر څومره په خوله کښې مې د مرګ ورکوي
زۀ ځان ژوندون پله راکاږم هديرې ته نه ځم
لکه د ګل د خوشبويۍ تل پرېشان ګرځمه
زړۀ مې راټول نه کړو که څنګ کښې د جانان ګرځمه
زۀ د کوم مخ نه دوړه وڅنډمه کومه پرې ږدم
په غونډۍ ناسته ياره کلے له ګردونو ډک دے
دا چې انسان نزدې کوي نړۍ يوه جوړوي
په دغه کلي کښې زمونږ چرته کور شته او که نه؟
په نفاق چې اتفاق دے مونږه کړے
ځکه يو بل پۀ سرونو باندې ولو
ترقي مو دې صدۍ کښې دومره وکړه
د رحمان مزار بمونو باندې ولو
چې ناراستۍ ورباندې زور وکړو
يو کار ئې هم دلاسه نه کېدلو
اخري عمر کښې ئې ږيره پرېښوه
چې د هر ملک دروازۀ بنده شي پرې
شېطانان ښه پۀ اتفاق باندې ټول
د روژې مياشت کښې پښتونخوا ته راشي
دا کتاب د پښتونخوا په هر کتابتون کې ترلاسه کولاى شئ.

