د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څو شعرونه اودوه پخوا نۍ سا ند ې

محمد عیا ن « عیا ن » 14.05.2012 21:50

غزل
زمونږ کلی

له خپل کلي نه چې تلمه غا ټول ګل وو
مستوپیغلوپا س ټوملي په اوربــــل وو
ځمکه شنه په شنیلیو با نـد ې فرش وه
ټول ډا ګونه یې پټ شوي په زیړ ګل وو
د کونړ د غرو لمنې تکې شنې و ې
زرکا ن مست ووپه ټوپو په ا لو تل وو
پسرلی و د جنـت بو ی تې ر ا تلـلو
د کونړ لید ه تر عرشه پورې تلل وو
ما ویل خدایه بیا به هم لا د لته را شم
اوکه به دا زما وروستي د ژوند کتل وو
چې په خوب کې یوځل بیا کلي ته لا ړم
نورڅه نه ووپه سرخا ورې با د ید ل وو
نمره یي مینه مې خا ورې شوه ایرې شوه
کلــی ورا ن و ا و کنــډ رو ا و ژړل وو
د « عیا ن » ا رما ن به کله پوره کیږي
اوس یې کلی ا د یره او د قبرونوکنستل وو
« پا ی »

ا و ښکــــې
ته د ې اوښکې وچې کړه ما ډ یرې تویې کړې د ي
جا نا نه ستا په یا د کې مې په شپو ورځو ژړلې د ي
د اوښکو د زغم نوره شیمه د ې وجود کې نه شته د ی
دغه توپا نونه سیلا بونه په ما زر ځله راغلي د ي
د خد ا ی د پا ره نوره ژړا مه کوه ما مه سیــــــز ه
ما د رڼو ا وښکو په ځا ی و ینو کې لمبلـــي د ي
پا کې کړه له مخ نه د ې د ا تړمې اوښکې پا کې کړه
شیرینې ستا په د رد کې مې د غم ســلګئ وهلي د ي
سرې اوښکې له سرو سترګو روا نې چې زه وګورم
هغه و خت را یا د شي شوګیرونه چې مې کړي د ي
غونی مې ځیګ ځیګ شي او ویښا ن مې نیغ نیغ ودریږي
ما چې د وطن پیغلې په خوب کې هم ژړابا ند ې لید لې د ي
سترګې د « عیا ن » به هیڅ وخت وچې نه شي او ښکو نه
ستا د را تــلو لا رې یې د شپې ورځې څا ر لـــــې د ي
« پا ی »

یوا نقلا بي وا یي
د ا فغا ن د تورې ځـل یم ** د سوکا ل ژوند په تکل یم
هسک د سپین تند ي د پا سه ** تورکا کل یم ،جړاوربل یم
زما نه به مې را یا د کړي ** په ا یرو کې سورلا ل بل یم
د ټو ټې ټوټې ځیګر سره ** لا تر ا وسه هم ا تـــــــــل یم
د انقلا بي په نا مه ویا ړم ** و لسونو سره حــــــــل یم
هیڅ غدارته تسلیم نه شوم ** له آ زله غیــــــــــر ت مل یم
د احسا س قوت مې ډ یردی ** څه چې ظا هراً کې شل یم
د ا نن ځکه د ر په د ر یم ** چې د سرو لښکرو دَ ل یم
ا خري ارما ن مې د ا د ی ** په تیا روکې دې مشعل یم
« پا ی »


نا روا
په توپا نونوکې توپا ن شومه ** خلکو د ا څومره نا روا و شو له
له خپل وطنه په هجرا ن شومه ** خلکو زما سره تا دا وشوله
له خواږه ملکه په هجران شومه ** خدا یږوزما سره تادا وشوله
په توپا نونو کې تو پا ن شومه ** خلکو دا څومره نا روا وشوله
*****
زه د خپل کور کلي ما لک ومه خو
زه د خپل کور کلي ما لک ومه خو
زه مې د کورکلي ما لک ومه خو
زه مې د کور کلي ما لک ومه خو
اوس آواره په ټول جها ن شومه ** خلکو دا څومره نا روا وشوله
*****
په خپل همت مې بد لون را وستلو
په خپل همت مې بد لون را وستلو
په خپل همت مې بد لون را وستلو
په خپل همت مې بد لون را وستلو
د شرق اوغرب نه بمبا را ن شومه ** خلکو زما سره تا دا وشوله
د شرق او غرب نه بمبا ران شومه ** قسم دی ما سره تا دا وشوله
*****
په حقیقت کې زه قوت د وطن ** په حقیقت کې زه قوت د وطن
له خپلې خا ورې نه قربا ن شومه ** خلکو زما سره تا دا وشوله *****
یوخوا ستینګر اوبل خوا سکا ډ وسومه
یوخوا ستینګر اوبل خوا سکا ډ وسومه
ترخو سیلیو کې خزا ن شومه ** والله زما سره تا دا وشوله
*****
اول د « سره » اوس مې د « شنه » سره وا ک
اول د « سره » اوس مې د شنه سره وا ک
د خپل تا ریخ یو آ رمغا ن شومه ** خلکو زما سره تا دا وشوله
*****
را تلونکی کول به همیش ویا ړي په مونږ
را تلونکی کول به همیش ویا ړي په مونږ
د سمې لا رې قهرما ن شومه ** خلکو زما سره تا دا وشوله
*****
ما د ولس نه قربا ن کړی و ځا ن
ما د ولس نه قربا ن کړی وځا ن
ځکه سند روکې « عیا ن » شومه ** خلکوزمونږ سره تا دا وشوله
په توپا نونوکې توپا ن( ۱) شومه ** خلکو دا څومره نا روا وشوله
خد ا یږوزمونږ سره تا د ا وشوله ** قسم د ی مونږسره تا دا وشوله
( ۱ ) توپا ن د لته د ورکید و او جا روکید و په ما نا د ی .

«پای »
زمونږ ژبه وا یي
د هیوا د اونړۍ ټولو ژبو ته درنا وی.
دا شعرمې د مورنۍ ژبې د نړیوا لې ورځې په منا سبت،چې د ملګرو ملتونوله خوا دفبروري «۲۱ نیټه» ټا کل شوې ،لیکلی د ی .
د چا د پا ره که پرد ۍ ژبه یم ** زلمیه ستا خو مورنۍ ژبه یم
که د تا ریخ پاڼې راوسپړل شي ** ټوله د نیا کې پخوا نۍ ژبه یـم
حروف مې ډ یراوهم پرا خه یمه ** د ا ریا یا نو لرغونۍ ژبه یـم
په خپل مضمون سوچه کید لا ی شمه ** ستا په کوشش یوه ژ و ند ۍ ژبه یـم
زه د یما ، کروړ، میرویس ژبه یم ** د هر افغا ن دسرلوړۍ ژبه یم
د یرغلګرو تا ړا کونه و ي تل ** زه لا تر اوسه د سیا لۍ ژبه یم
د میړنو او ننګیا لیو خولو کې ** د زرغونـې ا و ملا لـۍ ژبه یم
څوک به کینه را ته په زړه کې سا تي ** خو زه د سولـــې ا و د وستــۍ ژبه یم
حورې غلما ن ا و پرښتې به مې وایي ** « عیا ن » ته ګـرا نه «جنتۍ» ژبه یم
« پا ی »


د ډ ا کتر شا زار « لیوا ل » په مړینه : ۲۰۰۸ / ۳/ ۲۵
ســــا ند ه
*****
و ا ه . . .
څومره د رنې کوکې مې
غوږ را کا ڼه کړه خلکو
چغه مې غوږکې وشوه
چې شا زا رولوید لو
د توروخاورو ګورته
بیرته به نه را ځي بیا
تل خوبولی به وي *** تل نا لید لی به وي
***
واه . . .
څومره تیره کریکه مې
په مغزو پریوتله
د مسکا ډ که خوله یې
خا ورو کې کیوتله
بیا به هیڅ ونه خا ند ي
څومره ترخه کوکه وه
چې شا زار ولوید لو *** د تورو خا ورو ګورته
چې لیوا ل ولو ید لو
د تورو خا ورو ګورته
بیرته به نه ر ا ځي بیا
تل خوبولـی به و ي *** تل نا لید لی به وي
***
و ا ه . . .
د ولس لا ره کې یې
ځا ن قربا ن کړی خلکو
په غره ا وا ره کې یې
هرزغم منلــی خلــکو
څومره جذ ا ب ا نسا ن و
ژور په زړونو کې پروت
ډ یره ترخه کـو کـه وه
چې لیوا ل ولوید لو *** د توروخاورو ګورته
چې شا زا رولوید لو
د تورو خا ورو ګورته
بیرته به نه راځي بیا
تل خوبولی به وي *** تل نا لید لــی به وي
***
و ا ه . . .
څومره تیره څریکه وه
زما ځیګرکــــې وشوه
اوس مې د اوښکو په ځا ی
له سترګو وینې څا څي
غم یې بیشا نه د روند د ی
اوښکـــې رنګینې څا څي
یاران یې ټول غمجن کړل
ر یشتیا تیره څریکه وه
زما ځیګـــرکــې وشوه
څریکــه پخه څریکه وه
چې شا زا رولوید لو *** د تورو خا ورو ګورته
چې لیوا ل ولــوید لو
د تورو خاورو ګورته
بیرته به نه را ځي بیا
تل خوبولی به وي *** تل نا لید لی به وي
***
واه . . .
دا تند ریزه چغه
چې غوږ ته راغله خلکو
په زړه خوځکه زما
یو لړزه را غله خلکو
د « مستربل » په غره کې
زلزلــــه را غلـــه خلکو
ځکه :
تود ه کوکه وه
چې شا زارولوید لو
د توروخاورو ګورته
چې لیوا ل ولوید لو
د تورو خا ورو ګورته
بیرته به نه را ځي بیا
تل خوبولی به وي *** تل نا لید لی به وي
***
واه . . .
څومره د رنه کوکه وه
مسکو یې شړ کنډ ر کړ
خوست کې ویرونه جوړشول
خپه یې لر ا و برکړ
صبرخپلوا نوته یې
ټولو یا را نو ته یې
غوا ړم د زړه له کومي
د « خوست » زلمیا نو ته یې
یا د به یې سا تو زړوکې *** یا د به یې ساتو زړوکې
اروا د ې ښا د ه وي تل *** اروا د ې ښا د ه وي تل
« پا ی »

د « خا لد » د مړینې د کلیزې په منا سبت :
۲۰۰۶ / ۱/۸
ورژید و
غوټۍ وه اوبیا ګل شواوزر ګل ورژید و
پا ڼې پا ڼې نه شو له غند ل ورژید و
د باغ په سروګلونوکې له ټولونه ښا یسته و
ښا یسته لکه د ګل وله اوربل ورژید و
ځوانۍ کې ځوانیمرګ شوارما نونه یې نیمګړي
د نا وې له تند ي نه تور کا کل ورژید و
ارمان یې د کونړد سیند اوبواو د پیتاوي ځان سره یوړو
مرا د ته ورنژدې و چې سنبل ورژید و
د شعر د نیا ګۍ یې د پخلي په لورې تلله
د ځوا نو شا عرا نو یو ا تل ورژید و
کتاب چې یې راواخلمه نواوښکې مې پې توی شي
فلک ته په غوسه شم څنګ عا جــل ورژید و
د «عیا ن» د سترګوتور، « خا لد » به تل مدام ژوندی وي
بـــا ڼه د تورو سترګو په کجل ورژید و
« پا ی »