د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خارج ته تګ د ځان او ايمان زيان

جمال الدين سياف 14.05.2012 10:23

د انسان ژوند په نړۍ کې د يو مسافر په څير دى، د انساني ژوند د پيل راهيسې بيا تر اوسه پورې انسانانو د ډول ډول موخو لپاره له خپل اصلي ټاټوبي نورو سيمو ته سفرونه کړي، د ډول ډول ديني او دنيوي اهدافو د حصول لپاره سترو سترو هستيو د سفر بسترې تر شا کړي او د خپل اهل او عيال څخه د کلونو کلونو لپاره تر ليرې ليرې سيمو تللي دي.
حضرت پيغمبر صلي الله عليه وسلم هم د تجارت په خاطر د خپل اصلي ټاټوبي مکې معظمې څخه د تجارت په نيت د شام په لور سفرونه کړي دي، وروسته بيا د جهاد او هجرت په نيت هم په اسلامي تاريخ کې د نوموتو کسانو د سفرونو حوادث ثبت دي او اوس هم دا لړۍ روانه ده.
له مشرانو مو اوريدلي چې په افغانستان کې د ديرش کاله پخواني انقلاب څخه دمخه خلکو خورا کم سفرونه کول، ځکه چې افغانستان يو وروسته پاتې هيواد ؤ، خلک د نړۍ څخه ناخبره وه، يواځې ډيرو شتمنو خلکو او يا دولتي کسانو به د هيواد څخه بهر سفرونه کول او که څوک به د هيواد په داخل کې هم له يو ځاى څخه وبل ځاى ته ولاړ نو هغه به يو ستر او اوږد سفر بلل کيده، وسايل هم کم وه، خلکو به په څارويو او پلې مزلې کولې، زما نيکه هم د حج د فريضې د اداء کولو لپاره په خپلو پښو ډير مزلونه کړي وه او په موټر کې يې خورا کمه مسافه وهلې وه.
خو د انقلاب څخه وروسته افغانانو د نورې نړۍ لارې وليدلې، پر ګاونډيو هيوادونو سربيره ليرې پرتو هيوادونو ته مهاجر شول، په لويديځو هيوادونو کې هم ميشت شول، په ځمکه کې خپاره شول او اوس نژدې د ځمکې پر مخ ډيرې هيوادونو کې افغانان ژوند کوي.
لويديځو هيوادونو (اروپا،امريکا) ته د افغانستان اوسيدونکي ولاړل او بيرته راغلل، همدا راز په هيواد کې ډيرو غربي شرکتونو او مؤسسو په يو او بل نوم ځالې جوړې کړې او افغانانو ته د لويديځ په هکله ډير معلومات تر لاسه شول.
اوس خارجي هيوادونو او په ځانګړي توګه اروپا او امريکا ته د افغانانو تګ راتګ زيات شوى چې ډير کم يې د قانوني لارو او ډير زيات يې د غير قانوني او قاچاقي لارو څخه ځي.
خو هر کله چې دغه خلک د افغانستان څخه په يوه او بله لاره ووځي نو هم دين له لاسه ورکړي او هم يې دنياوي ژوند تريخ او يا د ستر ناورين سره مخ شي.
په راپورونو کې مو وليدل په اصطلاح د کابل د ادارې د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال په افغانستان کې د يوې ايرانۍ سره چې په خبرونو کې جاسوسه بلل کيږي اړيکې ټينګې کړي خو د غرب د ازادۍ څخه د ګټې اخيستنې لپاره يې د هغې سره د عياشۍ او فحاشۍ مزي په امريکا کې زغلولي دي.
څه موده دمخه خبرونه تر لاسه شول چې د اندونيزيا په اوبو کې له افغانانو يوه ډکه بيړۍ ډوبه شوى، لسګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، د خپل هيواد څخه په تيښته د استراليا په لور روان وه خو نوموړي هيواد ته د رسيدو پر ځاى د ماهيانو خوراک شوي دي.
څو کاله وړاندې کوم بهرني هيواد ته د تګ په تمه لسګونه افغانان د پاکستان د بلوچستان د کويټې په ښار کې د دې لپاره چې د ايران له لارې يې اروپا ته رسوي د انسانانو د قاچاق کوونکو لخوا په يو کانتينر کې ايسار کړاى شوي وه او د ډير وخت له کبله پر هغوى هوا بنده شوې او ټول مړه شوي وه.
نژدې درې کاله وړاندې مې د يو ملګري سره د درې سوه پاڼو يوه دوسيه وليدله چې په لندن کې د يو افغان ملزم بندي حالات پکې بيان شوي وه، دغه درې سوه ورقې د محکمې دوسيه وه چې پر يو افغان د پورې شويو تورونو لپاره جوړه شوې او بيا د پښتو او انګليسي ژباړې ته زما تر ملګري را رسيدلى وه، د افغان جرم دا ؤ چې د لندن په لارو او کوڅو، د بحر په ساحلونو او لږ تر لږه يو ځل يې په يو موتر کې په ميرمنو بريدونه کړي او هغه هم د جنسي هوس زيږنده بريدونه.
اوس په نړيوالو او سيمه ايزو رسنيو کې خپريږي چې په انګلستان کې يو افغان پر کم عمره اجونو د جنسي تيري له کبله په څلور کاله بند محکوم شوى او د بند د مودې تر بشپړولو وروسته به د انګلستان څخه ايستل کيږي افغانستان ته به استول کيږي.
د دې دوه ويشت کلن افغان نوم حميد صافې ښودل شوى او ويل شوي چې نوموړي په انګلستان کې سياسي پناه اخيستې وه، اوس د نورو اتو کسانو سره چې هغوى پاکستانيان دي د ياد جرم په تور محاکمه او سزا ورته اورول شوى ده.
د دوه ويشت کلن حميد صافي په اړه ويل کيږي چې د ايران او ترکيې له لارې په غير قانوني توګه انګلستان ته تللى او بيا په يوه لارۍ ډوله موتر کې په پټه لندن ته داخل شوى، يو ځل په دوه زره او اتم کال کې نيول شوى خو څلور مياشتې وروسته بيرته خوشى شوى، نوموړي په زندان کې پدې موخه قصداً ځان ټپي کړې چې بيرته افغانستان ته د هغه د استولو د هلو ځلو مخه ونيسي.
هغه په انګلستان کې شپږ کاله تير کړي او حکومت ته يې ويلي لدې کبله د افغانستان څخه تښتيدلى چې اکا يې طالبانو وروژلى دى.
دا چې دوه ويشت کلن حميد په انګلستان کې شپږ کاله تير کړي نو څرګنده ده چې په شپاړس کلنۍ کې نوموړي هيواد ته رسيدلى او د شپږو مياشتو څخه زياته موده به يې نوموړي هيواد ته د تګ په لاره تير کړي وي، اوس راځئ دقيق نظر وکړو چې په کم عمرۍ کې نورو هيوادونو او په ځانګړې توګه د اخلاقي پلوه غورځيدليو او کم ظرفه لويديځو هيوادونو ته د خپلو اولادونو ليږل د ځانه سره څومره ستر ستر خطرونه لري، نه يواځې دا چې دغه ځوانان د حميد صافي په څير بې لارې کيږي، د هغه په برخه ليک اخته کيږي، خپلې کورنۍ او هيواد ته د شرم ګوډې پر اوږو راځي بلکه د عقيدوي انحراف ښکار کيږي هم.
دغه ځوانان د بيلا بيلو علتونو له کبله د هيواد څخه د تيښتې او وتلو لاره غوره کوي، نه يواځې دا چې په خپله خوښه خپله شتمني او ژوند په خطر کې اچوي بلکه ډير کرته د خپلو کورنيو او مشرانو لخوا هم دې ته هڅول کيږي چې د مزدورۍ په نون نورو هيوادونو ته سفرونه وکړي او خپل هيواد پريږدي.
ولې دغه خلک مجبوريږي چې په سختو او پر مشقته لارو نورو هيوادونو ته سفر ونه کړي؟ بيلا بيل علتونه لري، د بيلګې په توګه :
د بهرنيو مؤسسو لخوا عامو خلکو ته تلقين کول چې په لويديځو هيوادونو کې ژوند خورا اسانه، هوسا، ارام او پر تعيشه دى.
د بهرنيو مذهبي شرکتونو او ادارو لخوا عام خلک تير ايستل او غرب ته د تګ لپاره د هغوى تشويقول.
د بهرنيو هيوادونو څخه افغانستان ته د راستنو شويو افغانانو لخوا داسې ښودل چې ګوندې په هغه هيواد کې يې ډير څه تر لاسه کړي، پيسې يې ګټلي، ژوند يې پرمختللى، اقتصاد يې غښتلى شوى او د دې علت يواځې او يواځې په بهر کې ژوند کول دي.
په افغانستان کې د بهرنيو لاسوهنو له کبله د عامو خلکو د ژوند چارې خرابيدل او د بهر څخه د راستونو شويو خلکو په کړو وړو کې د مصنوعي بدلون مشاهده.
ماده پرستي او د ټولنې د يو قشر لخوا د بهر ميشتو په وړاندې د زيات احترام ښودل او يا يې په مخ کې د چاپلوسۍ په بڼه ټيټ او پاس کيدل.
په اصطلاح دولتي ادارو، شخصي شرکتونو، بهرنيو مؤسسو، نړيوالو ادارو او د دندو په ځايونو کې د بهر څخه د راستنو شويو کسانو لپاره په اسانۍ سره د کار موقع پيدا کيدل ولو که هغه په بهر کې د اشپز، نايي، قصاب، ډم، تشناب پاکوونکي او يا سپي وينځونکي دنده تر سره کړې وي.
او داسې نور ګڼ علتونه شتون لري چې ځينې خلک لويديځو هيوادونو ته د تګ لپاره ليوال کوي او بيا هغوى د تګ د لارې په څرنګوالي سوچ نه کوي، چې له يوې خوا له خپلې شتمنۍ لاسونه وينځي، له بلې خوا يې ژوند د خورا زياتو ګواښونو سره مخ کيږي او هغو هيوادونو ته په رسيدو سره، په عياشۍ او فحاشۍ اخته کيږي، افغاني عنعنى له ياده باسي، اسلامي احکام شاته غورځوي، طبعاً له خپلې ټولنې ليرې وي په ورو ورو له خپل دين سره هم واټن پيدا کوي او په پاى کې له يمانه هم پاکيږي.
هغه ټولنې چې شراب او نشه پکې عادي او قانوني ده، د ټولنې د هر مخالف جنس سره ناجايزې اړيکې قانوني حيثيت لري، په ډيرو سيمو کې د همجنس پرستۍ لپاره قانوني اسناد ورکول کيږي او دولتي سرپرستي ورته حاصله وي، د ټاکلي مودې څخه وروسته پلار او مور په خپل اولاد کنترول له لاسه ورکوي او ځوانان په خپلسريو اخته کيږي، ښوونکى، پلار، مور، مشر ورور، کاکا، ماما او نور د احترام وړ نومونه وجود نه لري او نه شي کولاى چې خپل کشر ته د تاديب په خاطر يوه څپيړه قدرې هم ورکړي نو د نورو هيوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي هيوادونو او د افغانستان په څير هيواد څخه ورغلي د کم عمر ځوانان طبعاً خپل ملي، ديني، ټولنيز او اخلاقي معيارونه له لاسه ورکوي او د هغې ټولنې د يو غړي په څير د مادياتو او هوس بنده ګرځي.
د خپلې ټولنې څومره ډير مثالونه مو په وړاندې دي چې بهر ته تللي ځوانان په خورا ناوړه عادتونو اخته شوي، هيواد ته تر راستنيدو وروسته د خپلو مشرانو په وړاندې د عدم احترام څرګندونه کوي، ديني شعايرو ته درناوې نه لري، ټولنيزو اصولو ته ژمن نه وي، غورځيدلي اخلاق لري او سربيره پر دې د ټولنې لپاره د يو ناسور حيثيت غوره کوي ځکه چې نور ځوانان يې پر پل قدم ږدي او په ټولنه کې هغه ته ورته نورې لاعلاجه ناولې دانې راټوکيږي.
د دې لپاره چې ټولنه مو د غربي کيدو څخه ساتلې وي، د ړانده تقليد مخه مو نيولې وي، د بې بنياده خپرو شويو اوازو حقايق مو راڅرګند کړي وي، د غرب د خپرو کړيو لومو په اړه مو عام ولس خبر کړې وي، د نا ليدلو ننګونو سره د مخ عام وګړي سترګې مو پرانيستلې وي، عامه بيداري او پوهاوي ته مو کار کړى وي لاس په کار کيدل اړين دي او د دې هر څه لپاره په هر باشعوره وګړي لازمه ده چې د خپلې دايرې په حدودو کې خپل مسئوليت اداء کړي.