امریکا دبشر دحقوقو تر ټولو غټ مدعی او تر ټولو غټ ترپښو لاندې کوونکی
13.05.2012 14:37هر کله چې دبشر دحقوق خبر راشی نو امریکا دهغې دمدعیانو دلست په سر کې پرته وي، ان تردې چې کله یې چې خوښه شي دبشر دحقوقو په ماتوونکو هیوادونو اقتصادی، اجتماعی او نظامی بندیزونه او قیودات هم لګوي.
دبشر دحقوق دې مدعی دخپل ۲۳۸ کلن تاریخ په اوږدو کې لږترلږه په ۱۹۳ لویو او وړو جګړو کې برخه اخیستې ده او دجرمنی، اسپانیا، انګلیستان، فرانسې، جاپان، روسیې او ایټالیا په شمول تقریبا دنړې له نیمو هیوادونو سره جنګیدلې ده. دا وحشي جګړې چې په ۱۷۷۴ میلادی کال کې دامریکا داستقلال له جګړې څخه دانګلیستان او دهغی له اتحادیانو سره پیل شوې اوتر نن پورې دافغانستان او عراق په شمول په ګڼو ډګرونو کې لاهم روانې دي.
تر ټولو ډیرې وژنې، دملکی خلکو تلفات او دبشر دحقوقو نقض په هغو جګړو کې پیښ شوي په کومو کې چې دې خونړي هیواد برخه اخیستې، لکه څرنګه چې دا ددیموکراسۍ او بشر دحقوقو زانګو یوازینی هیواد دی چې په کال ۱۹۴۵ کې ددوهمې نړیوالې جګړی په وروستیو شیبو کې یې دجاپان دهیروشیما او نګاساکی په ایالتونو باندې په دریو ورځو کې دوه اتمی بمونه وروغورځول چې په سلګونو زره خلک پکې ووژل شول او په سلګونو زره نور له دی امله تر نن ورځې هم رنځور ګرځیدلی او ځوریږي.
دامریکا پوځ دتیرو لسو کلونو په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې په سلګونو زره ملکی خلک وژلي دي. امریکایی پوځ خپل هدف د (کامل سیوري) په نوم یادوي چې پر ځمکه، بحر، هوا او ان خلا باندې دپوځي تسلط په معنی دی، او له همدې کبله دامریکا پوځ له ۱۵۰ څخه په ډیرو هیوادونو کې شتون لري او دپنټاګون –دامریکا ددفاع وزارت- درسمي راپور پر بنسټ په کال ۲۰۱۰ کې دوی په ۳۸ هیوادونو کې لږترلږه ۶۶۲ بهرنۍ اډې لري او پدې کې هغه اډې ندی شاملې چې دافغانستان او عراق دجګړو د مرستی رسولو په موخه دنړۍ په بیلابیلو سیمو په خاصه توګه په دوو ګاونډیو هیوادونو کې پرتې دی.
دا پداسې حال کې ده چې دبشر دحقوقو امریکایی ډلې او رسنې په پرله پسې توګه دچین په شمول ځنې هیوادونه تل دبشر دحقوقو په ماتولو او ترپښو لاندې کولو متهموي، او دبشر دحقوقو په ترپښو لاندې کولو او ماتولو چې دامریکا لخوا سرته رسیږی سترګې پټوی لکه دښځو او سپین ږیرو په شمول دملکی خلکو وژل، په پټو او علنی زندانونو کې لکه دګوانتانامو، بګرام، ابوغریب اونورو جهنمی زندانونو کې دبې ګناه خلکو تعذیبول او کړول، په غیر قانونی توګه له یوه ملک څخه بل ملک ته دخلکو غیر قانونی انتقالول، حتی دامریکا دخپلو اتباعو تعیقبول او دهغوی اسرارو ته لاس رسی چې په اسنادو سره ثابت شوي، پدې هرڅه سترګې پټوی او دبشر دحقوقو ماتول او ملکی خلکو وژل یې نه بولي بلکه دا ظلم، کړول، وژنې، وینې تویونې، دبشر دحقوق نقض، او دخلکو عزت او ابرو ترپښو لاندې کول د په اصطلاح دتروریزم په وړاندې جګړه کې دخپل هیواد مسلم حق بولي.
امریکا دخپلو خلکو او نړیوالو دغولولو لپاره دبشر دحقوقو، دخبرو، درسنیو او دین او مذهب دآزادې بدله بولي او دا یې هیر کړي چې دا ټولې آزادۍ چې دژوند کولو په حق ولاړې دي، دیوه انسان بنسټیز حقوق دي، چې دا ټول حقونه په ټوله نړۍ کې دامریکا لخوا په خپلو تیریو، اشغالونو، ظلمونو په وجه په خطر ګې غورځولي او دامریکا غاصب او مجرم پوځ له خلکو څخه اخیستي دي.
سره لدې چې دامریکا او دهغوی دټلوالې لخوا دافغانستان دلس کلن نیواک په اوږدو کې دملکی خلکو دوژلو دقیقه شمیره په لاس کې نشته مګر دملګرو ملتونو دادارې چې پخپله هم دنیواک ملاتړې ده، وروستی راپور ښیي چې دتیر شپږو کلونو په اوږدو کې لږترلږه ۱۲۷۹۳ ملګي وګړي وژل شوي دي.
د New Hampshire پوهنتون دپروفیسور مارک ډبلیو هیرولډ لخوا دجوړ شوي راپور پرته نور مستقل مراجع پدې هکله په لاس کې نشته، او ددې راپور پر بنسټ دهغه ملکی وګړو شمیره چې مستقیما دامریکا دپوځ لخوا په افغانستان کی وژل شوي په لاندې دول ده:
د۲۰۰۱ کال داکتوبر له ۷ نیټې څخه د ۲۰۰۲ کال دجون میاشتې تر ۳ پورې ۳۶۰۰ تنه، د ۲۰۰۵ میلادي کال په اوږدو کې لږ ترلږه ۴۰۸ تنه او په ۲۰۰۶ میلادی کال کې له ۷۰۰ تنو څخه زیات. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۷ کال تلفات ۱۲۰۰ تنو ته پورته کیږي او ۲۰۰۸ کال د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو تلفاتو شاهد وو.
له ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته یاد شوي پروفیسور دهغې تلفاتو شمیرې چې مستقیما دامریکایي نیواکګرو دتجاوزاتو او جنایاتو له امله پیښ شوي خپرې نکړې مګر دیوناما دفتر چې په ظاهر کې دملګرو ملتونو نمایندګي او په حقیقت کې دامریکایي نیواکګرو ځواکونو تر کنټرول لاندې دي هغه تلفات چې له کال ۲۰۰۸ وروسته مستقیما دامریکایي ځواکونو دجنایاتو له کبله پیښ شوي داسې بیانوي:
په کال ۲۰۰۹ کې دتلفاتو شمیره ۵۹۶ ده، او ددې تلفاتو شمیره په کال ۲۰۱۰ کې ۴۴۰ تنو ته راټیټیږي، او په ۲۰۱۱ کال کې ۲۰۷ تنو ته رسیږی. دیوناما راپور په داسې حال کې دتلفاتو تنازلي ګراف ښیي چې هیڅ داسې ورځ نشته چې نیواکګر ځواکونه پکې زمونږ بیګناه مسلمانان تر خپل مستقیم برید لاندې نه راولي بلکه هره ورځ ماشومان، ښځې، سپین ږیري او بې ګناه وګړي په دیره بې رحمانه توګه وژني چې دا کار دنیواکګرو امریکایي ځواکونو او دداخلي مزدورانو ترمنځ داړیکو دترینګلتوب او خرابوالي لامل هم ګرځیدلی.
ددې راپورونو په اند هغه ملکي تلفات چې مستقیما دامریکایی ځواکونو دجنایت په وجه دنیواک دکلونو په اوږدو کې پیښ شوي ۹۰۰۰ تنو ته رسیږي او هغه ملکي تلفات چې په غیر مستقیمه توګه دامریکایانو لخوا پیښ شوي د ۲۰۰۰۰ شل زرو په شاوخوا کې ښودل شوي چې ټوله شمیره یې ۲۹۰۰۰ نه ویښت زره کسه اټکل شوې.
له یادو شویو راپورونو په ډاګه کیږي چې دا هغه تلفات دي کوم چې یوازې دامریکایي ځواکونو دمستقیم جنایت له امله پیښ شوي او ددوی دناټو ټلوالې او داخلي مزدورانو په لاس پیښ شوي جنایات پکې شامل ندي.
دعراق په مسلمان هیواد کې هم امریکا او مزدورانو یې ډیر بې شماره جنایتونه ترسره کړل چې له بده مرغه دقیقې شمیرې یې په لاس کې نشته، مګر تیر کال یوه وړه څیړنه ترسره شوې وه چې پکې له هغو کورنیو څخه پوښتنې شوې وي چې زیان ورته رسیدلی وو چې دخپلو کورنیو دغړو دتلفاتو شمیره بیان کړي ترڅو پدې توګه په ټول عراق کې دملکي تلفاتو شمیره اټکل شي.
د (ډلینسټ) انګلیسې ژبې طبی خپرونې دجان هوپکینز پوهنتون دڅیړونکو یوه لیکنه خپره کړه چې دعراق دپورته یاد شوې څیړنې پایلې یې ښودلې وې چې پکې له ۱۸۴۹ عراقي کورنیو څخه دخپلو کورنیو دغړو دتلفاتو په هکله پوښتل شوی وو او دې راپور د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې پدې هیواد کې دملکي خلکو دوژل شویو شمیره ۶۵۵۰۰۰ تنه ښودلې ده.
له هغې وروسته په ۲۰۰۷ میلادی کال کې یوې بلې انګلیسي موسسې له ۱۷۲۰ عراقي ځوانانو سره مصاحبه وکړه ترڅو دټولو ملګي وژل شویو خلکو شمیره لاسته راوړي، او دا مصاحبې ښیي چې لږ تر لږه ۷۳۳۱۵۸ تنه او حد اکثر ۱۴۴۶۰۶۳ تنه ملکي عراقیان دامریکا دجګړې قرباني شوي دي. په لندن کې یو څیړونکی ګروپ چې (دعراقیانو دجسدونو شمیره) نومیږي دملکي تلفاتو شمیره لږترلږه ۱۰۵۷۵۳ تنه ښیي. دا یوازې دهغې جسدونو شمیرې دي چې روغتونونو، مرده خانو او یاهم اړوندو موسساتو سره یې دمرګ شواهد موجود دي.
دتلفاتو پورتنۍ یادې شوې شمیرې سربیره پرهغو جنایتونو دي چې په ترڅ کې یې په پاکستان او لیبیا کې دامریکا او ناټو ټلوالې لخوا په اصطلاح دتروریزم په جګړه کې بې ګناه ملګي خلک وژل شوي دي.
لکه څنګه چې یاده شوه دامریکا تاریخ له پیله په وینو ککړ، او له اشغال او جنایتونو ډک دی، مګر دا هر څه یې پې ډیره هوښیاری او زیرکی ترسره کړي دي چې یوازې دهغې سیمی خلک پرې خبر دي په چا چې دا ظلمونه ترسره شوي، او له سیمې بهر ددوی دجنایتونو په وړاندې هیڅ غبرګون هم ندی ښودل شوی. دمثال په توګه په جاپان کې دامریکا له جنایتونو یوازې جاپانیان زیانمن شول، اما نورو هیوادونو دا جنایت ونه شمیرلو چې په ترڅ کې یې امریکا تر قانونی پوښتنې ګرویګنې لاندې راشي.
په اسلامي نړۍ کې هم له ۷۰ لسیږې راپدې خوا بیلابیلې سیمې دامریکا تر نیواک، جنایت او وحشت لاندې راغلې او له بده مرغه داسلامی نړۍ هیڅ هیواد هم دا په خپل حریم تیری ونه بللو او پدې سره نه یوازې یې کوم غبرګون وښود بلکه امریکا ته دنږدیتوب لپاره یو له بل څخه وړاندې توب هم وکړ او دامریکا رضایت یې ددین او هیواد او خلکو له مصالحو اوچت وبلل.
په فلسطین، کشمیر، فلپین، سوډان، صومالیا اونورو اسلامی هیوادونو باندې دامریکا مستقیم او غیر مستقیم تیری دهغې دنیواک او وحشت بیلګې دي.
مګر دسبتمبر دیوولسمی له پیښې او په افغانستان او بیا په عراق باندې له وحشیانه بریدونو وروسته دامریکا وحشت دومره په جوش راغی چې نور یې ونشوای کړلای چې دپردې تر شایې پټ وساتي، هغه وو چې په افغانستان باندې دبرید لومړی میزایل یې په هستوګني سیمه باندې وویشت تر څو خلک نور دغفلت له خوبه ویښ شي او پدې پوه شي چې ددیموکراسۍ مور او دبشر دحقوق ساتونکي نور له خپله مخه نقاب لرې کړی او غواړي خپلې دمسلمانانو په وینو سرې منګولي نورې هم په وینو سری کړي او خپله اصلي څیره نړیوالو ته وښیي. دا دجنایاتو لړۍ تر نن پوری روانه ده او پدې اوږدو کې یې به سلګونو زره ماشومان، ښځې، سپین ږیري او نور بې ګناه ملګي وګړي په قتل ورسول او یا خو یې هم ټپیان او معیوب کړل، مګر لدې سره سره هم هغه کسان چې تراوسه یې دا حقیقت ندی درک کړی او یا هم نه غواړي چې حقیقت درک کړي پدې هڅه کې دي چې دا ثابته کړي چې امریکا دبشر دحقوقو ساتونکې ده او دمظلومو افغانانو اوعراقیانو دنجات په خاطر یې دا دوینو ویالې وبهولې او غواړي دتل لپاره یې وبهوي، او خپل دې هدف ته درسیدو لپاره یې په عراق او افغانستان کې خپل مزدوران او مریونه پدې مجبور کړل چې په اصطلاح ستراتیژیک تړون سند وسره لاسلیک کړي او پدې سره ددې هیوادونو فرد فرد دڅو ډالرو په وړاندې ورباندې خرڅ کړي چې دتل لپاره په اسلامي خاوره کې پاتې شي او دخپل ظلم او وحشت لړۍ جاري وساتي.

