د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قتلونو لپاره دلیل پیدا کول

سادات 12.05.2012 17:38

په تاریخونو کې لولو چې چنګیز خان ځکه په ګڼو آسیایي ملکونو حمله وکړه او په میلونونو کسان یې ووژل چې د خوارزم پاچا د ده سفیر او څو کسه سوداګر وروژلي وو.
دا یوازې چنګیزخان نه وو چې د حملې او قتل لپاره یې دلیل پیدا کاوه. هر انسان چې هره نادوده کوي، دلیل ورته مومي. دلیل ته انسان ضرورت لري. که یو څوک بې دلیله جنایت وکړي، ناکراره کېږي. انسان د خپل وجدان د کرارولو او تېرایستلو لپاره مجبور دی چې خپلې ناروا ته دلیل جوړ کړي اوخپل ځان پخپله وغولوي. هیټلر چې له قتلونو خوند اخیست، په میلیونونو کسان یې ووژل او ځان یې په دې قانع کړ چې دا یهودان دي او وژل یې پکار دي. شوروي مشر ستالین هم په میلیونونو کسان ووژل او ځان یې په دې قانع کړ چې د انقلاب دښمنان او د کارګرې طبقې مخالفان یې وژلي دي او ځکه یې وژلي دي چې دوی ډېر بد خلک دي. کله کله په دنیا کې یو جنایتکار ونیول شي چې یوازې ښځې وژني، یا د خاصې قبیلې کسان وژني او ګومان کوي چې وژل یې پکار دي.
لنډه دا چې هیڅ قاتل بې دلیله نه دی او د وژلو لپاره یې خامخا یو داسې دلیل پیدا کړی وي چې دی ورباندې قانع شوی او ځان یې ورباندې تېر ایستی وي. طالبان هم چې نن سبا د ډیورند د کرښې دواړو غاړو ته په قتل و قتال بوخت دي، اکثره وخت د خپلو قتلونو لپاره دلایل راوړي.
د تېرې جمعې په ورځ د باجوړ په مرکز ښار کې یوه ماشوم انتحاري حمله وکړه چې په لسګونو کسان یې ووژل او یا ټپیان کړل. په دې پېښه کې حد اقل نهه ویشت کسه وژل شوي او د دې کابو دوه برابره ټپیان شوي دي.
د پاکستان د طالبانو د تحریک یوه ویاند رسنیو ته ویلي دي چې دغه کار دوی کړی دی او مقصد یې دا و چې له هغو کسانو بدل واخلي چې د دوی کسان یې یو وخت وژلي وو. د خار په پېښه کې اکثر ملکي کسان چې یو شمېر ښځې او ماشومان هم پکې وو، وژل شوي دي. انتحاري حمله د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې شوې ده، ځکه خو یې تلفات هم خورا زیات دي.
ایا دا کوم عدالت دی چې یوه کس ته د سزا ورکولو لپاره دې بې شمېره نور کسان ووژل شي؟
ما اورېدلي دي چې طالبان وایي چې که د دوی په حملو کې بې ګناه کسان ومري نو که مسلمان وي دغه بې ګناه شهیدان دي او جنت ته به ځي. دغه راز ویل کېږي چې طالبان دا هم وایي چې دوی ځکه د بې ګناه کسانو په وژلو باندې ملامت نه دي چې د وژونکو نیت یې سم وي او مقصد یې دا نه وي چې بې ګناه کسان قصدا ووژني.
دغو ښاغلیو ته باید ووایو چې که څوک د نیت دلیل راوړي، نو دا خو هر قاتل وايي چې نیت یې روغ دی او په دې ډول به هیڅ قاتل ګناهګار نه وي. دوی چې په خپل ګومان خلک جنت او دوزخ ته استوي، کله یې هم له ځانه دا پوښتنه کړې ده چې د دوی مقتول به شاید د یوه کور یوازینی نارینه وي. د دوی مقتول به د مور یوازینی زوی وي. د دوی مقتول به یو ماشوم وي چې د ډېر ژوند کولو ارزو به ورسره وه.
په اوسنۍ زمانه کې چې د کبانو د بچیو، یا د مرغانو د بچو وژل غیرانساني بلل کېږي، دا ښاغلي اخر د انسان د بچي وژلو ته په کومو سترګو دلیل پیدا کوي؟
څو ورځې دمخه چې د افغانستان طالبانو کابل ته په لسګونو انتحاریان راواستول او وینې یې وبهولې، نو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دغه حملې په ارغنداب کې د بې ګناه ملکیانو د وژلو، په بګرام کې د قرآن کریم د سپکاوي او داسې نورو پیښو په ځواب کې شوي دي. قدرمنه ذبیح الله خانه، ایا د هغه امریکایي عسکر چې په ارغنداب کې یې قتلونه کړي دي او اوس په امریکا کې بندي دی، د جنایت بدل باید د کابل له خلکو واخیستل شي؟ دا څه ارتباط سره لري؟
د اسلام عدالت خو دا دی چې د زوی په ګناه پلار او د ورور په جرم ورور نه نیول کېږي. دا لا څنګه عدالت دی چې که د هر چا وینې پکې وبهېدلې، پروا نه کوي؟
لکه څنګه چې راپورونه وایي د باجوړ د خار قتل عام د یوه ماشوم په ذریعه تر سره شوی دی. په تېرو څو کلونو کې څو ځله لیدل شوي دي چې طالبانو نابالغه یا نوبالغه ماشومان دې ته هڅولي دي چې واسکټ واغوندي او وینې وبهوي. د طالبانو مشران لکه په اوو پوښونو کې پټ تعویذونه د نیولو او وژل کېدو له وېرې د نکلونو د شمایلې په شان د اوو کلاګانو په منځ کې چېرته پټ ناست دي خو د له لاسه ورکړې چوکۍ د ګټلو لپاره کمکي هلکان لمسوي چې ځانونه ووژني. دا به لا کوم انصاف وي؟
طالب مشرانو او کشرانو ته پکار ده چې د خپل جنګ په طریقو یو ځل بیا فکر وکړي او د بې ګناه کسانو له پرله پسې وژنو لاس واخلي. لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، د قتل لپاره دلیل پیدا کول او په دغسې دلیل باندې ځان غلطول ډېر اسانه کار دی. همدا تېره اونۍ په زرمت کې په یوه جومات کې یوه چاودنه وشوه چې د بم جوړوونکي پکې ووژل شول. دغو کسانو به چې د خدای په کور کې بمونه کوز پاس کول او د مسلمانانو د دومره مقدس مکان بې حرمتي یې کوله، حتما د ځان لپاره دلایل جوړ کړي وو. دوه کاله پخوا ځينې کسانو د لاهور د داتا صاحب په زیارت کې انتحاري حمله وکړه او په لسګونو کسان یې ووژل. دغو ښاغلیو به هم ځان ته خامخا دلایل جوړ کړي وو چې په دومره بې غمه زړه یې هم ځانونه وژل او هم نور خلک. حجاج بن یوسف چې کعبې شریفې ته توپې نیولې وې ، هغه به هم خامخا د ځان او خلکو د تېر ایستلو لپاره دلیلونه جوړ کړي وو. خوارجو چې د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجه په شهادت رساوه، دا دلیل یې جوړ کړی و چې د هغه په وژلو سره اسلام ته ګټه رسوي. د زرمت د جومات بم جوړوونکو هم چې د جومات بې عزتي کوله، دلیل به یې دا و چې اسلام ته خیر رسوي!
طالب مشران او کشران دې په دې پوه شي چې ټول قتل کوونکي او مجرمان د ځان د قانع کولو یا د نورو د تېر ایستلو لپاره دلایل جوړوي خو دغه دلایل په اصل کې شیطاني وي او د شیطان یو اصلي کار دا دی چې خلک تېر باسي او غلطو چارو ته یې لمسوي.