د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان سوله د سيمى سوله ده

ليک : لطيف الله عزم 11.05.2012 22:52

د خليج نه وروسته د سيمى امن د افغانستان د جګړى سره دومره خراب شويدى چې اوس اروپائى هيوادونه په ګرانه سره د افغانستان په اړه د راتلونکى حساب کوى هغه وخت چې افغانستان کى امن ؤ ټولو اروپائى هيوادونو غوښتل په افغانستان کى په خپلو پانګو سره هر ډول تجارت ورکړى نور اقتصادى کارونه سرته ورسوي بيا هم دا دى پدى ښه پوهيږى چې په افغانستان کى روانى جګړى د يوى خوا د افغانستان اقتصاد تباه کړ او د بلى خوا د اروپائي هيوادونو پانګوال سره د پانګو اچونو او مرسته د افغانستان په روانه وضع ډاډ من ندي. دافغانستان په اړه چې د آبادئى په برخه کې کوم کار کوى زړور قدمونه پورته کوي.
د دى رواني وضع د کنترول دپاره يوازي د اروپائې هيوادونو دپاره فکر نه بلکى د ټولې نړۍ دپاره فکر پکار دى. او په افغانستان کې د يوى سالمى کړنلارى دپاره داسي لار پکار ده چې هم افغانستان ، پاکستان په امن شي او هم ټوله سيمه . که مونږ د سيمى او د ګاونډيو هيوادونو چې د افغانستان سره ګډه پوله لرى لږ څه نظر وکړو نو ګاونډي هيوادونه هم د خطر سره مخ دي. تيره مياشت چې په برکسل کى د ناټو هيوادونو سر مشريزه غونډه وشوه او پکى د ناټو عمومى منشي نه علاوه د هر يوه هيواد دفاع وزيرانو خپل خپل نظرونه وړاندى کړل د هغى نه دا نتيجه په لاس راځى چې نور بايد په افغانستان کى دا روانه جګړه پاى ته ورسيږى نور بايد په افغانستان کى يو ولسي او د هر قام او سيمى نماينده حکومت جوړ کړل شي. تر اوسه پورى چې د افغانستان جګړه ځپلى هيواد د تيرو (٣٠) کالو ګوندى او تنظيمى سياليو او اقتدار غوښتنى زخمي کړيدى هغه زخمونه همغه شان دى د اسلام په نامه بيلو بيلو تنظيمونو په افغانستان کى هغه اهداف ترلاسه نکړل د کومو دپاره چې د حق دلارى سپيڅلو مجاهدينو خپل سرونو د لوى خداى په لار کې قربان کړل. تش په نامه ځينو جهادي مشرانو د شهيدانو پاکي وينى او د هغوى نه پاتي يتيمان په نظر کى ونه نيول د کابل په زړه ئې هغه لوبي د خپل اقتدار دپاره وکړل چې دا نن سبا کومه بد امني په کابل او ولاياتو کى روانه ده دا د کمونستى کودتا وروسته په دويم قدم کى د همدى تش په نامه د ځينو جهادى مشرانو د خپلو شخصي اهدافو او ځان غوښتنو نتيجه ده که په رښتيا سره لکه څرنګه به چې د جهاد په لومړى سر کى اولس ته وينا کيدله هغه شان عمل هم شوى وائې نو نن ورځ به په کابل کى دا د (٤٠) زياتو هيوادونو څخه د امن په نامه راغلو پوځونو په افغانانو وحشي عمليات نه کول نه به د باګرام دوزخي زندان ته څوک ليږل کيدل او نه به د پښتنو کورونو ته بهرني پوځونه د داړه مارئ دپاره اووختل پکار ده چې په نړيواله سطحه د افغانستان او سيمى د امن دپاره کار وشي.